د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دوی نۀ پوهېږي او کۀ ځانونه نۀ پوه کوي؟؟

پښتون ځلمی
30.04.2005

سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ د قدر وړ مشرانو او دوستانو
پس لۀ ډېر وخت دلته سر را ښکاره کوم. الله دې وکړي چې ټول روغ او جوړ اوسئ.
اسلامي فورم ته به مې چې کله هم نظر واچول نو اوږدۀ اوږدۀ او نۀ ختمېدونکي بحثونه او جنګونه به مې ليدل او ګورم يې...
سړی چې د ځنو خلکو خبرې واورې نو پۀ چورتونو کې ورک شي چې ګنې داسې خلک او د داسې فکر خاوندان هم شته. سړی هک پک پاتې شي چې ګوره څومره ډېر اندونه او آيډيالوژيګانې دي. هر ډول (ګلچين) آيډيالوژي چې لۀ ځان سره جوړه کړې نو و به ګورې چې د هغۀ تفکر پلويان [b:48edc61555]هم موندل کېږي[/b:48edc61555]. خو پۀ يوې خبرې زما سر نۀ خلاسېږي او هغه دا چې پۀ ډېرو څرګندو او حساسو مسايلو کې موږ فکري اختلافات وينو، يوې خوا ته تور او بلې خوا ته سپين وي. دوه سړيان چې دواړه پۀ رنګونو ښۀ پوهېږي هم (د دوی پۀ وينا) خو سره لۀ دې دوی دا رنګونه سره نۀ شي بېلولای. دا ولې؟؟؟ ولې دوی وايي چې دا سور نۀ دی، شين نۀ دی، ګلابي نۀ دی؟؟ دوی د يو بل سره کسد لري او لۀ همدې امله سپينه خبره نۀ کوي؟ او کۀ پۀ دوی کې يو تن پۀ ريښتيا ړوند دی؟
خبره رانه اوږده نۀ شي ... د خبرې د اږدېدو پورې را ياد شو چې ځنې خلک پۀ يوې موضوع زښته ډېرې خبرې کولای شي. زۀ خپله کۀ پۀ يوې موضوع ښۀ ډېر پوهېږم، بيا هم پرې ډېرې خبرې نۀ شم کولای يا ليکلای. زۀ خو دا خپله کمزوري بولم .... خو هغه خلک چې پۀ يو کوچني شي لکه مياشي هم (پرته لۀ طبي نظر څخه) اوږدې اوږدې پړپړې ليکي، دا د هغو استعداد و بولو او کۀ دا به غير نارمل سېناريو وي؟؟

لنډه لنډه دا چې پۀ افغانستان يرغل وشو کۀ نه؟ امريکايانو وکړل کۀ نه؟ کافران دي کۀ نه؟ کافران د اسلام او مسلمانانو تباهي غواړي کۀ نه؟ بې ګناه افغانان يې ووژل کۀ نه؟ هر ډوله کيمايي او نيوکلير مواد يې زموږ پۀ پاکه خاوره کې پرېښود کۀ نه؟ تر ټولو وړاندې يې د چادري پۀ غورځېدو خوښي څرګنده کړه کۀ نه؟ کيبل او ډش او پکې هر رنګه چينلونه بې لۀ غلبېلېدو (censorship) دوی لۀ برکته راغلل کۀ نه؟ (چې داسې پۀ امريکا او کاناډا کې هم نۀ کېږي)
شراب يې راوړل کۀ نه؟ د شرابو او نڅا کلبونه پرانيستل شو کۀ نه؟ غير اسلامي او غير افغاني کارونه ډېر شول کۀ نه؟ بې شرمي او بې حيايې پرېمانه شوه کۀ نه؟ زموږ پۀ تعليمي نصاب کې لاس ووهل شو او وهل کېږي کۀ نه؟ افغانې ښځې او نجونې بې ستره شوې کۀ نه؟ بې ادبي مې وبخښئ، درګرده افغانې ښځې د امريکايانو او نورو خارجيانو لۀ لاسه ......... کۀ نه؟ افغانان موردګوان شو کۀ نه؟ ؟؟؟؟؟؟؟

