د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پختون څه ته وايي ؟

Anonymous
03.05.2005

((به نمايندگی از مهاجرين مقيم پاکستان
حاجی ظاهر جبارخيل- حاجی گل احمدزي- امداد الله خان- فريده بهير- غرزی خواخوږي- حاجی خير محمد خان اسحق زي ))

دغه رنګه خېلان او ((زو))ګان په افغانستان کی وجود درلو چه دا متل راپيدا شو چه وايي {{ توری به لالا وهي اومړۍ به عبدالله }}

پختون څه ته وايي ؟ والله که هيڅ ارزښت يا معنی ولري ٠
که دوی دسړی زامن وی اوس به هرچا په دغه نوم پيژندلی ؟
کېدی شي په افغانستان کی به پښتو ژبی ته نور ضرورت نه وي ؟

پښتون هيڅ شی نه دی
يوڅوک چه پخپله ژبه شرميږي اوجرأت نه لري چه چاته پری څه ووايي له دغسې کنډيباغيانو نه خو بل هرڅوک شرف لري


pattang
03.05.2005

وروره !
ستاخبره درسته ده او پښتون په زانګو کې خپل اخلاقې ، هويتې دپښتنولۍ جرعت له لاسه ورکړي دي٠
پښتون پيداشې مسلمان لوي شي او لکه تا جک مړ شې ٠
کوز هم غلام دي او بر هم غلام دي٠
خو ته ودريږه چې نقاد خيلان څه تبصيرې کوي٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


Anonymous
04.05.2005

پښتو به څنګه پرمخ لاړه شي چې پخپله د پښتو ډنډوره چيان سمه پښتو نه شي ليکلی . که دپتنګ صيب پاسنۍ لېکنې ته پام وکړوپه هغې کې نژدې ټولې (ی)ګانې ناسمې کارول شوي او د (جرعت)کلمه خو سره په پښتو کې وجود نه لري . ماته دامسله تر اوسه د يوې معما په شکل وجودلري چې ولي ډيرزيات هغه پښتانه چې د پښتواوپښتونولۍ چيغې وباسي خو پخپله ورکې کمزوري وي . ښاغلي قيوم وردګ جې يو وخت دپوهنې وزيرو په ټول افغانستان کې دزياتې پښتو پالنې په تور ترنيوکو لاندې و، خو په زړه پورې داده چې دغه ښاغلي په کورکې د خپلې ميرمنې عصمتي وردګ سره چې دافغانستان يوه وتلي پښتنه ليکواله او دعلومو داکاډيمۍ غړې وه په دري خبرې کولې . زامن او لورانې يې يا په پښتو نه پوهېدل او ياېې ډيره کمزورې پښتو ويله . ما له دوی سره له نژدې پيژندل نوځکه دا کوم ناحقه تور نه دی. داډول ډير مثالونه شته .
يوه بله ډله خلک چې خپل اصل اونصب پښتانه معرفي کوي خو پښتو يې د لاسه ورکړې او اوس چې دري ژبې ګرځيدلي اکثره داصل دري ژبو په پرتله دپښتو او پښتنو سره زيات تعصب لري، ولي داسې ده؟ زه يې په ځواب نه پوهيږم. خو ډير زيات دغسي کسان پيژنم او وجودلري.


Anonymous
04.05.2005

((پاکستان کې مېشت افغانان په پارلمانې ټاکنوکې ونډه غواړي

په پاکستان کې دافغان کډوالودپنډغاليودرويشت کسيزپلاوی دجلوزودپنډغالي د مشر حاجي دوست احمد په مشرۍ کابل ته لاړ . په پلاوي کې دټولو پنډغاليو استازي ګډون لري ، دوی به له ولسمشرکرزي اودټولټاکنودکميسيون له چارواکيونه په پارلماني ټاکنو کې په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته دبرخې ورکولوغوښتنه کوي .))>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>
راشه اوس دې پغماني ته وګوره !
دغه د جلوزو د بنديخانې امير په لويه جرګه کی هم استازيتوب کاوه بيا دادی د مهاجرينو په کوپړۍ سور کابل ته ځي چه دڅوکالو لپاره لکه دجلوزو دکيمپ په جېل کی داخوډب واک ترلاسه کړي ٠ تاسوبه يی پيژنۍ چه دصياف صاحب وروردی کنه !

تبرګۍ


پښتون څه ته وايي ؟

Anonymous
04.05.2005

ګرانو لوستونکو سلامونه نېکې هيلې!
دمېلمه په نوم چې چا لومړۍ موضوع ليکلې او په بې تعليمه توګه دپنجشېر دکوڅه ډبي جنګسالار په رقم ېې پښتو او پښتون ته په سپکه کتلي او خپل په بې جلوه شکېدلې خوله ېې ځينې سوالونه کړي ،نو ښکاري چې بغير له تشله بازۍ ، قماربازۍ ، اوپرته دبې پتو کارو نو ده په ژوند کې د کتاب مخ نه ده ليدلې . په هرصورت !
بايد چې دپښتون او پښتونولي يا افغانيت پېژندنه ده ته او ځينو په نوم پښتنو ته وکړو.
ګران بې پته مېلمه داسې ليکلي٬٬ [color=red:64ea863af6]٬٬٬ پختون څه ته وايي ؟ والله که هيڅ ارزښت يا معنی ولري ٠
که دوی دسړی زامن وی اوس به هرچا په دغه نوم پيژندلی ؟
کېدی شي په افغانستان کی به پښتو ژبی ته نور ضرورت نه وي ؟ ٬٬[/color:64ea863af6]

