نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ښځه هم خالقه او هم مخلوقه ده ؟؟؟
ع کريم حليمي
27.05.2005
درنو دانشمندانو ليکوالو سلام !
اول -ډير وخت پخوا مي په يوه اخبار کښي لوستي وه چه ښځه هم خالقه ده او هم مخلوقه
ايا دا ويلای سوو ٠ چه ښځه خالقه ده ؟؟؟
دوهم - کلام الله په مخلوق کښي حسابيږي که يا ٠ ؟؟؟؟
Re: ښځه هم خالقه او هم مخلوقه ده ؟؟؟
Anonymous
27.05.2005
حليمي صيب !
له دواړو کارو يې جار شم .
[quote:5127bc4a23="عبدالکريم حليمي"]درنو دانشمندانو ليکوالو سلام !
اول -ډير وخت پخوا مي په يوه اخبار کښي لوستي وه چه ښځه هم خالقه ده او هم مخلوقه
ايا دا ويلای سوو ٠ چه ښځه خالقه ده ؟؟؟
دوهم - کلام الله په مخلوق کښي حسابيږي که يا ٠ ؟؟؟؟[/quote:5127bc4a23]
Anonymous
27.05.2005
حليمي صيب سلامونه مي قبول کړه
زمادمعلوماتوله مخي خو[color=blue:f923d361be]کلام الله [/color:f923d361be]مخلوق نه بلکي غيرمخلوق دی مګردقران کريم پاڼې اودسياهی توري اوياهغه نور وسايل چي دمخلوق له خواکارول شوي هغه طبعامخلوق دی ٠
والسلام
ستاسوورور عبدالرحمن
ع کريم حليمي
28.05.2005
عبدالرحمن خانه وروره او درنو لوستونکو ښې هيلي
مننه ستاسو له معلوماتو څه
[quote:0a4d784254]زمادمعلوماتوله مخي خوکلام الله مخلوق نه بلکي غيرمخلوق دی [/quote:0a4d784254] يعني کلام د الله مخلوق نه دۍ ٠ چه مخلوق نه وي ٠ زه خو داټوله عمر داسي
پوهېدلۍ وم ٠ چه يا خالق او يا مخلوق ٠
کلام نو تاسو خالق بولۍ ٠ ؟؟؟ يا په بل ډول چه وايم کلام چه دۍ الله دۍ او الله چه دۍ کلام دۍ ؟؟؟
Anonymous
29.05.2005
سلامونه او درناوی !
عجبه سکالو ده !
عيسويان عيسی (ع) ته د خدای د کلام درجه ورکوي، مونږ مسلمانان هغه د الله
تعالی مخلوق بولو، خو عيسويان يې د خالق جز (زوی يا له درې قتونو څخه يو قات) بولي ، نو دخدی کلام هم د خدای جز بولي او څنګه چې خدای خالق دی ، نو د هغه کلام هم د خالق يا خدای جز شو .
خو له عيسويانوله مردود اند او باور څخه به خپل اند ته راشو:
الله تعالی دمطلق قدرت او ارادې خاوند دی او وسايلو ته اړتيا نه لري . هغه خپلې ملايکې (جبرائل) د ژبې له وسيلې پرته هم پر امر او نهې په کټ مټ جملو پوهولی شي ، بې له دې چې هغه ورتهتلظ کړي يا ژبې او کلام وسيلې ته اړتيا نه و لري . خو ددې له پاره چې امت او نور بنده ګان پرې وپوهيږي، اول له تلفظ پرته تفهيم شوي جملې بيا پيغمبر ته له تلفظ سره تفهيم شوي دي ، او هغه امت ته د خپل تلفظ په وسيله رسولي دي. په دې ډول د قران تلفظ او غږ چې فزيکي وسيله ده مخلوق شوې او د جملو مفهوم او معنی پخپله دالله تعالی يعنې خالق له ذات سره تړاو لري او مخلوق نه ده.
