نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د خوشال په باب د حليمي د پوښتنې په خدمت كې
آصف صميم
14.05.2005
[size=18:d74d1785f8]ګران حليمي وروره! سلامونه![/size:d74d1785f8]
لومړى خو خپلو هېواد مېشتو او بهرمېشتو مينه والوته د خپلې نا وزګارتيا له لامله د ټول افغان په بنډار كې د خپل ټكني او دمني( وقفه يي) ګډون عذر وړاندې كوم، په پېښور كې رانه انګار صاحب هم د پر له پسې نه گډون ګيله وكړه. خو زما عذر او پلمه همدا ژوندنۍ ناوزګارتيا ده.
خير! څه به تاسې ښاغلي راسره ګوزاره كوئ او څه به زه پر خپلو ناوزګارتياوو ګوتې ووهم، چې د بنډار له خوږ مو برخمن و اوسم.
حليمي صاحب!
د ستر خوشال په باب خو همدومره كښنې او ليكنې كېداى شي، لكه د ا شوې چې پرې دي، يوازې د ودان كابل پوهنتون د كتابتون كتابوالو ښاغلي محمد ابراهيم ستوده او ملګري يې په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۹ كلو كې د ((خوشال در آيينه مطبوعات)) په نامه دوه ټوكه كتابو كې، چې په بهرنيو ژبو يې ددرېيم ټوك د خپرېدو ژمنه كړې وه. پر خوشال ليكلي پنځه سوه آثار او ليكنې شمېرلې او معرفي كړې وې. پردې څېړنه دا دى ۲۷ كاله اوړي. او س يې نو شمېره! چې په لرو برو نوره نړۍ كې به ګنې دا درې لسيزې د خوشال مينه و ال لاس تر زنې ناست وو؟
راځم ستا پوښتنې ته، وروره!
د حمزه بابا وينا ده، چې:
حمزه قدر پخپل كور كې د چا نه وي
د عربو خلك كم دي، چې حاجيان دي
د ستر خوشال همدا يوه نيمګړتيا او كمبختيا بس ده، چې په موږ غوندې خلكو كې يې سترګې غړولې دي او موږ ته منسوب دى، كه نه نو دا ديرې خاورې به يې هم له سرو زرو سره تلل شوې واى، خو بس كه دخوشال نيكه په باب زما ګروهه پر افراط وانخلې، نو خوشال له دې ټولو هغو نيمګړتياوو سره سره ، چې تا ورته له ورايه ګوته نېغه كړې ده، يو پوره سړى، نابغه او دپيغمبر په امتيانو كې يو كامل انسان و، كه نه يې منې نو...
• د نړۍ د ادبياتو څېړونكيو يوه هم تر اوسه د لرې او نژدې ادبياتو په ګلبڼ كې دده په څېر ګڼ اړخيزه او څو اړخيزه ګوره ونه نه ده را ښوولې، يوازې ښاغلي عبد القدير فهيم، روسى ليكوال (پو شكين) داسې يو څوك ښوولى ، چې پر يوه وخت د خوشال ددوو صفتونو يا ځانګړنو خاوند دى.
• په (( صد پند سودمند خوشحال)) كې محمد دين ژواك د ايراني ليكوال ( اكبر جعفري) له خولې را اخيستي، چې خوشال يو كس نه و، بلكې د څو مېړونو او نوابغو مجموعه وه.
• كه څه هم انګرېز ختيځپوه مېجر راورټي خوشال د ۲۵۰ آثارو خاوند ښوولى، خو سملاسي يې مَټې اوولس اثره را پاتې دي، خو موږ خوشال د آثارو په څومروالي نه پېژنو، خوشال په دې پېژنو، چې:
• خوشال، يو شاعر و:
طبيعت زما له شعر سره سازنه دى لكه سپى راپسې درومي په دنبال
• خوشال يو هنرمن و:
كه طالع او هنر دواړه سره كېږدې زه خوشال به پكې ونيسم هنر
• خوشال يو دستاروال و پګړيوال و:
چې دستار تړي هزار دي ددستار سړي په شمار دي
• خوشال يو ستر ارمانى انسان و:
چې دې توان رسي په لوى درياب كې ګرځه په واله كې دې زوال وينم نهنګه
يا: لكه باز په لويو غرو زما نظر دى
• خوشال يو خپلواكي مين نوكر و:
چې نوكري كا، نو كار ګنده كا سړى ازاد وي خپل ځان بنده كا
ازادي تر بادشاهيه لاتېرى كا چې د بل تر حكم لاندې شي زندان شي.