[color=#444444:64ea863af6][/color:64ea863af6]
دافغان دښمنه وروره ! ستاسو لومړۍ پوښتنې ته په ځواب کې بايد چې ډېر ووېل شي او هر څه په تفصيل او ټکي په ټکي ووېل شي نو همدې سره بايد درته لومړئ پښتو معنا کړم ، تاسو پختو ليکلې، پختو په ليکلو کې سم نه بلکې پښتوېې سم ليکلئ لفظ دی. خير نو له تا نه ګيله نده پکار. نو مېلمه پښتو څه ته وايي ؟؟ اهه؟؟
پښتو )ـــ » د پښتو لفظ توري ټکي په ټکي ځانګړي معناوې لري چې تاسو ته ېې درليکم. لومړئ تورئ (پ)ـــ» پې، دا تورئ ېې د پت لفظ نه راخيستئ چې پاکي هم معنا ورکوي .
2) دوهم تورئ ( ښ )ـــ» ښين، دا تورئ دښېګڼې نه رااخيستل شوئ چې ښوؤ کارو ته وايي.
3) درېيم تورئ (ت)ـــ» تې ، دا تورئ نو له تورې را اخيستل شوئ ، چې تاسو ته جوته ده د افغانانو تورې په نړۍ کې نوم درلود نه دا اوس چې هر يو پاڅېږي اوتر تاپورې ځان باتورئ بولي ، او په تېره بيا افغان بولي ځان افسوس نو .. ښه دا تورئ هم درته معلوم شو .
4) څلورم تورئ ېې ( و)ـــ» واؤ ، دی چې دا تورئ له وطن لفظ نه را اخيستل شوئ .
پښتو لفظ په خپل ځان کې يوه جمله هم ده چې دپورتنيو تعريفونو يو جوړښت چې صفت بلل کېږي دی او ددې صفت نه دا جمله په لاس راځي ( باپته اوپت ساتنه ).
نو اوس مې د لږو تشريحو سره دا درته بيان کړ چې دا ېې لنډه معنا ده ، که تاسو غواړۍ چې د پښتون يا افغان په اړه بنسټيزه توکميز او ژبنيز ، ددوئ د تورو کولو ، امپراتورۍ ، او تر دې حده چې بيا پښتنو په افغانستان کې پاړسي دپښتو تر اغېزې لاندې کول او ترې نه دري چې د افغانستان تر درو راوستل او نور داسې معلومات چې بيا د پښتنو دټولنيز ژوندپورې تړاو لري تر لاسه کول بيا نو تاسو ته پکار ده چې کتابونه د ژبپوهاندو راوڅپړۍ او ورته مراجعه وکړۍ .
ستاسوورسره نښتې پوښتنې ته چې تاسو وئېلي ٬٬ ولله که هېڅ ارزښت ولري ٬٬ نو دومره وايم چې يو متل دئ وايي ٬٬ هر څوک بل چاته د خپلې هندارې نه ګوري٬٬ نو تاسو ته چې د پت او ښېګڼې تشريح مو يو څه ليکلې هم ده ښه پوهېږم چې ستاسو سر به پرې خلاص نه شي ولې چې ستاسو له خبرو ښکاري چې يو شي ته ډېر اهميت ورکوۍ چې بې چوکاټه ، بې پرنسيپه ، قانون وي لکه دا اوس په افغانستان کې . اوهمداسې په داسې ماحول کې لوئ شوي ياست لکه يو متل چې بيانوي. (خپلوالي د بل غوولي » . بښنه دې وي دوستانو دا يو ډېر زوړ متل دی . نو مطلب دا چې بې قانونه کس ته قانون يا ځان ته يوحداوسرحدټاکل هېڅ معنا نه لري .
نو اوس دې دخپل له هندارې بيا ټولو افغانانو ته په سپکه وکتل او دا سوال دې وکړ [color=red:64ea863af6]٠
که دوی دسړی زامن وی اوس به هرچا په دغه نوم پيژندلی ؟ [/color:64ea863af6]
مېلمه جانه ولې ځورېږې ، افغانان په نړۍ کې پېژندل شوي خلګ دي ، انګرېزانو دځان د سمولو لپاره ددغو پښتنو نه چې ته ورته احترام نه لرې قانونونه اخيستي دي
دوئ کې پېژندل شوؤ څېرو، ددوئ کارنامې ، دود دستور ، او يا نورې ځانګړتياؤ په هکله که معلومات غواړۍ ، لومړئ هندوستان ته لاړ شۍ وپوښتۍ او بيا کتابونو ته مراجعه وکړۍ کنه تاسو کتابونه څه کوۍ بس چکر ووهۍ په هند او ددوئ نه د پټان په هکله معلومات وغواړۍ ، هندوستان کې افغان ته پټان وئېل کېږي . که بيا نه تلۍ څه اقتصادي ستونزه وه نو هندي فلم قرباني او خدا ګواه وګورۍ. نو تاسو ته به دافغان يا پښتون پېژندنه وشي . ګورۍ دا چې هر يو ځان ته افغان وايي او يا پښتون دې ته مه ګوره دهغه عمل وګوره چې په دين کلک وي ، په وطن ځان او مال قربان کړي ، بدماش نه وي لکه جنګسالارانو غوندې او هر چاته ېې که ښه نه رسي بد هم نه وررسوي هغه افغان يا پښتون بللئ کېږي .
راځم اخري پوښتنې ته دې چې تاسو محترم مېلمه جان ليکلي
٬٬٬
[color=red:64ea863af6]کېدی شي په افغانستان کی به پښتو ژبی ته نور ضرورت نه وي ؟ ٬٬[/color:64ea863af6]

پښتو ژبې ته عمومي هله ضرورت نه پېښېږي چې د پښتو ژبې دښمنان په واک کې وي او هر ه ژبه چې دوئ وايي هغه به ضروري وي . نو ستاسوال کې دا جوته شوې نه ده چې په کوم بنسټ تا دا خبره کړې ، حال دا چې په افغانستان کې پښتو ژبي ډېر او پښتو ملي ژبه د وطن ده او پېړۍ پېړۍ راځي لا پسې .
د يوې ژبې ملي توب په څه شي اړه لري ؟
1) لومړئ بايد چې ديوې ژبې وګړي ډېر وي ، دوهمه دا چې يو تاريخ ولري ، او د يو ه ملک له ملي ترانې نه هم څرګندېږي . نو په افغانستان کې خو دا درې واړه عمده لاملونه مې چې بيان کړل شته . پدې به وي چېرته چې د ضرورت خبربيا راځي نو اوس حالت کې خوټول ګونډي هېوادونو خپله ژبه په افغانانو د ټوپک په زور تهميلوي او حتی چې تر يوروپ او امريکې او عربي هم رايجه شوې . نو ته بايد پدې وپوهېږې که کلې کې دې بوس نه وي چې دا دومره ډېر خلګ ولې مهاجر شوي ولې چې د ټوپک له وېرې ، او لکه تاسو غوندې بې قانونه خلګو نه .
نور نو که ډېر تفصيل ورکړم زه پوهېږم چې سر دې نه خلاصېږي خو خپل اسلامي دنده مو پر ځائ کړه چې اسلام کې وايي خلګ تر اخري حده خبر کړۍ له هر څه نه چې تاسو خبر ياست ترڅو يو بل سره وپېژندۍ .
وسلام .

٬
[color=#444444:64ea863af6][/color:64ea863af6][color=#444444:64ea863af6][/color:64ea863af6]


pattang
04.05.2005

محترم او پياوړی ورور مجيب الله خا نه سلام عليکم !
وروره ميمله د ټول افغان د خبرونو له څانکې څخه لاندينۍ ليکنه اخيسته ده٠
زه ګمان کوم له احساساتو څخه ئي کار اخستی دی ،د ا څکه چې ر يڼو پښتنو پاړ سو ليکلې دی ٠

[quote:86fb5e2624]پيشنهادات نماينده گان مهاجرين مقيم پاکستان
منځنۍ د ١٣٨٤ لمريز کال د غويي ١٤

با تقديم احترامات فايقه
به نمايندگی از مهاجرين مقيم پاکستان
حاجی ظاهر جبارخيل- حاجی گل احمدزي- امداد الله خان- فريده بهير- غرزی خواخوږي- حاجی خير محمد خان اسحق زي[/quote:86fb5e2624]

دپښتنولي په مېنه پتنګ


pattang
04.05.2005

ښادګله ، شاګل مشې لوڅ مشې اوپټ اوسې !

[quote:5a6d9cbbaf]پښتو به څنګه پرمخ لاړه شي چې پخپله د پښتو ډنډوره چيان سمه پښتو نه شي ليکلی . که دپتنګ صيب پاسنۍ لېکنې ته پام وکړوپه هغې کې نژدې ټولې (ی)ګانې ناسمې کارول شوي او د (جرعت)کلمه خو سره په پښتو کې وجود نه لري . ماته دامسله تر اوسه د يوې معما په شکل وجودلري چې ولي ډيرزيات هغه پښتانه چې د پښتواوپښتونولۍ چيغې وباسي خو پخپله ورکې کمزوري وي [/quote:5a6d9cbbaf]

وروره که دا پورته جمله دي سمه تحليل کړم نو داسې مالوميږي چې د پتنګ دنوم سره تاته وار له واره داپلتو فوبي در پورته شې :

