نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د٣٢ کلنې ايټاليوی ميرمنې دتښتونې غندل
Anonymous
17.05.2005
د Care International ايټاليوی کارکوونکی Clementina Cantoni
چې پرون ماښام دکابل په زړه کې ديوې ډلې غلواوﻻره وهونکو لخواوتښتول شوه،له دروکالوراهيسی په نه ستړيکيدونکی توګه زمونږپه هېواد کې کارکوی
اوله افغانستان اوافغانانوسره خاصه مينه لری.
نوموړې دايټالياپه شمال کې په Lombardia کې زيږيدلې اوکورنې يي په
Milano کې اوسيږی. موريي دزړه ناروغی لری اوددې بد خبرپه اوريدلو
سره دبيړنی امبوﻻنس پذريعه سمدﻻسه روغتون ته يووړل شوه.
داکار دافغانی رسم اورواج اوميلمه پالنې پرخلاف اوپه کلکه دغندلو وړ
دې.
هيله ده چې افغانی غله پورتنی مطلب ته په پام سره د نوموړې پت اوعزت ترپښوﻻندی نکړی او بې له ځنډه يي بېرته روغه اورمټه را پرېږدی.
په درناوی ،
سالوخان
Anonymous
17.05.2005
{{{ داکار دافغانی رسم اورواج اوميلمه پالنې پرخلاف اوپه کلکه دغندلو وړ
دې.
هيله ده چې افغانی غله پورتنی مطلب ته په پام سره د نوموړې پت اوعزت ترپښوﻻندی نکړی او بې له ځنډه يي بېرته روغه اورمټه را پرېږدی.}}}
سالوخانه وروره سلامونه !
حېرانتيا په دې کی ده چه په کابل کی مصؤ نيت نه وي نو له اطرافو به کوم ساده توقع وکړي ٠
له بده مرغه افغانستان هغو بې وجدانو اوبې ناموسانوپه کنډوالو بدل کړچه د اسلام نارې يې وهلې ٠ دډاکټر نجيب تر وخته لا دومره وران نه وو لکه بې ناموسانو چه د اسلام تر نامه لاندی وران کړ ٠
دغوبې وجدانو چه قدرت ونيو د افغانانو په ناموسونو تعرضونه پېل شول ، د خلکو ملکيتونه چور شول ، دولتي ملکيتونه چور شول ، درس اوتعليم لمنځه ولاړل ، قتل عام پېل شو ، بداخلاقي پېل شوه ، ښارونه کلي اوسړکونه ويجاړ شول ، غلو او قاتلانو رسميت پيدا کړ ، رحم و کرم ورک شول ، شفاخانې ويجاړې شوې ، دولتي نظم اودسپلين لمنځه ولاړ ، رشوت او ظلمونه زيات شول ، ملي تاريخي اثار لوټ شول ، دکلاشنکوف او برچې په زور بې وسې افغانان د قاتلانو او غلواقتدار منلو ته مجبور شول او ځنګلونه په کنړ اوپکتيا کی ووهل شول اوپه پاکستان کی خرڅ شول ٠
دغه ټولی بې ناموسۍ دي چه بې وجدانو داسلام په نوم کړي اولا کوي يې ٠
دداسې بې وجدانو اوبې غېرتو څخه څه توقع نوره کېدای شي ؟
دبې ناموسانو ، قاتلانو ، غلو، ورانکارو اودماشومانو اوښځو د تښتوونکو دمکملې نابودۍ په هيله
pattang
17.05.2005
دا کار که پښتنو کړې وي نو خپلې پښتنولي ته ېي ډير زيان رسولی دی او د پښتنې اساساتو پر ضد يو کار دی ٠ ښځه په پښتنولي او اسلام کې لوړ مقام لري او تښتول
ېي لو ی جنايت دی٠ علاوه پردې دا ښځه د مونږ ميلمنه وه او ميلمه په پښتنو کې دساتنې خاص مقام لرې ٠
زه ګمان کوم دفهيم لا لا ملګروتا ښځه تښتولې ده ٠ دکرزي د حکمت چاپلوسه چوپړوال په هر رقم چې وي بايد دغه ميرمن را خلاصه کړې ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ
Anonymous
18.05.2005
دپاس ميلمه ورور دخبرو سره موافق يم. دجهاد ترنامه لاندې دې جاهلانو وطن او خلک تباه برباد کړل. داهغه تاريک ذهنه ، تنګ نظره ، ناپوهه او منافق موجودات دي چې د تل داوبو په ځای دوطنوالو وينو ته تږي دي اوهيڅ ډول ترحم اوعاطفه ددوی په زړونو کې وجود نه لري. اوس چې هرځای کې لويه ږيره اولوی خښتګ ګورم ورسره حساسيت لرم. خدای دې له داسې منافقينو نور داوطن اوخلک وژغوري.
