د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پاک اومقدس کتاب په بيت الخلا کښي

Anonymous
11.05.2005

قدرمنولوستونکوسلامونه اونيکې هيلې مي ومنئ
لکه څنګه چي به تاسوهم خبرواست په جلال ابادکښي شپږکسان هغه وخت ووژل شول اوترشپيتوزيات ټپيان شول کله چي قهريدلومظاهرچيانودصليبي ښکيلاګروځواکونوله خواددګوانتاناموبدنام زندان کښي دقران کريم سپکاوي له امله دامريکااولعين بوش پرضد شعارونه ورکول ،دابيابيله خبره ده چي له هغه وخت راهسي چي دديموکراسئ ترعنوان لاندي تش په نوم حکومت دچارو واګې ترلا سه کړي هروخت يی زمونږد هيوادوالوکه هغه بزګاران وواوکه دپوهنتون محصلين اوياهم عادي مظاهرچيان دهغوی غبرګون ته يی دتوپک په شپيلئ ځواب ورکړئ خوترکومه ځايه چي دصليبيانوله خوادقران کريم سپکاوي اوياهم په بيت الخلا کښي داچولوپه هکله بوږنوونکئ خبردی زماپه اند دا کومه نوي اوحيرانوونکي خبره ځکه نه ده چي يهوداونصارا زمونږ ددين اووطن تاريخي دوښمنان دي دهغوی له خوا داسلام اياهم دسپيڅلي قران کريم سپکاوی حيرانوونکی نه دی اونه هم په ګوانتاناموکښي يی دلومړي ځل لپاره قران کريم په بيت الخلا کښي اچولئ بلکي که چيري دهغوکسانوڅخه چي دامريکايانوله زندانونوڅخه راخلاص شوي پوښتنه وکړئ نودايوډاګيزحقيقت دی چي د بګرام اوقندهارپه زندانونوکښي هم ورته پيښې معمولي خبره ده ،يوتن چي دبګرام له زندان څخه راخلاص شوی وو ويل : دبګرام په زندان کښي دامريکايانوله خوا به مونږته داخبره ډيره تکرايدله چي ((i am God )) يعني زه خدای يم ( العياذباالله ) ٠
هودلته چي کوم څه دانديښنې اوحيرانتياوړدي هغه دمسلمانانوبي غوري اوتغافل دی چي له بده مرغه دداډول پيښوپه هکله ددوی غبرګون هروخت ډيرسوړاوياهيڅ هم نه وي ،
ښايی يويی همدا دمسلمانانوله خپل دين څخه بي پرواهئ علت وي چي يوشاعردمؤمنانوڅخه د قران کريم شکايت په لاندي ډول بيان کړئ ٠

دخدای حضورکښي ستادلاسه په ژړا مؤمنه ***** نن يی صبامؤمنه ،قران به لاړشي
قران به وايی پروردګارزما *** ؤوپه دونياکښي عمرخواره زما *** يوبنده نه ؤخريداره زما
ذره ذره ګناه به ښيی ستا مؤمنه ***** نن يی صبامؤمنه ،قران به لاړشي
څوک ډمبازي کړي سينماته روان *** څوک جواري کړي څوک زناته روان *** يومي ونه ليد ستارضاته روان
نارينه څه چي ښځې هم کړي سينمامؤمنه ***** نن يی صبامؤمنه ، قران به لاړشي

اوداهم

قران دونيانه روانيږي حق په لوري ***** ځي خدای ته به شوروي تاچاته وم ليږلئ
قران به ورشي لوی دربارته *** ژړا به وکړي کردګارته *** ګوره دالله اوبنده کارته
عمل په مانه کړي هسي راته ګوري ***** ځي خدای ته به په شوروي تاچاته وم ليږلئ
هريوبنده له مانه موړ *** زمالوستوته نه دی جوړ*** زه په طاقونوکښي شوم زوړ
فقط قسم ته مي راځي دوی په څلوري ***** ځي خدای ته به په شوروي تاچاته وم ليږلئ
په ماپيروي کوي دکور*** ددودلاسه شوم تک تور*** زړولتوکښي يم مستور
ګردغبارپه ماپريوځي له هرلوري ***** ځي خدای ته به شوروي تاچاته وم ليږلئ
په ياده ولومي شرميږي *** مجلس دوعظ کښي مي تنګيږي *** قانون زمايی نه خوښيږي
ديهودانوپه قانون کښي مدام ښوري ***** ځي خدای ته به شوروي تاچاته وم ليږلئ
ديهودانوپه قانون کښي مدام ښوري ***** ځي خدای ته به پوشوروي تاچاته وم ليږلئ
قران به وايی کردګاره *** زماپه حال يی خبرداره *** بيابه ورنشم دوباره
تاته ژړيږم په ژړامي سپين شوتوري ***** ځي خدای ته به په شوروي تاچاته وم ليږلئ
ای امتيانودحضرت *** دقران واورئ شکايت *** ولي يی کوی مخالفت
ورځ دقيامت کښي به جوړمونږته لوی پيغوريی ***** ځي خدای ته به شوروي تاچاته وم ليږلئ
قران به خدای ته شکايت کړي *** خلک به رب ته ملامت کړي *** دعلماؤمذمت کړي
څوک يی چي نه لولي صحي لعنت پري اوري ***** ځي خدای ته به شوروي تاچاته وم ليږلئ
ملاشيرينه هميش ژاړه *** عفوه بخشش له رب نه غواړه *** دخدای قران ته کيږده غاړه
په مينه مينه يی لوله ستابه غم خوري ***** ځي خدای ته به شوروي تاچاته وم ليږلئ

اوداهم ديوبل شاعردصبر اوحوصلې پای

اسمانه کړنګ وهه راوليږه په مونږ ***** نورمودصبرانتها راغله
خدای راته صبرکوي هيڅ نه و ايی ****** داموپه ځان کومه بلاراغله
دحياډکه او پرهيز ګا ره پيغله ****** ودونوکښي لوڅه په ګډا راغله
دابي ننګه اوبي ناموس مسلمان ***** ورته يی کتل خولې ته يی خندا راغله
خدايه ستاپه دين مي سرکينښود ***** نه دقران ماته پروا راغله
رسوله سرورته راجګ شانته کړه ***** ستاپه ښکلي باغ نن تالا راغله

قدرمنولوستونکواوس هرڅوک چي ځان ته مسلمان اودايمان خاوندوايی بايدهرډول وس يی چي دصليبيانوله خوا دقران کريم بي عزتي کلکه وغندي اوپه دي هکله چوپ پاتي کيدل به دهغوی ناولي عزائم نوره هم پياوړي کړي ٠

په درنښت

ستاسوورور امي


pattang
11.05.2005

امي وروره سلام عليکم !
وروره امريکايان له روسانو ډېر بتر دي خويو څو فرقونه يې دادي :
** روسانو ښځي او نارينه په افغانانو تلاشي کول او امريکايان يې په خپله کوي ٠ **روسانو په زور له چا سره لواتت ندي کړي او امريکايانو دا کار کړی دی .
** روسانو دپروليتاريا دديکتاتورې په جامه او ديوې کمونستې پارټۍ په کاليو کې په مظاهره چيانو ډزي ندي کړې خو امريکايان يې دديموکراسي تر لمنې لاندې کوي٠
**روسانو په افغانستان کې په خپل سر بنديخانې او خپله قضا نه وه جوړه کړې خو
امريکايان هم خپله قضا لرې او هم خپلې بنديخانې .
** روسانو فاحيشي او فا حشه ګيري افغانستان نه وارده وله خو امريکايان فاحيشي له دوبۍ او تايلند ځخه افغانستان ته را وارده وې ٠
** روسانو دښځو حقوق د کونستي رژيم دمعنويا تو سره سم غوښتل اما د امريکايانوهدف دښځو له حقو قو ځخه د ښخو ځان لوځول اوغيرې اسلامې او عنعنتې بڼې او دودونه مقصد دي ٠
که دابو غريب بنديخانې او په افغانستان کې دامريکايانو عمل ته وګورو نو لاندينۍ نتيچې ته رسيږو :
يو وحشي قوم او د اروپا زاړه جنايتکاران چې ټول تاريخ يې له ظلم ، استبداد او جنايتونه ډک تير شوی او لا روان دی ،غواې چې :
دمسلمانانو،پښتنو او افغا نانو بشرې کرامت چې ساتل يې دبشر له حقوقوڅخه دي له پښو لاندي کړي پري تپ اوپري وخيځي ٠
دپښتنو غيرت ، همت ، اسلامې عقيده اونورې اخلاقي او معنوې قيمتونو ته داسې
ضربه ور کړې چې پښتانه روحأ پرې لېو نيان شي او خپل معنو ي او ايتنکي هويت
له لاسه ورکړې٠ امريکايان غواړې چې پښتون کوم ته د يوې امريکائي فاحشې کالي ور واغوندي او ټکری يې ور په سر کړې ٠

نو په داسي حال کې مونږ حق لروچې امريکائي عسکري قوه په افغانستان کې ترورکړو ٠
زه په لوړ اواز وايم :
مرګ دي وي د امريکايانو په ګوډاګيانو باندي .
مرګ دي وي په پردۍ او تحميلي ديموکراسي اودافغان داولس په سپکاوي .