** که دي (ی ) ګانو او ( و) استعمال ما سم زده وي نو زه به ډير خوشاله وی ، خومتأسفانه يوه واحده قا عده تر اوسه نشته هرڅوک ئي په خپل سر ډنګه وي ٠
*** دپښتو ليکنه تر اوسه پوري په دي پوري مربوطه دي چې يو سړی په کومه لهجه غږيږي او ژ به په خوله کې چيرې نيسي او په کوم ځاي فشار راوړي ........
** نوکه زه د ( ی ) ګانو په استعمال نه پوهيږم دا خو ددي مانا نلرې چې دپښتو ډنډوري پريږدم او په کور کې کښينم ٠ هغه خلک چې هيڅ ليکلی او لوستلی نشي نو له پښتو او پښتنوالۍ نه ووزي ? او خوله پټه ونيسې او که څرنګه ?.
** ستا په نظر هر څوک بايد هر کار وکولا ی شي او که څرنګه ?? هرسړی خپل مسلک او مسلکونه لرې خو دهر شي داوه ( دعوه ) کول غلط کار دی ٠
*** نور :
جرعت ، جرئت ،صاحب،صيب ، شادګل،ښادګل ، قائده،کائده ، قاعده
او نور په زر ګونو لغات او کليمې په غريبه پښتو کې بي نورمه پاتې دي او چا کار
ندي ورته کړی او دا ځکه چې په پښتو کې پيسې نشته او نه وي ٠
*** پښتو په ښارو کې مړه ده خو کليوال او بي سيواده خلکو ژوندی ساتلې ده٠
*** قيوم وردګ دپښتو يو تاريخ دی او پښتو ته ئي په خپل وس او امکاناتو سره
ډير خدمتونه کړې دي ٠
ښادګله ، شادګل مشې خو بل وارته چې څه لېکي نو مخ کې له هغه نه ډوډۍکمه خوره .

د پښتنولي په مينه پتنګ

يو شی رانه هير شو چې درته ووايم :
ستا ولې د پښتو ډنډورې نه خو ښيږي کوم قرار داد خو به دي نوي کړی ???


Anonymous
06.05.2005

ښه ده دغه پغماني کيسه بور ته به هم جوابونه ورکم دده دسويې مطابق ځکه چه لوړ تعليم يافته دی چه خپه نشي خو وطنمل صاحب به بېطرپه وي او زما خواري به په سيند نه وړي ٠

دغه الک ليکلي چه {{{ خپل په بې جلوه شکېدلې خوله ېې ځينې سوالونه کړي ،نو ښکاري چې بغير له تشله بازۍ ، قماربازۍ ، اوپرته دبې پتو کارو نو ده په ژوند کې د کتاب مخ نه ده ليدلې }}}

وۍ وۍ ، ستاله تنګۍ خلو جارشم نو که تاليم می درلودی نو هرڅه به می په پت کولې لکه لوګري کندهاري اوبنوڅي پښتا نه ٠ :P

{{{بايد چې دپښتون او پښتونولي يا افغانيت پېژندنه ده ته او ځينو په نوم پښتنو ته وکړو. }}}

زما جواب هماغه دې
والله که هيڅ ارزښت يا معنی ولري ٠

ښه وايه چه ته خوشاله شې
{{{
دافغان دښمنه وروره ! ستاسو لومړۍ پوښتنې ته په ځواب کې بايد چې ډېر ووېل شي او هر څه په تفصيل او ټکي په ټکي ووېل شي نو همدې سره بايد درته لومړئ پښتو معنا کړم ، تاسو پختو ليکلې، پختو په ليکلو کې سم نه بلکې پښتوېې سم ليکلئ لفظ دی.}}}

زه پکر کوم چه ته ريشتيا وايی ٠

{{{خير نو له تا نه ګيله نده پکار. نو مېلمه پښتو څه ته وايي ؟؟ اهه؟؟ }}}
نوبيادی ولی کړې ؟ هه ؟
{{{مېلمه پښتو څه ته وايي ؟؟ }}}

زه پکر کوم چه په يوځل دی سرنه خلاصيږي هه ؟

{{{پښتو )ـــ » د پښتو لفظ توري ټکي په ټکي ځانګړي معناوې لري چې تاسو ته ېې درليکم. لومړئ تورئ (پ)ـــ» پې، دا تورئ ېې د پت لفظ نه راخيستئ چې پاکي هم معنا ورکوي .
2) دوهم تورئ ( ښ )ـــ» ښين، دا تورئ دښېګڼې نه رااخيستل شوئ چې ښوؤ کارو ته وايي.
3) درېيم تورئ (ت)ـــ» تې ، دا تورئ نو له تورې را اخيستل شوئ ، چې تاسو ته جوته ده د افغانانو تورې په نړۍ کې نوم درلود نه دا اوس چې هر يو پاڅېږي اوتر تاپورې ځان باتورئ بولي ، او په تېره بيا افغان بولي ځان افسوس نو .. ښه دا تورئ هم درته معلوم شو .
4) څلورم تورئ ېې ( و)ـــ» واؤ ، دی چې دا تورئ له وطن لفظ نه را اخيستل شوئ .
پښتو لفظ په خپل ځان کې يوه جمله هم ده چې دپورتنيو تعريفونو يو جوړښت چې صفت بلل کېږي دی او ددې صفت نه دا جمله په لاس راځي ( باپته اوپت ساتنه ). }}}

خوزه درته له {{پنجشېر}} څخه هم دغسی يوشی جوړولی سم
پ = پهلوان
ن= نارينه
ج= جګ
ش= شجاع
ی = يووالی
ر= رهبر

داسی شيانوته زمنګ په لهجه کی خياپلاو وايي

}}}که تاسو غواړۍ چې د پښتون يا افغان په اړه بنسټيزه توکميز او ژبنيز ، ددوئ د تورو کولو ، امپراتورۍ ، او تر دې حده چې بيا پښتنو په افغانستان کې پاړسي دپښتو تر اغېزې لاندې کول }}}

زه پکر کوم چه خوب وينی

{{{او ترې نه دري چې د افغانستان تر درو راوستل او نور داسې معلومات چې بيا د پښتنو دټولنيز ژوندپورې تړاو لري تر لاسه کول بيا نو تاسو ته پکار ده چې کتابونه د ژبپوهاندو راوڅپړۍ او ورته مراجعه وکړۍ . }}}

ولاستاغوندی جب پوهاند چه په پښتنو کی وي له خيره ډيری کنځاوی به زده کو
٬٬ ولله که هېڅ ارزښت ولري ٬٬ نه نه ما ته خو کنځاوی اوالکان ساتل ډير ارزښت لري ٠

{{{نو دومره وايم چې يو متل دئ وايي ٬٬ هر څوک بل چاته د خپلې هندارې نه ګوري٬٬ نو تاسو ته چې د پت او ښېګڼې تشريح مو يو څه ليکلې هم ده ښه پوهېږم چې ستاسو سر به پرې خلاص نه شي ولې چې ستاسو له خبرو ښکاري چې يو شي ته ډېر اهميت ورکوۍ چې بې چوکاټه ، بې پرنسيپه ، قانون وي لکه دا اوس په افغانستان کې . اوهمداسې په داسې ماحول کې لوئ شوي ياست لکه يو متل چې بيانوي. (خپلوالي د بل غوولي » .{{{

اوس څه وکم چه نه ماحول ستاسره برابريږي او نه می سويه ٠ ستا له خبرو اومتلونو خو دورو ګوهر باديږي خوزه بی تاليمه يم پی نه پيګم :roll:

{{{{نو مطلب دا چې بې قانونه کس ته قانون يا ځان ته يوحداوسرحدټاکل هېڅ معنا نه لري .
نو اوس دې دخپل له هندارې بيا ټولو افغانانو ته په سپکه وکتل او دا سوال دې وکړ ٠
که دوی دسړی زامن وی اوس به هرچا په دغه نوم پيژندلی ؟
مېلمه جانه ولې ځورېږې ، افغانان په نړۍ کې پېژندل شوي خلګ دي ،}}