* خوشال يو ننګيالى و:
د افغان په ننګ مې وتړله توره ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم
• خوشال يو پتمن او پتمين پښتون و:
سر دې لاړ شي، مال دې لاړ شي، پت دې نه ځي د سړي خوبي همه واړه په پت ده
• خوشال يو سپېڅلي او زړور نقاد و:
(هر) چې لاف وهي د شعر نن په داد ور دي ډېر
څوك پاوى، څوك نيم پاوى دى قلندر پكې يو سېر
چې د موږ ه په حساب دي هېڅ مې نه دى وا صل هېر
بل دولت فقير درې واړه زه ترې څو شېر شاهي تېر
• خوشال په وير او سندرو دواړو ځان يادوونكى اتل دى:
مېړنى دي چې يادېږي په سمندر وهم په وير
• خوشال ښكاري و:
شل ساعته مې په ښكار، يو مې په درس و
• خوشال د واكمن استبداد پر وړاندې يو زړور مجاهد و:
اطاعت د اولوالامر ځكه نه كړم خليفه د زمانې په زړه كافر دى
• خوشال د خپل پېر اوټولنې دفكري، فسلفي او اعتقادي لوړو ځوړو پر وړاندې د يو ثابت او پاخه ايمان پر دريځ ولاړ مؤمن و:
ما قرآن منلى چې نازل دى له اسمانه نوروته پرې اېښي مې خبرې يوناني دي
• خوشال كلونه كلونه پلار پرنيكه له مغولي دربارونو سره له ټينګ تړاو سره سره د نصاب خاوند نه شو ، هغه چې څه موندل، پر نورويې خورول، د هغه د ژوند د اقتصادي فلسفې بنسټ پر ((ويؤثرون على انفسهم ولوكان بهم خصاصه)) حشر-۹ باندې ولاړ و.
يانې ( د خداى د لارې خلك) پر ځانونو د نورو لپاره ايثار كوي، ( ځانونه بلهاري كوي)، كه څه هم پخپله په تنګسه كې وي)
خوشال د ټولنې د اړو وګړو سوكالۍ ته پر ودانګلو ګروهمن و:
وګړي واړه كارونه خپل كا مردان هغه دي چې كار دبل كا
څوك چې آرام ګټي، د نېكو نام ګټي د خوږو زړونو دارو به تل كا
خوشال له نيكنۍ او پلرنۍ خانۍ او سردارۍ سره سره كله د نصاب او زكوة وركولو جوګه نه شو:
نه زكوة په ما واجب شو, په د رست عمر، نه قربان
خوشال ته خپل څښتن (ج) د خپلو بندګانو په لړ كې د يوه داسې بنده مقام وربښلى و، چې په ژوندانه كې هر دريځ د مشاهدې او تجربې له مخې غوره كړي، پاك خداى خوشال يو آزادي مين انسان پيدا كړى و، ځكه يې له نژدې نه پرې د مرييتوب او درباريتوب سترګبرېښن نعمتونه لورولي وو، چې د آزادۍ او خپلواكۍ په ارزښت يې وپوهوي:
آزادي تر بادشاهيه لا تېرى كا چې د بل تر حكم لاندې شي زندان شي
يا:
چې نمك مې د مغول خوړ، يو ملك وم چې نمك د مغول نشته نور مَلَك يم
په هر ډول!
