نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په جنت کښي فاميلي ژوند
ع کريم حليمي
12.05.2005
په جنت کښي فاميلي ژوند
په دې دنيا کښي پر اقتصادي مشکلاتو سربېره فاميلي مشکلات دي چه انسانان ور سره لاس په ګرېوان دي ٠
په دې دنيا کښي فاميل ډېر غټ دۍ ٠ چه پلار ،مور ،وړونه ،خويندي ،اکاګان او ٠٠٠
که څوک طبيعي استعداد د معاشرت ، مناسباتو ونه لري ٠ نو فاملي مشکلات ئې بې اندازې ډېر وي ٠ نن پلار خوابدۍ ،صبا بيا مور ګيله منه ،بل صبا اګا ماڼېجڼ ٠٠٠٠ دغه او نور سببونه دي چه ونيا ئې د مشکلاتو سره مخ په مخ ده ٠
جنت چه د باغ ژوند دۍ ٠ مشکل نسته ٠ ولي چه عايداتوته ضرورت نسته نو مشکلات هم نسته ٠
په دنيا کښي که اقتصادي مشکلات هم له منځه ولاړسي ٠ نو د مناسباتواو دودونو
سره بيا يو عالم جنجالونه سته ٠
غواړم چه د جنت د ژوند په باب خپل نظر وليکم ٠ دا معنا نه لري چه خامخا به ايمان
پر راړو ٠ يو نظر دۍ او بس ٠ (په عربي ژبه کښي داسي يوه خبره ده ٠ چه (ن او ج )په
لغت کښي وي ٠ معنا پټ لکه جنت ،جن
که څه هم د جنت ژوند پټ دۍ ٠ بيا هم څه پر ليکم ٠ دامعنا نه چه مولاکم (دځينومولانا) به را ولاړيږي او بيرق کوي به ئې ٠
هر نظر ښه نظر دۍ چه تر څو ئې اوصلو او جامعي ته خساره نه وي ٠
خبره پر بل ولاړه ٠ خو مطلب دا دۍ چه په جنت کښي نو خدای دا فاملي مشکل څه
رنګه حل کړي دۍ ٠ ؟؟
دا معضله خدای داسي حل کړې چه فاميلونه ئې سره کوچني کړي ٠ دغه د دنيا په
شکل فاميل هلته نسته ٠ چه اکا ،ماما مور خور ٠٠٠٠٠ ټرتولغت
يوه مور او يو پلار او بس
د اخرت فاميلونه عبارت دي د وړونو او خويندو څه
هلته اکاګان او پلرونه ،او خالګاني معنا نه لري ٠
که چيري داسي حال وي لکه په دنيا کښي ٠ چه فاميل معنا مور ،پلار او اولادونه
نو هلته به هم داسي حال وي لکه دلته
ايا داسي نه ده ؟؟؟؟؟
نقاد
12.05.2005
درناوی سلامونه او نيکې هيلي محترم استاد او ګرانو لوستونکو ته!
جنت يوه ډير په زړه پورې وعده او ستره لوروينه ده چې الله تعالی د خپل بښلو بنده ګانو له پاره کړې ده ، خدای (ج) دې مونږ او ستاسې ټولو جنت په برخه او نصيب کړي، آمين! ځکه : خدای مکړه که جنت نه وای انسان به څه کول ؟ آيا .......، په دې خبره لږ تأمل او سوچ په کار دی، [color=white:0f8553cbe2]آيا ... انسان به له جنت پرته انسان شوی وای ؟ [/color:0f8553cbe2]زما ځواب خو (( نه !)) دی ، نور لوستونکې پرې څه فکر کوي .
اوس د کورنۍ اصلي موضوع : که هر سړی ، چې غټ مړ شوی وي که کوچنی د خپل مور او پلار سره يو ځای اوسي ، نو تر جنت لويه کورنۍ بله هډو شته نه : ځکه ماسره به زما والدين يو ځای وي، د هغوی سره د هغوی والدين يا زما نيا او نيکونه او د هغوی سره د هغوی هغه او په دې توګه دا لړۍ ان تر بابا ادم او بي بي حوا پورې رسيږي . نو ټول جنت په واقعيت کې صرف يوه کورنۍ ده چې مشر يې بابادم او حوا انا ده او بس!
