د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريكا ته سل كليزي اډې ؟؟مهههم

mahboob
17.05.2005

ټولو درنو ملګرو ته سلامونه .
ديموكرات پلوه وروڼه ټينګ دي چي امريكايان زموژ دڅو ورځو ميلمانه دي , حال داچي امريكايانو (تش په نومه) لويه جرګه ددې لپاره راوبلله چي دوي ته دايمي اډې په هيواد كي وركړي .اوس خو لا داسي راپورونه هم راغلي چي مولوي شريعتي امريكايانو پدې جرم نيولى چي لومړى مخالفت تا وكړ چي نورو ته دي هم دمخالفت لاره هواره كړه . آيا تاسي دا انصاف بولۍ ؟ آيا امريكايي فوجيان تاسي ديوې دقيقې لپاره په هيوادكي منۍ څه خو لا ټول عمر دي ؟
او دا هم ستاسي سترګ بايد خلاصي شي چي اوس امريكايانو او لاسپوڅو غلامانو يي يوه بله ډرامه جوړه كړي او هغه دا چي :
[color=red:d8c639d1e7]امريكايان به دسلو يو نسم سلو كالو معاهده له ګوډاګي رژيم سره وكړي او داسي به دافغانانو په سترګو كي خاوري ورواچوي او پدې شكل به دوي دايمي اډې نه بلكه سل كليزي اډې تر لاسه كړي آيا دا تاسي دايمي اډې نه بولۍ ؟
آيا سل كاله لژ موده ده .څه فكر كوۍ خپل نظرونه وليكۍ او دنورو نظرونه وګورۍ.[/color:d8c639d1e7]


mahboob
30.05.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه .
داپورته موضوع چي ما ليكلي وه شايي ډيرو وروڼو ته به هسي مبالغه شكاريده خو وموليدل چي امريكايي نانځكه ,عيسايي ګوډاګى ,يهودي ټوك خور او دوهم كارمل (كرزى) آن امريكا ته ورغى او افغانستان يي دخپل بادار بوش په پشو كي واچاوه .
ديموكراتان څه شوو چي په ډيره سپين سترګي سره له داسي موضوعاتو نه تيريژي او جواب نه ورته وايي هغوي خو دپشتونستان ژغونه خورا لوړ لوړ راباسي اما هيواد چي همدوي په امريكايانو خرڅ كړ هيڅ نه پكي وايي نه پو هيژم له كفارو سره يي څه تړون كړى او كه يي له هغوي سره څخ نوره خپلوي ده چي هيواد پرې خرڅيژي او ديموكراتان دخير په غونډۍ ورته ناست دي .
زه دا نه وايم چي دپشتونستان نعري دي بندي شي بلكه موخه مي داده چي هيواد دي په غربيانو هم نه پلورل كيژي .ځكه دواړه زموژ دشمنان دي .


Ghairat
05.06.2005

وروره له سلام وروسته : ستاسې نوم محبوب دی،او دا ډيرښه نوم دی، خو بياهم شايد دومره محبوبيت په افغانستان کې ونه لرئ چې دهيواد په آزادو ټاکنو کې د کرزي صاحب په څير يوه انتخا ب شوي ولسمشرته بدالفاظ وکاروئ. هغه ستراکثريت چې په تيره ستاخپل قام پښتنو جوړ کړی و، کرزی د خپل ولسمشر په توګه
وټاکه، نو داچې د دليل پر ځای اوس ته ورته بد رد وايې ، ايا غواړې دده ټاکونکی د افغانستان نجيب اولس په تيره بياپښتانه په دغسې بدوالفاظو ياد کړې. ؟ دا حق تاسې له کومه ځان ته ورکوئ ؟
دغه دی د شورا ټاکنې نږدې راروانې دي، که رښتياپر خپل محبوبيت او خپل دليل او استدﻻل باورلرئ، کانديد به شئ ، په شورا کې به د نورو مخالفينو سره يوځاي دد غه قرارداد در سمي کيدو او اعتبار موندنې مخه ونيسئ، اجازه لرئ چې د مخالفينو ليکو ته دومره پراختيا ورکړئ چې آن د کرزي حکومت پ قانوني توګه راوپرځوئ. نو وروره چې دومره حقوق ،دومره آزادي اودومره امتياز تاته هم درهر بل افغان په څير درکړل شوي ، دا ددې له پاره چې دبد رد ويلو ، زوراو زياتي حق درڅخه سلب شوی دی اويواځي په دليل منطق ، لاريونونو ، اړتال اود رايو پر ګټلو سره خپل سياسي هدف اوغوښتنوته د رسيدلو له پاره د هلو ځلو امکان لرې او بس . که له دې ﻻرې څخه مخکې ځې، نو زه خپله رايه هم تاته درکوم اوکه صرف تبليغ دې هدف وي، څو د ترور د پاره بهانه او
رواني فضا رامنځته شي ، نو بيا دې ملګرتو ب نه زه کوم او نه بل افغان . والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more