د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتو تلویزیون

Anonymous
13.05.2005

دپښتو تلویزیونی چینل پرانیستل خو یوه لویه شهکاری ده چی عوض به ئ بیله شکه پدی دنیا او هغه دنیا د لوی څښتن تعالی ( ج) له خو وموندی .
خو زموږ تشویش دادی چی دا هم د خیبر د تلویزیون په شان د افغان ضد او پښتنو ضد یو چینل نوی.
دنوم په هکله ئ ډیر تشویش مه کړې . ډ یره توجو ئ خپرهونو ته وکړۍ چی افغانی پښتنی او اسلامی محتوا ولری.
د نوم لپاره وړاندیز :

پښتونستان تی وی ، افغان تی وی ، بیټ نیکه ، رحمان بابا ، خوشحال خټک، احمد شاه بابا تی وی او ....بور

بریالی اوسۍ حكمت الله حكمت
سویډ ن .


TV

pattang
13.05.2005

وروڼو !
دتلويزيون نوم دي ( ټول افغان ) وي او لدي څخه بل ښه نوم نشته
دپښتنولي په مينه پتنګ


Anonymous
13.05.2005

دومره ژرپه هرڅه مه وردانګۍ ٠ اول ورته وګورۍ چه څوک دغه کارکوي بيا وګورۍ چه مصارف يی له کومه کيږي اوروسته تحليل کړۍ چه هدف اوپروګرام يی څه دي ٠
که د خېبر غوندې ښکلې او ښکاره نوم په بې هويته او لوچک مقصده هندکيانو بی پردې کوۍ نو بيا به دپښتو اوپښتونولۍ خبرې هم نه کوۍ ٠

تاسو به دخېبر د تش په نامه پښتو پروګرامونه نه وي ليدلي چه د (ګډوډېشن) په ژبه غږيږي ٠ يودوه هندکي لوچکان پکی انګليسي ، اردو ، فارسي اوعربي ګډوډه کړي او لکه پاکستاني شې په مېډ اين جپان يې تېرکړي ٠

تبرګۍ


pattang
13.05.2005

تبرګيه ! وروره تيره اوسې دښوون کلک لاستی دې په نصيب شه چې دپښتنو ددښمنانو پښې تل ور لنډه وې ٠
زه خپله خبره بيرته اخلم ، ما فکر کاوه چې دا کار به په افغانستان کې وشې او بر پښتون به وي چې دا TV خلاصه وي ٠
وروسته مې چې ولوستل ، دکوزو پښتنو ورور په اسلام اباد کې دا کار کوي، نو رښتيا درته وايم لږ څه نا اميده هم شوم٠

ډيره مننه او دپښتنوالي په مينه پتنګ


Anonymous
14.05.2005

پتنګ جان وروره ، ستا دا خبره {{چي کله پوه شوم چي د لري پښتونخوا ده ،نومايوس شوم}} څه بېځايه ده٠ غداران او خائنان په هرکلي او ښار کي پيدا کيدائ شي٠ لر اوبر دوئ ته هيڅ مانا نه لري٠ دا بس زه او ته يو چي پښتانه مو په لر او بر وېشلي دي٠ جمال شاه يو ډېر پوه او په پښتو مين پښتون ده٠ ډېر باور لرم چي دئ به دغه چېنل دپښتو اوپښتانه ملت په ګټه وه کاره وي٠ او د خيبرTV په شان به د پښتانه اولس خلاف ناوړه ګټه ترې اوچته نکړي٠

او بله خبره دا چي کمه پوري چي زه خبر يم دا نوئ چېنل به له اسلام برباده نه، له دوبئ خپريږي٠ او دا رنګه به د پنجاب تر تاثير لاندي نه وي٠

