د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دديموكراسي پر مخ څپيړه

mahboob
15.05.2005

(((په جلال ابادکې په زرګونوتنه محصلين او سيمه ييزخلک وروسته له هغې سړکونوته راووتل چې نړیوالوخبري رسنيو دامريکايانو لخوا په ګوانتانامو زندان کې دپاک قرآن دبې حرمتۍ او سپکاوي خبرونه خپاره کړل .

له جلال ابادنه يو خبريال دنوم دنه خپرولو په شرط دتليفون په ليکه ټول افغان ته وويل ، چې نن سهار په اتوبجو دننګرهار پوهنتون دطب پوهنځي محصلينو يو سوله ييز لاريون کړی و ، چې وروسته بيا دنورو پوهنځيو محصلين او ولسي خلک ورسره ملګري شول ، مظاهرينو مرګ پر امريکا شعارونه ورکول او په ګوانتانامو زندان کې دامريکايانو لخوا دپاک قرآن بې حرمتي یې غندله ،خو دغه لاريون ډېرژر په خونړيو پېښو واوښت .

خبرځای وايي ، چې پارېدلو مظاهرينو دوالي په دفتر ، داطلاعاتو او کولتور رياست ، ديوناما په مېلمستون ، د ټولټاکنو ګډ کميسيون ، ، دسويډن کمېټې ، دښځوچارو رياست ، د ننګرهار راډيو ، شرق راډيو اوپه يوشمېر نورو دفترونو بريد کړی او زيان يې ورته رسولی ، اوهم په ښارکې يوشمېر دوکانونو ته زيان اوښتی . خبرځای زياتوي ، چې دپاکستان جنرال قونسلګري سوزول شوې او دقونسلګرۍ دمامورينو برخليک لاندی مالوم .

دښار په بيلابيلو برخوکې دمظاهرينو او کورنيو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ نښتې شوي چې په ترڅ کې يې د دوو تنو محصلينو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او تر سلوزيات ټپيان شويدي ، خو دمرګ ژوبلې دزياتېدو وېره ليدل کېږي ، په ښارکې امريکايي او دايساف ځواکونه تر سترګوکېږي ، دملي اردو او ملي پوليسو ځواکونه په ښار کې دامنيت ټينګولو هڅې کوي ، همدراراز ويل شوي چې په ښارکې ګڼ شمېر موټر سوزول شوي ، خودالانده مالومه ، چې سوزول شوي موټر شخصي دي او که دولتي .

خبرځای زياتوي ، چې په ښارکې ورځنی ژوندپه ټپه ولاړ دی ، دوکانونه تړل شوي او په ښارکې يواځې مظاهره چيان او پوليس ليدل کېږي .

همداراز له لغمان او خوست نه هم دامريکا پرضد دمظاهرو خبرونه ورکړل شوي ويل کېږي ، چې په خوست کې مظاهرينو دامريکا بيرغ سوزولی ، خو دمرګ ژوبلې په باب لاڅه ندي ويل شوي )))
دوستانو ته سلامونه .
داليكنه زما نه ده دا دټول افغان خبر دى چي له جلال اباد نه يي تر لاسه كړى .
له ديموكراتانو نه پو ښتم چي آيا له عوامو سره به ستاسي دا برخورد وي كه لوړه وكم نه حانث كيژم چي سر له ننه مو بربادي او ناكامي مبارك شه .
آيا ددې مرګونو دكولو لپاره تاسي خپل سرونه دبش په پشو كي ايشي ؟
آيا دا انسانيت دى ؟ لعنت دي وي پداسي ديموكراسي .بيا دي وي بيا دي وي
كه تاسي داسامه او ملا عمر محاكمه غواړۍ نو بيا مو كرزى ولي هير دى راځۍ دنر زامن به مو هلته بولم چي اول كرزى دنوموړو جنايتونو له امله محاكمه كړۍاو لكه دنجيب نا نجيب په څير يي را وځړوۍ سګريټ په خوله كي وركړۍ ,چاپكي په غاړه كي ور واچوۍ اسامه او نور خو هسي هم تاسي ته په لاس نه درځي .
دطالبانو په دور ه كي خو به قاتلان ډير ژر ر قصاص او دخپل ناوړه عمل په جزا به ورسيدل اوس به وګورو چي دتالي څټو او ګوډاګيانو په حكومت كي په قاتلينو څه چمونه كيژي .
[/quote]


نقاد
18.05.2005

درنو لوستونکو ، ښاغلي محبوب د جلال اباد د مظاهرو په هکله داسې قضاوت او حکم صادر کړی دی:
[quote:f2b86cc023]له ديموكراتانو نه پو ښتم چي آيا له عوامو سره به ستاسي دا برخورد وي كه
لوړه وكم نه حانث كيژم چي سر له ننه مو بربادي او ناكامي مبارك شه .
آيا ددې مرګونو دكولو لپاره تاسي خپل سرونه دبش په پشو كي ايشي ؟
آيا دا انسانيت دى ؟ لعنت دي وي پداسي ديموكراسي .بيا دي وي بيا دي وي [/quote:f2b86cc023]
وروره ښې پوښتنې دي، خو صرف برحق نه دي :
١ـ ځکه څوک چې په غبرګو ړوند نه وي، هغه دا هم ويني ، چې په جلال اباد کې هم ديموکراتان نه ، بلکې هماغه جهادي قوماندانان او ټوپک سا ﻻران ناست دي ، چې ځانونه د جهاد تارتقان بولي او لکه طالبان له ديکتاتورۍپرته بل څه نه پيژني ! د حضرت علي ګوښه کول د دموکراسۍ او ددغې مظاهرې د مثبت اړخ يو بری دی.
٢ـ پر مظاهرې ډزې او مرګ ژوبله يو ديکتاتوري ، ظالمانه او جنايتکار عمل دی چې د ديموکراسۍ له دوښمنانو پرته يې بل څوک نه تر سره کوي. مونږ يې په اساسي توګه غندو او دا غوښتنه کوو چې مرتکبين يې محاکمه او د حضرت علي په څير له دندو څخه ګوښه شي.
٣ـ مظاهره يو ديموکراتيک حق اوعمل دی ، خو که څوک دغسې عمالو ته هم دموکراسي وايي لکه ﻻندې کرښې يې چې ګزارش ورکوي، نو هغه به هم په غبرګو سترګو ړوند وي بايد درملنه يې وشي : رپوټ د ورانکاريو او دغو جناياتو په اړه زياتوي [quote:f2b86cc023] چې پارېدلو مظاهرينو دوالي په دفتر ، داطلاعاتو او کولتور رياست ، ديوناما په مېلمستون ، د ټولټاکنو ګډ کميسيون ، ، دسويډن کمېټې ، دښځوچارو رياست ، د ننګرهار راډيو ، شرق راډيو اوپه يوشمېر نورو دفترونو بريد کړی او زيان يې ورته رسولی ، اوهم په ښارکې يوشمېر دوکانونو ته زيان اوښتی . خبرځای زياتوي ، چې دپاکستان جنرال قونسلګري سوزول شوې او دقونسلګرۍ دمامورينو برخليک لاندی مالوم [/quote:f2b86cc023] دغسې جنايتونه د بهرنيو ﻻسوهنو ښکارندويي کوي او بايد هڅونکي يې پر کلکه سزا ورسيږي. والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more