بيا ولې زموږ ځنې ورونه چې ځانونه پۀ اسلامي احکامو پوه هم بولي او آياتونه هم وړاندې کوي (بې دليله) د امريکايانو او کافرانو پلوي کوي؟؟؟؟ ولې د طالب او القاعده سره خپل اختلافات پۀ ځای نۀ پرېږدي او حق نۀ وايي؟ کۀ طالب سره زما اختلاف وي او هغه راته ووايي چې خدای يو دی، نو زۀ به (نعوذبالله) دا هم نۀ منم :?: ځکه چې د يو (مخالف) د خولې خبره ده؟ طالب به خپل کار کوي او القاعده خپل کار، زۀ به حق ته حق او باطل ته باطل وايم کۀ نه؟
ولې دوی خپله غاړه پۀ مفتو کې بندوي؟ که د خپله لاسه يې څۀ نۀ کېږي، کم لۀ کمه حق خو ويلای شي!!!!!!
زموږ پۀ کوم کار، کوم ځای، کوم شي، کوم .............. کې لاسوهنه ونۀ شوه او پۀ موږ کوم تېری ونۀ شو او د کوم ظلم او تېري کوم کافر يا منافق پۀ موږ درېغ وکړل؟؟ او دوی بيا هم وايي چې امريکا موږ سره ښۀ کوي.
زۀ اوس مهال پۀ پېښور کې يم او باور وکړئ چې دلته هم د کفر دا بوی را رسېدلی. د خلکو دې کړو وړو او دې چاپېريال ته چې وګورې نو اوچته څرګندېږي چې څومره دا ځای دې کفري او غير تهذيبې اغيزو اغيزمن کړی دی. چې دلته دا حال وي نو هلته به څۀ حال وي .............. د خدای لپاره راځئ چې د بې غيرتئ دا شړۍ لۀ ځانه اخوا و غورځوو. اول ځان ته وايم!!


م ن غروال
30.04.2005

ښاغلۍ پښتون ځلمۍ ورور سلامونه ومنئ!
الحمدالله چې مع الخير له سفره بېرته راغلي ياست٠
ستاسو ليکنه زما او زما هم اندودو وروڼو ته متوجه ده٠ خو زه به يي پخپل قسمت کي ځواب درته وليکم٠
ستاسو د ټولو پوښتنو ځوابونه دي :
هو! ولې نه!
زه ړوند نه يم او هر څه مې هم ليدلي او اوريدلي دي٠ خو ستاسو د پوښتنو په قطار کي يوڅو پوښتنې نشته چې بايد وای٠ هغه داسي چې :
١ : ـــ دا هر څه ولې او څرنګه وشول؟
٢ : ـــ د ژغورلو يوازې جګړه ده چې وشي او که کومه بله چاره هم شته؟
٣ : ـــ ملت ژوبل دي او په زرګونو يتيمان ، کونډې، او بورې ميندې لرو او که نه؟ د يوې وچې ګولۍ ډوډۍ يي هم بايد څوک مسئول وي او که نه؟
٤ : ـــ که جګړه وکړو په اسلامي نړېواله کچه او په دننه هېواد کي هم څوک شته چې پلوي وکړي او راتلونکي کي د هېواد امنيت ساتندوي شي؟
٥ : ــ که دا پوځيان نن ووتل آيا کورنۍ جګړه به لکه پخوا راستانه شي او که نه؟ او ورځ په ورځ به نور هم په ملت هغه نارواه شپې او ورځې راشي، لکه چې موجودې وې او که نه؟
نورې داسي پوښتنې شته چې بايد په پام کي يي ونيسو او له احساساتو نبايد کار واخلو او لاره او ګودر په علمي ډول وڅيړو او پيدا کړو چې څه دي چې بايد ترسره يې کړو تر څو د خپل غمځپلي او کړيدلي هېواد نور دتباهۍ او بربادۍ موجب ونه ګرځو! هله به ستاسو نېوکې او پوښتنې ډيرې پر ځاي واي اما داسي يوه جانبه قضاوت او اندود چې تاسو يې انځوروئ، د ملت د هيڅ يوه غم او درد به نه درمل شي او نه هم علاج!!! بس که همدا ټکۍ مو اصل ونيو هم اسلام دي او هم غيرت! والسلام او په درناوې
غروال


Ghairat
23.05.2005

[quote:9c05476566]لنډه دا چې پۀ افغانستان يرغل وشو کۀ نه؟ [/quote:9c05476566]
په طالبانو وشو ، نه په افغانستان
[quote:9c05476566]امريکايانو وکړل کۀ نه؟ [/quote:9c05476566]
هو ، خو پر طالبانو يې وکړ، خپل قصور يې واخيست ، ايا قصور اخيست په پښتو کې ناروا دی؟
[quote:9c05476566]کافران دي کۀ نه؟ [/quote:9c05476566]
عيسويان دي، خدای مني ، نور چې هرڅه ورته وايې !
[quote:9c05476566]کافران د اسلام او مسلمانانو تباهي غواړي کۀ نه؟ [/quote:9c05476566]
عيسوي دين جګړه نه خوښوي، خو حکومت يې چې ددين پروا نه لري،که په جګړه کې سياسي او اقتصاد ګټې ولري نو جګړه کوي . نو دا د کفر سره څه تړاو هم نه لري!