په پښتنې مينه او د امريکائي پوځونو د ترور په هيله پتنګ .



څاروان
12.05.2005

ګرانو لوستونكو ورسته له سلامونو څخه.
ګرانو لوستونكو د ګونتنامو په زندان ګې د قرآن كريم بي حرمتي د صليبي وحشيانو لخوا يوه زړه دردونكې عمل دي. خو افسوس د مسلمانانو په حالت چه هغه كفار چه ددوي د مقدس كتاب تردي حده سپكاوي كوي او دوي بيا هم د هغوي په غلامي كې خپل عزت ويني.
د اسلامي هيوادونو حاكمه ډله څوك مباشرة او څوك په غير مباشر توګه د صليبيانوتر اثر لاندي دي. [color=darkred:b5254f2fbf]تر اوسه فكر وكړي چه د څو اسلامي هيوادونو حاكمانو ددغه كار غندنه كړي او د مجرمينو د نيولو مطالبه ئې كړي؟[/color:b5254f2fbf]
د افغانستان په جلال آباد كې د محصلينو لخوا چه ددغه كار د غندلو لپاره كومه مظاهره ترتيب شوي وه[color=white:b5254f2fbf] د ډيموكراسۍ ډانډس ډزونكو د هغي استقبال هم په ډزو وكړو. [/color:b5254f2fbf]او د همدي څخه په افغانستان كې د بيان ازادي درجه ښه معلوميږي. او همدغه مظاهره د صليبي مستعمرينو په اړوند د افغانانو نظر ښه بيانوي.
د ګونتنامو په جيل كې صليبيانو د قرآن كريم په بي حرمتي سره دا خبره ښه ثبوت ته ورسيدله چه دغه وحشيان هيڅ كوم بل مذهب او قوم ته په احترام نه دي قائل، ددي وحشيانو لخوا په افغانستان او عراق كې شروع جګړه په اسلامي نړۍ د صليبي جنګونو پيل دي.
[color=blue:b5254f2fbf]افسوس كوم چه بعض مسلمانان اوس هم د فيل په غوږ كې وده دي او د صليبيانو څخه د خير طمعه كوي.[/color:b5254f2fbf] سره ددي چه صليبيانو د مسلمانانو په نارينه او ښځينه جنس باندي جنسي تيري وكړه كورونه ئې په كنډوالو بدل كړه او په لسګونو مسجدونه ئې شهيدان كړه اوس دادي د مسلمانانو د مقدس كتاب قرآن كريم بي حرمتي په داسي شكل ترسره كړه چه په تاريخ كې ئې مثال نه مندل كيږي.
كه مسلمانان قرآن كريم ته توجه واړوي او په پوره توګه پري عمل شروع كړي نو د كفارو لخوا به ئې دومره بي عزتي نه كيږي. د اسلام دين پوري ملنډو وهونكو له دوستي څخه مونږ اسلام له وړاندي منع كړي يو:
[color=white:b5254f2fbf]يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنْ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ (المائدة57)[/color:b5254f2fbf]
[color=darkred:b5254f2fbf]نن د اسلامي نړۍ حاكمه ډله د صليبيانو سره دوستي وياړ ګڼي[/color:b5254f2fbf] او د هغوي لخوا مسلمانانو ته هره وراوړيدونكې بې عزتې باندي غوږ هم نه ګروي ځكه په زړه كې له ځان سره وايي:
له ډاره غږ كولى نشم
د سوال ياري ده اوس به ړنګه بنګه شينه
او په حكومتي چوكې پسي دومره مړه دي چه تل ئې په ككره كې دغه لنډي كښته پورته كيږي:
ملنګ دې وې فقير دې وې كچكول مې ګرځولى چې ته وي راسره
په كلي په كوڅو كې مې خيرونه ټولولې چې ته وى راسره
[color=white:b5254f2fbf]په اخر كې دا دعا كوم چه:[/color:b5254f2fbf]
د صليبي مستعمرينو لخوا په جلال آباد كې شهيد شوي محصلينو ارواح دي الله پاك په جنت كې خوشحاله لري، او ورثو ته دي الله پاك صبر او اجر وركړي. زخميانو ته دي الله پاك شفا وركړي.

يوسف څاروان


Anonymous
12.05.2005

پتنګه وروره وعليکم السلام
وايم زماپه زړه خبرې دليکلي دي ،
روسانوپه ښکاره زهرورکول خوامريکايان يی دشربت په جام کښي هغه هم په خوږه اوپسته ژبه ،بله داچي روسانوخپلومخالفينوته اشرار ويل اوامريکايان بيا مخالفينوته ترهګروايی ،زه نه پوهيږم چي ا شراراوترهګربه په لغوي لحاذ توپيرلري اوکنه خوپه اصطلاح کښي يی زما په اندکوم توپيرنه ليدل کيږي
يوه خبره چي د ياده ولووړده هغه داچي دترهګرلپاره په نړيواله سطحه ډيرزيات تبليغات شوي اونړيوالوله خواپه بدنام ډول پيژندل شوي نوم دی ښايی يويی همداسبب وي چي اوس هرهيواد داټاپه له ځانه سره ولري ترڅودخپلو مخالفينوپرضدپه نړيواله سطحه ورڅخه کارواخلي ،په تيره بياروسانوسره خوعجبه ښه ښکاري چي دچيچنياازادي غوښتونکومجاهدينوپرضديی کاره وي ،اوس پوښتنه داده چي اياداشرارياترهګراصطلاح کومه نوي اختراع ده اوکه چيرته په تاريخ کښي پخواهم دمسلمانانوپه خلاف دوخت دوښمنان داډول اويادي ورته نومونوباندي مجاهدين نومولي دي ؟
راځئ چي په دي هکله دقران کريم نه پوښتنه وکړو،
دقران کريم سورت ( ص ) کښي مهرابان الله جل جلاله داسلام دوښمنانوهغه اصطلاح چي تل اوهروخت به يی دمسلما نان په خلاف کاره وي په واضح اوښکاره ډول داسي راخستي ده چي فرمايی :


[color=blue:350b6ec064]وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَى رِجَالاً كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ الْأَشْرَارِ {62} [/color:350b6ec064]

يعني وبه وايی ( کفاراومشرکان ) چي زمونږمخه څه شي نيولي چي نه ګوروهغه کسان چي مونږبه اشرارګڼل

کله چي کفارپه دوزخ کښي واچول شي اوهلته دوی خپل ټول ملګري ،خپلوان اونوراعلی اوادنی خلک سره ټول اوغونډ په دوزخ کښي وګوري نودهغومسلمانانوپه هکله به ډيرافسوس سره داسي وايی چي هغه خلک چيرته دي چي دوی به په دونياکښي ورباندي ټوقي اومسخري کولي اواشراربه موګڼل ٠