پاته شوه خبره د خېبر، د خېبر پښتو چېنل د يو څو پښتنو ملتپاله ځوانانو پلان و، چي زما ډېر نژدې ملګري، او يو څه خپلوان هم دي٠ خو دوئ ته پاکستاني چارواکو، په تېره بيا ISI د داسي TV جوړولو اجازه ورنکړه٠ له دوئ وه غښتل شو چي خپل پلان ISI ته وړاندي کړي او بيا په وار وار له دوئ سره مرکې وشوې او په هاغو مرکو کي دوئ ته وه ويل شو چي دارنګه چېنل ته يوازي هاغه وخت په پاکستان کي اجازه ورکول کېدائ شي چي د ISI تر څارني او کنټرول لاندي کاروکړي٠ خو دغو ځوانانو دا خبره وه نه منله ، که څه هم دوئ ته د ډېرو کلدارو وړانديزونه وشو٠ له سلا او مشورې وروسته دوئ کابل ته وﻻړوچي له افغان چارواکو اجازت تر ﻻسه کړي چي په جلال اباد يا په کندهار دپښتو TV جوړ کړي . کرزي صائب ته په Power Point ټول پلان ور ښکاره کړائ شو, خورا په زړه پوري و، او کرزي ډېر خوښ کړ٠ خو درې ورځي پس يې ناڅاپه خبر را کړ چي په کابينه کي يوڅو وزېران له دې پلان سره متفق نه دي اوزه نه شم کوﻻئ چي دوئ خوابدي ګړم٠ وروسته خبر شو چي د دغو وزيرانو دقطار په مخ کي مخدوم رزيل و٠
پس له لس ورځني سفر ملګري کلي ته ډېر ناامېده را ستانه شول، او ور سره ما دوئ ته دا {زېرئ} هم ورکړ چي ISI پخپله د دوئ پلان عملي کړ او د خېبر په نامه به د پښتو چېنل ډېر ژر له اسلام اباد کار پېل کړي٠ دوئ چي کله دا خبره واورېدله نو له خواشنئ يې په مخونو توري لمبې را تاؤ شوې٠ او له کرزي په ناوسي ډېر خپه و٠

د يوخبر له مخي زمږ ګاونډئ دوست هيواد، هند، په جلال اباد کي د سپين غر ټي وي پرانستل غواړي٠ سپين غرTV او د ښاغلي جمال شاه شمله TV ته د ژر بشپړېدو او د هر رنګه بريا دعاکړو٠

په پښتني مينه،
مړوند کوټه وال


Anonymous
14.05.2005

کوټه وال صيب دمينی ډک سلامونه اونېکی هېلی مې ومنۍ.
له سلامونووروسته ستاسوګېله پرځای ده.
ځينی خلک که څه هم پخپله نه پوهيږی چې څه غواړی ، خوپه هره موضوع کې بيځايه مداخله کوی.
پاتی شول لراوبرپښتانه.هغوی يوه وينه او يو وجوددې اوهيڅوک هم اوبه په
ډانګ نشی بيلولۍ.
له ډېرو قيمتی اود قدروړڅرګندونوڅخه مودزړه له کومی مننه . نوۍ پښتو
تلويزيونی چينل چې په هرنوم وی دپښتنولپاره ښه زيرۍ دې.که نوموړۍ په
دوبې اوياکوم بل هېواد کې جوړشی نوهرومروبه وکړای شی چې خپله أزادی اوبيطرفی وساتی.
په پای کې غواړم زياته کړم چې په هغه باندې دستروشخصيتونولکه احمدشاه بابا ، خوشحالخان ، رحمان بابا اوداسې نورودنومونوله ايښودلوسره مخالف يم.
په درناوی ،
سالوخان


Anonymous
14.05.2005

سلامونه

[quote:8f793909bc]د يوخبر له مخي زمږ ګاونډئ دوست هيواد، هند، په جلال اباد کي د سپين غر ټي وي پرانستل غواړي٠ سپين[/quote:8f793909bc]

کوټه واله وروره ، هند زمونږ ګاونډئ اودوست هيواد نه دی ،دډاکټرنجيب الله پروخت هندي پيلوټانوزمونږډيربي ګناه هيوادوال په شهادت رسولي ٠
والسلام
منصف


pattang
14.05.2005

سالو خانه وروره سلام !
شاعرې دې ښه ده خلک خنده وي خو تحليل او منطق دې بيځايه دي٠
د پاکستان په دا خل کې په بر منډه توګه دپښتنو دکلتور،حقوقو ....لپاره هر حرکت
تر اوسه نا کامه پاته شوی دی ٠ پښتانه په پا کستان کې تر اوسه خپل رسمي هويتي نوم نلرې٠
زما نا امېدې داوه چې بيا به دخيبر TV ترې جوړ شي اونه دکوز او بر پښتون مسئله٠
دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:8b974a4f1a="سالوخان"]کوټه وال صيب دمينی ډک سلامونه اونېکی هېلی مې ومنۍ.
له سلامونووروسته ستاسوګېله پرځای ده.
ځينی خلک که څه هم پخپله نه پوهيږی چې څه غواړی ، خوپه هره موضوع کې بيځايه مداخله کوی.
پاتی شول لراوبرپښتانه.هغوی يوه وينه او يو وجوددې اوهيڅوک هم اوبه په
ډانګ نشی بيلولۍ.
له ډېرو قيمتی اود قدروړڅرګندونوڅخه مودزړه له کومی مننه . نوۍ پښتو
تلويزيونی چينل چې په هرنوم وی دپښتنولپاره ښه زيرۍ دې.که نوموړۍ په
دوبې اوياکوم بل هېواد کې جوړشی نوهرومروبه وکړای شی چې خپله أزادی اوبيطرفی وساتی.
په پای کې غواړم زياته کړم چې په هغه باندې دستروشخصيتونولکه احمدشاه بابا ، خوشحالخان ، رحمان بابا اوداسې نورودنومونوله ايښودلوسره مخالف يم.
په درناوی ،
سالوخان[/quote:8b974a4f1a]


pattang
14.05.2005

مړوند صيب سلام عليکم !
ځنې پښتانه شايد اکسريت يې ? داسې خواص لرې چې بيله تحليل او پيژندنې سړی
زر محاکمه کوې ٠ زما خبره تارېخي بنسټ لر ي او هغه دادی چې په اسلام ابادکې دپښتنو او پښتو TV ? دا له کومه اودا لمر له کومې خوا را وخوت ? ٠ د پيښوور په TV کې ،په ورځ کې يو ساعت پښتو اونور ټول په اردو ژبه خبرې کوې او دپښتنې منطقې نوم NWFP دی او نه پښتونستان ، پښتونخوا ٠٠٠ حال دا چې سند شته ، پنجاپ شته ، بلوچستان شته خو پښتونستان نشته او NWFP هغه دانګرېزانو نوم پاته دي او هيڅ بدلون ندی پکښې راغلی اونه ئي دپاکستان اشغاګران خپل نوم ،کلتور او خپلواکي ته پريږدي ٠
زمانا اميدي په دې نه وه چې کوز پښتون دی زما مقصد دا وو چې دا به بيا دخيبر TV ترې جوړ شي ٠

[quote:33c842542f]له سلا او مشورې وروسته دوئ کابل ته وﻻړوچي له افغان چارواکو اجازت تر ﻻسه کړي چي په جلال اباد يا په کندهار دپښتو TV جوړ کړي . کرزي صائب ته په Power Point ټول پلان ور ښکاره کړائ شو, خورا په زړه پوري و، او کرزي ډېر خوښ کړ٠ خو درې ورځي پس يې ناڅاپه خبر را کړ چي په کابينه کي يوڅو وزېران له دې پلان سره متفق نه دي اوزه نه شم کوﻻئ چي دوئ خوابدي ګړم٠ وروسته خبر شو چي د دغو وزيرانو دقطار په مخ کي مخدوم رزيل[/quote:33c842542f]

مړوند صيب ! ستاسو ليک چې په هغه کې مودکرزي ګوډاګي چټله سياسي ،دمذدوري ، مخبري او بي کفايتي څيره څرګنده کړه ډيره مننه ٠
کرزی او د هغه بانډ د پښتنو په نوم خو دپښتنو سخت دښمنان دي ٠
مخدوم چې مخ ېي دډم غوندي او عصبي تکليف لري د قبرس د ډلې دظاهر شاه سړی
دي اوخپله وظيفه د ستميانو لپاره اجرا کوي .
ظاهرشاه هم په مخدوم شه پوهيږي چې مخدوم څه کوي اودپښتوپه هکله څه نيت لري ٠ نو د پښتنو لپاره کرزی څوک دی او ظاهر شاه څوک دی ?
کرزی : دستميانو ګوډاګی او د امريکا اجنټ .
شاهر شاه : هغه زوړ خر ستمی چې د پښتنو ازلې دښمن دی٠
مړوند اغا خبرې تر خبرو پورته کيږي اووبخښه بيان مې اوږد شه

د پښتنولي په مينه پتنګ

[quote:33c842542f="مړوند کوټه وال"]پتنګ جان وروره ، ستا دا خبره {{چي کله پوه شوم چي د لري پښتونخوا ده ،نومايوس شوم}} څه بېځايه ده٠ غداران او خائنان په هرکلي او ښار کي پيدا کيدائ شي٠ لر اوبر دوئ ته هيڅ مانا نه لري٠ دا بس زه او ته يو چي پښتانه مو په لر او بر وېشلي دي٠ جمال شاه يو ډېر پوه او په پښتو مين پښتون ده٠ ډېر باور لرم چي دئ به دغه چېنل دپښتو اوپښتانه ملت په ګټه وه کاره وي٠ او د خيبرTV په شان به د پښتانه اولس خلاف ناوړه ګټه ترې اوچته نکړي٠

او بله خبره دا چي کمه پوري چي زه خبر يم دا نوئ چېنل به له اسلام برباده نه، له دوبئ خپريږي٠ او دا رنګه به د پنجاب تر تاثير لاندي نه وي٠

پاته شوه خبره د خېبر، د خېبر پښتو چېنل د يو څو پښتنو ملتپاله ځوانانو پلان و، چي زما ډېر نژدې ملګري، او يو څه خپلوان هم دي٠ خو دوئ ته پاکستاني چارواکو، په تېره بيا ISI د داسي TV جوړولو اجازه ورنکړه٠ له دوئ وه غښتل شو چي خپل پلان ISI ته وړاندي کړي او بيا په وار وار له دوئ سره مرکې وشوې او په هاغو مرکو کي دوئ ته وه ويل شو چي دارنګه چېنل ته يوازي هاغه وخت په پاکستان کي اجازه ورکول کېدائ شي چي د ISI تر څارني او کنټرول لاندي کاروکړي٠ خو دغو ځوانانو دا خبره وه نه منله ، که څه هم دوئ ته د ډېرو کلدارو وړانديزونه وشو٠ له سلا او مشورې وروسته دوئ کابل ته وﻻړوچي له افغان چارواکو اجازت تر ﻻسه کړي چي په جلال اباد يا په کندهار دپښتو TV جوړ کړي . کرزي صائب ته په Power Point ټول پلان ور ښکاره کړائ شو, خورا په زړه پوري و، او کرزي ډېر خوښ کړ٠ خو درې ورځي پس يې ناڅاپه خبر را کړ چي په کابينه کي يوڅو وزېران له دې پلان سره متفق نه دي اوزه نه شم کوﻻئ چي دوئ خوابدي ګړم٠ وروسته خبر شو چي د دغو وزيرانو دقطار په مخ کي مخدوم رزيل و٠
پس له لس ورځني سفر ملګري کلي ته ډېر ناامېده را ستانه شول، او ور سره ما دوئ ته دا {زېرئ} هم ورکړ چي ISI پخپله د دوئ پلان عملي کړ او د خېبر په نامه به د پښتو چېنل ډېر ژر له اسلام اباد کار پېل کړي٠ دوئ چي کله دا خبره واورېدله نو له خواشنئ يې په مخونو توري لمبې را تاؤ شوې٠ او له کرزي په ناوسي ډېر خپه و٠

د يوخبر له مخي زمږ ګاونډئ دوست هيواد، هند، په جلال اباد کي د سپين غر ټي وي پرانستل غواړي٠ سپين غرTV او د ښاغلي جمال شاه شمله TV ته د ژر بشپړېدو او د هر رنګه بريا دعاکړو٠

په پښتني مينه،
مړوند کوټه وال[/quote:33c842542f]


Anonymous
14.05.2005

ښاغلۍ پتنګ ،

زماسلامونه هم درواخله.
که زما تحليل اومنطق بيځايه وی ، نودپاکستان پرخلاف ستاسوشعارونه هم
بيځايه دی ، ځکه چې له ليکنو څخه موپه ډاګه څرګنديږی چې په عمل کې د
پاکستان ډوهل ته ښه په درب أتڼ کوې او څڼې ورته أچوې.

په درنښت ،
سالوخان


pattang
14.05.2005

سالووروره !
که زما غلطي دي را په ګوته کړه نو زه به ډير درنه خوشاله شم اودورورې احسان به مو تل منم . کوم ډوهلونه ? وروره لطفأ يې را په ګوته کړه٠
دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:7263842bfc="Anonymous"]ښاغلۍ پتنګ ،

زماسلامونه هم درواخله.
که زما تحليل اومنطق بيځايه وی ، نودپاکستان پرخلاف ستاسوشعارونه هم
بيځايه دی ، ځکه چې له ليکنو څخه موپه ډاګه څرګنديږی چې په عمل کې د
پاکستان ډوهل ته ښه په درب أتڼ کوې او څڼې ورته أچوې.

په درنښت ،
سالوخان[/quote:7263842bfc]


Anonymous
14.05.2005

پتنګه٠
ته ديوپښتون په شان [color=darkred:bc227d61da]،که ريښتيا پښتون يی[/color:bc227d61da] ،بايد ځان ته داحق ورنکړی چی څوک دخرو په نامه يادکړی٠
غير له پښتونلۍ،داديو مودبه انسان کار نه دۍ بلکه ديو کوڅه ډب سړی کاردۍ چی پوچ الفاظ استعمالوی٠
[color=darkblue:bc227d61da]تا ظاهرشاه دزوړ خره په نامه ښکنځلۍ٠[/color:bc227d61da]
داډير بد کاردۍ،نور دی خوښه٠
احمدخان٠


Anonymous
14.05.2005

ښاغلۍ پتنګ صيب ،

له سلامونو اونېکو هيلو وروسته ،
نه نه ، په هيڅ صورت، خدای دنکړی ،

ته پاکه اوسوتره ملائيکه يي اوهيڅډول غلطی نلرې ،
غلطی زمادې چې په ګران هېواد افغانستان کې دسولې ، پرمختګ ، ؤلسواکې
اوبيا رغونې سره دښمنی کول دپاکستان په ژرنده د اوبو ورخوشی کول او د
هغوی ډوهل ته څڼې أچول بولم.
په درنښت ،
سالوخان


Anonymous
14.05.2005

ښاغلۍمنصف مېلمه سلام، په نجيب الله ئې مه تپه دا د "مجاهدينو" د سقاوۍ درا پرځېدو نه وروسته د طالبانو پر ضد د هندي پيلوټانو او ټانکونو زره پوشونو په اشتراک د شمال د اېتلاف سره ېو ځاۍ د افغانانو په وژنه کې د ايرانېانو او د دوهم ځل لپاره دروسانوپه شمول زمونږ د وطن سره د دښمنئ عمل ؤ، نو انصاف مې هېروه چې ځان ته منصف هم واېې
جاله وان


Anonymous
14.05.2005

((لر اوبر دوئ ته هيڅ مانا نه لري٠ دا بس زه او ته يو چي پښتانه مو په لر او بر وېشلي دي٠ ))

وروره لري يی ، ترداننه په پيښور کی دافغانستان پښتانه د [[ کابليانو]]
او [[ ماجرو]] په نوم ياديږي ٠

]]جمال شاه يو ډېر پوه او په پښتو مين پښتون ده٠ [[

داخودډيری خوښۍ خبره ده
[[ډېر باور لرم چي دئ به دغه چېنل دپښتو اوپښتانه ملت په ګټه وه کاره وي٠ ]]

نوکه يی ونه کاراوه نو عقوبت به يی دخيبر د TB
وي٠

]]او د خيبرTV په شان به د پښتانه اولس خلاف ناوړه ګټه ترې اوچته نکړي٠ [[

داموله ځان سره وساتل

]]او بله خبره دا چي کمه پوري چي زه خبر يم دا نوئ چېنل به له اسلام برباده نه، له دوبئ خپريږي٠ او دا رنګه به د پنجاب تر تاثير لاندي نه وي٠ [[