ولاچه ريشتيا دی وويل په ټوله دنيا کی ی خلک پيژني خو اغه بله ورځ حاجي بشيرنورزی هسی ديو څوخلتو هيروينو سره انګريزانو نيولی ٠ او حاجي ايوب پسی هسی خلک غيبت کوي چه مافيا دی ، ملا عمر څوک نه پېژني ؟

اوپټه دی پاتی نه يي چه د(( اشنا دمينې )) په هکله هم انګرېزانو ډېر څه ليکلي

}}} انګرېزانو دځان د سمولو لپاره ددغو پښتنو نه چې ته ورته احترام نه لرې قانونونه اخيستي دي }}}

داځکه په افغانستان کی نه پيداکيږي ټول انګرېزانو وړي :?
ولا چه ريشتيا وايی انګريزان په پښتونولۍ کی ډير کلک دي

}}}}دوئ کې پېژندل شوؤ څېرو، ددوئ کارنامې ، دود دستور ، او يا نورې ځانګړتياؤ په هکله که معلومات غواړۍ ، لومړئ هندوستان ته لاړ شۍ وپوښتۍ او بيا کتابونو ته مراجعه وکړۍ کنه تاسو کتابونه څه کوۍ بس چکر ووهۍ په هند او ددوئ نه د پټان په هکله معلومات وغواړۍ ،}}}

ودخدی حقه زوره اوس هندوستان ته پسی لاړشم هه ؟
په بل ځای کی نشته ؟

}}}نو هندي فلم قرباني او خدا ګواه وګورۍ. نو تاسو ته به دافغان يا پښتون پېژندنه وشي . }}}
ووولاچه داخودی ډېر موتبر مأخذ راکړ

{{ګورۍ دا چې هر يو ځان ته افغان وايي او يا پښتون دې ته مه ګوره دهغه عمل وګوره }}

وو د نسوارو عمل او نورعملونه هم لري

{{{بدماش نه وي لکه جنګسالارانو غوندې او هر چاته ېې که ښه نه رسي بد هم نه وررسوي هغه افغان يا پښتون بللئ کېږي . }}}

:cry: :cry: :cry:

{{{پښتو ژبې ته عمومي هله ضرورت نه پېښېږي چې د پښتو ژبې دښمنان په واک کې وي او هر ه ژبه چې دوئ وايي هغه به ضروري وي . نو ستاسوال کې دا جوته شوې نه ده چې په کوم بنسټ تا دا خبره کړې ، حال دا چې په افغانستان کې پښتو ژبي ډېر او پښتو ملي ژبه د وطن ده او پېړۍ پېړۍ راځي لا پسې . }}}
:oops: :oops: :oops:

{{{د يوې ژبې ملي توب په څه شي اړه لري ؟
1) لومړئ بايد چې ديوې ژبې وګړي ډېر وي {{{

ريشتياده

{{{ دوهمه دا چې يو تاريخ ولري }}}

غلط
{{{ او د يو ه ملک له ملي ترانې نه هم څرګندېږي .}}}

دپاکستان ترانه خوپارسي ده

}}}نو په افغانستان کې خو دا درې واړه عمده لاملونه مې چې بيان کړل شته . پدې به وي چېرته چې د ضرورت خبربيا راځي نو اوس حالت کې خوټول ګونډي هېوادونو خپله ژبه په افغانانو د ټوپک په زور تهميلوي او حتی چې تر يوروپ او امريکې او عربي هم رايجه شوې . نو ته بايد پدې وپوهېږې که کلې کې دې بوس نه وي چې دا دومره ډېر خلګ ولې مهاجر شوي ولې چې د ټوپک له وېرې ، او لکه تاسو غوندې بې قانونه خلګو نه . {{{

:o :o :o
{{{نور نو که ډېر تفصيل ورکړم زه پوهېږم چې سر دې نه خلاصېږي }}}
:? :roll:

}}}}خو خپل اسلامي دنده مو پر ځائ کړه چې اسلام کې وايي خلګ تر اخري حده خبر کړۍ له هر څه نه چې تاسو خبر ياست ترڅو يو بل سره وپېژندۍ . }}}

وخ تا خو همدااوس هندي فلمونو ته هڅولم ٠ دغه ته تاسو اسلامي دنده واياست ؟؟

ځه که نور څه نه وي وخودی خندولم :D


Anonymous
06.05.2005

پتنګ ګل په پښتو کې د (ی )ګانو د کارونې په باب ليکي: ((خومتأسفانه يوه واحده قا عده تر اوسه نشته هرڅوک ئي په خپل سر ډنګه وي)) وروره توهين مه کوه دادې له چا نه اوريدلي ؟ ايا کله دې هم په خپل ژوند کې دپښتو دګرامر په باب څه اورېدلي دي؟ او که نه نو په همدې ويب پاڼه کې هم ددپښتو اوګرامر په ستون کې ډير څه زده کولی شي. په دې شرط که ځان مبارک ته لږ تکليف ورکړې او ناحقه پښتو بد نامه نه کړې.
بل ځاي ليکي: (( نوکه زه د ( ی ) ګانو په استعمال نه پوهيږم دا خو ددي مانا نلرې چې دپښتو ډنډوري پريږدم او په کور کې کښينم ٠ هغه خلک چې هيڅ ليکلی او لوستلی نشي نو له پښتو او پښتنوالۍ نه ووزي ? او خوله پټه ونيسې او که څرنګه ?. ))
نه . خپله ډنډوره دې جارې وساته خو په ليکلې بڼه نورو ته ډنډورې وهل دليکوالانو کار دی که ليکوال نه يې مه يې ليکه او که ليکوال يي سم يې ليکه . ستاسې په څير کسان پښتو ته له ګټې نه تاوان زيات رسوي. په دري کې وايي:(( ازدوست نادان دشمن دانا بهتر است)، که ليکنه دې کومې مجلې يا ورځپاڼې ته ددومره تيروتنو سره ورکړې نو چاپ به يې په خوب کې هم ونه ګورې خو ددې سايت بدي داده چې لوستی او نالوستی ، خمار او غير خمار، چرسي او بنګي دچاپ او نشر توان لري او ډير وختونه يې منحوسې لېکنې يوازې دلوستونکو وخت ضايع کوي . ستاسې په څير کسانو ډنډورې دپښتو درد نه د وا کوي بلکې لا تخريش پيداکوي. نور نو ېې پخپله تحليل کړه .
بل ځای ليکي: ((جرعت ، جرئت ،صاحب،صيب ، شادګل،ښادګل ، قائده،کائده ، قاعده او نور په زر ګونو لغات او کليمې په غريبه پښتو کې بي نورمه پاتې دي او چا کار ندي ورته کړی او دا ځکه چې په پښتو کې پيسې نشته او نه وي ٠)) دا دې لا بل چټياټ !! دا چې تاسې ورنه خبرنه ياست نو مانا نه ورکوي چې کار نه دی شوی. د ددې ويب سايت دوتلو ليکوالانو لکه نقاد صيب، غيرت صيب، ازاد نظر صيب او نورو لېکنې په غور ولوله او وګوره چې (ي ) ګاني څنګه ليکي. ايا ستا په نظر هغوی ټول دګرامر نه خبر نه دي او چې څنګه يې زړه وي هماغسي يې ډنګوي؟ پتنګ ګله زده کړه شرم نه دی او دا نيوکه نه پوهيږم ولي په تا باندې داسې بده لګېدلې ده.
نو که بياهم ماته غواړې ددې لېکنې ځواب وليکي او خپل زړه په اسانۍ تش کړې نو ښه به داوې چې مخکې ترليکلو د دالو ډېره پيتي وخوري.
خوښ اوسي


M.SHAFIQ KAKAR
06.05.2005

اسلام عليکم زما ګرانو پښتنو وروڼو. ماشاألله دا خو ماته ويبپاڼه نه بلکه د کربلا ميدان يا د کشمير شخړه يا د فلسطين جنګ ښکا ري .دا څه حال دي يو بل ته بد رد ويل يو دبل خپي وهل .دستا (ي) غلطه ده او دسته (ع) غلط دي٠٠٠٠٠٠ که زموږ دا حال يو غير پښتون کس وګوري .نوڅه سوچ به کوي او دپښتنو نه به څه متاثره شي او دپښتنو په با ره کي به هغه خلکو ته څه وواې ..ما به فکر کوو چه خلک چه زده کړه يي نده کړي هغوي سرف تربورګنې پا لې. مګرتاسوتري هم کم نه ياست ...تاسو خو زه فکرکوم. ماشاألله هر يو زده کړي لرۍ ددنيا دحاله خبر ياست .بايد يوبل سره کو مک وکړۍ يو دبل عيب پټ وساتۍ .داصلاح او تصحيح ډيري ښي ښي لاري نوري هم شته خو تاسو لکه دهميش دجنګ او جدل لاره غوره کړي ..خلک واي چه هجرت افغانانو يا پښتنو ته ډير ه کټه ورسوله اوپښتانه يي راويښ کړل او د زدکړي يو حد ته يي ورسول تعليم يافته شول .نو څه پي چه دا يي حال دي .افسوس افسوس پدا کارونو چه تا سي يي کوۍ..زموږ راتلونکی نسل به دتا سو څه زده کړي ..نور خو څه ويلي نشم خو دا دعا به کوم .چه پاک ألله مو په سمه لار روان کړه .أمين.


pattang
07.05.2005

ښادګله په نيمه خبره پوه نشوي !
ستا ئي د خلکو په غلطو ( ی ) ګانو څه ?
** ته څوک ئي ? ايا ستا املا او انشأ ټوله درسته ده ?
** ته خوتراوسه غړی هم نه ئي نوپه کوم وجدان ماته خوله را اچوې
او خپل ځان دلته لکه دپښتو ښوونکی معرفي کوي ??
** په مخکې وختوکې دهم خوله را اچوله ! داولي ??
** دا پاڼه خو دپښتو اکادمې نده ، دلته خلک کلتورې اوسياسي افکار لېکي
او د ( ی ) ګانو لپاره کوم شرائط ندي ټاکل شوي ، نو ته ځان ته څه حق ورکوې چې په سړې باندې تېری کوې ??
** کاشکی ستا په ځوابونو کې منطق هم وی .
** زه دې ته حيرام يم چې ته ولې دپښتنولۍ کلتورې نزاکت نلر ې ٠??
** زه خو ستا سره د بحس علا قه هم نلرم نو ته ولې خوله را اچوي ??٠
** ستا کلتورې نزاکت زما له ( ي -ګانو) څخه ډير ډير سپک دی او ولا شرميږم چې
له داسې خلکو سره ځان په جوال کې اچومه .

[color=darkred:f9c1b416ea] که د پښتو په رموز پوهيږ ي , نو دفلم هلکه ځان دپټ که او غيلې دي هغې بلې خواته پيايه اوکه نه وي نو ډير سخت به دي سپک کړم [/color:f9c1b416ea].

دپښتنولې په مينه پتنګ

[quote:f9c1b416ea="شادګل"]پتنګ ګل په پښتو کې د (ی )ګانو د کارونې په باب ليکي:
((خومتأسفانه يوه واحده قا عده تر اوسه نشته هرڅوک ئي په خپل سر ډنګه وي)) وروره توهين مه کوه دادې له چا نه اوريدلي ؟ ايا کله دې هم په خپل ژوند کې دپښتو دګرامر په باب څه اورېدلي دي؟ او که نه نو په همدې ويب پاڼه کې هم ددپښتو اوګرامر په ستون کې ډير څه زده کولی شي. په دې شرط که ځان مبارک ته لږ تکليف ورکړې او ناحقه پښتو بد نامه نه کړې.
بل ځاي ليکي: (( نوکه زه د ( ی ) ګانو په استعمال نه پوهيږم دا خو ددي مانا نلرې چې دپښتو ډنډوري پريږدم او په کور کې کښينم ٠ هغه خلک چې هيڅ ليکلی او لوستلی نشي نو له پښتو او پښتنوالۍ نه ووزي ? او خوله پټه ونيسې او که څرنګه ?. ))
نه . خپله ډنډوره دې جارې وساته خو په ليکلې بڼه نورو ته ډنډورې وهل دليکوالانو کار دی که ليکوال نه يې مه يې ليکه او که ليکوال يي سم يې ليکه . ستاسې په څير کسان پښتو ته له ګټې نه تاوان زيات رسوي. په دري کې وايي:(( ازدوست نادان دشمن دانا بهتر است)، که ليکنه دې کومې مجلې يا ورځپاڼې ته ددومره تيروتنو سره ورکړې نو چاپ به يې په خوب کې هم ونه ګورې خو ددې سايت بدي داده چې لوستی او نالوستی ، خمار او غير خمار، چرسي او بنګي دچاپ او نشر توان لري او ډير وختونه يې منحوسې لېکنې يوازې دلوستونکو وخت ضايع کوي . ستاسې په څير کسانو ډنډورې دپښتو درد نه د وا کوي بلکې لا تخريش پيداکوي. نور نو ېې پخپله تحليل کړه .
بل ځای ليکي: ((جرعت ، جرئت ،صاحب،صيب ، شادګل،ښادګل ، قائده،کائده ، قاعده او نور په زر ګونو لغات او کليمې په غريبه پښتو کې بي نورمه پاتې دي او چا کار ندي ورته کړی او دا ځکه چې په پښتو کې پيسې نشته او نه وي ٠)) دا دې لا بل چټياټ !! دا چې تاسې ورنه خبرنه ياست نو مانا نه ورکوي چې کار نه دی شوی. د ددې ويب سايت دوتلو ليکوالانو لکه نقاد صيب، غيرت صيب، ازاد نظر صيب او نورو لېکنې په غور ولوله او وګوره چې (ي ) ګاني څنګه ليکي. ايا ستا په نظر هغوی ټول دګرامر نه خبر نه دي او چې څنګه يې زړه وي هماغسي يې ډنګوي؟ پتنګ ګله زده کړه شرم نه دی او دا نيوکه نه پوهيږم ولي په تا باندې داسې بده لګېدلې ده.
نو که بياهم ماته غواړې ددې لېکنې ځواب وليکي او خپل زړه په اسانۍ تش کړې نو ښه به داوې چې مخکې ترليکلو د دالو ډېره پيتي وخوري.
خوښ اوسي[/quote:f9c1b416ea]


نقاد
07.05.2005

[quote:0608c5717a]پتنګ ګله زده کړه شرم نه دی او دا نيوکه نه پوهيږم ولي په تا باندې داسې بده لګېدلې ده[/quote:0608c5717a].