د ارادې له مطلقيت څخه مرام دادی چې اذلي ده او د زمان او مان څخه مخکينۍ ده ، نو قران د کلام په توګه وروسته خو د محمد (ع) په وخت کې خو د معنی او مفاهيمو د مجموعې په توګه له اذله مو د الله تعالی سره موجود و. والله اعلم . والسلام
ع کريم حليمي
29.05.2005
aمېلمه سلام عليکم
[quote:6324c31597]او هغه امت ته د خپل تلفظ په وسيله رسولي دي. په دې ډول د قران تلفظ او غږ چې فزيکي وسيله ده مخلوق شوې او د جملو مفهوم او معنی پخپله دالله تعالی يعنې خالق له ذات سره تړاو لري او مخلوق نه ده. [/quote:6324c31597]
دپورته جملو څه دامفهوم اخستل کيږي ٠ چه مفهوم د الله د ذات جز دۍ ؟
که د دغي جمله بيا ،يا صحيح وي ؟ نو مفهوم مانا ده ! ٠ ايانو الله مانا ده يا مانا دۍ
هر مفهوم چه په جهر وويل سي نو کلام ترې جوړ سي ٠
او الله و موسی ع ته په جهر يعني په اواز جهر کلام کړي دۍ ٠
جهر ماده ده او مفهوم مانا ده ٠ الله نه ماده ده او نه مانا
Anonymous
29.05.2005
ښاغليو وروڼو سلامونه مي ومنۍ!
خالق والى يو اللهى صفت دى چي په هيڅ ډول هم له الله جل جلاله پرته بل څوك نه شي ورباندي متصف كيداى, يا په بل عبارت خلق دالله تعالى له ذاتي صفاتو څخه يو صفت دى او په الله تعالى پوري ځانګړی دى , داهل سنتو داجتماعي ګروهي او عقيدي په بنسټ الله تعالى دشر او خير دواړو خالق دي البته انسانانو ته يي دكسب او كولو توان او اختيار وركړی دى , چي انسان ته دجزا او سزا وركول هم دهمدغه اختيار اوكسب په محور را چرخي, لنډه چي زمونږ عقيده لرو چي خالق يواځي او يواځي الله دى او بس , ښځي او سړي ګرد دالله مخلوق او الله يي خالق دى البته الله تعالى دخپل مرحمت په بنسټ انسانانو ته دكسب او كولو اختيار وركړى دى.
همدا راز داهل سنتواجماعي عقيده ده چي قرأن دالله تعالى كلام او غير مخلوق دى , البتة دخليفة منصور دحكومت په مهال ځني خودغرضه په اصلاح عالمانو دا بدعت اجاد كړ او ويي ويل چي قرأن مخلوق دى "العياذ بالله" هغه مهال امام احمد رحمة الله عليه دنوموړي بدعت په خلاف چټكه اومخلصه مبارزه وكړه او الله جل جلاله ورته برياليتوب ورپه برخه او ددي بدعت خاتمه وشوه .
لنډه داچي قرأن دالله تعالى كلام اوكلام دالله تعالى صفت او غير مخلوق دى .
اوس به راشو د حليمي صاحب شبهي ته چي:
--------------------------------------------------------------------------------
عبدالرحمن خانه وروره او درنو لوستونکو ښې هيلي
مننه ستاسو له معلوماتو څه
اقتباس:
زمادمعلوماتوله مخي خوکلام الله مخلوق نه بلکي غيرمخلوق دی
يعني کلام د الله مخلوق نه دۍ ٠ چه مخلوق نه وي ٠ زه خو داټوله عمر داسي
پوهېدلۍ وم ٠ چه يا خالق او يا مخلوق ٠
کلام نو تاسو خالق بولۍ ٠ ؟؟؟ يا په بل ډول چه وايم کلام چه دۍ الله دۍ او الله چه دۍ کلام دۍ ؟؟؟
حليمي صاحب الله تعالى مو ايمان پشپړ كړه . نه پو هيږم چي ولي مو تجاهل كړی؟ او ولي مو هڅه كړي چي دبيوزله پښتنو ايمان ور متزلزل كړې؟
ښاغليه! كلام دالله تعالى صفت دى نه خالق دى او نه مخلوق , ايا دعقائدو دا مسئله مو هيره ده چي وايي دالله تعالى صفات نه عين دذات دى اونه هم غير دذات نو به بيا ولي په عبدالرحمان وروردا ګومان كوي چي "کلام نو تاسو خالق بولۍ ٠ ؟؟؟ يا په بل ډول چه وايم کلام چه دۍ الله دۍ او الله چه دۍ کلام دۍ ؟؟؟ "
شننه :
زما په أند دا ډول موضوعات چي هغه په خپل پير كي ديوي فتني په ډول را مينځ ته شوي او بلآخرداسلامي پوهانو په مټ خنثى شوي ، بيا راسپړل اوبياداسي څه ليكل چي له امله يي دعامو مسلمانانو ايمانونه متزلزل شي په خپل ذات كي يولوي جرم بولم ،او په هيڅ ډول يي داسلام او مسلمانانو خدمت نشم بللاي ،او له ښاغلي تره نه هيله كوم چي خپل استعداد يو اغيزمن او مثبت لورته سوق كړي ،او دخپل ايمان له زيان نه خان وژغوري .