قدرمنولوستونکو
په دي هکله ستاسودنظرونوپه طمعه
والسلام
په درنښت

امي


Anonymous
12.05.2005

دټول افغان خوږو مينه والو سلامونه او احترامات می ومني٠
زه هم په خپل وار سره دامريکايانو دغه منفوره عمل يانی د قران عظيم الشان سپکاوۍ،لکه يو افغان غندم او دمجرمينو دمحاکمی غوښتونکۍ يم٠
خوزه د کومی زړه دردونکی فاجعی چی په جلال اباد کښی پيخه سوله ،اود مرګ ژوبلی سبب سوه، اصلی عاملين ،افغان دښمنه القاعده چيان اوددوی منفوره او خدای شرمولي افغاني ګوډاګيان ،بنسټپاله ډلي ګڼم٠
دغو داسلام ترنامه او چت لاندی ،چی په اصل کښی داسلام د سپيڅلۍ دين ،مخ تورني دښمنان دي ، يو ځلی بيا دمظلومو اومسلمانو افغان ځوانانو په اسلامی احساساتو تجارت وکی او ددوي د وينودناروا توئيدو سبب سول ٠دغو مسلمانو ځوانانودخپل اسلامی احساس له رويه دامريکايانو دناوړه عمل پر ضد،په سوله ئيز ﻻريون ﻻس پوری کۍ،خوله بده مرغه چی فاشستو ډلو تری ناوړه ګټه پورته کړه،ددوي منځ ته ورګډ سول اودخونړۍ پيښی دمنځ ته راتلوباعث وګرځيدل او داسوله ئيز ﻻريون يی په لوی غم بدل او دبی ګناوؤ ځوانانو په وينويی وﻻړه٠
اواوس دادی لګيا دي او ډنډوري وهی چی ملامته صليبيان ،مليبيان،کرزيان،دموکراسی ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠او داسی نور دي٠اوپه بی شرمۍ سره ځان ته دا موکه مساعده کوی چی پړه په حکومت ورواچوی ،اوغواړی له دی غميزی نه سياسی (خپله تروريسټی)ګټه پورته کړی٠
خو دادی له ياده نه باسی چی جلال ابادښاريان او په مجموع کښی ټول افغانان دقضيی اصلی عاملين پيژنی او نفرت او دخدای لعنت پری وايی٠
مړه دی وی هغه فاشستان اوترورسټان چی افغانان ارامه اوسوله ئيز ژوند ته نه پريږدي٠
په درناوی٠
بريالۍ کڅوال٠


نقاد
12.05.2005

په ډير انزجار ، ژورې کرکې او نفرت سره خبرشوم چې د ګوانتانامو سپيو امريکايي سرتيرو د الله تعالی د سپېڅلي کلام قران کريم سپکاوی او په دې توګه پرټوله اسلامي نړۍ تيری کړی دی . الله تعالی دې پر دغو سرتيرو او دهغوی ددغه
ضد بشري ناوړه عمل هڅونکي او ملاتړ کونکي دې ډير ژر پر خپل غضب اخته کاندي! ټول اسلامي هيوادونه ، په تيره بيا د افغانستان حکومت بايد خپلې احتجاجي غندنې دامريکا په نامه سپينې خو په عملي توګه خيرنې ماڼۍ او د ملګرو ملتونو سازمان ته واستوي !
مونږ د ينکيانو له حکومتي مشرانو څخه غواړو چې ددغه ناوړه عمل بښنه وغواړي، اړونده سرتيري په سزا ورسوي، له دغه جهنمي زندان څخه ټول افغانان خوشې کړي ، بي مذهبه او عيسوي مذهبه سرتيري ترې لغوه او پر ځای یې مسلمان سرتيري هلته وګماري ، د مسلمانو بندنيانو له زجر روحي او بدني تعذيب څخه ﻻس واخلي !
د جلال اباد مظاهره په خپل هدف کې برحق او د ملاتړ وړده، مونږ ددغې مظاهرې د قربانيانو ملاتړ کوو ، حکومتي ځواکونو غندنه کوو چې ولې د څو تنو د وژلو اوټپي کولو سبب ګرځيدلي دي . پر مظاهرې باندې د فير کولو امر ورکونکی بايد ژر تر ژره محاکمه شي او پر سختې سزا ورسيږي! مونږ د مظاهرې د شهيدانو د کورنيو سره خواخوږي څرګندوو او صبر جميل ورته له خدا ی (ج) څخه غواړو .
البته په مظاهره کې د ورانکارو ﻻسوهنه چې رسمي ودانۍ ته يې اور اچولی ، مغازو او نور ځايونو ته يې زيان رسولی او مظاهره يې له خپل اصلي هدف او مسير څخه اړولې ، هم غندو . دغسې ناوړه عمل او ورانکاري نه د نوموړې مظاهرې د هدف سره اړخ لګوي او نه د امريکايې سرتيرو د دغه جنايي عمل له غندنې او اولسواکۍ سره تړاو لري . ﻻسوهونکي هم بايد ونيول شي او محاکمه
کړل شي . والسلام


Anonymous
12.05.2005

وروره ښه قضاوت دکړئ
په هلمند بزګران ووژل شول ،په کابل کښي محصلين اودااوس په جلا ل ابادکښي هم بي ګناه خلک ووژل شول داڅنګه القاعده دي چي هم بزګران کښي ننوځي اوهم محصلين هرڅوک چي ووژل شي بس القاعده دی
امي ورور رښتياليکلي چي دترهګرونوم څخه هرڅوک ګټه پورته کوي اوخپل مخالفين ورباندي ځپي
په افغانستان کښي خوعام خلک هم خپل شخصي دوښمنان دالقاعدې اوطالب په نوم له منځه وړي اوډيروخپل شخصي دوښمنان دبګرام اوکيوبازندانانونو خوراک کړل اواوس کرزيانوته هم ښه پلمه په لاس ورغلي هرڅوک چي ووژني بياپه ځان دپردې اچولولپاره هغه باندي دطالب اوالقاعده نوم کيږدي دپاکستان پوليس هم پيسوته چل لپاره افغانانوته په القاعدې کښي ليکلوګواښونه کوي اوباالاخره پيسي تري نه واخلي
داخوطبيعي خبره ده چي مظاهرچيان په حکومتي ودانيو ياپه اړونده بهرنيواتباعومرکزونويرغل وروړي اوښايی ترخپل وسه په تيږو اوکوتکوهم پوليس اويابهرنيان ووژني خوحکومت بايد دمظاهرچيانوکنترول دپاره مخکښي تدابيرپه پام کښي ونيسي اوپه عين حال کښي دهغوی تيت اوپرک کولولپاره اوښکې بهونکي ګاز څخه کارواخلي نه داچي ددوی دتوپک په زورمنع کړل شي فکرکوم دا دنړيوالوڅخه دډيرشرم ځای دی چي په افغانستان کښي مظاهرچيان وژل کيږي اودنړيوالوخندا وړګرځي ،اياپه نوروهيوادونوکښي مظاهرې نه کيږي ؟ په پاکستان کښي دامريکايی يرغل وړاندي چي مظاهري کيدي اوپه حکومتي ودانيو يرغل کاوه اياپاکستاني پوليسوداوښکي بهونکي ګازڅخه کاراخيسته اودتوپک ډزې يی پري کولي ؟؟ دا اوښکي بهونکئ ګازلکه چي ډيرقيمت دی اودافغانستان حکومت يی رانيولئ نشي اوکه څنګه ؟ هغه ملياردونو ډالره څه شول ؟؟؟ او که دګازڅخه ورته دافغانان ژوند ارزان ښکاري ؟؟
خيرکرزيانو اوس مووخت دی دافغانستان ولس په سترګوخاورې شيندئ اوهرڅوک چي ووژنئ بيادالقاعدي اوطالب ټاپه ورباندي ولګوئ خوپه يادلری چي [color=blue:2f0f2c014c]خدای جل جلاله منتقم ذات دی
[/color:2f0f2c014c]


Anonymous
12.05.2005

په مظاهرو کې پليت لاسونه دي. د کوم دليل له مخې دنړۍ په يو له ټولونه نالوستي او غريب هيوادکې اوهغه بيا دجلال اباد غوندې ښارکې دومره داسلام غم خوړل کيږي چې په بل هيڅ کوم هيوادکې ساری نه لري. که په نړيويواله سويه مظاهرې شوې وی نو بيا به دا يوه عادي خبره وی. خو دلته دکاسې لاندې نيم کاسه ښکاري. دپاک نفسو او نالوستو کسانو څخه چې اصلا خپل لمونځ لا تراوسه د مانا سره نپوهيږي، پليته ګټه اخيستل کيږي. نارامي جوړول، وينې تويول ، هيواد ورانول دا په اوس وخت کې دسخت دريځو اخوانيانو ارمان دی چې د يوې متمدنې انسانې ټولنې له جوړېدو څخه په ويره کې دي. دوی په هره وسيله دخلکو لمسولو ته دوام ورکوي، او له داسې بوږنونکو پېښو نه خوند اخلي.
دمظاهرې پايله څه شی دی؟ کوم څه يې په لاس راوړل؟ غير له دې چې خپل خلک ووژل شول او خپل نړيدلی هيواد لا برباد شو.