پتنګ جان ته له سلام وروسته : د ښاغلي شادګل ( نه ښادګل ) ورور عامه خبره چې [color=blue:0608c5717a]زدکړه ښه شی دی [/color:0608c5717a]پر هيڅ چا هيڅکله هم بده نه لګيږي او بشپړ ټولګړی اعتبار لري ، خو بيا هم پر تاسو ښه نه ده لګيدلې او د هغه ډيره ارزښتمنه ليکنه مو په نا مناسبو ترخو خبرو او جګړه مارو ګواښونو ځواب کړې ده، ما باور نه کاوه چې تاسو به دومره کم حوصله ، احساساتي او د ژر پاريدنکو جذباتو خاوند ياست .
په هر صورت زما د ورورۍ يوه مشوره به تاسو ته دا وي چې پورتنۍ ليکنه مو اصلاح کړئ، او د يو باشهامته پښتون په توګه له ښاغلي شاد ګل ورور څخه مو د ښې او پرځای تنقيدي ليکنې مننه وکړئ او بيا مو نورې خبرې ړنګې کړئ او که
په ليکنه کې د خپل زياتي اوتيري بخښنه هم وغواړئ نو هله به مو خپل قهرجن اولعين شيطان ته کورې ! او لعنتی ويلی وي . والسلام .


ډېره ښه...

Anonymous
07.05.2005

اسلام عليکم ورحمت الله
ګرانو دوستانو يو متل دی چې واي پکه دا دې لا بله سپکه. نو اوس دا متل په ګران باسواده ورور مېلمه ښه برابر لګېدلائ . ددوئ هره ليکنه ولولۍ ، ده پکې بې ځايه خبرې کړي اودئ لکه ديسي،، سي ،ائ ، اې غړئ دهر چا ځائ راپيداکي که ې پيدا نه کي نوبياهم ې ليکي :lol: چې بېلګه ېې پدې پورته ليکل کې ښکاري ،،،داسې ېې ماته خطاب کړئ ۰۰ ([color=red:9dd2e3d86f]ښه ده دغه پغماني کيسه بور ته به هم جوابونه ورکم دده دسويې مطابق ځکه چه لوړ تعليم يافته دی چه خپه نشي خو وطنمل صاحب به بېطرپه وي او زما خواري به په سيند نه وړي ٠ [/color:9dd2e3d86f])
خير دئ پغمان خو ډېرښکلئ دمېلې ځائ دی ، نه دشيطانت ځائ بلل شوئ او نه هم دپنچرمنانو ځائ دئ . ډېره ډېره مننه چې پنچرمين (جنګسالار)دې نه دي راته ويلي او سياف د تره ځوئ د ندي راته وئلي.
:lol:
خدائ د ټولو ته هدايت د نېکو وکړي... امين


pattang
08.05.2005

[quote:0963e7072a][size=18]پښتو به څنګه پرمخ لاړه شي چې پخپله د پښتو ډنډوره چيان سمه پښتو نه شي ليکلی . که دپتنګ صيب پاسنۍ لېکنې ته پام وکړوپه هغې کې نژدې ټولې (ی)ګانې ناسمې کارول شوي او د (جرعت)کلمه خو سره په پښتو کې وجود نه لري . ماته دامسله تر اوسه د يوې معما په شکل وجودلري چې ولي ډيرزيات هغه پښتانه چې د پښتواوپښتونولۍ چيغې وباسي خو پخپله ورکې کمزوري وي[/size[/quote:0963e7072a]]

نقادخانه وروره !
دلته دعدالت تله ( ستاسودا بر ليک ) درنه کږه شوي ده ، که قاضي صيب وی نو زه به اوس مجرم ختلای وی ٠ دغه ښادګل دی اوکه شاد ګل په تېر و وختو کي هم په ما لګيده ٠
*** دپښتو ( ډنډوره چيان ) په خپله يوه کږ ه خبره ده چي ددوستانو له خواځخه نه استعماليږ ي ٠
*** دپښتو ډنډوره چيان دکوموخلکو خبرې دي??
(( هغه پښتانه چې د پښتواوپښتونولۍ چيغې وباسي خو پخپله ورکې کمزوري وي )) داڅه مانا ?? دکمزورۍ سبب خو په طبعي صورت ډنډوره ده او دا مهمه ندی چي د ټولګي او که د ټولنې لپاره وي ٠
*** که سړی په غور سره دمختلفو غړيو لېکنې وګورې نو سړې ته زر مالوميږي چي (چې) نورمونه وجودنلرې٠

*** دلته په فوروم کي دخپلو سياسي ، کلتور ي ....... لارو څرګنده ول مطلب دي او نه په شخصيت با ندې حملې چي له موضع سره هيڅ ارتباط نلرې ٠
*** داسي خلک خاص هدف لرې خو دپتنګ جيبونه هم له تجربو ډک دي ٠

داچي تاسوخپل وخت ضايع کړی دی، نو له خوا خوږۍ څخه دې ډېره مننه ٠

ستاسوپتنګ او د پښتنولې په مينه


pattang
08.05.2005

[quote:5c1d75286f][size=18]پښتو به څنګه پرمخ لاړه شي چې پخپله د پښتو ډنډوره چيان سمه پښتو نه شي ليکلی . که دپتنګ صيب پاسنۍ لېکنې ته پام وکړوپه هغې کې نژدې ټولې (ی)ګانې ناسمې کارول شوي او د (جرعت)کلمه خو سره په پښتو کې وجود نه لري . ماته دامسله تر اوسه د يوې معما په شکل وجودلري چې ولي ډيرزيات هغه پښتانه چې د پښتواوپښتونولۍ چيغې وباسي خو پخپله ورکې کمزوري وي[/size[/quote:5c1d75286f]]

نقادخانه وروره !
دلته دعدالت تله ( ستاسودا بر ليک ) درنه کږه شوي ده ، که قاضي صيب وی نو زه به اوس مجرم ختلای وی ٠ دغه ښادګل دی اوکه شاد ګل په تېر و وختو کي هم په ما لګيده ٠
*** دپښتو ( ډنډوره چيان ) په خپله يوه کږ ه خبره ده چي ددوستانو له خواځخه نه استعماليږ ي ٠
*** دپښتو ډنډوره چيان دکوموخلکو خبرې دي??
(( هغه پښتانه چې د پښتواوپښتونولۍ چيغې وباسي خو پخپله ورکې کمزوري وي )) داڅه مانا ?? دکمزورۍ سبب خو په طبعي صورت ډنډوره ده او دا مهمه ندی چي د ټولګي او که د ټولنې لپاره وي ٠
*** که سړی په غور سره دمختلفو غړيو لېکنې وګورې نو سړې ته زر مالوميږي چي (چې) نورمونه وجودنلرې٠

*** دلته په فوروم کي دخپلو سياسي ، کلتور ي ....... لارو څرګنده ول مطلب دي او نه په شخصيت با ندې حملې چي له موضع سره هيڅ ارتباط نلرې ٠
*** داسي خلک خاص هدف لرې خو دپتنګ جيبونه هم له تجربو ډک دي ٠