[quote:9c05476566]بې ګناه افغانان يې ووژل کۀ نه؟ [/quote:9c05476566]
افغانان يې بيګناه ووژل، که څه هم يو شمير به يې بي ګناه هم نه وو. د طالب د ديکتاتورۍ په له منځه وړلو کې يې سخت رول ولوباوه، خو هغوی بيګناه هم نه وو.
نور بيا


pattang

pattang
23.05.2005

[color=darkblue:73d50978a8]زه وروره سپينې خبرې درته ليکم که دي خوا ښه کيږي او که بديږي ! دا خو ولاکه پښتنې غيرت ، انسانې اوعدالت وې کوم شيان چې تا ليکلې دي ٠[/color:73d50978a8]

[quote:73d50978a8]لنډه دا چې پۀ افغانستان يرغل وشو کۀ نه؟ [/quote:73d50978a8]
په طالبانو وشو ، نه په افغانستان.

[color=brown:73d50978a8]ګوره دا پورته څومره بيغيرته خبره ده :
افغانستان اوس کله ازادي لرې ، پښتنې ميرمنې د ډيرو کسيفو امريکايانو له خوا
تلا شي کيږې د نرو او دښځو سره لوا تت په زور کيږې ، دپښتون پګړۍ په ډاګ ولويده ، ايا دا خلک جز د افغانستان ندي٠ پښتنې کلتور مخ په زوال دي او شخصي
ديکتاتورې ( هر څه چې غواړم هغه کوم او لاس دي خلاص ) خپل اوج ته رسيدلي دي او نورې په سلګونوفجا يا وې وجودلرې ، ايا دا افغانستان ندي ٠
ديکتاتورې د پروليتارې خو ډيره ښه وه نظر دي اشغالګرو ته٠

طالب کله په خپل حال پاته کيدای شوی، خپله ملت ورته پورته کيده٠
او کوم طالب په امريکا ٠٠٠ ترور کړې دي دا عربان خو مخکينی ميراث دمجاهيدينو
دوختو وو اونه دطالب دوختونو٠[/color:73d50978a8]

[quote:73d50978a8]امريکايانو وکړل کۀ نه؟ [/quote:73d50978a8]

هو ، خو پر طالبانو يې وکړ، خپل قصور يې واخيست ، ايا قصور اخيست په پښتو کې ناروا دی؟

[color=darkblue:73d50978a8]ګوره دلته بياڅه ناروا ليکې :
چې د جزا وړ دی او زه داسی فکر کوم لکه چې امريکاېي طبعه ئي خويواځې پښتو دزده کړې ده. قصور له عربو اخلې او که له غيرې شعورې دهقانانو ځخه چې د طالب په نوم مشهوروو.
څومره قصور له چانه له عربو نه او که د پښتون له ځويه ?
ددرې زرو په جاي ١٣٠٠٠ تسليم شوي پښتانه بيله قضا او محکمې دديموکراسي
په نوم په ډير بيرحمانه ډول وژل ? په کوم قانون بي له سبوته او قضا ګله ئيزه وزنه روادی ?
ملا عمر او بن لا ډن خو ژوندي ګرځي اما افغانستان خو اشغال دي ٠ [/color:73d50978a8][quote:73d50978a8]کافران دي کۀ نه؟ [/quote:73d50978a8]
عيسويان دي، خدای مني ، نور چې هرڅه ورته وايې !

[color=brown:73d50978a8]مذهب د هر چا خپل کار دی ، زه پښتون مسلمان يم د بل چا په مذهب کار نلرم ترڅو چې زما په عقيده تيرۍ ونکړې ٠[/color:73d50978a8]

[quote:73d50978a8]کافران د اسلام او مسلمانانو تباهي غواړي کۀ نه؟ [/quote:73d50978a8]
عيسوي دين جګړه نه خوښوي، خو حکومت يې چې ددين پروا نه لري،که په جګړه کې سياسي او اقتصاد ګټې ولري نو جګړه کوي . نو دا د کفر سره څه تړاو هم نه لري!

