د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا د ۱۳۵۷ كال د غوايي كمونسيتي كودتا د افغانستان د ټولو ناخوالو پيل نه دى؟

ahmad mushaheed
24.05.2005

زيات افغان څيړونكي او بهرني ليكوالان د تاريخي اسنادو په بنسټ په دې عقيده دي چې په هيواد كې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې كودتا د افغانستان د سترې غميزې پيليزه او د شوري د يرغلګر هيواد د يرغل لومړۍ مرحله ده خو يو شمير وګړي شته چې اوس هم په دې نه پوهيږي چې نوموړى كار د شوروي د يرغل لومړى مرحله ده او د خپلې ادعى په دفاع كې يې بې اساسه څرګندونې كوي.
د ټولو افغان ليكوالو او د مسئلې له څيړونكيو څخه هيله كيږي چې د نوموړې مسئلې د ښه وضاحت لپاره د تاريخي او عيني شواهدو په رڼا كې د پيښې په اړه بې طرفانه قضاوت وكړي.

په خوږه پښتني مينه
احمد مشاهد


pashton
24.05.2005

نه مشاهده وروره ! د ١٣٥٧ کال د غوئي کودتا د افغانستان د کړاوونو پيل نه بلکې د ١٣٥٨ کال د مرغومي ٦ نيټه چې د روسانو د يرغل ورځ د افغانستان پرخاوره ده، د افغانستان د غميزې او د کړاوونو د پيل ورځ ده.
والسلام
پسرلی پښتون


Ghairat
25.05.2005

[quote:e5ab472a6e]زيات افغان څيړونكي او بهرني ليكوالان د تاريخي اسنادو په بنسټ په دې عقيده دي چې په هيواد كې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې كودتا د افغانستان د سترې غميزې پيليزه او د شوري د يرغلګر هيواد د يرغل لومړۍ مرحله ده [/quote:e5ab472a6e]
تر نيکو هيلو او سلامونو وروسته:
وروره که ته هم لکه چې وايې (( دتاريخي اسنادو پر بنسټ )) دعه ادعا کوې،نو ولې پخپله دغه اسناد دلته نه وړاندې کوې، دابه تر دې ښه وي چې سړي په کې د نورو (( افغاني څيړونکو او بهرني ليکوالانو)) ليکنې پخپله نه وي لوستلې اوبيا هم په داسې مهمه او حساسه سياسي او تاريخي سکالو کې د اوريدو له مخې پر نورو تکيه وکړي او حکم صادر کړي چې :
[color=white:e5ab472a6e](( زيات افغان څيړونكي او بهرني ليكوالان د تاريخي اسنادو په بنسټ په دې عقيده دي چې په هيواد كې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې كودتا د افغانستان د سترې غميزې پيليزه او د شوري د يرغلګر هيواد د يرغل لومړۍ مرحله ده))[/color:e5ab472a6e] .
وروره مهرباني وکړه د همدغو زياتو افغاني څيړونکو او بهرنيو ليکوالانو ادعا او دلايل او ښودلي فکتونه کټ مټ دلته را انتقال او اقتباس کړه د مأخذ سره، نو بيا به دې لوستونکي دغه ادعا ومنلی شي او ستا خبره هغه [color=yellow:e5ab472a6e](( يو شمير وګړي ... چې اوس هم په دې نه پوهيږي چې نوموړى كار د شوروي د يرغل لومړى مرحله ده او د خپلې ادعى په دفاع كې يې بې اساسه څرګندونې كوي)) [/color:e5ab472a6e]هم پردې پوه کړې .
او که دا دې له ﻻسه نه کيږي، نو بيا دې بايد خپل حکم دغسې نه وای صادرکړی او په بل شکل دې واقعيت ويلی وای مثلأ : داسې ډير ويل کيږي او له يو بل څخه مې اوريدلي او پخپله په کې مالومات نه لرم چې ګواکې زيات افغان څيړونكي او بهرني ليكوالان په دې عقيده دي چې په هيواد كې د ۱۳۵۷ هجري لمريز كال د غوايي د مياشتې كودتا د افغانستان د سترې غميزې پيليزه او د شوري د يرغلګر هيواد د يرغل لومړۍ مرحله ده ، ستاسې نظر څه دی ؟)) .
ولې تاسو داسې ښودلې چې د تاريخي اسنادو پربنسټ د څيړونکو له جملې څخه يو هم ګواکې ته يې ، خو داچې داسې نه ده، له دې څخه مالوميږي چې د خپلې دغې نيمګړتيا د پوره کولو له پاره برعکس ته له نورو نه غواړې
[color=white:e5ab472a6e](( چې له ټولو افغان ليكوالو او د مسئلې له څيړونكيو څخه هيله كيږي چې د نوموړې مسئلې د ښه وضاحت لپاره د تاريخي او عيني شواهدو په رڼا كې د پيښې په اړه بې طرفانه قضاوت وكړي)) [/color:e5ab472a6e].
نو چې داسې ده ، بيا مو دا پورتنی حکم پر کوم اساس صادر کړی دی؟
خو چې څنګه سوال د ړندو غونډاری وي، همغسې يې ردول يا ځواب هم دلته چا لکه د ړانده ګوزار بي دليله او بي سنده داسې درکړی دی :
(( نه مشاهده وروره ! د ١٣٥٧ کال د غوئي کودتا د افغانستان د کړاوونو پيل نه بلکې د ١٣٥٨ کال د مرغومي ٦ نيټه ه ... )) . مشاهد ورور به پر دغه يوه نصيحتي جمله څنګه قناعت وکړي ؟
البته ستاسې دا غوښتنه پر ځای اړينه او ډيره مهمه ده چې د مسئلې څيړونكي دې د نوموړې مسئلې د ښه وضاحت لپاره د تاريخي او عيني شواهدو په رڼا كې د پيښې په اړه بې طرفانه قضاوت او تحليلونه وړاندې کړي، ځکه په دې اړه زما غوندې بي مالوماته او د حقيقت تږي خلک به هم يو څه مالومات تر ﻻسه کړي !
په مينه ا درنښت .