داچي تاسوخپل وخت ضايع کړی دی، نو له خوا خوږۍ څخه دې ډېره مننه ٠

ستاسوپتنګ او د پښتنولې په مينه


م ن غروال
08.05.2005

ښاغلۍ ميلمه ورور سلامونه ومنئ!
تر لړمړۍ خو دا چې د پښتون لپاره د ټول افغان برېښنا پاڼه ځانګړي د بحث لپاره خونه(فورم) لري چې هلته به يې ليکل غوره وای اما په هر حال!
د پښتون لوئ قوم کي به هرو مرو ډېرې نيمګړتياوې ستونزې او نفاقونه ځاي ولري خو دا معنی به نه ورکوؤ چې ګواکي ټول د پښتون ټبر يعني هيڅ!
لاندنې ليکنه مي د خپلو د ليکنو له ټولګي څخه چې د پښتون او پښتودنستان له خونه کي ليکلې وه تاسو ته دلته رانقل کوم:
[color=white:a7bd92d44c]پښتو، هو پښتو هم ژبه ده د نړۍ د نورو زرګونو ژبو په څېر، د افهام او تفهيم وسيله٠ ځيږه ده او غرنۍ، خوږه ده او شتمنه، لوړه ده او هواره ٠ پکي د پښتو د کلتور او فرهنګ ځلانده تورې يا ټکي لنډۍ او متلونه شته، چه هم له تاريخه غږيږي او هم له علمه٠ خو څه چه پکي له نورو ژبو لوی توپير شته هغه د غيرت او عزت، ميلمه پالنې او مېړانې، د سرښندنو او تورو تورې دي چه پښتو ته ښايست ورکوي چه له زرګونو نورو ژبو ئې ځانګړې کړې ده٠ نو پښتو ژبه ده، خو،
بله پښتو، هم پښتو ده چه د پښتنو، دود، چارې او اصول يا قوانين دي چه د ټولنيزو چارو واکي جوړوي چه د ټولنې د رهبرۍ زعامت او مسئوليت دی٠ جرګه لري، اربکي لري، چيغه ده ، توره ده کمربند دي ، ډول دی او اتڼ، حجره ده او ميلمه ، شمله ده او مشر، څڼې دي او بريت، توربور دې او غليم، توپک دی او ډزونه ، مورچه ده او کمين، دا هر يو خپله پخپل ذات کي هغه رسمونه، چارې، ځايونه او کارونه دي چه ورته پښتو ويل کيږي٠ نو پښتو يوازې ژبه نه، بلکه يو اصيل فرهنګ هم دی چه د پښتنو دغه کړو او دود ته هم پښتو ويل کيږي٠
يعنی پښتو د پښتنو فرهنګ٠ نو، پښتو هم پښتو ده هم پښتو٠
چه پښتو شي هم ژبه هم فرهنګ٠٠٠٠٠٠ سرې لمبی دي په ټټر د سور پرنګ
پښتون د سر په بيه کارنامې کا٠٠٠٠٠٠ پښتنې دي چه مينې په غورځنګ[/color:a7bd92d44c]
[color=#444444:a7bd92d44c][/color:a7bd92d44c]
د ښاغلي نقاد ورور د ليکنو په تائيد غواړم د ښاغلي محمد شفيق کاکړ ورور ليکنه زما په اند مونږ او تاسو ته يو درس دي چې بايد پاملرنه ورته وکړو او د قدر وړ ليکنه يې کړې ده٠
په درناوې
غروال


Anonymous
08.05.2005

غروال وروره زموږ سلامونه ومنه !
دپښتون پښتو اوپختونولۍ بحث له هره اړخه مهم دی ٠ ځکه چه داخلک څه بل رقم خلک دي په يوه چوکاټ کی ددنيا نه برابريږي ٠

تاسووايی چه {{{ پښتون لوئ قوم کي به هرو مرو ډېرې نيمګړتياوې ستونزې او نفاقونه ځاي ولري خو دا معنی به نه ورکوؤ چې ګواکي ټول د پښتون ټبر يعني هيڅ!

پښتو، هو پښتو هم ژبه ده د نړۍ د نورو زرګونو ژبو په څېر، د افهام او تفهيم وسيله٠ ځيږه ده او غرنۍ، خوږه ده او شتمنه، لوړه ده او هواره ٠ پکي د پښتو د کلتور او فرهنګ ځلانده تورې يا ټکي لنډۍ او متلونه شته، چه هم له تاريخه غږيږي او هم له علمه٠ خو څه چه پکي له نورو ژبو لوی توپير شته هغه د غيرت او عزت، ميلمه پالنې او مېړانې، د سرښندنو او تورو تورې دي چه پښتو ته ښايست ورکوي چه له زرګونو نورو ژبو ئې ځانګړې کړې ده٠ نو پښتو ژبه ده، خو،
بله پښتو، هم پښتو ده چه د پښتنو، دود، چارې او اصول يا قوانين دي چه د ټولنيزو چارو واکي جوړوي چه د ټولنې د رهبرۍ زعامت او مسئوليت دی٠ جرګه لري، اربکي لري، چيغه ده ، توره ده کمربند دي ، ډول دی او اتڼ، حجره ده او ميلمه ، شمله ده او مشر، څڼې دي او بريت، توربور دې او غليم، توپک دی او ډزونه ، مورچه ده او کمين، دا هر يو خپله پخپل ذات کي هغه رسمونه، چارې، ځايونه او کارونه دي چه ورته پښتو ويل کيږي٠ نو پښتو يوازې ژبه نه، بلکه يو اصيل فرهنګ هم دی چه د پښتنو دغه کړو او دود ته هم پښتو ويل کيږي٠ }}}

وو ځينی ښه خويونه پکی شته خوهغه څه زياته فايده نه لري او نورنوداسی څه يی ندي کړي چه حد اقل خپل ژوند پری ښه کړي ٠ دقرون وسطا په وسايلو او رواجونو کارنه چليږي ٠

دريسوه کاله ددوی دپاچاهۍ شوي مګر خپله ژبه يی پخپله نه پېژاندله يواځی په ١٩٣٣ کی په کاغذونو کی رسمي حيثيت ورکړی شو
زه به د دوی د خپلواکۍ ددورو حساب درسره وکم ٠ نودغه درېسوه کالو کی تاسو کومی دستاينی وړنتيجی ماته ښودلی شۍ ؟

موږ ترننه دوه ميليونه کوچيان لرو چه له ګډو څرولو بل څه نه پېژني ٠

يوبيسواده ظالم اوجاهل پاچا د خرتوب له لاسه پښتانه په دوه برخوويشل شوي اوترننه جدادي ٠ (اودرامان ) جاهل خوسواد نه درلود چه قراردادونه ولولي اغه بس يوموهر درلود او په هرڅه به يی لګاوه ځکه خو اوس دلرې پښتونخوا پښتانه په خپله ژبه ليک لوست نشي کولی ٠ ددغه اودراماني اوملا عمر په منځ کی څه فرق دی ؟

دځينو ليکوالو تشبيهات خو د کومی ادعا ثبوت کيدی نشي ٠ ثبوتونه عملي څرګندوالی غواړي او هغه نشته ٠
ټوپک پکی شته خوقلم پکی نشته تربوروالي پکی شته خوورورګلوي پکی نشته ژبه شته خو ليک يی نشته جګړې پيژني خو صلح نه اوڅوک چه جګړې خوښوي اغه عدالت نه پېژني ٠
داخوددوی ميلمستا ده چه هرڅه يی پکی بايللي حتا خپل کورهم ٠ نورپه سوونو مثالونه


pattang
08.05.2005

{{{ پښتون لوئ قوم کي به هرو مرو ډېرې نيمګړتياوې ستونزې او نفاقونه ځاي ولري خو دا معنی به نه ورکوؤ چې ګواکي ټول د پښتون ټبر يعني هيڅ!
پښتو، هو پښتو هم ژبه ده د نړۍ د نورو زرګونو ژبو په څېر، د افهام او تفهيم وسيله٠ ځيږه ده او غرنۍ، خوږه ده او شتمنه، لوړه ده او هواره ٠ پکي د پښتو د کلتور او فرهنګ ځلانده تورې يا ټکي لنډۍ او متلونه شته، چه هم له تاريخه غږيږي او هم له علمه٠ خو څه چه پکي له نورو ژبو لوی توپير شته هغه د غيرت او عزت، ميلمه پالنې او مېړانې، د سرښندنو او تورو تورې دي چه پښتو ته ښايست ورکوي چه له زرګونو نورو ژبو ئې ځانګړې کړې ده٠ نو پښتو ژبه ده، خو،
بله پښتو، هم پښتو ده چه د پښتنو، دود، چارې او اصول يا قوانين دي چه د ټولنيزو چارو واکي جوړوي چه د ټولنې د رهبرۍ زعامت او مسئوليت دی٠ جرګه لري، اربکي لري، چيغه ده ، توره ده کمربند دي ، ډول دی او اتڼ، حجره ده او ميلمه ، شمله ده او مشر، څڼې دي او بريت، توربور دې او غليم، توپک دی او ډزونه ، مورچه ده او کمين، دا هر يو خپله پخپل ذات کي هغه رسمونه، چارې، ځايونه او کارونه دي چه ورته پښتو ويل کيږي٠ نو پښتو يوازې ژبه نه، بلکه يو اصيل فرهنګ هم دی چه د پښتنو دغه کړو او دود ته هم پښتو ويل کيږي٠ }}}

