نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د دوستانو مرکه
Anonymous
11.05.2005
............................................... د سپوږمۍ او أېمل مرکه .................................
اېمل (= أ ) : سلام سپوږمۍ چيرې پخير؟
سپوږمۍ (= س) : عليکم أيمله ته ؟ ته له کومې خوا راپيښ شوې؟
أ : - اخ ، پوښتنه يې مه کوه، د ژورنالستانو دغسې ﻻلهنده ژوندوي.
س: - ولې بيا د له کوم مطبوعاتي کنفرانس يا کومې کومې مهمې غونډې څخه راغلې که څنګه ؟
أ:- سپوږمۍ کاش چې زه هم ستا په څير يو ښونکی وای، که په څه پوهيدم نو ښه سم به پوهيدم ، اوس خو په ډير و څيزونو پوهيږم ، خو په هر څه يواځې لږ لږ پوهيږم او ټول مالومات مې نيمګړی نمګړی دی.
س : زه ! خير ستا يوه ژوندۍ ، ګړندۍ او هراخيزه دنده ده ، که ژورتيا يې کمه وي نوپراختيا يې بيا ډيره ده، ماته خو له خپلې معلمۍ څخه ستا د ژورنالستۍ وظيفه
په زړه پورې ښکاري.
أ :- او زه بيا ستا له دندې سره مينه لرم . ( أيمل له دې سره بلې خواته وکتل او ځان يې نانګاره ونيوۀ).
س: - أيمله ته ديخوا راوګوره!، ته دا رښتيا وايې که ټوکې کوې ؟ أيمل مسکی شو ، مخ يې ورواړاوه، او وې ويل : ټوکې نه کو م او له دې سره يې د سپوږمې په سترګو نظررونښت او يوه شيبه يې د نظرمارغه د هغې د سپين ګلابي مخ په تورو سترګو کې بند پاتې شو او وروسته بيا راويښ شو او ژر يې موضوع يو څه بدله کړه او ويې ويل :
أ :- ګوره سپوږمۍ، مثال به دانسان مفهوم ونيسو ، وايي چې دانسان مفهوم له انس ، مينې او محبت څخه راغلي او مينه لرونکي يا مينه کونکي ته وايي، ايا دا سمه ده؟ مينه خو ژوي هم لري؟
س:- هو، دا هم سمه ده او هم سمه نه ده ! سمه خو په دې نه ده ، لکه تا چې وويل : مينه خو ژوي هم کوي ، ولې سمه په دې ده چې له حيواناتو څخه د انسانانو مينه ډير توپيرلري . مينه د انسان د کلتور بنسټي جز او د کلتور محرک ځواک دی. ته وګوره د ښځې او خاوند تر منځ مينه، د ماشومانو سره مينه، د موراوﻻ پلار ، خويندو او ورونو سره مينه، د خپلوانو ، دوستانو او اشنا يانو سره مينه ، د قام ، وطن او طبيعت سره مينه ، د کلتور علم او پو هې سره مينه او تر ټولو لوړه د خدای (ج) او د هغه د رسول محمد (ص) سره مينه ! په ژويو کې خو دا يوه هم نشته ، ځکه چې د انسان په دې ټولو مينو کې فکر ، روح اوروحانيت شامل دی ، يعنې د انسان مينه بي فکره او بي مسوليته نه ده . او دا خصلت د ژويوپه مينه کې نشته !
أ :- اوه، دا خو دې سلامت لکچر راکړ : کلتور ، روحانيت ، تفکر ، مسئوليت .... او نور ، آيا آزادي هم په کې شته ؟
س : - هو او هم نه : څنګه چې انسان د ميني حيواني غريزه هم لري، کيدای شي کله ترې داسې حرکت وشي چې عاقلانه ( آزاد) او مسولانه نه وي . د مسئوليتونو سرته رسولو ته آزادي وايي، خو داچې د مسئوليت پيژندل او سرته رسول دواړه په عقل او انديز ځواک سره شونې کيږي، [color=cyan:ff9468c39f]نو آزادي په واقعيت کې د انسان اند او د هغه پلي کولو ته وايي په دې شرط چې د بل چا آزادۍ پرې تر پښو ﻻ ندې نشي يعنې مسولانه وي . [/color:ff9468c39f]
أ : ـ نو آزادي مخکې شوه که مسوليت؟
س :ـ آزادي هم مخکې ده ، ځکه هغه د مسوليت شرط او مقدمه ده او هم دمسوليت پايله او نتيجه ده. يعنې فکر دوه پړاوه لري ، چې يو د يوه عمل د اړتيا او امکاناتو پيژنددونکی فکر دی او بل د هغه عمل د مسولانه پلي کولو فکر
دی . دا دواړه پړاوونه آزادي بلل کيږي، خو د مسوليتونو په سرته رسولو کې عملي آزدي منځته راځي چې د مخه انسان نه درلوده. نور بيا ، خدای پا مان !