Anonymous
18.05.2005
اللهم امين، ثم امين
په اخلاص ، درېم مېلمه :cry:
Anonymous
18.05.2005
دا دعربو نامردو کلتور د دين په پلمه تروريزم او هغه هم په دا شرم او سرکوزۍ !
دوهمه مېلمه درسره په جګ اواز ناره کوم
اللهم امين، ثم امين ،ثم امين
په اخلاص ، درېم مېلمه :cry:
Anonymous
18.05.2005
داچي زه درسره موافق يم اويانه
خودري واړه ميلمه ګان يواوځان ته شاباسی افرين امين واياست
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
Anonymous
18.05.2005
خالي مېلمه وروه، د شابصېو خبره دې ايخوا که، اصلي موضوع کې دې نظر څنګه دۍ؟ نو ته موافق نه ئې چې دا عمل چې د هر نامه ﻻندې چې شوۍ وي ېو مطلق جناېت دۍ چې په کوؤنکو او دهغو په اهدافوباندې د دنېا لعنتونه و ر په برخه کوي؟
:evil:
Anonymous
18.05.2005
ورورګله په اصولوکښي موافق يم خود دويم اودريم ميلمنوسره په فروعاتوکښي سخت مخالف يم لکه
[quote:aea752d649]اوس چې هرځای کې لويه ږيره اولوی خښتګ ګورم ورسره حساسيت لرم. خدای دې له داسې منافقينو نور داوطن اوخلک وژغوري.[/quote:aea752d649]
اوياهم
[quote:aea752d649]دا دعربو نامردو کلتور د دين په پلمه[/quote:aea752d649]
نوداډول ليکنې رښتيا هم دناپوهه اود غربي چاپيريال څخه اغيزمنوخلکوکاردی
Anonymous
18.05.2005
دغرب ا وشرق خبرې منطقي اساس نه لري. حقيقت او واقعيت که له هرې لورې وي بايد ومنل شي. نه غرب اونه شرق دا دخمينی شعارو. کاشکې خپلې برياوې مو داسې حد ته ورسيږي چې دشرق اوغرب نه بې نيازه شو. غرب دنړۍ اقتصادي واګې په لاس کې لري اوله کلتورې اغېزې څخه يې خلاصون زما اوستا په وس کې نه دي.
Anonymous
18.05.2005
خالي مېلمه وروره په م مه په قارېږه، ما اشاره عربوته پدې وکړه چې ريښتېا واېم، دافغانوپه دود کې دا شئ نه و، خو عربانو ډېر کړۍ، اوس چې زمونږ ملک کې دا کار کيږې نو زه خو ئې خالص امپورټ بولم :roll:
Anonymous
20.05.2005
نوموړې ايټالوۍ د افغاني کونډو رنډو او د هغوی له يتيمو ماشومانو سره مرستو ته ﻻسونه رانغښتي وو، کو مو چې د جهاد په دوره کې خپل مړونه له ﻻسه ورکړي وو. د ټول افغان مسلمان اولس او د نړۍ د ټولو مسلمانانو نفرين او لعنت دې وي پر دغسې تروريستانو ، رښتيا چې نقاد صيب د اسلام په فوروم کې د ترورستانويو جامع تعريف وړاندې کړی او ددوی دکرغيړن او جنايت کارانه ماهيت د نښې منځ يې رسا ويشتلی دی . لوی خدای دې د افغانستان خاوره د تروريسانو له شر او فساده څخه د تل له پاره پاکه کړي . آمين ثم آمين .
Anonymous
22.05.2005
له ورانکاروڅخه پوښتنه
زما جوابي ليکنه څه شوه ؟ ولی دی ړنګه کړې ؟
ځکه چه دبن لادن اوملا عمر په هکله پکی حقايق وو ؟
زه ولی هغه څه وليکم چه ستا خوښيږي ؟
ايا ته له بل چا ډېر علم او تجربه لرې ؟
ولې دبل چا نظريات نه خوښوې ؟
زه ستا له دغه عمل سره زديت څرګندوم او موږ دخپلو نظرياتود خپرولو لپاره تاسوته منت اوزارۍ نه کوو
ډېر بدکارکوې
ډاکتر وطنمل
23.05.2005
[quote:7ba490b96a]له ورانکاروڅخه پوښتنه [/quote:7ba490b96a]
خير دا پوښتنه دې ماته راجع نه ده .