غرواله وروه سلام !
دا خو د داسي شيان ليکلې دي لکه ملغلرې ، چي زما زړه يې را تا زه که .
په اوس وخت کي ،که مونږ په خپل کلتور کلک وندرېږو نو قسم په خدا ی ، چي له افغانستان نه به اشغالګرامريکا يان د جميکا او يا د دومنيک دهيوادونو په څيره جوړه وي ٠ اوهغه به هغه وخت وي چي دپلارونو او نيکونو شملي به مو ړنګي وي اولکه لېونيان په خپله پښتنولۍ پسي به ګرزو ٠
نه به شمله ، - حجره ، - چيغه ،- اربکی ،- ننواتې ، - اردليان ، ...............او نه جرګه وي٠ انسان به يو پرودوکت ( product) دسرمائي وي اوهغه انسان به نوي چي پخپله اخلاقي ،پښتني اواسلامي غيږ کي لوی شوی وي .
الله دخير پيښه وي ، کرزی ګوډاګی غواړي چي امريکايان په افغانستان کي اډې جوړې کړې اود ډېر وخت لپاره پاته شي ٠ ددي کار لپاره کرزی يوه کچنۍ لويه جرګه جوړه وي ،چي استا زي به يې خامخاد بوش په دالرواخلي ٠

دپښتنولې په مينه پتنګ


نقاد
08.05.2005

ښاغلی ميلمه سلام پر تاسې !
تاسو د غروال صاحب ډيرې په زړه پورې خبرې تاييدوئ چې هوپښتو هر څه لري، خو څوک دی چې ويي کاروي او ګټه ترې واخلي. دا خبره مو هم سمه ده چې کار ترې څوک ځکه نه اخلي چې ګټه وټه نلري. او دا تشخيص مو هم سم بريښي چې که پښتانه پادشاهانو پښتو صرف کارولی ، نو ګټه او پيسه به هم پکې ډيره وه او هر مامور او دولتي کارکونکي به د پيسو له پاره رسمي کاريدونکې (پښتو ) ژبه کاروله څو څوکۍ ، معاش او پيسې پرې تر ﻻسه کړي. ښونځي ،لوړ تحصيلات ، رسميات او علمي څيړنې ، کتابونه ، ورځپاڼې ، مجلې ، مطبوعات راديو او تلويزيون ټول به مو په پښتو و،
نو د خوږوالي ترڅنګ به مو د رسمي او دولتي ژوند ژبه هم وه. داچې پښتانه مو پادشاهان او نور جګ او ټيټرتبه مامورين وو، ژبه مو نه په دربار کې، نه د لوړپوړو چارواکو سره او نه د ټيټ پوړو چارواکو سره رسميت درلود، نو ځکه ددغه ويده قام د تخت دپاسه خود غفلت تربړستنې ﻻندې د دوه نيم سوو کلونو موده عبث تيره شوه. [color=cyan:88bfb15002]هر څه چې دی ، لامل سياسي شعور او سياسي بيداري ده چې ترې د پښتنو بې برخې توب دوی له سيلمې له بدبختيو، ناکاميو ، د سر او مال ، مادي او معنوي زيانونو سره مخ کړي دي. خو وروره چې خبره په سياسي شعور او بيدارۍ کې ده ، نو بيا هم د تل له پاره مو ﻻ هم نه ده بايللې، څکه اوس د سياسي مبارزې له پاره ډيرښه وخت راغلی اولسواکي پيل شوې او دا هغه امکان دی چې يواځې او يواځې په کې د پرګنو سياسي شعور ، خوځښتونه او فعالتيونه اغيزمن تماميږي . مونږ بايد اوس ملا وتړو او د اولسواکۍ له زرينو چانسونو څخه تر ټولو زياته ګټه واخلو . که په پارلمان کې مو د جمهوري رياست د ټاکنو په شان د ا استازو ډيره کی خوندي کړ،
نو بيا به پښتو او پښتانه دواړه په ډيرو برخو کې دخپلو روا ارمانونو ﻻر په
بري سره ووهي. و من الله التوفيق . په پښتنې مينه او درنښت! [/color:88bfb15002]ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

او پتنګ خانه وروره عليکم سلام ، هر کله راشې ! ستا ځواب مې په دغه ټکي ﻻ خوښ شو چې :
اقتباس:
[quote:88bfb15002]دلته په فوروم کي دخپلو سياسي ، کلتور ي ....... لارو څرګنده ول مطلب دي او نه په شخصيت با ندې حملې چي له موضع سره هيڅ ارتباط نلرې ٠ [/quote:88bfb15002]

وروره رښتيا هم د شخص او شخصيت د مصؤنيت له پاره ټول افغان ددغه فورم په نامه کې پوهه منطق او درناوی وځای کړي دي، مونږ پر دې ډير په غصه کيږو چې له دغو موازينو په تيره بيا د درناوي له نارم څخه څوک تيری کوي. په دغه پورتني نظر کې دې بشپړ ملاتړ کوم .
بله خبره ددوستانه نيوکې څه د ملګرتوب په احساس دبل پام راړول دي چې بايد تل وجود ولري او د بحث هدف يواځې او يواځې يو پوهاوی اوسي . د پوهاوي اړينتيا هم بايد د قام وطن او د هغوی د ابادۍ او پرمختګ سره مينه اوسي ، که نه نو پوهاوی هم د څه له پاره ؟ وختې چې مونږ او تاسې ته قام او وطن مينه مطرح وي
نو په دې مينه خو بايد دغومره ډوب واوسو چې شخصي او ذهنګيرانه انګيرنې، ځان پرستي مو کورټ هيره کړې وي او دې ته ليواله اوسو چې له يوه ورور څخه داسې ټکی واورو چې زما تر هغه يې قام اووطن ته ګټه ډيره وي او د ټولنې د پرمختګ او نيکمرغۍ له پاره اړين وي!
راځئ د هر چا هره ليکنه له همدغې زايي څخه وارزوو ، که هر څومره ترخه وي خو چې حق وي، حقيقت وي، علمي او د وطن قام او مل له پاره ګټوره وي ، ه د هرچا وي خپله يې کړو او پر ډيره مننه يې ومنو او پر خپل ځان هم تل له همدغو زاويو څخه نيوکې وکړ و . هو پر ځان نيوکې بايد ايماني ، وجداني او اسلامي وي څو اخلاق مو بشپړشي ، خو پورتني ټکي بايد په ليکنو کې له پامه ونه غورځوو مو ګټور وخت ضايع نشي ، والسلام .
ستا يو ورور: نقاد


who is pashton?

Anonymous
02.07.2005

daa wolwalay pakhton ba wopayjamay
please read this and then you will know pashtoon or afghan
http://benawa.com/library/pashto/landakay_pashto/3.shtml
http://benawa.com/library/pashto/landakay_pashto/3.shtml
http://benawa.com/library/pashto/landakay_pashto/3.shtml
http://benawa.com/library/pashto/landakay_pashto/3.shtml
http://benawa.com/library/pashto/landakay_pashto/3.shtml


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more