نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
*** د ثور د اوومې او آتمې لوبغاړي د استعمار يا بيا رغاونې په لوبغالي كې
څاروان
30.05.2005
=== د ثور د اوومې او آتمې لوبغاړي د استعمار يا بيا رغاونې په لوبغالي كې===
د ۱۳۵۷ كال د ثور د اوومى كودتا زمونږ د معاصر تاريخ د ټولو فاجعو او مصيبتونو مور ده، ددې خونړۍ كودتا داخلى لوبغاړي هغه منحوسې څيرى دى چې نه يوازې د سړې امپراطورۍ تر قوماندې لاندې يې د افغان ولس په خلاف له هيڅ جنايت نه ډډه نده كړى، بلكه د تور استعمار د تورو او شومو پلانونو په تطبيق كې هم له نورو نه مخكې روان دي، او له افغانستان سره خپلې دښمنى ته ادامه وركوي.
كله چې د مخلصو مجاهدينو په ګوزارونو سره د شوروي اتحاد نوم د نړۍ له نقشى نه ورك شوه، د شهادت او جهاد كاروان د وروستى بري دروازو ته ورسيد، په همدى وخت كى د نړيوال ښكيلاك په مرسته د ثور د كرغيړنى كودتا عاملين په حركت راغلل د جهاد په ليكو كې د ځاني ګټو نمانځونكو ته يې د ائتلاف لاس وركړ، د ثور اوومه يې پر آتمه بدل كړه، او پدې ترتيب سره د ۱۳۷۱ كا د ثور له آتمى نه د واحد افغانستان په خلاف له مخكى نه پيل شوى دښمنۍ نوى بڼه غوره كړه. د ثور په آتمه نه يوازې د كرملين چاكرانو څه له لاسه ور نه كړه، بلكه د خپل شوم هدف د پلى كولو لپاره يې داسى افراد هم د ځان كړل چي د جهاد ترعبا او قبا لاندى ستر شوى او پټ شوي وو، دوي په ګډه كابل په كنډواله بدل كړ، د ملى واكمنۍ شيرازه يې درز، درز كړه،اداره ، پوځ، پوليس، معارف او هر څه يې له مينځه يووړل، مجاهدين يې دومره بدنام كړل چه طالب واكمنى ممكنه او عملي شوه! لوبې دوام وموند، ترڅو د ثور د اوومى د كودتا چيانو په اصطلاح د نړيوال امپرياليزم لښكرو دا وطن ونيو او د سرو كمونيستانو لپاره يې دموكراتيك او د ثور د آتمى د فاتح ائتلاف مجاهدينو ته د منسوبى ډلې لپاره يې اسلامى جمهوريت!! جوړ كړ او په اصطلاح د دواړه مراد يې پوره كړ!! سږ كال د ثور آتمه پداسى حال كې د اسلامي جمهوريت!! د مشرتابه له خوا ونماځل شوه چې د هيواد فضاء او ځمكه د امريكايانو تر سلطې او كنترول لاندى وه، د اسلامي جمهوريت!! زيات شمير افرادو په خپل هيواد كې د امريكايانو له لاسه د تعذيب ، سپاكوى او تحقير كړوانه ګالل، د ستيج پر سر د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس چې د ثور د اوومې او آتمې لوبغاړي يې ترڅنګ وو د ساتنى لپاره امريكايې پوځيان ولاړ وو. لنډه دا چې د ثور د اوومى او آمى پهلونان، نه يوازې پخپل وخت كې ملك او ملت ته هيڅ خير ندى روسولى، بلكه نن ورځ هم د ملت او هيواد د مصالحو په خلاف كار كوى د خپلو خلكو پښى وهي، د نورو ګټى پالي،په پوره سپين سترګۍ سره په نړيواله سطحه په ناروا وسلو سره وژل، ړنګول، په سپو او نورو دردوونكو وسيلو سره توهينول او بى حرمته كول له افغان ولس سره ښيګڼه بولي!! ياى داچې د پوځى دموكراسۍ زور واكانو چې د افغان ولس په خلاف د جګړو او مخدره موادو سالارانو ته د مشرۍ چپنى ورپر اوږو كړى، او له توظيف وروسته يې د ملت له خوا د ټاكل شويو نوم وركړ، نو طبيعى ده چې د دې احسان!! به بدل كې په هغوى هم دى بربنډ استعمار ته بيا رغاونه وايي!! تر خاورو لاندى دې وي هغه شومى هيلى او بې ارزښته ګټى چې د ثور د اوومى او آتمى لوبغاړى يې د استعمار په لوبغالي كې د خپل ولس په خلاف په لوبه بوخت كړيدى او ړنګ دې هغه بيلډينګونه چې د ولس د معنوى ارزښتونو د توهين په بيه جوړيږي.
-------------------------------------------د هيواد مجلي څخه په مننه.
=========================
څاروان
pattang
30.05.2005
څاروان صيب په خير راغلې ستړی مشې خدای دوکړې چې په خوږو مضمونو
ويده زلميان را ويښ کړې .
دپښتنولي په مينه پتنګ
نقاد
31.05.2005
ښاغلي څاروان ته سلامونه او نېکې هيلې !
