اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په ټلیفون باندي د نکاح حکم
      عبدالسلام حنف
      12.11.2016
    
په ټلیفون باندي د نکاح حکم
لیکنه.  عبدالسلام حنفي
سوال.  په ټلیفون باندي نکاح کیدي شي او کنه ؟ که کیدي شي نو د کومو شرطونو لاندي ؟ 
جواب. په ټلیفون باندي نکاح نه شي کیدي ځکه چي د دوو شاهدانو په موجودګي کي ایجاب او قبول په دې کې د شرعي شرطونو مطابق ممکن نه دي. که چیري په غیر ملکونو کي اوسیدونکي نکاح کول غواړي نو د هغه دا صورت ممکن دي چي په کوم ښار کي انجلي موجوده وي د هغه ښار کوم سړی خپل وکیل جوړ کړي او هغه ته ووايي چي زما نکاح د فلانی انجلۍ سره وتړه. نو اوس به دا وکیل د دوو شاهدانو په موجوده ګي کی د انجلۍ یا د هغي د وکیل سره ایجاب او قبول وکړي. فتاوي عثماني.  ټوک دوهم پاڼه ۳۵۰ او ۳۴۹ د نکاح بیان 
لقوله علیه السلام.  لا نکاح الا ببینة.  ترمذي رقم ۱۱۰۳.  باب ما جاء لا نکاح الا ببینة. فتح باب العنایة فی شرح النقایة.  جلد ۲ صفحه ۳۴۱ کتاب النکاح. [url]
 