ع کريم حليمي
29.05.2005

درنو وړونو سلام
داسي نه ده پېښه چه لس موټران سره ټکر سوي ٠ او پوليس ووايي چه د ټکر سبب A موټر دۍ ٠ ولي چه اول موټروان نېشه يا نشه وو ٠ نو مسؤل اول ،A موټر وان دۍ
او بس خبره خلاصه ده ٠ او د ټولو خساره به اول ،A موټر دار يا موټر وان ورکوي ٠

لکه يوه نقطه چه پر خپله شاوخوا 360 درجې لري ٠ نو کله چه پر يوه اقتصادي نظامونو څېړنه کيږي ٠ که د ٣٦٠ تو طرفو ناممکن وي چه مطالعه دي سي ٠ حداقل
بايد د لسو طرفو خو ضرور ده ٠ چه مطالعه سي ٠ چه ځيني زاويې ئې بدي او ځيني ئې
ډېري ښکلي وې ٠ وبشري نظامونو ته ٠
دچپی نظام فکر چه په يورپ وزېږيدۍ او په روس کي لوئ سوو ٠
ډير ضرورت وو ٠ په دنيا کښي وکمونسټي نظام ته ٠ نن چه داښکلي يورپ او ښکلې
امريکا وينو د روس له برکته ٠
چه اول پر چپي نظام خبري وکړۍ بيا به نو د پښتنو دپاره خبري پر وکړۍ ٠ چه موږ ته
ئې غميزي او ناخوالي [color=brown:df71646aa6]څنګه[/color:df71646aa6] ،[color=green:df71646aa6]کله[/color:df71646aa6]،[color=cyan:df71646aa6]ولي[/color:df71646aa6]،[color=blue:df71646aa6]چا[/color:df71646aa6] راوړې ٠ سلام


م ن غروال
29.05.2005

درنو مسلمانو خويندو وروڼو وروسته له سلامو!
په دغه هکله خبرې او ليکنې شته فکر کوم بس به وي٠ خو بيا هم غواړم وليکم چې د غويي اوومه يوه توره ورځ بلل کيداي شي او د ډيرو دردونکو بدمرغيو پيل يې هم بللاي شو اما نه په دغه شکل چې ګواکې د هېواد د ټولو ناخوالو پيل يې وګڼو٠
که مجاهدينو له نجيب سره د يوه حکومت جوړول غوښتلي وای د ټولو نورو ناخوالو مخ نيوۍ به شوۍ وای او که له هغه وروسته هم خپلو منځو کي کورنۍ جګړه نه وای شوې بيا هم ټولو ناخوالو ته به د پاي ټکۍ اېښودل شوۍ واي او که د طالبانو چارواکو هم يوه مناسب اسلامي سياسي لاره نيولې واي نو نن به د نړۍ د خامار په خوله کي نه لويدو٠ نو هر يو پخپله برخه کي ملامتيا لري او که خداي ج کول افغاني اسلامي محکمه کي به د خپلو کړو ځواب وايي٠
هر يو پخپل قسمت کي داسي ګلان کرلي دي چې ګام په ګام هېواد په بدمرغيو واوښت٠ او هيڅ څوک د نورو د زياتو جناياتو په اساس ځان ته برأت نشي ورکولاي٠
د غويي د اوومې تر مخه هم ډير داسي سياسي نيمګړتياوې وې چې هغه هم د هېواد د ناخوالو مؤجب بلل کيداي شي٠ لکه 40 کاله د هېوادوالو ساتل په فقر او بېسوادې کي٠ او داسي نور علتونه به هم وي٠ په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more