ش. ننګرهاري


Anonymous
12.05.2005

مظاهرې دولس غږپه معنی دي ٠
[quote:8eb27926bf]دمظاهرې پايله څه شی دی؟ کوم څه يې په لاس راوړل؟ [/quote:8eb27926bf]
مظاهرې ددي لپاره کيږي چي په مربوطوکسانوفشارواچول شي اودهمدي فشارنتيجه داشوه چي امريکايانولږترلږه په خوله داخووويل چي دوی به ددي پيښې پلټنه وکړي اومسؤلوکسانوته به سزاورکړي نورپه عمل کښي خدای جل جلاله ښه پوهيږي چي سزا ورکوي اوکه حلوا ورکوي ٠


سپين ګل


Anonymous
12.05.2005

نو ايا دامريکايانو صرف دا وينا چې دوی به دپېښې سپيناوی وکړي زموږ دڅوورونو دوژنې او مادي اړول شوو زيانونودارزښت سره برابره ده؟ بله دا چې دا دامريکا ددولت رسمي سياست نه و بلکې دکوم شخص اوڅوکسو کارو. په امريکا کې ډير مسلمانان ژوند کوي او په سلګونوجوماتونه وجود لري. نيوکه په امريکايي سرتيري ده خو وژنوخپل خلک او ورانو خپلې ملي شتمنۍ ، ايا داعقل اومنطق دی؟ دجلال اباد څوکسه محصلين په امريکا فشار نه شي راوستلای. بل امريکا يو بيګانه او غير اسلامي هيواد دی ، داچې قران شريف ته احترام لري او که نه، موږ يې نشو مجبورولای.


Anonymous
12.05.2005

وروره دوژنوپړه خودحکومتي چارواکوپه غاړه ده نه دمظاهرچيانو،
پرځای ددي چي دمظاهرچيانوتيت اوپرک کولولپاره يی له نورولاروچاروکاراخستئ وئ دهغي برخلاف يی په هغوډزې وکړي اوپه نتيجه کښي يی زمونږدهيوادتنکي تنکي ځوانان په شهادت ورسول ،الله پاک جلاله دهغوشهادت قبول کړي اوغم ځمپلوته يی دزړه صبراواجرعظيم په برخه کړي ،نورکه دامريکارسمي سياست وي اوکه غيررسمي دنړئ ټولومسلمانانوته يی ذهني ټکان ورکړاولا نوربه هم بوږنوونکي خبرونه واورئ [color=red:27fb4c132a]داخويی سردی ،پټئ بيرته سوروردی [/color:27fb4c132a]


نقاد
12.05.2005

سمه ده ورونو چې مظاهره يو ديموکراتيک حق او عمل دی، خو چې اولسواکي ﻻ خامه او تنکۍ وي، پخلی او پياوړتيا ﻻ نه لري، ﻻ هم نيمګړې او ترې ګټه پورته
کونکې بي تجربې وي، نو عملونه او عکس العملونه بيا هم منجمد او غصه وروي،
او د هرڅه له پار قوانين نه وي رامنته شوي، د شورا ﻻس هم پيښو ته نه رسيږي نو دغسې پيښې رامنځته کيږي . که شورا فعاله وي، قوانين نافظ وي او امنيتي ځواکونو هم دموکراتيکه روزنه اخيستې وي، نو بيا مظاهره کونکي رسمي ودانۍ نه سيزي او پوليس هم له نورو توکو لکه د اوښکو د غاز پر ځای له توپکو څخه کار نه اخلي. نو بايد لومړی دموکراسي غښتلې شي نو بيابه د دغسې بيځايه تيريو مخه هم ونيول شي له هره پلوه چې اوسي. والسلام


Anonymous
12.05.2005

مېلمه وروره (ننګرهارۍ صېبه؟) السلام وعلېکم،
دا منفور عمل که چېرې صورت موندلۍ وي دشديدې غندنې وړ أو د کلک باسخاس
اېجاب کوي،داد افغانانوطبيعي او قانوني حق دۍ چې د ولسواکۍ په دود خپل فردي او جمعي اراده ،غوښتنې او په دغه مورد کې خپل انزجار څرګند کړي او د افغان حکومت څخه د ځان په استازيتوب د دغه ناوړ ه تيري په هکله خپل اسلام دوسته او افغاني دريځ د څرګندولو غوښتنه وکړي٠
د امريکائي جېلوانو دغه منفور عمل د هغه هېواد خلکو او حکومت ته ېولوۍ چېلنج دۍ چې د هغه هېواد د چارواکو د چټکو اقداماتو غوښتندوۍ دۍ، تر څو دولسواکه قانونېت اړونه تر پښو ﻻندې نشي او د ديني نفرت اچونې ؤ ژرندې ته اوبه وا نه چول شي٠ والسلام
ر٠ خټګر
اباد او سرلوړۍ دې وي ګران أفغانستان



ع کريم حليمي
13.05.2005

درنو وړونو او خويندو سلام
په والله چه د پخوا خلګ د خدای خزانه داران وه ٠ ليکن نه د طلا ،نقرې بلکه پر علم
د خدای
کله چه مسلمانان د طلا،ډالر خزانه داران سوي نو دغسي اعمال ويني او اوری
په دې لږ وخت کښي ئې دا دوهم وار دۍ چه هندوان قرأن سوځي او په کيوبا کښي
د تحقيق عسکر قرأن په بيت ال٠٠٠٠ کښي اچوي ٠
داسي بې پايدې کار دۍ چه هيڅ کټه نه لري بلکه لويه ګناه ده ٠ نه يوازي زموږ مقدس
کتاب بلکه هر مقدس کتاب ګناه ده چه په بيت الخلا کښي ئې وه غورځوي

الله فرمايي چه قرأن شِفَاء ده مؤمنانو ته او و ظالمانو ته نو خساره ده ٠
بسمه تعالی -وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَاراً

که داسي کار ئې کړيوي ! خدای به هغه ور سره وکړي لکه د تېري زمانې د ظالمانو
سره چه ئې کړي ٠ خدای دي ئې رنګ زرده او بې ابه کړي

زه پښتنه لرم
الله فرمايي چه : الله موږته امر کوي په عدل (عدل مطلب دادۍ چه د انسان تمام عقايد ،اعمال،اخلاق ،معاملات ،جذبات ،د اعتدال او انصاف په تله کښي تلل سوي او له افراطه او تفريقه هيځ يوه پله ئې لاندي باندي نه وي که له خپل کوم ډېر سخت او علظ دښمن سره هم معامله کوي ښايي چه د انصاف له اساسه او اصلو وانه وړي ! او احسان ،ورکړه و خپلوانوته ، او منع کوۍ د فهشا او منکر او بغي

دغه ايات شريف هم هره د دجمعې ورځ او رو
بسمه تعالی : إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ وَإِيتَاء ذِي الْقُرْبَى وَيَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ٠ سورت النحل 90

د ايات شريف ته حضرت عمر بن عبدالعزيز د جمعې په دوهمي خطبې په اخيره کښي
ليکلۍ او تر نن ورځي ئې موږ اوور هره جومه ٠
زما پښتنه د البغي (outrage ) مه کوۍ , جور , طُغيان , ظُلْم , , قباحَة عمل مکوۍ
څه معنا : an extreme or shocking violation of others' right or fierce anger
يواري هندوانو په هند کښي قرأن و سوځلۍ او دابيابله د نفس د خوږ عمل چه بيت٠٠٠
کښي ئې وغورځاوه ٠
ايا علت او معلول به ئې څوک راته وليکي ٠ چه زما پښتنه جواب سي


Anonymous
13.05.2005

سلامونه وړاندې کوم ،

وروسته له سلامونو زه هم پخپل وار سره د پاک أسمانی قرأن سپکاوۍ په کلکه غندم .

