وطن پال او نور ګټور شعرونه
د يار سترګې
ګل آغا احمدي
28.05.2005
د يار سترګې
په ليمو كې به ځاى راكړي داسې وايي د يار سترګې
په خوږو خوږو ټپو كې راته ستايي د يار سترګې
په لمن د اشارو يې د انوارو سپنې وړانګې
د ښايست كرونده خپله ماته ښايي د يار سترګې
د روغتيا په درملنه ټپي زړه ته نږدې كيږي
د ديدار رمه په مينه مينه پيايي د يار سترګې
د ډيوو د افق څوكه كې يې څړ ته كړي ور وړاندې
ددې لوى منظر په مخ كې راته پايي د يار سترګې
د رخسار په سپين محل كې يې ليمې په مينه فرش دي
احمدي د ښكلاګانو په لور بيايي د يار سترګې
چارشنبه:۵ /۶/۱۳۸۲ ه ل ۲۷/۸/2003 م
لال نبي
12.12.2008
سلامونه احمدي صيب! د يار سترګې درباندې ډېرې ګرانې دي خو ګوره دومره هم نه لکه داسې چې:
لـه هـر كار نـه يـم وېسـتلـى د يـار سترګو
پـه زړګـي يمـه ويـشـتلــى د يـار سترګو
سـاده سـترګې مې په جنګ كلـه پوهـېږي
هـــر مــيـدان تـريـنـه ګټلـى د يـار سترګـو
فضلـيار تـه بـل چـا هيـڅ ويلـي نـه دي
دا لـه كلـــي راشــــړلــى د يـار سـترګـو