د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د سهار ليلا

ګل آغا احمدي
30.05.2005

د سهار ليلا
سپين سپين مړوندونه سپينه غاړه سپين يې هار دى
سپين سپين يې خالونه سپين يې مخ سپين يې سينګار دى
سپينه يې اوږۍ ده سپين يې ټيك سپين يې چارګل ګوره
سپينې سيتارې، سپين يې پاولي سپين يې شرنګار دى
سپين يې دى پړونى سپين كميس سپين يې لستوڼي دي
سپين يې پايزبونه سپين ټټر سپين يې رخسار دى
سپينه يې ښكلا سپينې ليمې سپين اننګي ښكلي
سپينې يې خبرې سپين غاښونه سپين ګفتار دى
سپينه يې سندره سپين رباب په سپينو لاسو كې
سپينه يې روپۍ ده سپين پيزوان سپين يې سيتار دى
ګوره د سهار ليلا پوښلې په ښكلاوو ده
ده ورته په سر ايښى د سپين ململ دستار دى
چارشنبه: ۱۳/6/1381 ه ل 4/9/2002 م


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more