خدای دی وکړي

]]پاته شوه خبره د خېبر، د خېبر پښتو چېنل د يو څو پښتنو ملتپاله ځوانانو پلان و، چي زما ډېر نژدې ملګري، او يو څه خپلوان هم دي٠ خو دوئ ته پاکستاني چارواکو، په تېره بيا ISI د داسي TV جوړولو اجازه ورنکړه٠ له دوئ وه غښتل شو چي خپل پلان ISI ته وړاندي کړي او بيا په وار وار له دوئ سره مرکې وشوې او په هاغو مرکو کي دوئ ته وه ويل شو چي دارنګه چېنل ته يوازي هاغه وخت په پاکستان کي اجازه ورکول کېدائ شي چي د ISI تر څارني او کنټرول لاندي کاروکړي٠ خو دغو ځوانانو دا خبره وه نه منله ، که څه هم دوئ ته د ډېرو کلدارو وړانديزونه وشو٠ له سلا او مشورې وروسته دوئ کابل ته وﻻړوچي له افغان چارواکو اجازت تر ﻻسه کړي چي په جلال اباد يا په کندهار دپښتو TV جوړ کړي . کرزي صائب ته په Power Point ټول پلان ور ښکاره کړائ شو, خورا په زړه پوري و، او کرزي ډېر خوښ کړ٠ خو درې ورځي پس يې ناڅاپه خبر را کړ چي په کابينه کي يوڅو وزېران له دې پلان سره متفق نه دي اوزه نه شم کوﻻئ چي دوئ خوابدي ګړم٠ وروسته خبر شو چي د دغو وزيرانو دقطار په مخ کي مخدوم رزيل و]]

په دې هکله خوزه هروخت وايم چه دپښتنواصلي دوښمنان ددوی په کلي کورکی راپيداشي او پښتنو ته تاريخي اونه جبران کيدونکي تاوانونه ورواړوي همداعلت دې چه زموږ غوندې د قپوولوتبرګي هم راپيداشوي

((د يوخبر له مخي زمږ ګاونډئ دوست هيواد، هند، په جلال اباد کي د سپين غر ټي وي پرانستل غواړي٠ سپين غرTV او د ښاغلي جمال شاه شمله TV ته د ژر بشپړېدو او د هر رنګه بريا دعاکړو))

مړوند وروره !

نه شمله د پښتنو نمايندګي کوي او نه سپين غر ځکه چه ]] شمله[[ دهنداوپاکيستان ترمنځ ديومشهور قرارداد نوم او د هغه ځای نوم هم دی چه دغه قرارداد پکی لاسليک شوې وو ٠ له سپين غره د [[ کسي غر]] معنا زياته لري اوسپين غر هوټل اوسپين غر سينما په دغه نامه مشهوردي ٠

پښتانه که يوکيږي نو يواځی د [[[[[[[[[پښتون]]]]]]] ترنامه لاندی- نه دکندهاري ، پکتياوال ، کنړي ، پېښوري او کوټه وال

تبرګې


Anonymous
17.05.2005

[quote="سالوخان"]کوټه وال صيب دمينی ډک سلامونه اونېکی هېلی مې ومنۍ.
له سلامونووروسته ستاسوګېله پرځای ده.
ځينی خلک که څه هم پخپله نه پوهيږی چې څه غواړی ، خوپه هره موضوع کې بيځايه مداخله کوی.
پاتی شول لراوبرپښتانه.هغوی يوه وينه او يو وجوددې اوهيڅوک هم اوبه په
ډانګ نشی بيلولۍ.}}

-------------------------------------
سالو خان او پتنګ جان وروڼو، له ميني ډک سلامونه مو ومنئ٠ دپتنګ ورور مينه له خپل کام سره دده په هر ليک کي له ورايه ښکاري٠ خو له بده مرغه د افغانستان په وسنيو حالاتو د ده نظر او ليکني يوازي زمږ د دښمنانو په ګټه تماميږي ٠ مونږ له کرزي او د افغانستان له دولته ګيلې لرو او د دوئ نيمګړتاوي ور په ګوته کړو، خو د دې دا مانا هيڅ کله دا نه ده چي ګندي خدائ مکړه مونږ دا وسنئ سياسي بهير له مينځه يوسو اوپه وطن کي بيا يو داسي ګډوډي رامېنځته کړو چي بيا د ملا عمر ترسوري لاندي د ISI کرنل امام د کندهار والي او کرنل امجدحسېن دکابل د شاروال چاري تر سره کړي٠

