د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

مسخرې یا ټوکي ټکالي داسلام له نظره

احمد مدثر
23.05.2018

ټوکی یا مسخری کول داسلام له نظره

لیکوال :م احمد مدثر
قدرمندو لوستوونکو داسلام دنظره مطلقاً ټوقی کول ناروا اوحرامی ندی البته هغه ټوقی چی په هغه کی دمسلمان توهین وی یا درواغ وی یا غلط الفاظ وی چی هغه دمسلمان دشخصیت سره سمون نه خوری چی هغه مسخراچی شخص سره جوړی کړی اویا دخلګو دخندولو لپاره وی اویا یی دخپل ژوند اساسی دنده جوړه کړی وی چی دهغی په ذریغه سره خپل د ژوند چاری سمی کوی اوخپل اقتصادی ستونزی پری حل کړی نو همداسی ټوقی کول خنداګانی کول ناروا اوحرامی دی البته باید ووایو چی هغه ټوقی چی هغه دمسلمان توهین نوی درواغ نوی دخلګو دخندولو سبب نوی ناوړه الفاظ نوی پکښی یعنی حقیقت وی نوداسی ټوقی کول حرامی ندی او روا دی لکه د حضرت محمدرسول الله ص ټوقی چی هغه به بعضی اوقات دځینو کسانو سره کولی لکه دهغی بوډی ښځی قیصه چی ونبی اکرم ص ته راغله او ورته یی وویل چی ای دالله ج رسوله ته دوعا وکړه چی الله ج ماجنت ته داخله کړی نو نبی اکرم ص ورته وویل ای دفلانی موری بیشکه جنت ته خو بوډی ښځی نه داخلیږی نو راوی وایی چی هغی بوډی شروع وکړه ژړل یی نو رسول الله ص وویل داخبره کړی چی داوجنت ته نه داخلیږی پداسی حال کی چی دادی سپین سری وی بلکی الله ج وایی موږ به دهغومیرمنی په ځانګړی ډول بیا له سره پیدا کړو او هغوی به ځوانانی وګرځوو دخپلو خاوندانو عاشقانی اوپه عمر کښی به یی همزولی وګرځوو نو دوی به ځوانانی جنت ته داخلیږی !
نو داد رسول الله ص ټوکه وه چی حقیقت هم همداسی دی نو دارنګه ټوکی کول کم باک نلری
خو په ډیر تأسف سره باید ووایو چی نن ورځ ځینی خلګ په داسی ټوکو اخته دی چی هغه داسلام سره په ټکر کی دی لکه دمسلمان توهین کول په ټوکو کی ښکنځل کول او داسی نوری ناوړی خبری کول چی داټوله دمحمدی شریعت څخه بیشکه وتلی ټوکی دی اوحتی ځینی کسانان داسی هم شته چی په ټوکی کی داسلام توهین کوی دقران کریم توهین کوی کفری الفاظ کاروی دعالم توهین کوی اوپه دین ملنډی وهی نو داقسم انسانان دکفر و سرحد ته نیږدی کیدونکی دی اوپه دینی چارو چی هر مسخراچی پسخندوهی پر هغه دکفر بیره سته نو راځی چی ټولنه دداسی ټوکو څخه وساتو او دداسی اشخاصو مخه ونیسو!
دداسی قسم انسانانو وعید
کم کسان چی محفل جوړی بیا داسی کسان راغواړی چی هغه مسخراچیان وی اوټوکی یو پر بل سره وکړی او نور خلګ ورته ناست وی اوددوی په خبرو باندی خاندی ددوی عذاب ډیر سخت دی لکه څرنګه چی رسول الله ص فرمایی بیشکه یوسړی خبری کوی پداسی خبرو سره چی هغه دمسلمان زړه ته ازار رسوی نودی هغی خبری ته هیڅ ارزښت نه ورکوی یعنی هیڅ باک نکوی نو نبی اکرم ص وایی دی به پدی سبب سره په دوږخ کی اویا کاله کښته ځی په اور کی به سوځی اود دوزخ تل ته به ځی
اوهمدارنګه رسول الله ص فرمایی هلاکت دی وی د ویل شیله دی وی هغه چاته چی خبری کوی نو پدی خبرو کی درواغ وایی ددی لپاره چی خلګ دده په خبرو وخاندی هلاکت دی وی دلره بیا دی هم هلاکت وی دلره. ترمذی.

هدف دداسی ټوکو
دداسی قسم ټوکو هدف یوازی او یوازی دخلګو خندول دی دخپل جانب مقابل توهین کول ځان داسی ښکاره کول چی ګوندی زه نو ډیر ماهره یم اوپدی طریقه سره غواړی مادیات لاس ته راوړی
اوپه ناوړه خبرو طبیعت خوشحاله کول ددوی په فاسده نظریه چی هغه لا طبیعت خواشینی کوی او داسی نور اهداف
هنرمند څوک دی
هغه کسان چی ټوکی ټکالی کوی ځانونو ته هنرمندان وایی حال داچی موږ ورته هرمندان نشو ویلای ځکه چی هنرمند هغه څوک وی چی دهنر خاوند وی اوهنری آثار جوړوی هغه لکه ښه شعر نظم نثر او داسی نور دهنرمند معنی د صنعتګر یعنی جوړونکی نو لهذا ددی تعریفونو په موجودیت کی موږ مسخراچی ته هنرمند نشو ویلای ځکه چی داسی داغلاطه ډکی ټوکی هیڅ هنر ندی او زموږ دکلتور اواسلامی عنعنی څخه خلاصی ټوکی دی اوبلکی دا دروغژن او فحاش بلل کیږی

دمسخرو یاټوکو تاوانونه
1. ډیری ټوکی کول دهغه ټوکی کوونکی څخه مروت وړی
2. دکوچینانو په مخ کی ټوکی کول هغه ټوکی کوونکی دماشومان مخکی سپک اوبی عزته کیدل
3. ټوکی کول سپکاوی او ذلالت راوړی تعظیم او جلال دمینځه وړی
4. بدی ټوکی کول عقل دمینځه وړی اود ښی ملګرتیا پری کوونکی ویعنی دده ملګری به دده څخه ځان جدا کوی
5. بدی ټوکی کول ددښمنی تخم دی او دښمنی راشنه کوی دخلګو ترمینځ
6. ټوکی دمخ روښنایی وړی وروسته تر روښانه کیدلو یعنی بی ابرو کیږی
7. ټوکی شخص ترعزت وروسته ذلیله کیږی
8. ټوکی کول ماشومان پر ټوکمار زړه ور کوی اوجرأت ورباندی پیداکوی
9. دی به دخلګو په مینځ کی خسیس اوحقیر وی
10. دخلګوپه وړاندی به درواغجن بلل کیږی او خلګ به پربی باوره وی
11. بدی ټوکی دټوکی شخص زړه سخته وی یا په بل عبارت زړه یی توریږی
12. ډیری ټوکی کول کینه اوحسد په میراث وړی یعنی دغه شخص به کینه ګر وی حسد کوونکی به وی
13. او تر ټولو لوی تاوان دادی چی بدی ټوکی و دوږخ ته دداخلیدو سبب کیږی

۱۴ او په آخره کی دحضرت عمر رض وینا ده وایی څوک چی ډیری ټوکی کوی نو دخلګو په نظر کی سپک او بی ارزښته شی .حیاة الصحابه ج ۳ ص ۵۶۶


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more