د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عصري پښتون ته __ پښتنې يو شعر

Farhad zaheer
16.05.2005

عصري پښتون ته
پاکستان کې چې پښتون لږ شان عصري شي
بيا يـې ژبــــــــــــه اردو يا انـــــــــګريزي شـــــــــي

افغانســـــــــــتان کې چې لږ ښارته ورنږدې شي
بيا بلبـــــــــل غوندې ګـــــــړيږي په پــــــــــاړسي

که دا حــــال د پښـــــــــــــتو وي چـې زه يې ګورم
ډير ژر به شي پښتــــــــــــــــــــــــــــو ورکه په هستي
پښتنه


م ن غروال
21.08.2005

ښاغلۍ کوشان سلامونه ومنئ!
زه د پلار نيکه او غوَر څخه مسلمان، پښتون او د افغانستان يم ٠ خو ما لا تر اوسه داسي استاد نه درلود، هم په کورنۍ کي او هم په خپل ماحول کي ، چې چا را ته دا سبق او نغمه زما په غوږو کي زمزمه کړي وي :
[quote:2d488a3ca7]اصيل پښتون پښتونوالۍ خوښوۍ
چۍ پښتون نه وۍ اسلامۍ خوښوۍ [/quote:2d488a3ca7]
نه! او هيڅ وخت نه!
دا درسته ده چې په اسلام له مشرفولو وړاندې پښتانه بوديست زردشت او يا نور اديان به لرل خو اوس مسلمان دي چې ډيرې پېړۍ تېرې شوي دي٠ هغه مخکي له اسلامه کوم کلتور چې پښتنو درلود هغه اوس يوازې د تاريخ په پاڼو کي پاتي دي او پښتون په خپله وياړي چې په اسلام مشرف شوي دي٠
ارواښاد صوفي عبدالرحمان بابا، خوشحال خان، حمزه بابا او داسي نور د پښتنو لوئ لوئ شاعران تېر شويدې چرې به هم سړۍ داسي فرد چې تاسو وړاندې کړۍ دي پيدا نکړي٠ ښکاري داسي چې دا يوازې ستاسو د اند انځور دي چې د يوه مسلمان پښتون لپاره د منلو وړ ندی٠
دا د اسلامي ايمان لمخي صحيح نده چې پښتون لومړۍ تر اسلام ځان پښتون وبولي٠ زه پښتون او پښتونيزيم نه منم او رد کوم يې چې د اسلام مقدس دين سره يې څه په ټکر کي وي او د اسلام مقدس دين لمخې يې څه نا رواه وي٠
زما لپاره د پښتونوالۍ لومړۍ وياړ دا دي چې الحمدالله مسلمان يم او په څنګ کي يې دوهم وياړ هم د پښتونولې!
هغه پښتون چې د اسلام د مقدس دين نه مني او دين مې غندي او دخرافاتو په سترګه ورته ګوري او يا د اسلام دين څخه اوښتۍ وي زه يې د پښتنو په يووالي کي نه يوازې چې غوره نه بولم او يا يې ردوم بلکه د پښتنو د يووالي يې هم يو مضر ويروس بللۍ شم٠ او اسلام مې هم اجازه نه راکوي چې ورته د ورور خطاب وکړم٠ او پښتنو ته به پرته له زيانه نور هيڅ هم په عاقبت کي ونلري٠ ډير ښه مثال يې تاسو ته د تره کي، امين، او نجيب کولائ شم درکړم٠
نو کله چې د پښتون ټبر مسلمان وي دا ورته ستاسو اند د زغملو نه وي نو ښه به دا وي چې خپل پورتنۍ شعر بيرته واخلئ٠
او هر څه چې د خپل دغه نادرسته نظريې درسره وي د زحمت په قبليدو يې دټول افغان لوستونکو ته وړاندې کړئ که نه دا ډول غيرې اسلامي افکار به په ټول افغان کي ځاي ونلري٠ هيلمن يم خوابدۍ نشئ٠
په درناوې
م ٠ ن ٠غروال


