د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د هرات ولايت مسلخ نومی کمپ څه واي

N. M. Karaw
15.05.2003

د هرات ولايت د پښتنو وضعه د اندېښنې وړ ده، هلته د چارواکو چلند هم توند دی، اسمعيل خان په هرات کې زيات پلويان لري، خو پښتانه يې ځکه مخالفين دي چې دغه چارواکی يې په دولتي کچه د ځورونې او کړونې کوښښ کوي.
په هرات کې مسلخ نومی کمپ د هغو پښتنو کډوالو استوګنځی دی، چې نارينه يې د هرات په زندان کې بنديان شوي، يوه ماشوم چې د هرات عامه کتابتون په وړاندې يې په پارک کې سوال کاوه، وويل چې، پلار يې په زندان کې بندي شوی، دوی د وچکالۍ او جګړو له کبله له بادغيس څخه راکډه شوي، خو اوس چې يې د کورنۍ مشر بندي شوی، اړ شوي چې ماشومان سوالګرۍ ته لاس وغزوي. دغه مهال په خپله اسمعيل خان هڅه کوي، پر دغو جنايتونو او خيانتونو پرده وغوړوي، لکه څنګه چې يې په دې نژدې وختونو کې يو ازاد خبريال بندي کړی و او تر شکنجو لاندې يې نيولی و.
په هر صورت، افغان ملت او په ځانګړې توګه د مسلخ نومي کمپ استوګن افغانان هيله لري، چې مرکزي دولت يا هم بل نړيوال ځواک دې د دغې بې انصافۍ مخه ونيسي، ګنې اوسنی حکومت به هم د غلام او غدار په توګه شهرت ومومي.
په درناوي
کړاو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more