.........................................................................................................
أ : ـ سپوږمۍ نو داچې سړی وايي ، انسان له طبيعت څخه آزاد پيدا شوی، دا څه معنی ، که دا خبره سمه وي نو آيا د انسان آزادي د فکر محصول نه دی څه؟
س : ـ دی، خو بيا هم يې آزادي طبيعي ده ، ځکه چې انسان له طبيعت څخه اندوال او متفکر پيدا شوی اود اند يا فکر استعداد طبيعي دي او له حيوان څخه په همدې فکر بيليږي، نو د فکري خصلت او فکري طبيعت له امله ورته آزاد موجود وايي او له خلقت څخه يې آزاد يعنې اندوال او متفکر موجود بولي .
أ:ـ ښه پر دې به نوربحث وروسته بيا کوو، ته خو معلمه يې نو د يوې ښونکې په توګه د لوړو ټولګيو دزده کونکو له سختو پوښتنو سره مخ کيږې ، په تيره بياپه دې شپو ورځو کې کې به د پيښو په اړوند ډيرې سياسي او ټولنيزې پوښتنې رامنځته کيږي ، که څنګه ؟
س : ـ خير مونږ خودسياست سره مستقيمه اړيکه نه لر ولې د پوښتنې په توګه خو
کيدای شي يوه پوښتنه د سياست پورې هم اړه ولري يااړه ونيسي چې مونږ يې بايد ځواب کړو. خو هغوی به پريږدو که ستا په زړه کې څه پوښتنه اوړي را اوړي، نو ميدان ته يې کړه .
أ : ـ په دې شپوورځو کې د دين او ديموکراسۍ په اړه ډيرې پوښتنې اورم ، ځينو ته يې زه هم ځواب پوره ځواب نه لرم.
س:ـ لکه ؟
أ : ـ لکه ، د ساري په توګه [color=blue:ff9468c39f]د اولسواکۍ او د اسلام دسپيڅلي دين تر منځ تړاو ! [/color:ff9468c39f] سپوږمۍ ته څه فکر کوې، آيا دغسې کوم تړاو او ګډ اړخونه ددواړو تر منځ شته ؟
س : ـ هو ، ولې نه !
أـ نو ته خو راته يو وښايه ، مثلأ کوم تړاو ؟
س :ـ ګوره أيمله ، که زه درڅخه پوښتنه وکړم چې د انسان دخوراک او چښاک تر منځ لومړی تړاو څشی دی، نو ته به راته ووايې : داچې دواړه د انسان له پاره دي .
دغسې مذهب او اولسواکي هم دواړه د انساني ژوند ، انساني ټولنې د نظم اونظام له پاره دي ، نو ځکه سره تړاو هم لري .
أ : ـ ددې تړاو بنسټ يا ګډ اساس په انسان کې څشی دي؟
س: ـ فکر ، چې مخکې پرې خبرې وشوې، پوه شوې چې : فکر يا انسانيت ددوی ګډ بنسټ دی!
أــ يعنې انسان د دين او اولسواکۍ ترمنځ وحدت او ګډ اساس جوړوي؟
س :ــ ټيک: د انسان فکر او انسانيت ددواړو مشترک بنسټ دی ! توضيح به يې بل ځل ته پريږدو ، خدای پا مان !
أيمل : ـ بيا هم ته مخکې ﻻړې ، نو الله دې مل شه ! ، ايمل د ځان سره نا راضه غوندې
بنګيده چې : (( الله خو دې زما مل شي چې په ترګمۍ کی پاتې شوم ، ته خو سپوږمۍ يې )) .
Anonymous
18.05.2005
په تيرپسې :
س: ـ أيمله دا دې څوک له ځانه سره راوستې ده ؟ دا خوزما ملګرې جميله ده، جميله جانې ستړې مشې ، جوړه يې ، صحت مو ښه دی ، څنګه يې خور جانې، پس له ډيرې مودې ؟
جميله (= ج) : مننه سپوږمۍ خورې، زه ښه يم خوستا په ليدو دومره خدايږو خوښه شوم ، چې که ښه نه وای هم له ډيرۍ خوښۍ نه به ښه شوې وای، ډير ښه چې أيمل جان راته له تاسو سره له ليدوو ويل، او ومې پتيل چې له ده سره ستا ليدلو ته راشم.
س : ـ يو عالم مننه ، داليدنه دې پر ماپور،بل ځل به دې حتمأ زه پوښتنه وکړم ، که خدای کول.
ج: خدای دې راوله، زمااوستا د ټولګي ملګرتيا خو ترخورولۍ کمه نه وه .