هو، مشر کشر به هم نه وي که رښتيا ټول همزولي يعنې ١٣ کلن وي يا د ځينو په وينا ٣٣ټول کلن وي ، نو د همزولو اوﻻدونو او والدينو به اړيکې څنګه د والدينو او اوﻻدونو په څېر وي؟ که وي، ايا د همزولتيا سره سره به يې په فکر اندتوګه او اړتياو کې توپير وي، که وي، نوبيا به يې څنګه همزولي او ١٣ يا ١٤ کلن وبولو، او که توپير ونه لري، نو يو به څنګه مور يا پلار او بل به يې ځوی يا لور ځانونه احساس کړي ؟
دغه راز که خويندې ورونه هم سره يوځای اوسي نو د والدينو سره د هغوی خويندې ورونه اود اوﻻدونو سره ددوی خويندې ورونه ټول ترونه ماما ګان ترور او توړۍ ، خوريونه خورځې، وريرونه او وريرې او د هغوی سره يې اوﻻدونه پراخه ،پلنه لوړه او ژوره ښکته پورته غزيدلې کورنۍ به ټوله سره يو ځای سلامت يو غوبل نه وي ؟ داسې فاميل خو رښتيا هم د تصور وړ نه بريښي . ايا فاميل به په رښتيا موجود وي؟ که وي نو د پيل سوال په پای کې بيا مطرح کيږي چې : څنګه فاميل به وي؟
.
Anonymous
12.05.2005
ډېره په زړه پوري موضوع ده ٠ تشريحات پری ورکړۍ ٠
زه په ديني مسايلو کي ډير معلومات نه لرم چه تبصره په وکړم ليکن ستاسو سوالونو ماته هم سوالونه راپيداکړه ٠ د عمر له ټاکنی څخه بريښي چه نور به انساني توليد نه وي ٠ چه څه وي بس هغه به وي نوې توليد به نه وي ٠ ټول به همزولي وي نوځکه مشر کشر اوحتی موراوپلار به هم همزولي وي ٠ زاړه به ځوانيږي او کوچنيان به هم زړيږي ٠
خودښځواونرو تعادل به سره هم برابريږي اوکه څنګه ؟
که زامن دمور اوپلاسره وي نو موراوپلار خوښځه اومېړه دي نواولادونه به دچاسر ه ازدواج کوي ؟ که ازدواج نه وي نو دموراوپلار حيثيت څه شو؟
په احترام
عبدالحق
Anonymous
12.05.2005
هو وروره داسمه ده چې:
[quote:87b278a68e]د عمر له ټاکنی څخه بريښي چه نور به انساني توليد نه وي ٠ چه څه وي بس هغه به وي نوې توليد به نه وي ٠ ټول به همزولي وي نوځکه مشر کشر اوحتی موراوپلار به هم همزولي وي ٠[/quote:87b278a68e] ،خو زاړه به هم ځوان وي او کوچنيان هم
، ټول به يوشي اوسي.
[quote:87b278a68e]خودښځواونرو تعادل به سره هم برابريږي اوکه څنګه ؟ [/quote:87b278a68e]
وايي چې د سړي په سر ٧٠ حوري وي ، نو تعادل ښايې په بله برخه او بله معنی وي ، د يو او اويا ترمنځ (١ : ٧٠ ) خو دلته تعادل نه ښکاري .
[quote:87b278a68e]که زامن دمور اوپلاسره وي نو موراوپلار خوښځه اومېړه دي نواولادونه به دچاسر ه ازدواج کوي ؟ [/quote:87b278a68e] د اوﻻد خو صرف اوسيدل د والدينو سره کوي، ((ازدواج )) خو د حورو سره کوي ، خو تر ټولو ښکلې حوره يې خپله ميرمن وي ، اوسيږي به بيا هم د مور ا پلار سره ! په جنت کې به نوي ودونه نه کيږي، آيا ٧٠ حورې في نفر بس نه دي؟ خو زما پوښتنه داده:
کله چې با بادم د غنم دانه وخوړه نو حوا بي بي ته يې اکربکر خراب شو، نو له جنته وويست، نو که اوس د ادم د زامنو حورو ته اکربکر خراب شي ، داځل به دا چانس هم ونه لري چې دامتحاني دورې له پاره يې دنيا ته سزايي راوليږي، نو که له جنته يې وويستل چيرې به ځي؟ ا که نه اکر بکر خرابيدل به هم روا وي او د حورو سره به جنسي مينه کيږي؟ که کيږي اواوﻻدونه هم نه راوړي،نو ايا دا حورې ټولې شنډې وي؟ جنسي مينه خو بدني او مادي تحرک دی، ايا روح هلته هم مادې او بدن ته اړتيا لري؟ ارواحان مادي يا بدني مينه څه کوي؟ ايا په جنت کې انرژي ته اړتيا شته؟ په درنښت
Anonymous
12.05.2005
پتوال وروره ستاسو ليکنی راته نوری پوښتنی ، اګرچه نوی نه دي خوچونکه بحث پری کيږي نو ځکه دلته نوي دي
((کله چې با بادم د غنم دانه وخوړه نو حوا بي بي ته يې اکربکر خراب شو، نو له جنته وويست، نو که اوس د ادم د زامنو حورو ته اکربکر خراب شي ، داځل به دا چانس هم ونه لري چې دامتحاني دورې له پاره يې دنيا ته سزايي راوليږي، نو که له جنته يې وويستل چيرې به
ي؟ ))
سوال می دادی چه په جنت کی به د شيدو اوشرابوويالی بهيږي نو جنتيان به يې څښي کنه ؟
که شيدې وڅښي نو حاجت يې پيداکيږي اوشراب خونشه لري اوحرام هم دي چه دامسله څنګه ده ؟
((او د حورو سره به جنسي مينه کيږي؟ ))
زه خوداسی سوچ کوم چه جنتي نران به له اندازې زيات شهواني وي ځکه خو( ٧٠) حورې ورته پکاردي او چه جنسي تعلقات پکی نه وي نو بيا دحورو څه مطلب ؟
مونځ اودس او غسل به وي کنه ؟
په درنښت
Anonymous
13.05.2005
[quote:4cc67c217d]سوال می دادی چه په جنت کی به د شيدو اوشرابوويالی بهيږي نو جنتيان به يې څښي کنه ؟ [/quote:4cc67c217d]
نه يې څښي، خوړل او څښل نشته، نو شهواني انرژيي هم نه توليد کيږي. خو د خوراک او څښاک خوند يې په حلق کې ورپيدا کيږي او بيا د مړخت ارګی هم کوي، چې ټول ذهني اوڅارنې دي .که دوی په رښتيا سره مادي نعمتونه وخوري ، پر انرژي بد ليږي او فضله مواد يې کمودونه او تشنابونه غواړي ، خو جنت له چټليو څخه پاک دي ، داچې ځينې ملايان وايي هر خوراک او څښاک په تشه خوله (عرق)بدليږي - هم غلطه ده، ځکه په هر کس به د خولو لښتي روان وي او د جنت د ټولو هستوګنکو له خولو به ويالې ،چرې سيندونه او سمندرونه جوړيږي .
د جنت هرڅه د خوب د ليدلو سره ښه مقايسه کيدای شي، هر څه چې ته په خوب کې وينې، کوې يا حس کوې يې ، نو هغه په واقعيت کې تا نه وي کړي ، خو په ذهن کې دې شوې وي . که کوم لنډغر د ملا صيب يوه پيغله لور په خوب کې داسې وويني چې غسل پرې واوړي، نو د ملا په هغه لوربي بي خو غسل نه اوړي، غسل په خوب ليدونکي لنډغر اوړي ، چې دا هرڅه يې په خوب کې ليدلي او خوند يې ترې اخيستی وي . خوکه په جنت کې هرڅه لکه په خوب کې ليدل هم وي ، خو جنسي اړيکې به هلته نه په ويښه او په نه خوب کې شتون ولري . حورې او غلمان ښايي د اجتماعيت او ښکلا د نندارو او روحي خوشالتيا له پاره وي ، نه د جنسي ناولتيا له پاره اوبس. خو که هر نارينه جنتي ٧٠ حورې ولري، ايا ښځې به هم د نفر په سر هلته ٧٠ ميړونه لري ؟ او که نه ، ښځې به هلته د مصر سوډان او ځينو نوروعربي هيوادونو د ښځو په څير له ماشومتوب څخه د سنتيدلو په وسيله ټولې خسي ګرځي او هيڅ شوق به نه لري ؟ او که نا، شوق به لري خو د نارينه په اويايمه برخه به وي، څو لکه ٧٠ ميږې چې پر يوه مست مږ راټولې وي؟
ښه او غوره شکل يې ښايي دا وي چې ښځې او نارينه مساوي وي او يو شان اړتيا او پر پوره کولو يې يو برابر خوښي خوند او نيکمرغي احساس کړي. په دې صورت کې يې بايد [color=blue:4cc67c217d]ازادي[/color:4cc67c217d] او توانايي هم سره برابره وي : [color=cyan:4cc67c217d]که يو نارينه د ٧٠ ښځو (حورو ) سره هرڅه کولی شي، يوه جنتي ښځه (حوره) هم بايد د ٧٠ نارينه ځلميانو سره همغه لوبې وکړای شي .[/color:4cc67c217d] که حورې چيرې د جنت خپل پيداوار وي او له دنيا څخه نه وي تللې،نو څشو د جنت هغه پيداوار ځلمي چې د يوې جنتي ښځې په سر ٧٠ تنه هغوی ته ټاکل شوي وي او لکه څنګه چې ٧٠ حورې يو جنتي نارينه خان صاحب خوشحالوي، د وی هم ٧٠ ځلميان د يوې جنتي بي بي د خوښ ساتلودنده ولري؟ هغه غلمان خو هم د نارينه و له پاره وي، که دا ټوله همداسې بي عدالتي وي نو دا ښځې جنت ته بيا دڅه له پاره ځي؟
ملايان صاحبان که ځواب ونه ليکي، زمونږ دغه تصورات خو ځواب نشي ګڼل کيدای ،خو ملا صاحبانو ته ځواب جوړول هم اوس ښه سخت پرېوځي. والسلام .
