نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نوي تلويزون
Anonymous
13.05.2005
سلامونه دوستانو!!
ما به دغه چينل د خوشحال بابا په نامه نومولي وى او هغه به داسې زمزه كيدې (( دا [color=red:fea337dc9c]خوشحال[/color:fea337dc9c] پښتو چينل دي))
دنوی پښتوچینل نومول
Anonymous
16.05.2005
دهرڅه دمخه ټولوپښتنو ورونو اوخویندوته دزړه له کومی نه سلام وایم٠
ګرانو دوستانوراځۍچی دانوی دپښتوچینل د(رڼا)په نوم ونومو٠
دپښتوچینل
Anonymous
31.05.2005
د لوئ او بخښونکي خدای(ج)په نامه
د ټول افغان وېبپاڼي ټولو
ګرانو او قدرمنو لوستونکو
سلامونه
د قدرمن جمال شاه مرکه مي ولوستله ډېر خوشحاله شوم چي يو نوی ټي وي چېنل خلاصه وي. ده ډيري په زړه پوري خبري کړي وې . دئ ځکه خوش قسمته دی چي ددوه تر چېنل مخ کي یو بل چېنل (خېبر) خلاصه شوي دی .دئ ډېرښه پوهېږي .چي خپل چېنل څنګه مخ په وړاندي بوزي کومي نيوکي چي په (خېبر) کېږي . دئ ورته په پام کي دئ . زه باور لرم چي نوموړی به د خپل قام او خپلي ژبي خذمت کوي د يو چا زړه ازاري به نه کوي
ډېر ګران کار دی يو چېنل پرانستل او بيا هغه مخ په وړاندي بوول د هر چا خيال ساتل ....خو نوموړی په دې کار کي ډېره تجربه لري .ولي چي هغه خپله هم ډېر لوئي هنر مند دی..
زه ده ته مبارکي ورکوم او دعا کوم چي دا چېنل دي مخ په وړاندي شي. او د پښتنو په ګټه دي وکارول شي .. چي د پښتنو ادب کلتور او تارېخ پکي روښانه شي . او نړۍ ته وښَي چي افغان د نړۍ سيال قام دی. تر هيچا روسته نه ..
دا چېنل پکار دی (ټول افغان )و نومول شي.
وسلام
اميرمحمدليکوال
بله ژبه زده کول که لوئ کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده