د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د AVT Khyber غلا ، او پښتنونخوا ملي عوامي ګوند اعلاميه.

Anonymous
30.04.2005

پارون د ګهيځ په لس بجو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند , او د پښتو نخوا ګوندد ځوانانو د څانګي (PSO) يوه ګډه غونډه په کوټه شار کي د ګوند په مرکزي دفتر کي جوړه شوه٠ په غونډه کي د پښتونخوا وطن او نورو سيمه ايزو چارو خبري وشوې٠ دغونډي په اخر کي يوه اعلاميه خپره شوه چي په هاغه کي د AVT Khyber د چارواکو له خوا د ملنګ جان هاغه ښکلئ شعر کي چي د پښتونستان په هکله ې ويلئ و، د پاکستان کرغېړن نوم يادول, يوه ملي او ادبي غلا وبلل شوه٠ د AVT Kbyber د چارواکو دغه خيانت په کلکه وغندل شو، او له دوئ غښتنه وشوه چي له ټول پښتانه کام ژر ترژره بښنه وغواړي، اوپه راتلونکي کي له داسي پارونکو تېروتنو ډډه وکړي٠ په اخر کي دلر او بر افغانسان ټولو خلګو ته ورياد کړائ شو چي هيڅ کله هېر نه کړي چي AVT Khyber د پنجاب يو لاسپوسئ چېنل ده، او پښتانه هيڅ کله د پښتو يا د پښتانه ملت د ګټي هيله ترې وه نکړي٠ د AVT Khyber څلور سره مالکان پنجابي جنرالان دي٠ له داسي پښتون دښمنه خلګو دپښتو او د پښتانه وطن د ګټي تمه کول به يوه ستره ناپوهي وي٠ AVT Khyber د پښتونخوا غلامي ته دوام ورکولو او په ازاد افغانستان کي د لاس وهني يوه نوې وسيله ده٠ پښتانه لکوالان، ملت پاله ګوندون، او روڼ اندي افغانان بايد ګام په ګام او ټکي په ټکي د AVT khyber په جامه کي د دښمنانو هر پښتون دښمنه عمل تر نظر لاندي ونيسي٠

پښتنونخوا ملي عوامي ګوند.
کوټه، سهېلي پښتونخوا، افغانستان٠



هيواد شېرزاد
30.04.2005

سلامونه!
زه به ددې ناولي کار په هکله ځکه څه نه وايم چې په هره ويبپاڼه او هر ځای کې پدې هکله کافي خبرې شوي دي.
فقط د قاري صاحب هجران يو شعر به، چې د بېنوا ويبپاڼې څخه مو را اخيستی دی تاسې ته وړاندې کړم.

[color=indigo:e1f7bc7f72]........... [size=24:e1f7bc7f72]ګاونډيه آ شنا!!![/size:e1f7bc7f72][/color:e1f7bc7f72]

[color=indigo:e1f7bc7f72]زما په کور کې چې دا اور بليږي ، زه به تر کومه حو صله کومه
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را، يوه ګيله کومه[/color:e1f7bc7f72]

زما پخې سړکي هم کچه شولې ، تا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړل
زما کورونه شول د خاورو ډېرې ، تا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړل.
زما له کور نه هديرې جوړي شوې ، تا د خپل کور مينځ کې باغونه جوړ کړل.
زما فرهنګ ، کلتور، معارف ختم شو ، تا ښار په ښار پو هنتونونه جوړکړل.
زه ديسپرين ګولۍ ته هم حيران يم، تا کور په کور هسپتالونه جوړ کړل.
زما د کونډې ابۍ پړونی خرڅ شو، تا دې بي بي ته سره هارونه جوړ کړل.
زما بندونه فابريکې ورانې شوې ، تا کارخانې او ماشينونه جوړ کړل.
زما ټانکونه طيارې کباړ شوې، تا د ګاډرو ترې تيرونه جوړ کړل.
کور مې شه وران کړه مېړنيه اشنا د وران کندړو ننداره کومه
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را، يوه ګيله کومه.

ستا له لازمې همکارۍ تشکر، کور د اباد په پښو درېدلی نه شم.
زما له خوا نه مطمئنه اوسه نور، تر سلو کالو جګېدلی نه شم.
عمر به ستا په نوکرۍ کې تير کړم، ستا له قرضو نه تښتېدلی نه شم.
کور په کور تا راته جنګونه جوړ کړل، له وروروژنې خلاصېدلی نه شم.
زما د خولې جلب هم ستا لاس کې دی ، په خپل اختيار اوس غږېدلی نه شم.
په ځنکدن کې مې لاس پښې مه تړه ، چې ساه مې وځي خوځېدلی نه شم.
مال او متاع مې ښه ښکاره تسليم کړه، لالا زه مرمه روغېدلی نه شم.
خو ياد يې لره د هندوکش زمری يم، که يو ځل خلاص شوم تميدلی نه شم.
په نوي رنګ کې پخوانيه اشنا د زوړ تاريخ درته کيسه کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا، اجازه را ، يوه ګيله کومه.

ته د اخبار سرخي په ما جوړوه، غټ غټ پرې ليکه چې افغان مهاجر.
دسخت باران او د ږلۍ له لاسه، په کمپ کې مړه دي سل خواران مهاجر.
او بيا د سو تغذيي له وجهې ، مرګ ته نيږدې دي يتيمان مهاجر.
دا ستا اخبار په ښه قيمت خر څيږي، ليکه اول مخ کې عنوان مهاجر.
ستا ډاکټران به تجربې پرې وکړي ، پښې لاس ترې غوڅ کړه دي زخميان مهاجر.
مزدوري ښکته کړه نرخ پورته بيايه، چې ښه مفلس شي دا خواران مهاجر.
ښه مې تشخيص کړې مداريه اشنا ، زه ستا د ولکې ته ننداره کومه
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را، يوه ګيله کومه.

يو خوا د امن سولې چيغې وهي، بل خوا باروت او امبارونه درومي.
ډک په ميزايل او راکټو نو باندې، د داسلندو کتارونه درومي.
څه د طالب څه د مطلوب په نامه ،سپينو جامو کې تک تور زړونه درومي.
چاته شيعه چاته سني وايي ته ، ورته نقشې او پلانونه درومي.
څوک په پښتون څوک په تاجک غولوې، يو خوا بل خوا نه کومکونه درومي.
افغانان مري افغان ولس ورانيږي،خاينه ستا خو ډالرونه درومي.
ته د خپل سر د غټېدو په غم يې، زما په سرکې شمار سرونه درومي.
ستا د مطلب پوره کېدوو په غرض، زمادعمر ارمانونه درومي.
مال به دې ډېر شي قارونيه اشنا ، غم ستا ددې زېرمو خرچه کومه.
ای په ما ګرانه ګاونديه اشنا اجازه را، يوه ګيله کومه.

زهر د راکړه د حلوا په نامه، لارې لستوڼي لاندې مار وختې.
تا ددوستۍ او د وفا لاپې کړې، اخر دوښمن او جفاکار وختې.
تا ويل چې سر او مال مې دواړه در کړل، خو حسابۍ کې مې قرضدار و ختې.
نه دې ماديات نه معنويات را پرېښول، د رنځ طبيب نه شوې دانکمار وختې.
خام او پاخه مواد دې وويوړه زما، ته لاموړ نه شولې ښامار و ختې.
غوښې مې خلاصې شوې هډوکي مې خورې ،اشتها دې بنده ده بيمار وختې.
مړ ترور تا کړم نوم زما بد نام شو، ته ممې قاتل د ورور او پلار وختې.
هېر به مې نه شي ګلاليه اشنا خپلو لمسو ته نوشته کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه اشنا اجازه را، يوه ګيله کومه.

زما د کور لمبو ته مه تودېږه، دېوال شريک لاليه اور به واخلې.
بيا به يې په چل د مړکېدو پوه نه شې، ته به يو ځای وژنې خو نور به واخلې.
که شول خواره زما داور بڅري، اور ښار په ښار او کور په کور به واخلې.
ته که زما په شان زخمي زخمي شوې،ګمان مې نه شي که ټکور به واخلې.
دردمن زړګي ته مې زور مه ورکوه، خپله به ودرديږي زور به واخلې.
زما په مړو ايرو کې څه لټوې، لال پکې وسوځيده سکور به واخلې.
بيا به دې ځای په يو وطن کې نه شي، لکه غوباري سخوندر تور به واخلي.
په کور دننه بهرنيه اشنا، نور پس له دې درنه پرده کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را، يوه ګيله کومه.

ته په برات کې د اختر حساب کړې، په ما شپې ورځې محرم تيريږي.
ته د ملت سپېڅلې ورځې لمانځه، په ما هر وخت ملي ماتم تيريږي.
زه چې لږ ساه واخلم مسکی غوندې شم،جانانه تا باندې ستم تيريږي.
د خپلواکۍ د سباوون په هيله، پر ما تمام عمر تور تم تيريږي.
زما لا يو ښخ نه وي بل سلګۍ کړي، مدام د غم د پاسه غم تيريږي.
د بهرني دښمن ښکرونه مات شول، اوس ګاونديان مې کور په چم تيريږي.
خو ګاونډيه ياره دومره واوره، هاغه چې تېر شو نو داهم تيريږي.
په خوی ګيدړ په رنګ زمريه آشنا تاته د زوړ ښکاري کيسه کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را، يوه ګيله کومه.

زه د محمود بت شکن اولاد يم، د سومنات بت نړولی دی ما.
وکړه تپوس دکيوناري، مکناټن نه، څوک سوځولی څوک وژلی دی ما.
وګوره ليک د پرنګي تاريخ کې، ان ترلندنه زغلولی دی ما.
چا چې په بد نيت ماته لاس راوړي، لاس ترې نه ولي کې غوڅ کړی دی ما.
روس په جهان کې د خدايي دعوه کړه، په ټول جهان کې شرمولی دی ما.
دنيا څو ځلې آزمايلی يمه، ميدان څو څو ځلې کتلی دی ما.
ګران ګاونډيه حق دې و پېژنه،د ګاونډتوب حق ټول منلی دی ما.
هېر به مې نه شي ګلاليه آشنا، خپلو لمسو ته نوشته کومه.
ای په ما ګرانه ګاونډيه آشنا اجازه را، يوه ګيله کومه


pattang
05.05.2005

سپی ، خنځير مې ښه ايسې نه پاکستان لعنت دي وي په پاکستان چې دپښتنو
غټ ازلې دښمن او يو مذدور بي اخلا قه او بي وجدانه ملک دی ٠ کله به هغه وخت راشي چي د اټک په غاړه دپښتنو بيرغ ووينم .
مرګ دې وي په بي هويته دالخورو او مذدورانو ٠
ډيره ښه شوه چې رسوا مو کړل ، خدای دي خير در کړې٠

دپښتنولۍ په مينه پتنګ


Anonymous
06.05.2005

خبره په پاکيستان کی نده بلکه په مردارخورو پښتنو کی ده ځکه چه ددنيا فسق و فساد په ځينو غلامو بې هويتو پيسه سرو تش په نامه پښتنو کی دی ٠
پښتانه دخپل ځان دوښمنان دي له بله ګيله نده پکار

تبرګۍ


ضيااحمد
06.05.2005

تبرګيه ميلمه ستړي مشي ؟
يره انډيواله ډير نادان راته ښکاره شوي ٠يوازئ دومره به درته وه وايم چه د يوقوم په سپکه يادول چه هغه دخپلې ازادي پخاطر په ميليونونه شهيدان ورکړيوي ډيره بی احترامې او بی ادبې ده ،کيداي شې چه پځنګله کښي ځيني کيدړان اوشغالان هم وي خو ټول قوم ته بد ويل دبدو خلکو کاردي ٠
اميددي چه دټول افغان دويب پاڼي مسئولين دي ته متوجه شي او ده داسې ليکنو مخنيوی وکړي ٠
دافغان په ننګ مي وتړه توره
ننګالی دځما نی خوشحال خټک يم


Anonymous
07.05.2005

ضيااحمد وروره خدای دی وبخه په خېر اوسې
بيا عرض دادې چه که لږ څه دغه زما خبرو ته ځير شې نو والله که می ورانه خبره کړي اوپوهيږم چه د ((ځينو)) او)) ټولو(( ترمنځ دځمکی اواسمان فرق دی ٠
اودابه راسره هم ومنې چه ))مردارخواره پښتانه)) هم شته چه ډېر لوی جرمونه يی کړي اوکوي يی هم ٠ زه چه هرکله لکه تبرګۍ ددوی په ککره ګوزار وکم نو د يتيمانانو زړونه ټکور شي اودسبا ډاډ يی په زړه کی ولويګي٠
نوماچه څه ليکلي وو اغه داوو :

{{{خبره په پاکيستان کی نده بلکه په مردارخورو پښتنو کی ده ځکه چه ددنيا فسق و فس اد په ځينو غلامو بې هويتو پيسه سرو تش په نامه پښتنو کی دی ٠
پښتانه دخپل ځان دوښمنان دي له بله ګيله نده پکار}}}

اواوس که اجازه وي نو د تبرګي يو شېر به درته وويم .
عرض دې:

په خرپ سره لګيږم په خرپ سره جګيږم
خوبونه می په خرپ دي خوويښتيا می خرپ او خروپ ده
:shock: :shock: :shock:
په خرپ سره مړيږم خوپه خرپ کی يم بيا وږې
په خرپ به هرڅه وخورم اشتهامی خرپ اوخروپ ده
:shock: :shock: :shock:
په خر پا باندی ميين يم په خرپا کی می ژوندون دی
نصيب کی می جفا ده اووفا می خرپ او خروپ ده
:shock: :shock: :shock:
ز ه خو تبرګې يم-زما وينا په خرپ او خروپ ده
ژړا مې خرپ او خروپ ده اوخندا می خرپ او خروپ ده

جوندي اوسۍ

تبرګۍ


Anonymous
09.05.2005

ها،ها،ها ، هه ، ههه هه، د خندا سه مې غاښونه ووتل :twisted: :twisted: :twisted: :twisted:



څاروان
10.05.2005

د بحث ګډون كونكو ورسته له سلامونو څخه.
څو ورځي وړاندي د ميئ په اتمه نيټه د وحدت ورځپاني ليكلي وه چه په امريكا كې پاكستاني سفارت په هغه كارټون ډيره خوابدي څرګنده كړي وه چه د واشنطن ټايم ورځپاڼي د پاكستان لخوا د ابوالفراج نيولو د تمثيل كولو په توګه نشر كړي وه.
[color=white:15eae1f985]خبر زياتوي چه واشنطن ټايم ورځپاڼي د يو سپي كارټون رسم كړي وه او په خوله كې ئې ابوالفراج وركړي وه پداسي حال كې چه سپي د امريكايي پوځي په مخ كې ولاړ دي او هغه په مخ ښكل كړي او بيا ئې ورته ويلي شاباس اوس د اسامه لټون پيل كړه.[/color:15eae1f985]
د پاكستان سفارت په ډاګه كړي وه چه دغه كار د ټول پاكستاني قوم ته په سپكه كتل دي.
ګرانو لوستونكو تاسي څه نظر لري چه دغه تمثيل حقيقت ته څومره نژدي دي؟

يوسف څاروان


Anonymous
10.05.2005

تبرګيه وروره سلام ،
وروسته له سلامه :

په خرپ باندې مين يي ، کنه نو پڅ اوزنګ يي
سازونه د په خرپ دی ، أوازونه دپه خرپ دی

په زنګ کې دزوال دې ، په خرپ کې د کمال دې
بهارونه د په خرپ دی ، خزانونه د په خرپ دی

په خرپ أموخته شوۍ په خرپ کې دژوندون دې
ګوزارونه د په خرپ دی،خوراکونه د په خرپ دی

تل ترتله تيره او له زنګو څخه په امان اوسې !!!


Anonymous
10.05.2005

وام بې شکه، نابللۍ اشنا،هههها هاها :lol:
منګر دا دې نکړه مالومه چې پس له دومره خرپ او خروپه، دا تبرګۍ اخير د چا په ﻻس کې دۍ؟


Anonymous
10.05.2005

څاروان صيب سلام٠
وروره څه سر پسی خوږوی٠ يو مردارخور تروريسټ وو او خپلو سردارانو يی ليوانو ته په ﻻس ورکۍ،خدايدی وکړی چی چپه ميچنی په تاو کړی٠
ډيری ميندي به يی کونډي اوډير ماشومان به يی يتيمان کړی وی ٠ انشأالله چی په دی دنيا به هم ددوزخ اعضاب ووينی،اوهغه دنيا کښی دوزخ خو يی دۍ دۍ٠
څه ښه وايی چی بد ګرځی،بدبه پرځی٠ الله پاک دی ويم چی چرته تروريسټ وی همدی ليوانو ته په ﻻس ورکړی چی سابۀ ورپه مالګه کړی ،انشأالله چی ټول به ګيريږي٠ اوزموږ وطن دی خدای پاک نور له دی مرضه خلاص کړی٠ امين ٠
[color=green:1fa3682259]تاسی هم ووايی امين[/color:1fa3682259]٠
اودلته دغه ستاسی انتخابی شعر دوې سره په دی شکل ښه صدق کوی چی
[color=red:1fa3682259]څودی توان رسی دغره سوړو کښی پټ شه
ابادۍ کښی دی زوال دۍ ترورېسټه٠[/color:1fa3682259]
:P :D :D :D :D
په درناوی٠ بريالۍ٠


Anonymous
10.05.2005

تم ښه وائې،د ا ټېرورېسټان دې ر ب ټول ورک او تري تم کي، که عرب وي که افغانان
((چې نشه د استبداد لري په سر کې
ماته ېو دۍ که مغول وي که افغان ))
سپين سترګۍ مېلمه


Anonymous
10.05.2005

څاروانه وروره سلامونه اوښې چاري ٠
پريږده چي ښه په شرمووشرميږي ترپرونه پوري خويی ځان دامريکاترټولونږدي دوست ګڼلواواوس ورته دا معلومات وشول چي په کوم شاخ چي ولاړدی همغه شاخ غوڅوي ،مشرفيان اوکرزيان اوس بايد په دي وپوهيږي چي دکومي بدې بلا په شا چي سواره دي ددي بلا خوله ددوی په لورهم راګرځيدونکي ده ،

لوی خدای تعالی جل جلاله رښتيا ويلي دي چي :

[color=blue:fcc8fa5839]وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120) [/color:fcc8fa5839]
اوس هرڅوک پوهيږي چي دخدای تعالی جل جلاله پورته قول څومره ښه صدق کوي ٠
پاکستان که هرڅومره دامريکا په غلامئ اوتيارسئ کښي پورته پورته ټوپونه ووهل بياهم دادی امريکا ورڅخه راضي اوخوښه نه ده ، او ولي به راضي کيږي چي پاکستان ځان يومسلمان هيواد ګڼي اوامريکا يويهودي اونصراني هيواد دی ،ترڅوچي يوڅوک نصراني يايهودي نشي اواسلام پرينږدي نودا هسي تش خوب اوخيال دی چي ددي کفارو دوست اويا هغوی تري راضي شي ،
اويومتل دی چي (((( [color=yellow:fcc8fa5839]کاڼئ به پوست نه شي ، کافر به دوست نه شي [/color:fcc8fa5839]))))

په درنښت

محمد اسماعيل


Anonymous
10.05.2005

وام اجب خلک دي :o

تاخوماته ام سلام واچاوه هههه :D

ويم سوان راواخله کنه په څټو ګوزارپی کوم چه ويم زخم اېم پيدا نه کی :P

ستاسو- د- اغوی -دټولو تبرګې


Anonymous
10.05.2005

سپين سترګيه وام تا ماته سلام اچولی هههه :roll:
زه به درسره ګورم

اونابللللی وراره دغه لاندی شېر ته دی رابولم
ارض دی :

يو درب د سلامونو اوپه خرپ کی می والې که
نو خرپوخروپ به ګورې که دی بس کړل سلامونه

تبرګۍ


Anonymous
11.05.2005

تبرګيه أغا، 8) له دې خرپهار ه سه دې ښکارې چې د کوچنيوالي سه درته د خرپ او خروپ شه تمرين درکړ سوۍ دۍ، نو که دې هوا ورته کيږي په زردکو دې شوک خلاس که چي أجوبه خرپا کوي 8) 8) 8) :wink:



څاروان
11.05.2005

11-5-2005
ميلمه وروره وعليكم السلام او زما لخوا هم د انجوګانو د مصاريفو په اندازه سلامونه قبول كړه.
وروره د ليكنې څخه دي معلوميږي چه زما د ليكنې په مقصد نه ئې پوه شوي نو [color=white:a94b1aae3e]زما مقصد دا وه چه د پاكستان حكمرانو تشبيه د سپي سره وركول او يا دا خبره څومره حقيقت لري چه امريكايان د پاكستان د حكمرانانو څخه د سپو په څير كار اخلي؟ [/color:a94b1aae3e]
او ستاسي ليكنه د ابوالفراج د نيول په اړوند ده. زه درسره پدي څه ويل نه غواړم او يوه خبره باندي ډير افسوس كوم چه مسلمانان ولي دومره بي غيرته شول چه كفار ئې د سپو سره تشبيه وركوي او د سپو په څير ترينه كار اخلي او دوي په خړو سترګو بيا هم ورسره كار كوي. او پدي كې هم خپل عزت ويني.

يوسف څاروان



څاروان
11.05.2005

۱۱-۵-۲۰۰۵

محمد اسماعيل وروره سلامونو ته دي د حلوا په څير خواږه ، غوړ او نرم وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئې هم قبول كړه.

وروره د نظر په څرګندونه دي خوشحاله شوم. فكر كوم ستاسي په نظر د امريكايانو تشبيه پرځاي ده. په ريښتيا وروره چه غلامي ډير بد شي دي خو [color=white:ad97b17c81]په شرم هغه شرميږي چه په شرم پوهيږي.[/color:ad97b17c81]

يوسف څاروان


Anonymous
11.05.2005

}}}تبرګيه أغا، له دې خرپهار ه سه دې ښکارې چې د کوچنيوالي سه درته د خرپ او خروپ شه تمرين درکړ سوۍ دۍ، نو که دې هوا ورته کيږي په زردکو دې شوک خلاس که چي أجوبه خرپا کوي {{{

واه - ته خو په ريشتيا سپين سترګۍ يی ٠ ماوېل زه چه درته ځواب درکم نو مړې مړې به لکه مرچ أغا راته وګورې خودې کارته برګ سترګې پکاردی نووراره لږڅه دتبرګي اودوردګ تر منځ پرک کوه)ګوره چه وردګ ورونه خپه نسي )

بس تبرګۍ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more