وطن پال او نور ګټور شعرونه
اصلي علت
ګل آغا احمدي
28.05.2005
اصلي علت
چې بيكاره يې كړ هر يو ځوان بيباك
چې رواج يې دا لعنت كړلو سفاك
چې د مرګ پركنډو واوښتل ناڅاپه
چې يې ژوند په تورتمونو شو ناپاك
سرچينه د بركاتو شوه پرې بنده
بينوا شول، معتادان شول او بې واك
پليتۍ پرې له هر لوري را خورې شوې
شو جارو ترې مهربانه رحم پاك
نه خو مينه، پيوستون ورسره تم شول
د فساد غبار پرې خوشى كړ تاړاك
وچكالي يې د ښكلا زيرمې كړې وچې
د باران بهير پرې بند شو له آفاك
بدبختي يې چمبې خښې په مغزو كړې
بدمرغي پرې حكومت كاندي ټولواك
كه اصلي علت څرګند شي د ناخوالو
دا كوكنار دي، هيروين دي، دا ترياك
جمعه: 7/6/1382 ه ل 29/8/2003
حیات آباد _پيښور
لګيا
كتار كتار ځوانان مو په سفاكو لګيا شوي
د خداى لپاره ګورى په ناپاكو لګيا شوي
وردانګي ټول پخپله د مرګي خولې ته په منډه
غليم پرې اخته كړي په بيباكو لګيا شوي
چټل چټل سرونه سړيتوب ترې كډه كړې
په راز راز ناروغيو او تڼاكو لګيا شوي
لوخړې له خولې باسي په مردارو كنډوالو كې
د اور سره كړي لوبې په خاشاكو لګيا شوي
فرصت د ښه ژوندون دى تباه كړى دغه ډلې
راغلي له ايرانه په ترياكو لګيا شوي
جمعه: 7/6/1382 ه ل 29/8/2003
حیات آباد _پيښور