که نيم او نيمګړي حقايق هم ارښت ولري، نو د هيواد څخه ستاسې دغه راخيستل شوې وروستۍ ليکنه پر دغه ډول ارزښت ډيره ښکلې شوې او سينګار مو پرې کړی دی،
١ــ د غويي ٧ او ٨ په م ډير ښه او پر حق ياد کړی ، خو د ميزان هغه نېټه چې طالبنا پرې قدرت ته ورسيدل له سره پرېښې ده ، حال داچې د ثور د ٧ نيټې د کودتا د اصلي عاملينو د ګوندي اړخ ډير منسوبين (خلقيان) د ثور په ٨ کې نه و خو د طالب په ليکو کې يې د فعاليت مثالونه شته!
٢ ــ د ثور د ٨ نيټې په تغير کې د پرچم ډلي قوي سياسي ﻻس درلود اوان تر دوستم پورې يې د مسعود په ګټه او د نورو مجاهدينو په زيان وکارول . ښه دا وه چې دغه خلک دې د جدي د شپږم په نامه ياد کړي وای، ځکه خلقيانو ته چا (نه روسيې او نه پرچم او نه د شمالي اتلاف نورو جهادي خاينانو لکه مسعود او نورو) موقع نه وه ورکړې چې په دغه خيانت کې هم برخه واخلي .
٣ــ د خلقيانو چپه سختدريځي او پر سياست ناپوهي د حزب اسلامي ، په تيره بيا د طالبانو ښي اړخې سختدريځۍ او پر سياست نه ککړتيا او ناپوهۍ ته ورته والی لري ، چې مشترک بنسټ يې ښايي عامه پښتونولي نه، بلکې د پمن کندهاريزم يوه ځانګړې ناروغي ( د محمد ځيوپر ضد د غلجيو تاريخي رېوانشيزم ) اوسي .
٤ــ افغانان د ملي حاکميت ، ملي اواسلامي ولسواکۍ غوښتونکي دي، خو امريکايان ، نور لويديځوال او نور بهرنيان د ګانډيانو په شمول يو هم نه غواړي،
که د اميکايانو ، لويديځوالو او لويدېزې دموکراسۍ پر بهانه د افغانانو د ملي اسلامي ولسواکۍ پر غوښتنو هم پښې ايښودل کيږي او پر ضد يې عمل کيږي،
د ا به د خلکو په سترګو کې د خاورو شيندل او جنايت وي چې د هيواد، اولس او پرمختګ پر ضد عملي کيږي . آيا نه غواړۍ چې که ددغسې جنايت مخه نه نيسئ، لږ ترلږ ه يې له پلوي څخه ځان وژغورئ؟ والسلام !
څاروان
01.06.2005
۱-۶-۲۰۰۵
محترم پتنګ صيب او نقاد صيب سلامونو ته مو وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئې هم قبول كړي.
پتنګ صيب ستاسي څخه يوه نړۍ مننه.
نقاد صيب:
[color=white:85f837d538]كه پورتني مضمون له پيله تر پايه وه ګوري نو په دي به وه پوهيږي چه څاروان د مضمون ليكونكې نه بلكي فقط د هيواد مجلي څخه د مضمونو رانقلونكې دي.[/color:85f837d538] نو فكر كوم چه زما پر خبره مو سر خلاص سوي وي.
نقاد صيب [color=darkblue:85f837d538]د شرقي كاكا انډيوالانو وجود په مختلفو دورو كې [/color:85f837d538]زه درسره منم ځكه خائن د وخت له وضعې سره خپله جامه بدلوي خو په فطرت كي يي هيڅ بدلون نه راځي او هيڅ قام دښمنه دوست نه شي كيدي. خو افسوس چې په دي خبره څوك سر خلاص كړي.
[color=darkred:85f837d538]په اوسني حكومت د طالبانو په شمول په نوم مجاهدينو وجود[/color:85f837d538] په پاكستاني مساله كې د تور مرچو په اندازه دي. په پاكستان كې چه د ديګ مساله اخلي نو دوكاندار به له هري ټوكري څخه ډكه ډګه كاشوغه مواد به په تله كې اچوي او په اخر كې د اخيستونكې د خوشحالولو لپاره يو څو داني څور مرچ او زيره هم ور واچوي خو مسكين اخيستوكې چه كورته ورسيږي او د مسالي كڅوړه خلاصه كړي او په ديقت ورته وه ګوري نو پوه به شي چه څه ئې ورته پكې ميدكړي پخه خښته اچولي او څه د اري رنګ شوي بوري دي او فقط پكې د كار شي همغه څو داني تور مرچ او زيره ده. [color=white:85f837d538]د اوسني حكومت ټول تشكيل هم همدا ډول دي.[/color:85f837d538]
[color=blue:85f837d538]ګرانو لوستوكو ياد لري كه نن مونږ د غلام پاچا او د تخت او تاج بي حيا دعوه دارانو بې ديانتي او ظلمونه وزغمل نو د قوم د معصومو لوڼو پرسر به زمونږ د ګناهونو پيټي ډير دروند وي.[/color:85f837d538]
يوسف څاروان