س:ـ همدغسې ده، بالکل همدغسې ده، خو راځه خورګلې د ايمل وخت به نور نه نيسو او د بحث مضوع ته به راشو: ايمله که دې په ياد وي، مونږ پردې سره خبرې بس کړې چې د عقل او انسانيت ، چې له انسان پرته يې بل موجود البته نه لري، د مذهب او اولسواکۍ ګډ اړخونه او ګډ بنسټ بلل کيږي . ځکه :
لومړی :
که عقل او معقوليت ، اند فکر يا تفکر په پام کې ونيسو نو دا ځواک له بل هر چا څخه زيات له پيغمبرانو سره وو. همدا سې ده که نه ده؟
جميله او أيمل غبرګ : بالکل ! بالکل !
س: د خدای رسو لان ټول نوابغ وو نوابغ!، مو سی (ع) نابغه و، عيسی (ع) دې نابغه و او محمد (ص) خوتر ټولو ستر نابغه و! يعنې ددوی فکر، عقل ، پوهه، منطق ، لنډه داچې ددوی فکري ځواک فوق العاده او خارق العاده فکري ځواک و.
سړی ويلی شي چې که الله تعالی دوی ته دغه فوق العاده او خارق العاده فکري نبوغ
نه وای ورکړی، ښايي د پيغمبرۍ خارق العاده رسالت به يې هم پر غاړه نه وای وراچولی! کيدای شي نبيان به وو لکه نور پخواني، خو رسولان او د آسماني کتابونو خاوندان به نه وو! نو اوس يې پخپله اټکلوئ چې فکر ، فکري نبوغ يعنې څه او په دين او مذهب کې د هغه بنسټيز رول تر کومه ځايه رسيږي!
جميلې جانې او ايمل خانه ، د همدې فکري نبوغ له امله ددوی د انسانيت او مسوليت درجه هم له الله پرته بل چا نشوه ټاکلی، چې هغه ددوی پيغمبري او رسالت دی . په رسالت کې د نابغه تفکر، د انسانيت معراج او د پيغمبرۍ مسئوليت دريواړو تر ټولو عميقترين او عالي ترين وحدت موندلی دی ! نو که څوک وايي چې په دين کې له عقل او تفکر څخه کار نه اخيستل کيږي، پر اسماني اديانو او رسوﻻنو باندې تور لګوي او له دوزخ پرته بل ځاې ورته نه ښايي !
دوهم :
د دين موضوع د فرد عقيده او عمل دی، او نسان د فرد په توګه مسؤل بولي، که عقل او تفکر ورته مطرح نه شي، فرد هم نشي مسئول کيدای او د فکرم له رول پرته مسئوليت هم له منځه ځي ، حال داچې په دين کې ټول فرايض او وجايب دي ، سنت او مستحبات ټول مسئوليتونه دي. که عقل او فکر اساس نه وای پر ليونيانو به هم دغه فرايض او مسؤليتونه بار وای او معاف به نه شميرل کيدل ٠
.دريم :
داسلامي شرعې يو بنسټيز دليل قياس دی، اوقياس يوفکري او عقلي توګه او منطقي طريقه ده اومنطق دسم فکر کولو پوهه ده . څنګه چې له قياس پرته له شرعي احکامو چلول امکان نلري ، نو له فکري ځواک او فکري مداخلې پرته اسلامي شرعه ناممکنه ده . نو، نه يواځې ايت او حديث د لوړه معنوي محتوا لري ، بلکې له هغوی څخه استنتاج کول د قياس له لارې هم د فکر او منطق دنده ده.
ع کريم حليمي
08.10.2005
جميلې جانې او ايمل خانه ستاسو مرکه خو ډيره شېرينه ده !
که مزاحم کېږم نه !
نو اجازه غواړم چه يوه پوښتنه وکړم
تاسو واياست چه
آزادي په واقعيت کې د انسان اند او د هغه پلي کولو ته وايي په دې شرط چې د بل چا آزادۍ پرې تر پښو ﻻ ندې نشي يعنې مسولانه وي .
او بيا واياست چه
دين موضوع د فرد عقيده او عمل دی
ماته دا پوښتنه راپيدا سوه چه په اوله جمله کښي پلي کېدل تاسو ياد کړي او په دوهمه جمله کښي عمل تاسو ياد کړي دۍ
دلته داسي فکر کيږي چه يو مرکب ترکيب سته ٠ چه اند او کار
يعني څوک چه د ډير ښه اند خاوند وي او کار ورته ونه کړي ٠ نو داښه فکر کوم کټور
شی نه سو ؟؟؟
او که کوم کار کوي چه ښه فکر ئې اول نوي کړۍ نو هغه کار به ئې هم کټور نه تماميږي ٠ ؟؟؟
لکه بعضي علما چه په دي فکر دي چه ايمان مرکب دۍ ٠ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