پتنګ جان د کرزي دولت ګوډاګئ بولي او دهاغه ترور اوپرزول د هر افغان ملي فريضه بولي٠ خو دئ هيڅ کله د افغان ملت تاريخي دښمن پاکستان او ISI تر ټولو ستره پروژه نه غندي چي د طالبانو په نامه او جامه کي يې د نصيرالله بابر او حميدګل تر نظارت لاندي د سميع الحق، فضل رحمان، ملاعمر،ملارباني،او حقاني په لاسو پوره کړه٠ يا خود پتنګ سياسي نظر ډېر لنډ دئ، او يا دئ په دې سترګي پټيي چي د اوساما او د ملا عمر په واکمنئ کي افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه و٠ افغانستان خپلواکي مطلق له لاسه ورګړې وه، اود افغانستان دکورنئ او باندنئ چارو ټولي پرېکړي د ISI په GHQ اسلام اباد کي ترسره کېدې٠ په دې هکله زه دومره شواهد لرم چي له چا سره بحث کول يوازي د خپل وخت ضايه کېدل راته ښکاري، او نه د چا کوم دليل ته غوږ نيسم٠ دا چي طالبان څنګه د ISI له خوا تربيه کېدل،افغانستان ته لېږل کدل، دندي په لاس ورکول کېدې او څنګه کنټرولېدل، ما له ډېر نږدې ليدلي دي٠ هر څوک چي د دوئ مخونه ما ته سپينه وي او يا دوئ ته رښتوني پښتانه واي د هاغو خلګوخولې ډېري ژر په خپلو سترګو ليدلو قيصو ور پټي کړم٠

نو پتنګ جانه وروره له تا ډېر خواست کيږي چي خپله سياسي تګلاره لګ له وخت سره برابره کړه، له داسي ليکنو ډډه وکړه چي تر ګټي يې تاوانونه زيات وي، خپل وخت پرې ضايه کړې او دي پښتنو ملي جذبې بېځايه راوپاره وې٠ د ټول افغان پاڼه د ټولو پښتنو يوه لويه شتمني ده٠ په کار ده چي له دې د خپل کام اوژبي د پاره ګټه اوچته کړو، زده کړه ترې وکړو، نه دا څي بېځايه داسي ليکني وکړو چي هاغه پښتانه نور هم کنفيوز کړي ، او يا د پښتنو په مېنځ کي نور هم د بې اتفاقي وور ته لمن ووهي٠

په پښتني مينه، ستاس ورور
مړوند کوټه وال


Anonymous
17.05.2005

ګرانو وروڼو ښاغلۍ کوټه وال او ښاغلۍ پتنګ دزړه له کومې ډېر تاوده سلامونه مې در ومنۍ،
تاسوچې کوم ارزښتناکه ټکي په ګوته کړي د خورا حېاتي مسئلي سره اړخ لګوي چې هغه د پښتنو او د افغان اولس د بقأ ( ملي تداوم ،وده أو پراختېا) څخه عبارت دۍ٠ د ټول افغان د فوروم په بېلا بېلو بحثونو کې کله نا کله د خپل قام سره د مفرطې مينې له امله د ځينو عاشقانو سترګې دومره پټې شي چې د قام ګټه او تاوان ، سوکالۍ او بربادي، ځواکمنتېا او کمزورۍ د ېوې لحظې لپاره ترې مغالطه شي، دا د احساساتو غلبه باېد د ملت د اوږدمهاله او لنډمهاله ګټو ته تاوان و نه رسوي، مونږ باېد اګاه او مسئوﻻنه دريځ ولرو، داسې نشي چې له ډېرۍ مينې خپل ډېر کوچنۍ او ضعيف ماشوم داسې په زورپه غيږ کې ټينګ ونيسوچې خداۍ مکړه نپس ئې والوزي٠
زه يقين لرم چې د پتنګ صېب ؤ خپل وطن سره حقيقي مينه او د زړه سواند به هرو مرو ده ته د دغه نازکۍ اهمېت ورجوتوي٠
ستاسو ېو ملګرۍ
جاله وان