م ن غروال
30.08.2005

ښاغلۍ کوشان سلام!
د پوښتنې ځواب مو دی، [color=blue:d0577fc8dd]نه! او هيڅ کله نه![/color:d0577fc8dd]
او که نور وضاحت ته يې اړتيا ګورئ او يا پدې اړه نورې پوښتنې درسره وي نو د اسلام بحث فورم ستاسو په خدمت کي دي٠
په درناوې


منتظرمسید
08.05.2006

ګرانووروڼو!
زماسلامونه اوښې هیلې ومنئ ،
فرهادزهیرصیب ډیره ښه اوپه ځای موضوع ته اشاره کړې وه ،خوله بده مرغه چې دتل په شان زموږ وروڼوهغه بلې خواته بوتلې ده ،زماپه اندښه داوي چې زموږوروڼه په هرفورم کې دوړاندې شوې موضوع په اړوندخپل نظرڅرګندکړي .
ځینې مسائل داسې وي چې هغه دیوڅوکرښوپه لیکلوسره نه اواریږي ،بلکې ژوراواوږدبحث ته اړتیالري ،چې بیاهم زماپه اندپه دغه ویب پاڼه کې دهرې موضوع لپاره ډیرپه ځای اووړبرخې جوړې کړای شوې دي ،نوپرته لدې چې دغه درنه وروڼه رانه خپه شي هیله مې داده چې په راتلونکې کې لدې کارنه ډډه وکړي .
اوس به راشم اصلي موضوع ته .
دارښتیاده چې پښتون چې کله غواړي ځان عصري وښيي نوپه افغانستان کې پاړسي وایی اوپه پاکستان کې اردویاانګریزي وایی .خوولې ؟؟؟؟
زماپه اندځنې مسائل شته چې په پښتون کې یی دکمترۍ حس راپیداکړی دی ، اوهغه څه شی دی ؟؟
که تاسوکتلي وي په افغانستان کې چې څومره پاچاهان تیرشوي دي (دیوڅونه پرته ) نوهغوی ته پښتونه ورتله اوپه پارسي ژبه به یی خبرې کولې ،اوځنوته چې ورتله هم په لویوغونډواورسمي لیدنوکتنوکې به یی پارسي ویله ،دبیلګې په توګه ډاکټرنجیب چې پښتویی زده و ه اماددې لپاره چې انډیوالان یی ورنه خپه نشي ،نوپښتوبه یی نه ویله ،دننه په افغانستان کې خوپه هرصورت په بهرکې چې هلته به دهغه ځای دوګړولپاره دابې توپيره وه چې نوموړی په پارسي غږیږي اوکه په پښتو،لاکن نوموړي به پارسي ویله .
داچې زموږمشرانوتل په پردۍ ژبه خبرې کولې ،نوخپله پخپله دپښتنوپه منځ کې دااحساس راپيداشوچې داچې زموږمشران په پښتوخبرې نکوي یایی هغه نده زده ،دانودامانالري چې پښتوددې وړتیانلري چې سړی دی هغه په معتبروځایونو کې ووايي ،دادوروسته پاتواوټیټې پوړۍ دوګړوژبه ده !!!، نوهغه پښتانه چې پدې اړوندیی سم اومنطقي پکرنشوکولای ،په دې اندشول چې ددې لپاره چې د سیالانوسره سیال شي ،نوورته ښايي چې پاړسي زده کړي .
له بده مرغه دغسې کسان چې په پاړسي یااردواویاهم دکومې بلې ژبې په زده کولواودپښتونه دمخ په ګرځولوکې ځانونه عصري بولې یایی ګڼي ،په حقیقت کې هرګز عصري نه وي .
خوزه پکرکوم چې دغوايي انقلاب چې په افغانستان کې یی دوروروژنې ،بدمرغۍ اودنوروټولوهغوکړاونوچې موږورسره لاترننه لاس اوګریوان ،بنسټ کیښوده ،یوازینۍ ګټه (هغه هم شایدچې ناڅاپي یاتصادفي وي ) داوه چې په افغانستان کې یی دهغوپښتنوواکمنۍ ته دپای ټکی کیښود،چې سره لدې چې پښتانه ؤ خوپښتونه ورتله ،لکه دملت بابااوترده دمخه نورکسان .تردې بدمرغې کوداتاراوروسته چې هرپښتون واک ته رسیدلی دی ،که هغه ښه وویاخراپ ،خو پښتوکه وايي یايي نه وايي ،امازده خويي وي .
لنډه داچې عصریتوب په ژبه کې ندي ،بلکې په پوهه اونړۍ لیدکې دی .اونن په افغانستان کې هغه پښتانه چې په پښتوخبرې کوي اوپښتویی زده ده ،پرهغې ویاړي ،ترټولوعصري هم دي اوپوه هم دي ،خوپدې شرط چې عصريتوب په دې پورې ونه تړوچې بایدهرومروددووروپوپتلون واغوندواو.....
په درناوي


