نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
يحيىٰ هماى ته ډالۍ
آصف صميم
31.05.2005
.................................زيحيىٰ هماى ته ډالۍ
يادښت:
د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانگې محصلينو له رند او باغي شاعر عبدالبارى جهاني سره يوه نمنځغونډه درلوده ، ماښام چې غونډه خوره شوه، د څلورم ټولگي يحيىٰ هماى پر ما او كاروان زورور شو، وسله مو ورته و غورځوله او ورسره ولاړو. د شپې تر ناوخته مو زړه خواله وكړه، په خبروخبروكې ما ددې غزل تيږه هم كېښووه. شپږم بيت ته چې ورسېد،له كاروان سره مې گډ كړ، هغه دومره خواږه پرې را پريښوول ، چې پوره يو غزل يې ورزيات كړ.ماد هغه هغه بشپړ غزل ترې بېل او خپل مې بېل كړ.
زه پخوا په كال شعر ويلو يادوم، خو اوس مې دوستان په لسيز كال شعر ويلو پېژني، دا غزل ددوى د نيوكې يو ډول غبرگون غوندې دى او بيا د يحيىٰ هماى په كوركې، نو ځكه يې زه هم دې پوهيالي ځلمي او خپل مينه وړي كشر ته په مينه ډالۍ كوم
گوره كه يې ومني
۱۳۸۴/۲ /۲۸
......................................[color=green:18147de7b7]لپه[/color:18147de7b7]
خدايه! ميكدې ځوانان ............ لږ كړې رانژدې،ځوانان
وړانگې، پلــوشې شيندې............... شپوته موسپېدې،ځوانان
پېغلې د ژوندون ته مـــــــو.............. زلفې دي كودې،ځوانان
راشي زړه كې ځاى وكړي............... څيرې كړې پردې،ځوانان
ستا په زلفو بندچى وي.................. څنگه به پرېږدې،ځوانان؟
ستاگوانتانامو زلفـــــــــو............... ښكېل كړه القاعدې،ځوانان
داريښې ريښې گريوان..... ......... بيا به كړي گيندې،ځوانان
سور به د رقيب ټټر................. كړي غشي ليندې،ځوانان
.........................سر په تلي ځكه وړي
.........................پايي په همدې ځوانان
......................................................محمد آصف صميم