پښتو چېنل

Anonymous
17.05.2005

د لوئ او بخښونکي خدای(ج)په نامه

د ټول افغان وېبپاڼي ټولو
ګرانو او قدرمنو لوستونکو
سلامونه
د قدرمن جمال شاه مرکه مي ولوستله ډېر خوشحاله شوم چي يو نوی ټي وي چېنل خلاصه وي. ده ډيري په زړه پوري خبري کړي وې . دئ ځکه خوش قسمته دی چي ددوه تر چېنل مخ کي یو بل چېنل (خېبر) خلاصه شوي دی .دئ ډېرښه پوهېږي .چي خپل چېنل څنګه مخ په وړاندي بوزي کومي نيوکي چي په (خېبر) کېږي . دئ ورته په پام کي دئ . زه باور لرم چي نوموړی به د خپل قام او خپلي ژبي خذمت کوي د يو چا زړه ازاري به نه کوي
ډېر ګران کار دی يو چېنل پرانستل او بيا هغه مخ په وړاندي بوول د هر چا خيال ساتل ....خو نوموړی په دې کار کي ډېره تجربه لري .ولي چي هغه خپله هم ډېر لوئي هنر مند دی..
زه ده ته مبارکي ورکوم او دعا کوم چي دا چېنل دي مخ په وړاندي شي. او د پښتنو په ګټه دي وکارول شي .. چي د پښتنو ادب کلتور او تارېخ پکي روښانه شي . او نړۍ ته وښَي چي افغان د نړۍ سيال قام دی. تر هيچا روسته نه ..
دا چېنل پکار دی (ټول افغان )و نومول شي.
وسلام
اميرمحمدليکوال
بله ژبه زده کول که لوئ کمال دی
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده


Anonymous
17.05.2005

وه خلکو !
اې - دلته وګورۍ !

داڅه په هر ځې کيم درزو غپ جوړ کړې - دغه د ټي وي خبره نوره يوځې ته راغونډه کۍ دومره د جړا وړ نه ده -بله خبره راونيسۍ

ايقباليجان


Anonymous
17.05.2005

رښتياوايی سړيه داموپه څه اپلتوشروع کړي يوټي وي اودوه ديرش يی عنوانونه که زمامنی نوټيپرګل ،الوګل ، بادرنګ ګل اوياهم چتکئ پتکی اوداسي ډيرنومونه شته ،دتاسونه ولي ورک دي ؟؟
ډيرښکلي نومونه دي بس همدغه نومونه ورته کيږدی ټول سرخوږی به موختم شي خويوه خبرې ته پام کوی چي ګوری داګومان راباندي ونه کړئ چي زه به کوم پښتون ضد احساسات لرم بلکي اصلي پښتون يم اودامي زړه غواړي چي پښتوژبه دپه ټولوژبوبرلاسي وي خودومره هم نه چي په ځاني ناروغئ مواخته کړي
بياهم که دغه چينل داسلامي حدودپه چوکاټ کښي په پښتوژبه خپرونې پيل کړي نوډيردخوښئ او وياړځای به وي اوکه برعکس لکه دنوروچينلونوپه څير اسلامي معلومات اوتلاوت ته يواځي دتفريح ( دمي ) په شکل ځای ورکول کيږي بيامونوهسي سرونه ورباندي وخوږل اودچينل پرځای ورته چټل ويل غوره دي

په درنښت
په اسلامي مينه
ستاسواخره وي غم وړی
عبدالجليل


وبښئ

Anonymous
19.05.2005

تر سلام وروسته دا پوښتنه کوم چې خان او ﻻ ﻻ ؟ او هغه هم خپل ځان ته خان او ﻻﻻ ويل ؟ دا خو د پښتنې ادابو په ليکه کې نه راځي. ميلمه خانه چې ته خفه نشې،
اول درته هرکلی وايو او بيا مو له دې وړې تيروتنې څخه تيريږو او د خان تعريف ته راځو چې : خان وا يي څه ته، د خان معنی څه ده او خان ولې ډيرو خلکو ته يوه منفوره کلمه بريښي او له بلې خوا چاته چې هم خان وويل شي ، بده پرې نه لګيږي بلکې پرې خوښيږي، او دغه کلمه د درناوي او عزت له پاره استعماليږي، ددې علت څشی دی ، سره ددې چې د خان لغوي معنی په عربي ژبه کې له [color=blue:d2c75ad64a]سخت خاين [/color:d2c75ad64a] څخه عبارت ده.


Anonymous
21.05.2005

سلام
زماوړانديز:
هنداره- Hindara TV
وسلام
نابللۍميلمه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more