م ن غروال
14.05.2006

ښاغلی زیب منتظرمسید ورور ورسته د سلامونو له عرض کولو!
تر ټولو دمخه د ليکنې د ځنډ بخښنه غواړم٠
تاسو د پښتو ژبې د ودې په هکله ډيره مناسبه او درسته ليکنه کړې ده په ريښتا هم چې مونږ ټولو پښتنو ته پکار دا ده چې بايد د خپلې ژبې د ودې لپاره کار وکړو او پدې توګه وښودل شي چې افغانستان پښتانه لري او ژبه يې ده پښتو!
او دپښتنو د عصري کولو په هکله که څه ووايم امکان لري ډير خلک به را څخه خوابدي شي ٠ په همدغه موخه مې يو څه ليکلي ؤ او ټول افغان ته مې ورکړه چې خپره يې کړي او خپره نشوه هغه ځکه چې رسم شوي جملې مې د سترګو ليدلۍ حال ؤ نو خوندوره نه وه خو په هر حال! نو شته البته داسي پښتانه هم چې له بده مرغه ډير زر يې نه يوازې چې ژبه بلکه نور ډير ارزښتمن ارزښتمن کړه وړه ، چې د پښتو کلتور ورته ويلئ شو، په تأسف سره له لاسه ورکړي دي٠ نو خامخا به په بله ژبه داسي غږيږي لکه بلبل ٠
مونږه پښتانه که سوګند ياد کړو چې له افغان سره به يوازې په پښتو غږيږو او ليکل به هم په پښتو کوؤ، نو باور وکړئ چې مونږه به او انقلاب کړئ وي او تاسو ډير نه، وروسته دڅو کالو يې نتيجه وګورئ چې پخپله افغاني ټولنه او په نړۍ کې څومره يو مثبت او لوي اغېز لري٠ چې د ډيرو لپاره به حتي د منلو هم نه وي٠
په درناوې


منتظرمسید
30.05.2006

ګران ورورغروال صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ .
غروال صیب زه هم په خپل وارسره دځوابي لیکنې دځنډ له امله یوه نړۍ بښنه غواړم خودځینوستونزوله کبله مې ونه شوای کولای چې ستاسومحترم اوښاغلي حضورته
ځواب ولیکم .
تاسوډیره په ځای اومعقوله لاره وړاندیزکړیده ،هغه لنډۍ دلته سمون کوي چې وايي :
په صبر،صبرپوره نه شوه
سبامې نیت دی بې صبرۍ ته ملاتړمه
زه هم پدې پوهیږم چې کسان ،ان زموږه خپلوپښتنوته به هم دغه لاره ناسمه اوغیر معقوله وښکاري ،خوباوردې وشه چې ترڅوموږیوه انقلابي اوبنسټیزعمل ته لاس وانه چوو،ترهغې پورې دپښتواوپښتنوپه حالت اوژوندکې ژوراوهغسې چې لازم د ی بدلون نشي راتلای .
خوګرانه وروره ستاسووړاندیز خدای مه کړه هغه دپیشواوموږکانوکیسه نه شی چې وايي موږکان سره راټول شوي ووچې دپیشوله شره ځان خلاص کړي ..... داګونګړی به دپیشوپه غاړه کې څوک اچوي .ستاسووړاندیز هغه وخت دعمل جامه اغوستی شي چې ترټولودمخه زموږپښتانه روڼ اندي اولیکوالان دغه هوډ دځان سره اوهم دخپل ویاړلي ملت سره وکړي .
له نیکه مرغه ډیره اوږده موده پس ،نن پښتانه لږغوندې راویښ شوي دي اوپه دې پوهیدلي دي چې ژرنده کومه ده اوجومات کوم دی .خوخدای مه کړه که داځل بیا دغه پښتانه دغافلت په خوب ویده شول نوباوروکړی چې په توپونوبه یی هم راویښ نه کړو ،اوهغه دی چې زموږویاړلې پښتوژبه به دتل لپاره له منځه لاړه شي اوجوته ده چې ورسره به زموږټولې ویاړنې اوافتخارات هم له منځه ځي .
نوراخئ چې ددې ستونزې داوارۍ لپاره یوه وړاومعقوله لاره ومومو،ترڅومو خپل تاریخي رسالت اودنده تره سره کړي وي .
په درنښت


م ن غروال
02.06.2006

ښاغلی منتظرمسید ورور سلامونه ومنئ!
د ژبې په هکله زه پدې عقيده يم چې خبرې کول په خپله ژبه، چې هغه هم ملي وي او هم رسمي، په ټولنه او چاپېريال او د خپلې ودې په پرمختګ کي ډيره او دومره ډيره اغېزه لري چې د زرګنو کتابونو او د زرګنو لوحو او مقالو څخه به غوره وي٠
شايد ډيرو ته دا د باور وړ نه وي اما دا تجربه واقعاً ما پخپلو سترګو ليدلې ده٠
زه خو، چې ډير پخوانی آشنا مې نه وي او يا ډير مشر او حقدار سړی نه وي ، نوره له ټولو افغانانو خويندو او وروڼو سره په پښتو غږيږم او ورته وايم چې ستاسو د پښتو د نه زدکړې او په هغه د نه پوهيدو ملامتي ټوله زمونږ پر اوږو ده ځکه چې دا مونږ ؤو چې په پښتو درسره نه ګړيدو٠ نو ستاسو څه مجبوريت ؤ چې پښتو زده کړئ؟!
تاسو باور وکړي چې حتی په خوست کي بعضې تاجکو وروڼو دري راسره ويله، او ددي لپاره چې خپه نشي زه هم ورسره لګيا شوم٠ خو ومې ليدل هغه خلک چې په دري يې هيڅ بلديت نه درلود په خوست کي يې د همدغو تاجکو وروڼو له برکته دري زده کړه! او ټول خوست په دري ورسره لګيا وؤ نوما وويل چې :
[color=red:b01b2ac247]نوشجان نوشجان[/color:b01b2ac247]!!! هزار صد آفرين وروره پدې خدمت چې ته ژبې ته کوې٠ يعنې واقعاً آفرين !!! واقعاً مونږه ملامته يو، خو په هر حال!
يو څو وخته بعد چې کابل ته راغلم لوړه مې وکړه چې زه به په خپلې پښتو غږيږم او وبه غږيږم تر څو يا يې زده کړي او يا ترجمان راوغواړي٠
او که هر پښتون داسي پخپله ژبه وغږيد، نو افغانستان نه، بلکه نړۍ به هم پوهه شي چې د افغانستان ړومبۍ ژبه او په ريښتياچې ملي ژبه[size=24:b01b2ac247] [color=blue:b01b2ac247]پښـــــــــــــــــــــــتو[/color:b01b2ac247][/size:b01b2ac247] ده او بس!!!
نور نو د خلکو خوښه چې څه منفي تبليغ کوي او که پښتو وايي او که يې نه وايي دا نو د چا خبره جبري خو نشي کيداي يوازې له خپلو پښتنو به ګيله کوؤ لکه تاسو چې وکړه، نوکه چا منله، وبه يې مني او که يې نه منله دښمني ته ورسره ملا نه تړو، اما يو شی چې لږه زياته منفي اغيزه پر دماغ کوي هغه بيا دفاع له همدغو وروڼو ده چې دا نو ................. ( نه به يې وايم) !!!!

[color=#444444:b01b2ac247][/color:b01b2ac247]
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more