أمريکايان وايي چې پدې باب د دوی پلټنې روانی دی اودوی لدې کارسره بيخی مخالفت لری.که کړۍ يي وی اوکه نه يي وی کړۍ تراوسه پورې اسناد
نشته.
هوښياران وايي چې "مکوه پرچا چې وبه شی پرتا".
راځۍ چې لږ پرخپل زړه باندې ګوتې کېږدواوله ځانه سره سوچ ؤکړو چې مونږدنورو أديانو په مقابل کې څه کړي دی.
بودايي دين په نړۍ کې له ټولو أديانوڅخه ډير پيروان لری.خوطالبانودهمدې
القاعدې اوهمدې پاکستان په لمسون اوداسلامی بنيادګروپه ملاتړاوچکچکوسره
دټولې نړۍ په مخکې په باميان کې دبودأ دوه زره کلنې مجسمې په ډېرې بيرحمې اوبيشرمې سره دتل لپاره له منځه يووړي او پدې باب يي د مصرڅخه
په نړيواله سطحه داسلام ديوسترعالم خبروته هم هيڅ اهميت ورنکړ.

نن په ګوانتاناموکې زمونږمقدس قرأن ته سپکاوۍ په رښتيا هم دخواشينۍ وړدې.....................................پاته لری!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
سالوخان


Anonymous
13.05.2005

خوداپه هيڅصورت ددې معنانلری چې مونږ د خپل کورته اور ورواچوو. له بده
مرغه دادکرزی حکومت په د ننه کې دځينوکړيواوهمدارنګه اسلامی اولپکولپاره ښه اوپه زړه پورې موقع ده چې دې اورته پکه ؤوهی
اوورانکاران هم أتڼ ورته وکړی.خيردې چې زمونږکورونه لولپه کيږی،خيردې چې
زمونږپه خارجی کومکونو رغول شوی تعميرونه اودفترونه داورپه لمبو کې سوزی.
داځکه چې داددوی عادت ګرځيدلۍ دې . شاعروايي چې:
<<<عادت په پندنه ځی عادت په بندنه ځی--عادت له سره سره تړلۍ دې>>

دايوتريخ واقعيت دې چې زمونږ په هېواد کې تل له مقدس قرأن اوپرحق اسلام
څخه ناوړه ګټی پورته شوی دی اوکيږی.
پداسې حال کې چې کرزۍ په اروپا کې په ګدايي بوخت دې ، دافغانستان له ښارونوڅخه دلوګيو تورې لخوړی پورته کيږی.
دانه يوازی دکرزی لپاره بلکې دټولوافغانانولپاره دشرم ځای.
کرزی ته پکاردې چې زرترزره خپل هېوادته راستون شی اوخپل ځينی بی کفايته حکومتی اورګانونه
له داسې کسانوڅخه پاک اوتصفيه کړی.بخښنه غواړم نورکليک نشم کولۍ!
د يوه هوسااوپرمختللی افغانستان په هيله،
سالوخان


daud
14.05.2005

درنو او عزتمنو وطنوالو!
سلامونه او احترامونه
دهرڅه نه مخکی د جلال اباد دبرحقه ، غیرتمنو ، قهرمانو شهیدانو شهادت ټولو مسلمانانو ، افغانانو او دحق دلاری مبارزینو ته تبریکی او تسلیت وایم . روح یی د ښاد او شهادت یی د خدای پاک قبول کړی.دغه شهیدان که څه هم د عمر په لحاظ ډیر تنکی وو خو د جسارت ، احساس ، ایمان ، وطنفرستئ، شهامت ،غیرت ، همت ، مظلومیت او معصومیت دعظمت له پلوه د سیدالشهدا حضرت امام حسین او امام حسن (رح) په کتار کی ودریدل او د یزیدی امریکایی مزدوری او ناولی دموکراسئ دډنډوره چیانو شیطانی ، غیر انسانی ، غیر اخلاقی ، غیر افغانی ، منفوری، ناولی او نجسی څیری یی په خپله قربانئ او فداکارئ سره رسوا کړی او د امریکایی مزدورانو او و طنفروشانو د بی وجدانئ او حیوانیت یو بل ثبوت او سند یی ټو ل بشریت ته وړاندی کړ. دوی په خپلو وینو ټولی تړئ ته وښودله چه په افغانستان کی د وحشی امریکایانو تر سیوری لاندی څومره بی ضمیره ، بی رحمه اود انسانیت څخه لیری وحشیان د افغان وولس په برخلیک لوبی کوی اود بیان او عقیدی د اظهار په مقابل کی په څومره بی شرمئ او بی مسولیتئ د ټولو انسانی او عاطفی نورمونو خلاف د خپل وحشی بادار په دستور د هیڅ جنایت څخه مخ نه اړوی.
په ګوانتانامو ، بګرام ، کندهلر او نورو نامعلومو امریکایی دوزخونو کی د قران پاک د سپکوالی ، په انسانی کراماتو باندی وحشیانه تیری او تجاوزونه څه تازه او نوی خبره نه ده. دوحشیانو ، جنایت کارانو او شیطانی قدرتونو څخه د انسانیت ، رحم او رحمانیت هیله او تو قع لرل د عقل څخه لیری کار دئ . دامریکی د جنایت کارانو پالیسی په زور ، وحشت ، تنظیم شوی ترور او په نورو عقایدو ، افکارو او کلتورونو د تجاوز او تیری پالیسی ده .
کله چه زور دیوه دولت د سیاست اساس شی بیا نو هیڅ نورمونه ، اصول، قوانین او پولو ته احترام نه لری او بربریت یی په ټولو جهتونو د ژوند کی د کړنلارو سره ښکاره او واضح ملګرئ وی. که مسلمانان د خپلو دینی مسوولیتونو په مقابل کی خپلی بی تفاوتئ ته همدا ډول دوام ورکړی په نږدی وخت کی به د مکی معظمی او مدینی منوری د ړنګیدلو خبر هم واورئ
زور هیڅ منطق نه پیژنی ، زور هیڅ تفاهم ته سر نه ایږدی ، زور هیڅ اعتراض او انتقاد نه منی . په زاریو ، اخلاقی غوښتنو ، تظاهراتو او نیوکو باندی د و حشت ، تجاوز او زور مخه نیول نا ممکنه دی.
ډیر د افسوس ځای دئ چه هغه شیخان ، حضرتان ، پیران ، ایت الله ګان ، حجت الاسلامان ، د شرعیاتو پروفیسران ، مولویان ،شیخ الحدیثان او دینی عالمان جه پرون یی د افغاستان اولس ددین ، عقیدی او قران ددفاع د پاره جهاد ، شهادت ،قربانئ قهرمانئ ته بسیج کول او د جنتونو دداخلیدو ټکټ یی ورکاوه نن ورځ د همدغه امریکایی وحشیانو او تجاوز ګرانو سره مشترکاا د قران کریم په بی عزتئ، د ځپلو خلکو په ناموس او مال باندی تیری ته ړانده ، کاڼه او ګونګ ناست دی او حتی دغه جنایت ته د مشروعیت رنګ ورکوی او په پستئ او بی شرمئ دغلامئ ژوند کوی . لعنت دوی په دغه بی ایمانه ، بی مسلکه او بی ننګه کاسه لیسانو باندی.
افغان وولس دخپل تاریخ په دی دوره کی د ډیر سخت حالت سره مخامخ دئ . دخپلو کړیو اشتباوو او تیر وتنو له کیله چه دښمن ته یی ددوستئ لاس ورکړئ وو او په هر جنایت کار پسی روان وو نن باید په دوو جبهو کی(دخارجی اشغالګرانو او داخلی وطنفروشانو ) خپله مبارزه جاری وساتی او قربانیو ته ځانونه تیار کړی او یا د اسارت ، غلامئ او پستئ ژوند ته غاړه کیږدی. افغانان باید نور خپل ځانونه ونه غولوی او د خپل عقل ځخه کار واخلی ، د تیرو او اوسنیو حوادثوڅخه عبرت واخلی او نور لکه د پخوا په شان د استثمار د له منځه وړلو ، دشریعت د پیاده کولو او د دموکراسئ د قایمولو په غوړو او ښویو خبرو او شعارونو ځانونه تیر نه باسی.او دغه حقیقت درک کړی چه هغه څوک چه په عربی ژبه خبری کو ی د پیشوا مقام نه لری او هغه څوک چه په پښتو لیک ، لوست او تکلم کوی د افغانیت ثبوت یی نه دئ.
نور د تروریزم ، القاعدی، طالبان ، بنیاد ګرایان ، افراطیون او اسلامستانو سره د مبارزی او د بشر د حقوقو څخه ددفاع بهانی او پرپاګنډی دنورو وولسونو د غلام کولو دپاره نا کارنه او د منلو وړ نه دی او څوک باور پری نه کوی. او ټولی نړئ ته ثابته شوه چه تروریستان ، دهشت اچوونکی او په انسانی کرامت باندی متجاوزین او په منطقه او نړئ کی د شر او فساد عاملین او خپروونکی د امریکی جنایت کاره دولت او د هغه ملګری دی
افغانان باید ددښمنانو په لاس جوړ شوی مصنوعی اختلافونو ته لمن ونه وهی او په خپل اتحاد او انسجام سره د ټولو سیاسی ، اقتصادی ، فرهنګی او نظامی امکانانو څخه د وطن ، دین او ملی نوامیسو ددفاع د پاره استفاده وکړی او ځانونه داوږدی مبارزی د پاره چمتو کړی او په ګډه سره د خارجی اشغالګرانو او داخلی خایینانو د نجس او چټل و جود څخه خپله خاوره پاکه کړی ،خپل ملی او تاریخی مسولیت او فرض باید ادا کړی.

د ازاد او خپلواک افغانستان په هیله

داود


Anonymous
14.05.2005

دپيښورڅخه خپريدونکي وحدت ورځپاڼې دجلال ابادمظاهروپه اړوند ليکلي دي :

[color=red:6891b320c0]بيا په دې لړ کښې دپاکستان قونصلګرى سوزول خو بيخى بې ځايه او دکينې ډک اقدام ځکه دے چې پاکستان خو پخپله دقران کريم بې حرمتۍ په واقعه پخپله قومى اسمبلۍ کښې سخت احتجاج کړے دے او هم دپاکستان په احتجاج امريکې ددغه پيښې دتحقيقاتو حکم ور کړے دےنو پاکستان اخر کومه ګناه کړې ده چې دپاکستان قونصلګرى هم دې احتجاج کښې وسوزول شوه[/color:6891b320c0]

ولي ګناه يی تاسوته نه ده معلومه ؟ بيګاه چي په پاکستان کښ مظاهرينودامريکااوپرويزمشرف پرضد نارې وهلي اياتاسوله هغوڅخه داپوښتنه کړي چي دقران مجيد سپکاوی خوامريکايانوکړی دمشرف څه ګناه ده ؟؟
هوګناه يی داده چي دغلومل دغلوملګری دی ،
مشرف ،کرزی اوامريکاديومثلث دري سرونه دي اوددقران مجيد په سپکاوي کښي په يونه يوډول دوی هم شريک دي بياهم ترټولوښه ځواب خوقاضي حسين احمد په يوه ويناکښي چي په همدي وحدت ورځپاڼې کښي خپره شوي په لاندي ډول ورکړئ ٠

[color=blue:6891b320c0]لاهور(وحدت خبر) د ايم ايم اے صدر اؤ دجماعت اسلامى اميرقاضى حسين احمد وئيلى دىچې په جلال ابادکښې دپاکستانى قونصلګرۍ سوزول دپاکستان دامريکې پلوۍ منطقى نتيجه ده. دۀ زياته کړه چې په ټوله نړۍ کښې پاکستانيانو ته د امريکې سره ددوستۍ په وجه سپک کتلے شى. دۀ زياته کړه چې پاکستان دامريکائى حاکمانو دخوشحالولو دپاره چې کومې پاليسۍ جوړې کړيدى. دهغې دلاسه مونږ دخپلو مسلمانانو څخه هم بيل شو. دۀ زياته کړه چې دجلال اباد د پيښې وروستو پکار ده چې زمونږ حاکمان سترګې وغړوى. چې په افغانستان کښې امريکاپلوى حکومت هم دپاکستان په ضد شوے احتجاج منعې نه کړو. اؤ پاکستانى قونصلګرۍ ئې وسوزوله[/color:6891b320c0]

په درنښت

عبدالجليل


م ن غروال
14.05.2005

محترمو مسلمانو وروڼو سلامونه ومنئ!
د هر مؤمن لپاره ډير له زغمه وتلۍ عمل دي چې قرأن عظيم الشان ته په دا کچه په بده سترګه کتل کيږي او دا نه بخښونکۍ او ناوړه عمل يې تر سره کړۍ دي٠
دا بدبختي زمونږه مسلمانانو د هغه وخت نه را په برخه شوې ده چې غير علمي مفتيانو به تل دا ويل لکه اوس يې چې هم وايي دا دنيا زموږه لپاره نه ده يوازې د دين علم مؤمن ته بس دي٠ که مونږه په اسلامي کچه د غرب په شان مدرن تخنيک درلودای او مونږه مسلملنان هم کړاي شول چې د راکټو ځواب په راکټو ورکړۍ وای او مصنوعي کيهاني ستورې مو درلودل او غرب په دې پوهيدلای وای چې که ډز پرې وکړم خولې ته به ما هم وولي نو هيڅ وخت به داسي ملنډې په اسلامي نړۍ نه وهل کيده٠
بعضي وروڼه له دغسي اعمالو ناوړه ګټه پورته کوي او داسي دليل راوړي چې بايد په هر ډول چې کيږي بايد د امريکايانو پر ضد جګړه په ګران هېواد افغانستان کي تر سره شي ځکه چې امريکه د اسلام لويه دوښمنه ده٠ دښمنه ده او که نده مونږه مسلمانانو ته پکار دا دي چې تر لومړۍ ځانونه په يوه معقولي لار سمبال کړو او په نړېواله کچه کار وکړو تر څو يو اسلامي يووالۍ راپه برخه شي٠ که نن اسلامي نړۍ يووالۍ درلودای داسي کړه به نه تر سره کيدل لکه چې تر سره کيږي٠
مظاهره چپان بايد وډارول شي او له نورو وسيلو کار واخيستل شي تر څو د قهرجنو مظاهرو مخنيوۍ وشي٠ هر چا چې په مظاهره چيانو ډزونه کړي او د هغوئ د مرګ او ژوبلي سبب شوي دي د غندلو وړ دي او بايد محاکمه شي او جزا وويني٠
نن عجب بد د اسلام دين د ډيرو په نزد يو بدنامه دين دي٠ هغه څه چې د الله اکبر د شعار لاندي له بده مرغه په افغانستان کي تر سره شول د اسلام دين يو د ترهګرۍ دين ونومول شو٠ او اکثرو مجاهدينو ته د تروريستانو خطاب کيږي٠ بيا بعضي وروڼه هم شته چې ترور اسلامي هم وبولي نو ګېله به سړۍ له چا وکړي٠
نه يوازې افغانستان ته د باندنيو ځواکنو دراننوتلو بلکه د هر افغان د شهادت او په ګوانتينامو کي د ټول مسلمانو زندانيانو او د هر ډول نورو ناخوښوونکو کړو چې نن افغان مسلمان ولس ورسره مخامخ کيږي د طالبانو او د مجاهدينو تر نامه لاندي ناپوهه او غير علمي سياستوالو مسئوليت او د هغوئ د لاس کرل شوؤ ګلانو حاصل دي چې نن يې رېبو٠
اوس دې غږ وکړي ملا عمر او بن لادن او نورو همدا ډول سيستوالو ته چې راشۍ ددې سپکې ځواب وواياست! او د مسلمان زندانيانو پوښتنه وکړئ٠ چيرته داسي په غارو کي پټ ياست٠ دا ټولې ناخوالې له بده مرغه د همدغو خلکو د کړو نتايج دي٠
قرأن المبارک خپل مقتدر مالک لري او خپل محمدي امت ګوري چې څومره په نامعقولو لارو روان دي او څومره بې اتفاقه دي٠ ګورو به چې هغه لاذواله او خبير او بصير لوي الله جل جلاله له دوې سره څرنګه معامله کوي٠ هر چا چې د اسلام مبارک دين سپکاوۍ کړۍ دي او کوي يې. تاريخ ثابته کړې چې د وخت قدرتمندان په ګونډو شوي دي او انشأالله تعالی په ګونډو به شي٠
لعنت د الله ج دې وي په هر هغه انسان چې دغه د شرم عمل يي کړۍ دي او اجازه يې ورکړې ده او پلوي يې کوي٠ آمين
په درناوې



څاروان
15.05.2005

۱۴-۵-۲۰۰۵

له سلامونو څخه ورسته.
دغه د بعض ورڼو د ليكنو په لوستو سره دغه لنډي سترګو ته راته ودريدله:
[color=white:9c6b006410]دا خلك عجيبه دي هم ويشتل هم روغول كا
كتار غشي يې ايښي دي ملهم سره په خواكې[/color:9c6b006410]
او بعض نور يي بيا د عجبه انصاف څخه كار اخيستي ، [color=blue:9c6b006410]د القاعدي څخه اوس لاس وچي جوړ شوي هر سړي چه څه وكړي نو لاس په دوي پاكوي.[/color:9c6b006410] خو د دغه ښاغلي ككري پدي كار نه كوي او نه پوهيږي چه د جلال آباد د پيښي پړه كه په القاعده واچوم نو د يارانو هغه ټولي دعوي باطليږي چه القاعده ئې د پښو څخه غورځولي ځكه كه القاعده په څو ساعتونو كې دومره لوي نقصان اوس هم رسولي شي نو له دي څخه د هغوي د قدرت اندازه ولږوي.
او همدارنګې ددغه ښاغلو عقل دومره كار نه كوي چه د جلال آباد د پيښي پړه كه په القاعده واچوي نو د غزني، لوګر، وردګ ، بدخشان،او... د پيښو پړه د چا په غاړه ور اچوي. ځكه د ډيموكراسۍ د ډانډس ډزونكو له خوا تر اوسه ۱۷ كسان وژل شوي او تقريباَ ۱۰۰ كسان زخميان شوي.
بعض ښاغلي به مجبوراَ پړه په القاعده اچوي ځكه چه د سوال ياري ده هسي نه چه ړنګه بنګه نه شي او دوي خو هسي هم صليبي مستعمرينو ته په داسي نظر ګوري:

[color=white:9c6b006410]باران د ځمكې ابادي ده
شيرينه ياره زه په تا اباده يمه[/color:9c6b006410]
او داسي عزم هم لري:
[color=white:9c6b006410]يابه مې دا ياري ياري شي
يا به مې سر د غرغرې شمال وهينه[/color:9c6b006410]

پدي مظاهرو سره وطنوالو د صليبي يرغلګرو پوځونو څخه خپله كركه او نفرت ټولي نړۍ ته په ډاګه كړو.
[color=blue:9c6b006410]په جلال آباد كې د پيښي اصلي عاملين د كرزي كاواكه اداره ده نه بل څوك[/color:9c6b006410]. د جلال آباد چارواكې د اكثرو له بده مرغه د چوكې سره دومره مينه ده چه په خوب كې هم دغه لنډي د ځان سره وايي:
[color=white:9c6b006410]ملنګ دې وې فقير دې وې كچكول مې ګرځولى چې ته وي راسره
په كلي په كوڅو كې مې خيرونه ټولولې چې ته وى راسره[/color:9c6b006410]
خو چوكې بيا ددوي سره هيڅ مينه نلري او ددوي په لاس كې د ليدو وجه داسي ښي:
[color=darkred:9c6b006410]زمكې ته كوز شه خاورې ښكل كړه
لايق مې نه يې پاك الله دركړې يمه[/color:9c6b006410]
ګرانو لوستونكو په اخر كې مو دى خبري ته توجه غواړم چه د صليبي مستعمرينو څخه د دفاع كونكو په بي دليله خبرو مه غوليږي. د اسلام تاريخ وه ګوري او فكر وكړي چه په كوم جنګ كې د مسلمانانو جنګې وسائل د كفارو څخه زيات او قوي وه او يا دي، د حنين په جنګ كې چه د څو مسلمانانو په زړونو كې دا خبره راغله چه نن خو مونږ ډير يو نو فتح ضرور زمونږ وي خو بيا د جنګ په ميدان كې څه وشول دا هر مسلمان ته معلومه ده:
الله پاك فرمايې: [[لَقَدْ نَصَرَكُمْ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمْ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ (التوبة25) ثُمَّ أَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَنزَلَ جُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا وَعَذَّبَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ (التوبة26)]]
نو ګرانو لوستونكو مسلمانان چه د كوم ذات لپاره جنګ كوي هرڅه د هغه په قدرت كې دى. د الله پاك نصرت د مجاهدينو سره د هغوي د اخلاص او د ايمان د قوي والي په اندازه وي او دي، او الله پاك مسلمانانو ته د خپل قدرت مطابق د جنګې وسائلو د تياري امر كوي فرمايې:[[ وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمْ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ (الأنفال60)]] خو په هيڅ كوم ايات او حديث كې به څوك دا ثابته نه كړي چه ترڅو مسلمانانو جنګې وسائل د كفارو په اندازه نه وي نو جنګ ورسره پكار نه دى.هغوي دي زمونږ په خاوره، ناموس او مقدس كتابونو او ځايونو تجاوز كوي او مونږ دى ورته خړي سترګې نيولي ولي چه د هغوي په اندازه وسائل نه لرو. وروڼو د كفارو د تجاوز په وخت قرآن مونږ ته داسي امر كوي[[فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (البقرة194)]]
ګرانو لوستونكو په اسلامي نړي كې څه نشته؟ كه حكام ئې د صليبيانو او يهوديانو د غلامې پړي له غاړو څخه هيسته كړي نو په اسلامي نړي كې هرڅه شته.
په دنيا كې هيڅ كوم انسان هم پوره نه دي بلكې بل ته په څه شي كې محتاج وي نو كه نن د كفارو سره تخنيك دي خو مسلمانانو سره هغه مواد دي چه د هغه پرته دكفارو تخنيك د هغوي په ګټه نشي ثابيتيدلي.
په افغانستان كې چه د اسلام بدنامي د كومو څيرو د وجه راغلي همغه څير نن د مجاهد په نوم د صليبي ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ناستي دي او د مجاهدينو د نمايندګانو په نوم پيژندلكيږي. ننې حكومت په تيري دري كلونو كې د بيګناه افغانانو وژونكو كوم قاتل په پنجره كې واچو؟؟؟ بلكې هغه پكې ډير ښاغلي دى چه افغانان ئې په ډيرو طريقو وژلي وي.او حكومت تر اوسه په ميليونو ډالري پدي لږوي چه د صليبي ښكيلاكو ځواكونو ته سر نه كښتكونكې ونيسي او هغه ډول ظلمونه ورسره وكړي چه په اوريدو ئې سړي ځان ته د انسان په ويلو شرميږي.
د نني صليبي مستعمرينو په راتګ سره الله پاك د ډيرو څيرو څخه هغه نقاب ايسته كړو چه دغه نوموړو پري په تيريو څو لسيزو كې خپلي حقيقي څيري پټي كړي وي. اوس هر افغان وګړي پدي پوهيږي چه څوك د چا روزل شوي غلامانو وه او دي.
---------------------
يوسف څاروان


Anonymous
15.05.2005

غرواله وﻻوروره سلامونه مي ومنه
وايم خبرې ښې کوی خولږي يی کږې کوی
تاسوليکلي :

[quote:5f0c7f5a00]که مونږه په اسلامي کچه د غرب په شان مدرن تخنيک درلودای او مونږه مسلملنان هم کړاي شول چې د راکټو ځواب په راکټو ورکړۍ وای او مصنوعي کيهاني ستورې مو درلودل او غرب په دې پوهيدلای وای چې که ډز پرې وکړم خولې ته به ما هم وولي نو هيڅ وخت به داسي ملنډې په اسلامي نړۍ نه وهل کيده٠ [/quote:5f0c7f5a00]

غروال ګله وروره دامنم چي مسلمانان بايد مډرن تخنيک ولري خوخبره دلته بله په دي ډول ده چي داسلام دوښمنان ډيرهوښياردي اول خو هغوی مسلمانان داډول تخنيکي پرمختياؤته نه پريږدي اوپه يونه يوه پلمه ورته اوبه خړه وي لکه عراق چي يوقوي عربي هيوادووهمدوی دډليزووسلوجوړه ولوپه پلمه ترستوني تيرکړ داډول دوی نوراسلامي هيوادونه ترڅارني لاندي نيسي ترڅوهغوی بايد ايټمي ټکنالوجي اوياپرمختللي جنګي وسايل ونلري اوپه افغانستان کښي خوبه تاسوته معلومات وي چي هغه ډيپوګان او وسلې چي امريکانوته په لاس ورځي ددي پرځای چي دتش په نوم دافغانستان دولت ته وسپارل شي برخلاف هغه له منځه وړي ،اودريم ترکومه ځايه چي دځان سمبالولويادتخنيک ترلاسه کيدوپوري دانتظارخبره ده زماپه اند داسمه نه ده چي مونږدانتظاروکړوهغه له دي امله چي داسلام تاريخ که مطالعه شي نودايوښکاره حقيقت دی چي هيڅ يووخت هم مسلمانان دکفاروسره په فوځي تجهيزاتواومادي وسايلوکښي برابرنه وو بلکي تل مسلمانان دکفاروپه نسبت ډيرکم اوکمزوري ؤ خوترټولومهم شئ په جهادکښي اخلاص اودالله جل جلاله مرسته ده ، درسول الله مبارک صلی الله عليه وسلم په وخت کښي يوزرتنه ( ١٠٠٠ ) مسلمانان داتيازرو ( ٨٠٠٠٠ ) سره جنګيدلي ،اودموته نومي غزا کښي دري زره مسلمانان ددووسوه زرو ( ٢٠٠٠٠٠ ) کفاروپه مقابل کښي ټينګ ولاړ وو ،
لنډه داچي مسلمانان هروخت په مادي وسايلوکښي دکفاروپه نسبت کمزوري وي اوپه همدا اوسني حالاتوکښي يوه وړه برخه مسلمانان دکفاروسره مبارزه بوخت دي اودنړئ ترټولوی لوی طاقت ا وپه پرمختللي تخنيک سمبال هيواديی چاخبره ترپوزي راوستلئ چي انشأالله دماتي علائم يی په راڅرګنديدو دي اوڅه خوڅرګند شوي هم دي چي دمثال په توګه يی دافغانستان څوورځي وړاندي دمجددي صيب له خوا ملاعمراوحکمتيار ته دبښنې اعلان راوړلی شوو په داسي حال کښي چي دغودووکسانوته دبخښنې اعلان حيرانوونکی دی اودائتلافي ځواکونوکمزورئ معنی ورکوي ،ښايی دوی به په هغه دريځ له سره کتنې ته اړشوي وي چي ملا عمراوحکمتيارته يی يواځي ددووکسانوپه سترګه کتل اوله ولسي يافوځي ځواک يی بي برخي ګڼل ٠
دټول بحث خلاصه اولنډ يزدرحمان باباپه دي بيت پای ته رسوم

چي الله د رسره مل نه وي ر حما نه
که لښکري درسره وي يک تنهايی

په درنښت

عبدالجليل


م ن غروال
15.05.2005

عبد الجليل ورور سلامونه ومنئ
کږې خبرې؟
تاسو يې کږوالۍ سم کړ او آفرين!
ځکه خو الله ج ورسره مل و او ومو ليدل چې څنګه شول؟ د الله مل کيدل په معنی ځان پوهول پکار دي٠ بې له شکه چې پرته د لوي سبحان به هيڅ هم ونشي٠ او الله ج مو دې مل شي٠
او لوی الله ج دې شاهد وي چې همدا دعا کوم:
يا الله جل جلاله : ته مونږته سمه او نيکۍ لار راپه برخه کړي او ټوله اسلامي نړۍ ته وحدت ورکړي او معقوليت او علم راپکي خلق کړي او
الهم النصر السلام و المسلمين و المجاهدين في الکل المکان و علی کل القوم الکافرين والظالمين والمشرکين و علی القوم يهود الغاصبين * آمين
بس همدا وايو ټولې کږې دې خداي پاک سمې کړي
په درناوې


Anonymous
15.05.2005

غرواله وروره په مونږ ګرانه وروره غوړغوړ سلامونه مي ومنه
[quote:dce252ee14]ځکه خو الله ج ورسره مل و او ومو ليدل چې څنګه شول؟ د الله مل کيدل په معنی ځان پوهول پکار دي[/quote:dce252ee14]
غروال جانه وروره تاسوغوندي پوهه سړي سره خوزماپه اند داخبره هيڅ لازمه نه وه ،ښايی له دي څخه ستاسومطلب ظاهرا دطالبانوماتي وي چي په تکتيکي ډول له صحني نه ددي لپاره چي دوښمن ته زيات مرګ ژوبله ورواړوي ا وهم په عين حال کښي دځاني تلفاتوکچه راکمه کړي څنګ ته شول چي فکرکوم تاسوبه دطالبانوپه ماتي تعبيرکړي وي چي داسي هم نه ده ،په جګړه کښي مرګ ژوبله ځاني اومالي تلفات طبيعي خبره ده ،نورنودالله جل جلاله مرسته اوکومک اوازنه کوي لږوخت اوصبرپکاردی ځکه الله جل
جلاله صابرذات دی اوبله داچي قدرمن ورورغروال صيب ددي پاره چي ستاسودخپلې هغي خبرې چي په لاندي ډول به يی زه بياوليکم په زړه پوري ځواب ترلاسه کړئ لطفاتاسوبايد لږتکليف وکړئ اودقران کريم دالعمران سورت څلورمه سيپاره( ١٤٠ ) نمبرايت شريف ترجمه اوتفسيرپه غوروګورئ فکرکوم ستاسي ددي خبري ځواب په واضح ډول ورکړل شوی دی ،
ستاسوهغه خبره داده چي :

[color=blue:dce252ee14]ځکه خو الله ج ورسره مل و او ومو ليدل چې څنګه شول؟ [/color:dce252ee14]

غرواله وروره منم چي وخت به درسره نه وي خوډيره به ښه وي که لږتاسودقران کريم پورته ورکړل شوي ايت شريف په پتې باندي ورشئ اوهلته په خپلوسترګودخپلې خبرې ځواب ځان ته پيدا کړئ ،


دپای څوخبرې
زړه ته رانزدي غرواله ورور پام غصه راته ونه کړي اوپه احساساتي ليکنومي ونه نازه وي ،زه پوهيږم چي تاسوته کله کله په مخالف ليکنوډيره غصه درځي ٠څومره غصه ؟ دومره چي حتی که دخپل نظرمخالف ليکنومخنيوي کښي موڅه په لاس پوره وی نوهيڅ به مونه وی دريغ کړي خوداشکرچي دټول افغان کيلي دوطنمل صيب په لا س کښي ده نوموړئ په دي پوهيږي چي دټول افغان ښکلا په متقابل بحثونوکښي ده خوالبته ډيرکله ستاسودليکنوڅخه داسي بريښي چي دمخالف نظردزغم توان نلرئ اوليکنوته يی مختلف القاب اونومونه ږدی کله ورته پاره وونکي ليکنې اوکله هم ورته په هيوادکښي جګړي ته لمن وهونکي اوځيني وخت خوبي معنی اوبي نتيجې ګواښونه هم کوی ،همدارنګه داسلام په فورم کښي دمحبوب ورورسره بحث ته دپای ټکی ايښودل موولي اوپه کومه معنی ؟؟؟؟؟؟

په درنښت
ستاسوکشر ورور عبدالجليل

د


Anonymous
15.05.2005

ډير ښاغلۍ عبدالجليل صيب سلام درته کوم او ورسته داسي درته وايم چه اول تربيه زده کړه بيا ليکل زده کړه .اول خو خبري د بي مانا دي او بيا دي ليکل د بچهګانودي٠\
ډير محترم غروال صيب يو تکړه ليکوال دي او زه هميشه تول افغان ګورم خو ويندوز ٩٨ لرم لايکل نشم کولۍ
څوک د چا تخلص ته جا مان نه ليکي خو تا همدا زده که ته خپله څه لري هغه بيان کړه محترم غروال صيب مونږ ته ډير مشر او دروند سړۍ دي خو ته چټي ځان سپکوي .
محترم غروال یيب ښې خبري ليکلي دي که ته يي نه مني نو ملا عمر ته ورشه چي تاويز دي کړي
نور بس دي نشم کولۍ بښنه غواړم په مينه او درناوي


Anonymous
15.05.2005

ځاروان ليکي
(((((ګرانو لوستونكو په اخر كې مو دى خبري ته توجه غواړم چه د صليبي مستعمرينو څخه د دفاع كونكو په بي دليله خبرو مه غوليږي. ))))
زه خو چي د خداي په پاک نوم قسم درته وخورم بي دليله خو
ځاروانه ته لګيا يي بس د ټول افغان پاڼي دي ډکي کړي مونږه
نه غوليږو ولا بلا که وغوليږو ته بي غمه شه د ١٢ کالو راکټونه
او د ټول هېواد کباړول او کيبلونه مو نه هيريږي چرت مه وهه
ګوره چي خپه نشي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more