خاټول عفت
Anonymous
29.05.2005
ياره خوندو او وروڼو ، ځانونه ګناه ته مه باسۍ، زه خو په هغې لارې روان يم چې
له خپلې انۍ،تور ملا صيب او په پښتنې جومات او حجره کې مې زده کړې دي دا ستاسوپه فلسفومې ولا که سرخلا صيږې اوغواړم چې په هغه لار کې مړ هم شم
کوم مې چې په کوچنې والې په خپل کلي کې زده کړي دي او په دي لاره کې ډاډه هم
يم اوستا سو خپله خوښه ٠ ( خداي پاک يو دی شريک نلري او ټول شيان دخدای پاک مخلوق دي او محمد(ص)يې رسول دی ).
د پښتنولي په مينه او د کوچيانو دغړکې ديخوتروو (شړومبو) په هيله پتنګ
Anonymous
29.05.2005
پتنګه په پيرۍ کی دی فکر هرڅه ته راواوښت که څه هم دومره ناشونې ارمان دې نه دې کړې خو موږ دی له نظر سره مخالف نه يو٠ تروې دی وي خوچه له نري رنځ اواميب څخه پاکی وي
ع کريم حليمي
30.05.2005
درنې او پتمني خاټول او درنو لوستونکو سلامونه په ګېډيو ګېډيو
ښه ښه خاټول پتمني ٠ دغه سي خبره ده ٠
[quote:03687beb26]داسلام او مسلمانانو خدمت نشم بللاي ،او له ښاغلي تره نه هيله كوم چي خپل استعداد يو اغيزمن او مثبت لورته سوق كړي ،او دخپل ايمان له زيان نه خان وژغوري . [/quote:03687beb26]
تاسو ته ښه معلومه ده ٠ چه پښتانه ډيرلږ کېمسټان ،فزيسټان ،٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او مشايخ الحديث لږ لري نسبت ratio و نورو اقواموته ٠
چون چه وتلي علما کم دي ٠ نو ستاسو وظيفه ئې بولم چه علمي بحث اوږد کړۍ ٠
چه په اوږدوالي يا تشريح کښي نور دوستان خبرسي ٠ ولي چه داسي بحثونه يوازي
د معلم او متعلم (د مدرس ملا او طالب )تر مېنځ همېشه روان دي او وه
کوم وخت چه بحث کيږي ٠ مطلب داوي چه questionnaire پښتنه کونکۍ
په فرضيه نسبي سوالونه مطرح کړي ٠ او جوابونه تر لاسه کړي ٠ او په اخيره کښي
سوال واضع حل يعني Enactment (په تصويب شرعي ،قانوني )
[quote:03687beb26]نه پو هيږم چي ولي مو تجاهل كړی؟ [/quote:03687beb26]
د لوستونکود لا ښه پوهېدو په خاطر
داسي مه ليکۍ چه :[quote:03687beb26]حليمي صاحب الله تعالى مو ايمان پشپړ كړه [/quote:03687beb26]
ايمان بشپړ او نيمګړي نه لري ٠ تاسوښه پوهيږۍ ٠ چه ايمان قوي او ضعيفه وي ٠
ايمان مرکب نه دۍ ٠ که ستاسو پر اهل سنت پر اجماع عقيده وي ؟
او که تاسو کوم شئ په زړه کښي نيولۍ وي ٠ زه نه سوم پوه !