[quote:7ba490b96a]زما جوابي ليکنه څه شوه ؟ ولی دی ړنګه کړې ؟ [/quote:7ba490b96a]
ټولې ليکنې له شخصي تجاوز او سپکاوي څخه ډکې وې نو د بحث مو ضوع ټوله ړنګه شوې ده، يواځې ستا ليکنه نه !
[quote:7ba490b96a]ځکه چه دبن لادن اوملا عمر په هکله پکی حقايق وو ؟ [/quote:7ba490b96a]
نه !، دومره نوي حقايق هم نه و، بيا هم ډيرې ورځې پاتې وه درنو لوستونکې ولوستل څه چې په کې د لوستلو وو.
[quote:7ba490b96a]زه ولی هغه څه وليکم چه ستا خوښيږي ؟[/quote:7ba490b96a]
دا غوښتنه زه نه لرم، صرف درناوی اود قلمي عفت ساتنه دپښتنو ترمنځ په ټولافغا کې اجباري هم دي .
[quote:7ba490b96a]ايا ته له بل چا ډېر علم او تجربه لرې ؟ [/quote:7ba490b96a]
دا ادعا هم زه نه لرم ، خو د ليکنو ادبي او حقوقي چوکاټ پيژنم ، که څوک يې له وروستيو پولو څخه هم ښپه واړوي ، موضوع يې وځي او له منځه . دا خبره تا ليکنې ته نه، خو ستا د پښتنې ځواب ته راجع ده.
[quote:7ba490b96a]ولې دبل چا نظريات نه خوښوې ؟ [/quote:7ba490b96a]
له څه پوه شوې؟
که ړنګول د نه خوښولو معنی ولري ، نو يواځيني علتون مې درته پورته بيان کړل .
که داسې وي نوبيا دا پاتې ليکنې چې ړنګې شوي نه دي ، ټولې زما خوښې دي؟
نو بيا خو ګورې چې زه د بل چا ليکنې څومره ډېرې خوښوم . خو خوښه او نا خوښه هيڅ مطرح نه ده او صرف درناوی ساتل حتمي او جبري دي.
تا د پورتنيو پوښتنو له ځوابولووروسته
وروره سلام او بيا :
نه پوهيږم تاسو کوم ليکونکی ياست او څه مو ليکلي و، خو وروره که ليکنه دې رښتيا يو څه ګټه چا ته لرله، نو څو ورځې بي تغيره پرته وه او ډيرو لوستونکو لوستلې او ستا د زحمت هدف او اجر پوره شوی او ليکنه دې بيځايه نه ده تللې.
اوکه يواځې ستاليکنه ړنګه شوې وي نوپه هغې به لږ تر لږه له سپکې لهجې څخه کار اخيستل شوی وي. او که د يوه ټول بحث د ړنګيدو سره تا ليکنه هم ړنګه شوي وي نو دا يوه طبيعي خبره ده يوه جوابيه ليکنه د اړونده پوښتنې له ړنګيدو وروسته څه معنی نه لري ، په تيره بيا داچې کله ټوله مطرح شوې موضوع ړنګيږي، نو يوه ليکنه که پخپله د ړنګيدو وړ هم نه وي ، رسره ړنګيږي، ځکه موضوع يې ورکه وي او تړاو يې نه معلوميږي .
نور ړنګې شوې موضوع ګانې ټولې له سپکاوي ډکې يا بي معنی وې نو ړنګول يې حتمي و. که ته وايې چې (( زما ليکنه علمي ادبي ، منطقي او له درناوي هم ډکه وه )) نو بيا يې په بل بحث يا د بيل عنوان ﻻندې يوځل بيا ليکلی شې ، خو ما په ړنګيدونکو مو ضوعګانو کې کومه علمي ا و لوړ ارزښته ليکنه ونه ليده .سربيه پر دې د هميشه ساتلوتضمين دهرې يوې ليکنې له پاره مونږ هيچا ته نه کړی او نه يې کوو. په درنښت .
Anonymous
23.05.2005
وطنمل وروره له بخښنې سره مې سلامونه هم ومنۍ ٠
ماليکلي وو چه >
((له وانکاروڅخه پوښتنه))
نودغه همتاسو ته راجې وه اومطلب مې ترې تخنيکي ويعنی هغه څوک چه موضوعګانی ړنګوي ٠ خو زمادغه اصطلاح ستاسولپاره کارول پرځای نه وواونه می مطلب تروريستان وو٠ چون موضوع ثبت شوې وه نو په اسلاح کوولو يې نپوهيدم٠ هيله ده چه په دغه سهوه به می وبښۍ ٠ نور که موقيه می پيدا کړه په باره کی به نورڅه هم وليکم ٠
دلازيات درنښت سره ستا سوورور
رازمحمد