Re: په جنت کښي فاميلي ژوند
Anonymous
23.07.2005
[quote:fe0e7b9df9="عبدالکريم حليمي"]په جنت کښي فاميلي ژوند
په دې دنيا کښي پر اقتصادي مشکلاتو سربېره فاميلي مشکلات دي چه انسانان ور سره لاس په ګرېوان دي ٠
په دې دنيا کښي فاميل ډېر غټ دۍ ٠ چه پلار ،مور ،وړونه ،خويندي ،اکاګان او ٠٠٠
که څوک طبيعي استعداد د معاشرت ، مناسباتو ونه لري ٠ نو فاملي مشکلات ئې بې اندازې ډېر وي ٠ نن پلار خوابدۍ ،صبا بيا مور ګيله منه ،بل صبا اګا ماڼېجڼ ٠٠٠٠ دغه او نور سببونه دي چه ونيا ئې د مشکلاتو سره مخ په مخ ده ٠
جنت چه د باغ ژوند دۍ ٠ مشکل نسته ٠ ولي چه عايداتوته ضرورت نسته نو مشکلات هم نسته ٠
په دنيا کښي که اقتصادي مشکلات هم له منځه ولاړسي ٠ نو د مناسباتواو دودونو
سره بيا يو عالم جنجالونه سته ٠
غواړم چه د جنت د ژوند په باب خپل نظر وليکم ٠ دا معنا نه لري چه خامخا به ايمان
پر راړو ٠ يو نظر دۍ او بس ٠ (په عربي ژبه کښي داسي يوه خبره ده ٠ چه (ن او ج )په
لغت کښي وي ٠ معنا پټ لکه جنت ،جن
که څه هم د جنت ژوند پټ دۍ ٠ بيا هم څه پر ليکم ٠ دامعنا نه چه مولاکم (دځينومولانا) به را ولاړيږي او بيرق کوي به ئې ٠
هر نظر ښه نظر دۍ چه تر څو ئې اوصلو او جامعي ته خساره نه وي ٠
خبره پر بل ولاړه ٠ خو مطلب دا دۍ چه په جنت کښي نو خدای دا فاملي مشکل څه
رنګه حل کړي دۍ ٠ ؟؟
دا معضله خدای داسي حل کړې چه فاميلونه ئې سره کوچني کړي ٠ دغه د دنيا په
شکل فاميل هلته نسته ٠ چه اکا ،ماما مور خور ٠٠٠٠٠ ټرتولغت
يوه مور او يو پلار او بس
د اخرت فاميلونه عبارت دي د وړونو او خويندو څه
هلته اکاګان او پلرونه ،او خالګاني معنا نه لري ٠
که چيري داسي حال وي لکه په دنيا کښي ٠ چه فاميل معنا مور ،پلار او اولادونه
نو هلته به هم داسي حال وي لکه دلته
ايا داسي نه ده ؟؟؟؟؟[/quote:fe0e7b9df9]
داڅه اوتې باوتې دي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ته به وايي چې حليمي پرون له جنت څخه راگرځيدلى دى .
کله کله سړي پخپله هم نه پوهيږي چې څه وايي .
په حليمي هم هغه چم شوى دى .
ع کريم حليمي
23.07.2005
سمسوره وروره سلام ٠
ستاسو دا ښايسته او Intellectual سړي ليکنه مي ډيره خوښه سوه ٠ او مننه چه جواب دي په اوتې باوتې نه دۍ ليکلۍ ٠
[quote:9debceb1e5]ته به وايي چې حليمي پرون له جنت څخه راگرځيدلى دى . [/quote:9debceb1e5]
که چيري څوک هم برته راسي يا ګرځېدلۍ وي ٠ بيا هم هغه حال ويل ممکن نه دي !
ولي چه دغه فزيکي او کيمياوي نظام داسي نه دۍ ٠ لکه په نړۍ کښي ٠
اول ٠ ډېر خلګ داسي فکر کوي چه روح جهنمی يا روح جنتي هم دغه د دنيا روح دۍ
او يا روح چه له بدنه ووځي نو مرګ دي ٠ او داسي نه ده ٠
مرګ هم وږل کيږي ٠ د موضع څه لري ولاړم٠
داسي خبري سته چه تاسو نه اورېدي او نه لوستلي ٠ نوطبعأبه داسي ليکې چه :
ته به وايي چې حليمي پرون له جنت څخه راگرځيدلى دى
کتاب داسي راوړي چه : حدثنا ابو بكر بن ابي شيبة، وابو كريب - وتقاربا في اللفظ - قالا حدثنا ابو معاوية، عن الاعمش، عن ابي صالح، عن ابي سعيد، قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم " يجاء بالموت يوم القيامة كانه كبش املح - زاد ابو كريب - فيوقف بين الجنة والنار - واتفقا في باقي الحديث - فيقال يا اهل الجنة هل تعرفون هذا فيشرئبون وينظرون ويقولون نعم هذا الموت - قال - ويقال يا اهل النار هل تعرفون هذا قال فيشرئبون وينظرون ويقولون نعم هذا الموت - قال - فيؤمر به فيذبح - قال - ثم يقال يا اهل الجنة خلود فلا موت ويا اهل النار خلود فلا موت " . قال ثم قرا رسول الله صلى الله عليه وسلم { وانذرهم يوم الحسرة اذ قضي الامر وهم في غفلة وهم لا يؤمنون} واشار بيده الى الدنيا .
لږ ترجمه د حديث :ورته وبه ويل سي اې د جنت خلګو ٠ کلکشک به وکي وه به ګوري او وبوايي چه هو
دامرګ دۍ امر به وکي او مرګ به ذبح کي ٠ نو به بيا ږغ وکي چه اې د جنت خلګو
دوامداره ابدي اوسۍ نور مرګ نسته ٠ او اې د دوږخ خلګو دوامداره ياابدي اوسۍ نورمرګ نسته٠ ٠........................................................................... او ورسته نو سردارعالم دغه ايات قرات کړۍ چه : وانذرهم يوم ٠٠٠٠ مريم / ٣٩
پوهه يوازي په کتاب پيدا کيږي ٠ او عقل او هدايت نو د خدای عطا ده ٠
Anonymous
24.07.2005
حليمي صاحب د جنت موضوع كه د منطق فورم پرځاي دي د اسلام په فورم كې شروع كړي وه نو بحث به بلي لوري ته مخه نه كوله. به هر حال اوس چه تاسي دلته شروع كړو نو د ميلمه په نوم ليكونكو د پوښتنو سره زه هم خپل اواز شريكه وم او په احترام درڅخه غوښتنه كوم چه د يو مسلمان عالم په صفت كه ټولو ته نه يو څو پوښتنو ته بايد ځواب وواي. ځكه اوس د ټول افغان څخه په دي ورځو كې نور مليانو خپل څړوكې ټول كړي او تللي. د لوستونكو سترګې همدا تاسي ته در اوړي.
عاصم
ع کريم حليمي
24.07.2005
دروند او ښاغلي عاصم صاحب سلام !
[quote:756e208ffb]حليمي صاحب د جنت موضوع كه د منطق فورم پرځاي دي د اسلام په فورم كې شروع كړي وه نو بحث به بلي لوري ته مخه نه كوله. به هر حال اوس چه تاسي دلته شروع كړو نو د ميلمه په نوم ليكونكو د پوښتنو سره زه هم خپل اواز شريكه وم او په احترام درڅخه غوښتنه كوم چه د يو مسلمان عالم په صفت كه ټولو ته نه يو څو پوښتنو ته بايد ځواب وواي. ځكه اوس د ټول افغان څخه په دي ورځو كې نور مليانو خپل څړوكې ټول كړي او تللي. د لوستونكو سترګې همدا تاسي ته در اوړي. [/quote:756e208ffb]
داډير د خواشنۍ خبره ده زموږ درانه علما کرام پر موږ پښتنه او ګروېزه نه کوي
او دوهم فکر نه کوم چه زه به دغه خلا ډکه کړم ٠ او په پوره باور دا وايم چه طالب جان بيا يو د عالي او متفکرو،متبحرو ، متعمقو پوهانوڅخه يو شخصيت دۍ ٠
او داچه طالب جان يو مکتبي عالم دۍ ٠ که داسي پېښه سي چه يو مکتبي عالم له
ليکنو لاس واخلي نو ازاد مطبعات به د لوئ قلت احساس وکړي ٠ (ټول افغان )
کله چه اختلاف احسن ،اختلاف التفكيري له منځه ولاړ سي ٠ نو فکري ترقي ،پېشرفت له منځه ځي يا ډير لږ سي ٠ په هر اولسواکه ټولنه کښي چه سياسي مخالف نه وي ٠ حکومت ئې نيمګړی وي ٠
محترم عاصم صاحب !
زه به کوښښ وکړم چه ددرنو ليکونکو و جوابونو ته زما تر وسه څه وليکم
اول به د قدرمن دوست نقاد صاحب تهد خپل نظر اظهار وکم
[quote:756e208ffb]جنت يوه ډير په زړه پورې وعده او ستره لوروينه ده چې الله تعالی د خپل بښلو بنده ګانو له پاره کړې ده ، خدای (ج) دې مونږ او ستاسې ټولو جنت په برخه او نصيب کړي، آمين! ځکه : خدای مکړه که جنت نه وای انسان به څه کول ؟ آيا .......، په دې خبره لږ تأمل او سوچ په کار دی، آيا ... انسان به له جنت پرته انسان شوی وای ؟ زما ځواب خو (( نه !)) دی نور لوستونکې پرې څه فکر کوي [/quote:756e208ffb]
درنه نقاد صاحب ډيره د خوشالۍ خبره به وای ٠ نو د دوزخ له اوره به هم خلاص وای
جنت ډېر د خوښالۍ زېرۍ دۍ ٠ او اور ډير د بيري او خوف ځای دۍ
د وشالۍ خبر يواري ٠ بياهم ښه خبر نه دۍ د هر انسان له پاره٠ و خاصو انسانانو ته
بايد يوازي د جنت زېرۍ ورکړي ٠ لکه انبياوو ته
او ما وارو سړي ته بايد د دوزخ د زهمت ،خوف ،عذاب خبر يوځای د جنت د زيري سره وويل سي ٠
قوه واهيمه ده چه انسان ئې انسان ساتلی دي ٠ نه د جنت زيري ٠
دخوشالۍ خبرونه چه چاته سرپرسر راروان وي ٠ او خطر نه احساسه وي ٠ نو بيا چاته
غوږ نه نيسي ٠ لکه يو درنده حيوان ، ديکتاتور،٠٠٠٠٠٠٠
[quote:756e208ffb]اوس د کورنۍ اصلي موضوع : که هر سړی ، چې غټ مړ شوی وي که کوچنی د خپل مور او پلار سره يو ځای اوسي ، نو تر جنت لويه کورنۍ بله هډو شته نه : ځکه ماسره به زما والدين يو ځای وي، د هغوی سره د هغوی والدين يا زما نيا او نيکونه او د هغوی سره د هغوی هغه او په دې توګه دا لړۍ ان تر بابا ادم او بي بي حوا پورې رسيږي . نو ټول جنت په واقعيت کې صرف يوه کورنۍ ده چې مشر يې بابادم او حوا انا ده او بس! [/quote:756e208ffb]
يوه کورنۍ نه ده ٠ د دنيا کورنۍ عبارت هغه ده چه په يوه کورکښي اوسيږي او يا
د يوه پلار اولاده وي ٠ اوکه د کورنۍ پلار خپل زوم د لور مېړه په زوئ ونيولۍيا ئې اهل بيت نو بيا ئې اهل د کورنۍ سوو ٠ لکه حضرت علی
اودا د غريبۍ علامه وي اګثره وخت چه د يوه پلار او لاده درې نسله په همهغه کور کښي سرهاوسيږي ٠ او يا سياسي علامه،سبب وي چه يوځایاوسيږي ٠
نو همېشه په لوی جنجالو اخته وي ٠ کله چه د سر سړی مړ سي ٠
د مشر تر مرګ له مخه ارام وي ٠ په دې خاطر چه ټوله مفته جفته ډوډۍ په لاس ورځي
نو يو دبل سره جنجال نه راباسي ٠ البته نارينه ٠ ښځي ځانته جلا بحث لري ٠
يعني اصلأ احترام د مشر نه کوي ٠ د مفتي ډوډۍ احترام کوي ٠ چه د بابا احترام
هو يو څه % دي اصلأ د بابا احترام کوي ٠
نو په جنت کښي ډوډۍ د بادار له خوا ده ٠ او رب و سياسي او اقتصادي نظام هلته
له منځه وړي دۍ ٠
او يو رب دۍ او يو پلاراو يوه مور دۍ بس
نو وړونه او خيندي سره فاميل وي په ٧جنتونو کښي
که چيري زه او پلار ،مور ،وړونه،خويندي يو فاميل سو ٠ يو عالم جنجالونه پيداکيږي ٠
د تره زوئ ،ماما زوئ ٠٠٠٠٠٠ نسته ،اقتصاد ، سياست نسته او خناس،شيطا ن نسته
نو وړونه اوخويندي يو فاميل وي ٠ نو کوښښ کوۍ چه دخپل اصلي فاميل سره
ښه ژوند وکړۍ چه ارحام دي ٠ پلار او مور چه د يوڅو ورځو ميلمانه دي د دوۍ هم دغه ارزو ده ٠ اصلأداسي ده چه د پلار په جنازه زوئ پسې وي
خدای دي داسي نه کوي چه موږ به د زوئ په جنازه پسې يو ٠
[quote:756e208ffb]مشر کشر به هم نه وي که رښتيا ټول همزولي يعنې ١٣ کلن وي يا د ځينو په وينا ٣٣ټول کلن وي ، نو د همزولو اوﻻدونو او والدينو به اړيکې څنګه د والدينو او اوﻻدونو په څېر وي؟ که وي، ايا د همزولتيا سره سره به يې په فکر اندتوګه او اړتياو کې توپير وي، که وي، نوبيا به يې څنګه همزولي او ١٣ يا ١٤ کلن وبولو، او که توپير ونه لري، نو يو به څنګه مور يا پلار او بل به يې ځوی يا لور ځانونه احساس کړي ؟ [/quote:756e208ffb]
داسي احساسونه نسته هلته نسته که وي نو زما فکر غلط دۍ
محمد ص چه اسمانونو ته تللې وو ٠ نو يوازي ادم د زوئ په نامه ورته ويلي وه
او ادم به په دې معلوم وي چه ډېر جګ سړی دۍ په جنت کښي ٠ تو ټوله به پوهيږي چه دغه مو پلار دۍ ٠ وليچه نبي عليهالسلام ويلي چه ادم ډېر جګ وو ٠ نو معنادانور انبيان داسي فوق العاده جګ خلګ نه وه ٠
فکري فرق به نوي ٠ نو د جنت په درجو کښي به مو فرق وي ٠
ماشاالله نقاد صاحب تر دغه لانور فکري تېزوالۍ د الله څخه درته غواړم
ما په دې خاطرنورڅه نه ليکل چه :
اوﻻدونو سره ددوی خويندې ورونه ټول ترونه ماما ګان ترور او توړۍ ، خوريونه خورځې، وريرونه او وريرې او د هغوی سره يې اوﻻدونه پراخه ،پلنه لوړه او ژوره ښکته پورته غزيدلې کورنۍ به ټوله سره يو ځای سلامت يو غوبل نه وي ؟ داسې فاميل خو رښتيا هم د تصور وړ نه بريښي . ايا فاميل به په رښتيا موجود وي؟ که وي نو د پيل سوال په پای کې بيا مطرح کيږي چې : څنګه فاميل به وي؟
.
په جنت کې فاميل
Anonymous
25.07.2005
[quote:9d62d73c6d="عاصم"]حليمي صاحب د جنت موضوع كه د منطق فورم پرځاي دي د اسلام په فورم كې شروع كړي وه نو بحث به بلي لوري ته مخه نه كوله. به هر حال اوس چه تاسي دلته شروع كړو نو د ميلمه په نوم ليكونكو د پوښتنو سره زه هم خپل اواز شريكه وم او په احترام درڅخه غوښتنه كوم چه د يو مسلمان عالم په صفت كه ټولو ته نه يو څو پوښتنو ته بايد ځواب وواي. ځكه اوس د ټول افغان څخه په دي ورځو كې نور مليانو خپل څړوكې ټول كړي او تللي. د لوستونكو سترګې همدا تاسي ته در اوړي.
عاصم[/quote:9d62d73c6d]
ګران ورورعاصم صيب !
په خوله دې برکت شه ،تاسوښه واياست داموضوګانې چې دمذهب اودين س ره تړاو
لري ،بايده دي چې اسلام په په ليکنوکې راشي ،ځکه چې موږدلته پرهغه څه خبرې اوبحث کووچې سائنس اومنطق يي ومني .نوخداى مه کړه داسې څه رانه ونه ويل شي چي ګناهګارشو،چې البته ګناه به يي بيا دحليمي صيب په غاړه وي .نودتاسو د
وئيلوپه تائيد بايده دي چې ژرنده اوجومات وپيژنو .دلته نورډيرمسائل شته چې بايد پرې خبرې وکړو ،پرديني مسائلودزياتره کسانوسرونه نه خلاصيږي .
مننه عاصم صيب
سمسور
Anonymous
26.07.2005
حليمي صاحب او سمسور صاحب وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته.
سمسور صاحب زما د نظر په تائيد كولو ستاسي څخه هم مننه.
حليمي صاحب اول ستاسي څخه مننه كوم چه زه مو د نظر په څرګندونه وه نازولوم.
دوهمه خبره دا كوم چه د ميلمه په نوم ليكونكو ډيري زياتي پوښتني كړي نو د ټولو جواب په يوه ليكنه كې ممكن نه دي لكه څنګه چه هر يو ته بيل جواب ويل نو زما نظر دادي چه تاسي ټولي پوښتني په مختلفو وويشي لكه په جنت كې د ښځو متعلق پوښتنو ته په يوه ليكنه كې جواب ووايي او بيا د جنت د شيانو په متعلق پوښتنو ته په بله ليكنه كې جواب ووايي .
د دي زحمت په كولو به زما په څير ډير پښتانه به مو ممنون ويي.
[color=darkblue:857a14be90]په جنت كې د ښځو په متعلق زما سره دغه پوښتني دي:[/color:857a14be90]
[color=white:857a14be90]1. خداي پاك د سړيو د تشويق لپاره د جنت د حورو او ښايسته ښځو صفت كړي كه د سړيو لپاره دا وي د ښځو لپاره به څه وي؟
2. ښځه د مرګ په وخت كې به يو د دي حالاتو كې وي:
- د واده څخه دمخه به مړه سوي وي.
- يابه د واده څخه ورسته مړه سوي وي.
- يا به د كونډي دو څخه ورسته مړه سوي وي.
- يا به يي ميړه جنت ته ورسره نه وي تللي.
- يا به مطلقه مړه سوي وي.
- يا به د يوه څخه طلاق اخيستي وي او د بل سره د واده كولو څخه ورسته مړه سوي وي.
نو د پورتنيو هر يو قسم ښځو برښليك به په جنت كې څه وي؟
3. يو ورځ د يو ملاصاحب له خولي څخه مي واوريدل چه په بخاري او مسلم كې په يو حديث كي راغلي چه ښځي به د جنت د كمو اوسيدونكو څخه وي. يعني اكثره به يي په جهنم كې وي. نو پوښتنه داده چه دا صحيح ده او كه يا ؟ كه وي نو ولي؟ او كه د حديث مطلب بل څه دي؟[/color:857a14be90]
نوټ:
د حليمي او يوسف څاروان صاحبانو څخه هيلمن يم چه د پورتنيو پوښتنو ته ځواب ووايي. او كه خاټول خور هم څه وخت پيدا كړي په دي بحث كي راسره شريكه شي نو ډيره به ښه وي. او يوسف څاروان صاحب او خاټول خور دي نه خفه كيږي چه ما يي په تيره ليكنه كې يادونه نه ده كړي. هر يو ليكوال په خپل ځاي كې ډير اهميت لري.
ستاسي پښتون وروره
عاصم
ع کريم حليمي
26.07.2005
مشفق او متفکر ورور عاصم صاحب سلام !
ګرانه وروره ! دغه بحث ما پر اصول فکري شروع کړي ٠ او د ليکني په اوله ورځ مي
پېشنهاد کړي وو ٠ اوس چه تاسومشخصي پښتني لرۍ ٠ کور دي ودان چه پښتني تاسو وکړي ٠ پوښتني ماته پوه راپيدا کوي ٠ بايد کتابونه پر وګورم ٠
او زه په ژوند کي اوس بل کار او بار نه لرم بيله کتابه ٠ زه وخت غواړم چه مطالعه وکړم ٠ او د دينيات په خونه کښي به ئې جواب کړم ٠که مي مفصل معلومات پيداکړه
داسي ډيري پوښتني سته چه جواب ئې د علماوو سره نسته نه يوازي مذهبي بلکي
علوم ساينسي هم د داسي سوالو سره مخکيږي چه نن ئې جواب نه لري ٠ اما خدای صبايا بل صبا الهام ورته وکړي ٠ او دغه رنګه د ديني علم الهام هم خلګو ته کيږي
يعني ټوله علوم که ساينسي دي ،مذهبي دواړه پر مخ روان دي ٠که يو دمخه سي بل تاواني کيږي
او ډيره خوښنه چه علياخاټول او يوسف خان څاروان ته تاسو بلنه ورکړه ٠
ان شاالله چه وو بې مني
نوټ ٠ که زما په ليکنه کښي پښته وای جواب به راسره واي
چون چه پو ښتني مشخصي دي نه غواړم چه د يو حديث نبوي سره ټکر سم
څاروان
28.07.2005
محترم عاصم صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
عاصم صيب ستاسي څخه مننه كوم چه ما ته مو په دي ښه بحث كې د ګډون بلنه راكړي.
وروره انشاء الله چه په لنډو ورځو كې به زه د خپل علم مطابق ستاسي پوښتنو ته جواب ووايم او په جنت كې د ښځو په احوال باندي به د اسلام په فورم كې يوه ليكنه وكړم. او هيله لرم چه د ذكر شو پوښتنو په اړوند محترم حليمي صيب او خاټول خور هم د كتابونو څخه څه معلومات راټول كړي وي.او د لوستونكو ته يي وړاندي كړي.
د بري په هيله مو
----------------- يوسف څاروان
Anonymous
29.07.2005
څاروان ساب دېموږ سلام هم دروعلېک که ٠
داڅه درپېخ سوه سی زه دې په زړه وورېدم سې وايې سې
دواجان شوقي صيب سلامونه مي قبول كړه.
نونېونۍ يم سې نه به يې قبلووم ؟ أ، ديما دېم دروالئېک سي ٠
دغوانډيوالانو ته ديهم نسئيت وکه سې ما وپېزني ٠ زوی يې مړ مه کی دا نو څه سخته خبر ده سې شوقي لا نه پېزنم ٠ نودازه څوک يم ؟
په يغه بل ځای کی مې دراجسټره بدايسي ٠ وطنمل ساب وده تم نه ګوري سې ديموږ کوچنيانو سره ولاکه تذکيرې لا وي دۍ مو په زور راجيسټر کوي ٠
ديتاسوځواب می دروليکه او پوه يم سې داد بل مجلس ځای ده خو خوابه پرې نه بده وو ترلوستو وروسته يې ړنګ کۍ ٠
دې دواجان شوقي له تره په دواوسلام
Anonymous
30.07.2005
محترم حليمي صاحب او محترم څاروان صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته.
حليمي صاحب او څاروان صاحب ستاسي څخه ډيره مننه كوم چه زما غوښتنه مو ومنله.
څاروان صاحب هيلمن يم چه زمونږ پوښتنو ته ځواب زر ووايي. او د اسلام په فورم كې د ليكلو كې زه درسره موافق يم.
عاصم