د خوشال په هر اړخيز او ګڼ اړخيز شخصيت كې كمزورې خواوې د هغه تر مرګ وروسته هغومره د شننې، سپړنې او ګوتنيونې وړ نه دي پاتې، خو كه و هم غځول شي، نو د هغه د شخصيت له بشپړتيا سره مرسته كوي. څومره چې پرپښتني ټولنه د خوشال نيكه د تلپاتې هنري، ادبي، علمي، قومي، او حماسي تلپاتې يادونو نمانځنې ته اړتيا ده.پاك رب دې وكړي، چې زموږ ننني او سباني ځوانان د خوشال نيكه د شخصيت د پشپړتياوو په مشال د خپل ژوندانه تورتمونه وڅيري.
حليمي صاحب!
هيله ده د پوښتنې په ځواب به دې سود شوى وي.
له تاسې سره د بيا بيا اړيكنيوي په هيله.
م ن غروال
15.05.2005
محترم استاد ښاغلۍ صميم صاحب!
اجازه راکړۍ ستاسو درانه حضور ته د زړه له کومي سلامونه او احترامات په خورا درنښت او ستاسو د لاسونو په ښکلولو په عرض ورسوم٠ هيله من يم چې پخپل درانه حضور کي يې قبول وفرماياست٠ لوي الله جل جلاله دې وکړي سره د ټولې خپلې درنې کورنۍ د صحت او عافيت جامه په تن ولرۍ او د نيکمرغيو په شېبو کې اؤوسئ٠
د ټول افغان د پښتو زرينه پاڼه وياړي چې ستاسو په شان پښتانه مشران او دانشمندان په خپلو بحثو کي لري٠ او زه هم وياړم چې ستاسو د قلم لطف پخپله د پښتو او پښتونستان د بحث فورم يا خونه کي لرم٠
ستاسو د خوشحال بابا په هکله ليکنه زمونږه لپاره د پښتو ادب لويه پانګه ده٠ که مونږه او د ټول افغان پښتو پاڼه او په تېره بيا د پښتو او پښتونستان خونه (فورم) د ستاسو د قلم له لطف څخه برخمن شول ، هم به دا د پښتو او پښتنو برېښنا پاڼه زرينه شي او يو حقيقي ارزښت به ومومي اوهم به مونږه ستاسو له دغه لطف څخه تل د زده کړو په يوې علمي لاره روان شو٠
ستاسو هغه انځورونه چې کندهار ته د يوه سفر پر مهال له تاسو اخيستل شوي وؤ د بېنوا په ويب پاڼې کي مې وليدل، ډير زيات خوښ شوم ٠ ځکه لا اقل د ا ليدل زما لپاره نيم ديدن ؤ٠ خداي ج دې ستاسو او د نورو پښتنو مشرانو زيارت زما را برخه کړي٠
هيله من يم ستاسو د سرخوږ باعث نه وم ګرځيدلۍ٠
او هيله من يم تل مونږه د خپل شفقت لايق وبولئ٠
په درناوې
ستاسو مخلص
محمد نادر غروال
ع کريم حليمي
21.05.2005
ښاغلې استاد آصف صميم سلام و رحمه الله وبرکاته!
په دارالحرب کښي بنده دروېش دۍ ٠ څه نسته راسره ٠ د دروېش تحفه برګ سبز ده ٠ په اخلاص کښي ئې پېچم ،په اخلاص ئې درليږم ٠
ستاسو د جواب احتوا ،وزن د لحاظه په اوله درجه کښي نيسم ٠
ستاسو وليکنو ته زما د زړه دروازه خلاصه ده ٠ نه چه زما بلکي په هر محل ، ماحول کي د ډيرو زړونو دروازې خلاصي دي ٠ په لر او بر کښي ستاسو وليکنو ،اند ته د قبول ځای موجود دۍ ٠ عوام په پوهيږي او خاص لطف اوکيفيت پکښي موندلې سي
لر او بر واړه ٠٠٠ در نازيږي لاس ترغاړه
استاد صميم صاحب !
کوم فکر چه مي کاوه د خوشال بابا په باب ستاسو په ليکنه له مغز څه خلع اوفسخه شوو ٠
ارمغان خوشحال چه مي لوستۍ وو ٠ (د خوشحال خان شخصيت او شاعري د خوشحال علاقه ، د خوشحال خان زمانه او د هغې زمانې تاريخي پس منظر )
پر رب دي سپارم
حليمي