نو که بيا هم ستاسو داعقيده وي چه ايمان بشپړ کيږي ٠ زما ايمان ئې نسي منلې چه
ايمان مرکب دۍ ٠ وَ مَا عَلَيْنَا إِلا الْبَلَغُ
او وۍ اوس راپياد سوه ٠ ترلې هغه د اسلام په خونه کښي دي جواب ولوستي
لکچي قناعت مو حاصل سويدۍ ٠
کاکا دي (حليمي )
Anonymous
30.05.2005
[quote:e3166b7ace]هر مفهوم چه په جهر وويل سي نو کلام ترې جوړ سي ٠ او الله و موسی ع ته په جهر يعني په اواز جهر کلام کړي دۍ ٠ جهر ماده ده او مفهوم مانا ده ٠ الله نه ماده ده او نه مانا[/quote:e3166b7ace][color=cyan:e3166b7ace]
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
څنګه چې قران هم کلام دی ، يعنې مفهوم يې په جهر ويل شوی او کلام ترې خلق شوی ، نو خلق شوی کلام بايد مخلوق و بلل شي، خو آيا ددغه کلام مفهوم او معنی
له جهر ويلو او پر کلام باندې له بدليدلو وړاندې وجود (واقعيت) نه رلود (؟) ، طبعأ وجود يې ﻻره او دا موجوديت ان اذلي و . اوس پوښتنه داده چې ايا دغه مفهوم ، پوهه او معنی الله تعالی خلق او ايجاد کړل لکه څنګه چې انسان سوچ وهي وهي بالاخره يوه مفکوره ، يو مفهوم او يا يوه معنوي لړۍ رامنځته کړي؟ زه باور لرم او په دې اند يم چې الله تعالی د ځان لپاره دمعنی او مفهوم ايجادولو او خلقولو ته هيڅ اړتيا نه لري ، بلکې اذلي او ابدي عالم او پر هرڅه پوه دی، او مطلق علم او پوهه يا معنی دده له کبريايي ذات سره تړلې ده ، که خپله پوهه او علم خلق کړي، د کلام په څير به هغه هم په ټاکلي زمان ، مکان او مادي مقدماتو پورې اړه ولري. دا بيادا معنی ورکوي چې ترهغه وخت او مکان مخکې دغه خلق شوې پوهه، علم او مفهوم نعوذبالله له د ه سره نه و ، يعنې علم يې بشپړ او مطلق نه و، حال داچې داسې نه ده. الله تعالی د بشپړ او مطلق علم اذلي اوابدي خاوند دی !
اوس راځو دې ته چې الله تعالی نه معنی او نه ماده ده ، خو الله تعالی هيڅکله بي معنی نه و او نه به له مطلقې معنی پوهې او علم پرته خدايۍ ته دوام ورکړي . لهذ معنويت مطلقه پوهه او علميت د الله تعالی ذاتي او ﻻينفکه ځانګړنه ، خاصيت يا اتريبوت دی . مادېيت د الله تعالی صفت نه دی، خو علم او معنويت يې دغسې يو ذاتي صفت دی چې له هغه پرته يې خدايي نشي تصور کيدلی . الله تعالی چې هرشی خلقوي، نو د کن فيکون سره سم رامنځته کيږي، خو د خپل علم پوهې او معنوي خاصيت د امنځته کولو يا ډيريدلو او بشپړيدلو امر هيڅکله نه کوي او کن فيکون ته په کې اړه نه لري او نه يې خپله پوهه رامنځته کړې بلکې تل تر تله يې لرله او د ذات سره يې تړلې وه ، ده او وي به . هرڅه چې خلقت لري د الله تعالی په اند او اراده خلق کيږي ، خو د هغه لوی ذات اند او اراده نه خلق کيږي او د مخلوق توب له ګڼلو څخه منزه پاک او مبرا ده.
والسلام [/color:e3166b7ace]
ع کريم حليمي
31.05.2005
A مېلمه ته سلامونه او احترامات وړاندي کوم او درنو لوستونکوته
[quote:e90a6ff250]مطلق علم او پوهه يا معنی دده له کبريايي ذات سره تړلې ده [/quote:e90a6ff250]
ډير مو ښه ليکلي ٠ اما داسي که وليکل ،وويل سي نوره به ښه وي چه :
عالم هغه څوک دۍ چه زدکړه ئې کړې وي ٠ لکه أصولي او اِختصاصي زدکړي چه ئې کړي وي او يا پروفسور , علامه , فقيه مبصر وي
خو الله [color=red:e90a6ff250]عليم ،العليم[/color:e90a6ff250] دۍ څه معنا (Omniscient ، واقف په هرڅه )يوازي او يوازي الله واقف په هر څه هرشي دۍ ٠ عليم سوچ وهلوته ضرورت نه لري ٠ عالم سړی سوچ ته صرورت لري ٠ چه نوره پوهه پيدا کړي ٠ که اراده،انشا د الله وه او موږ ته فرمايي چه : ، لعلکم تتفکرون»[بقرة/24]، لعلکم تتفکرون »[بقره 266]، و من ایاته ان خلق لکم من انفسکم ازواجاً .... ان فی ذلک لایات لقوم یتفکرون »[روم 21]. و انسان ته سوچ ،فکر کول ښه شئ دۍ ٠
عالم انسان ،انسانه هغه ته ويل کيږي ٠ چه په څه پوه وي ٠
انسان ئې په لقد خلقنا الانسان في احسن التقويم جوړ شوۍ دۍ ٠
اوپر احسن التقويم سربېره بيا هم اجازه نسته چه د ټولو مغزو څه استفاده وکړي ٠ تقريبأ دا پاته ٩٥ % ده ماغزه به په جنت کښي په کار اچوو انشاالله ٠
والله اعلم