[color=indigo:73d50978a8]په کتابي ډول اسلام هم جګړه نه خوښوي ،نه يوازي عيسوي مذهب او داجنګونه يوازي اقتصادې او استعمارې ډول لرې ( زه نه پوهيږم چې د پروليتاريا زاړه پيروان په دي هکله څه فکرونه او څه کوي ). [/color:73d50978a8]

[quote:73d50978a8]بې ګناه افغانان يې ووژل کۀ نه؟ [/quote:73d50978a8]
افغانان يې بيګناه ووژل، که څه هم يو شمير به يې بي ګناه هم نه وو. د طالب د ديکتاتورۍ په له منځه وړلو کې يې سخت رول ولوباوه، خو هغوی بيګناه هم نه وو.

[color=brown:73d50978a8]ملګريه اوس هم ازادې نلرې د دالرو ټېغونه مه باسه ٠
ازادې هغې ته واېي چې يو ملت ېي په خپله په مانا پوه شې او پخپله ېي تر لاسه کړې نو دغه ملت ېي بيا په ساتنه هم پوهيږې٠ دپرديو ازادي داسي مانا لرې لکه يوه جاهل دهقان ته چې يوه عورته بي ولوره ورکړې اودی جاهل ئي په ساتنه نه پوهيږي او هره ورځ ېي وهي او ډبه وي اوواېي ،چې که مړه شې نوبلا مې ور پسې ، پيسې مې ندې پرې تللې او بله شځه به وکړم ٠
نو کله چې ددې لوده خان ښځه مړه شې او پيسي خو نشته څکه چې سنجش ېي بي علمه او تش خيا ل پلو وه نوخپله کډه پا کستان ته بار کړې او هلته دمذدورۍ او غلا مۍ کچکول په سر ګرزوي.٠ [/color:73d50978a8]

[color=darkblue:73d50978a8]غيرت خانه داسې ولې نه ليکي :
پښتانه خوشي ، دطالب په نوم چې مړه شوه ، څه پروالرې ، دانرجې قضيه
خو صدق کوي اودايوقانون د طبيعت دی :
کينيتيک انرجې په پوتنڅيل انرجي تبديله شوه اوبس٠ [/color:73d50978a8]

دپښتنولي په مينه او غيرت پتنګ

نور بيا


Baheer
24.05.2005

سلامونه
پتنګ صيب قلم دې بريالی وسه، څومره ښايسته جواب دې ورکړی دی٠ زه غواړم د غيرت صيب څخه يوه پوښتنه وکړم٠ غيرت صيب تاسو ليکلي چې
([quote:ab34dedad2] خو پر طالبانو يې وکړ، خپل قصور يې واخيست ، ايا قصور اخيست په پښتو کې ناروا دی؟ )[/quote:ab34dedad2]
غيرت صيب د څه قصور يې واخيست؟


پښتون ځلمی
28.08.2005

سلامونه او نېکې هيلې
تاسو به هم وايئ چې دا پښتون ځلمی هم موضوع وړاندې کړي او بيا د مياشتو مياشتو ورک شي.
غروال صيب مننه او مننه مو لۀ ځواب څخه.
غيرته، ستا ليکنه خو داسې لۀ بې غيرتۍ څخه ډکه ده چې مۀ کوه پوښتنه. د فارسيوانانو خبره (عيف به اين نام که سر خود ماندي)
غروال صيب، که ستاسو د لومړۍ پوښتنې ځواب ستاسو پۀ نزد دا وي چې د دې يرغل لامل طالبان او او القاعده دي، نو وروره دا خبره خو هېڅ د منلو نۀ ده، او کۀ فرض که هم دوی لۀ لاسه دا يرغل وشو، وکړل خو کافرانو کۀ نه. تاسو امريکا خپل دوست ګڼئ؟
هغوی درګرده لګيا دي زموږ نسل ختموي او پۀ فحشا يې اخته کوي او تاسو پوښتئ چې د جګړې پرته بله لار هم شته؟ کومه لار؟ زارې ورته و کړو چې خير دی ماما تاسو و وځئ؟
ملت اوس هم ژوبلېږي، هم پۀ بمونو، هم پۀ تلوېزيونونو، پۀ شرابو پۀ کبابو او هر ډول اخلاقي فسادونو ......... ژر به وګورئ چې يو نسل به لوی شي چې څېرې به يې نۀ د افغان وي او نۀ د امريکايي.
د دښمن بايد مقابله وشي، هر رنګ چې کېږي، دې ته څوک نۀ ګوري چې زما به څوک ملاتړ وکړي کۀ نه. الله خو شته دی. دا ايمان چېرې دی.
موږ ولې د وخت او حالاتو غلامان شو؟ کۀ ملت څومره هم ځپل شوی وي، دښمن خو شته. دا خو سياست نۀ شو چې موږ اوس دا کافران او د دوی ملګري پرېږو چې څۀ يې خوښه وي، هغه وکړي. دا څنګه مسلماني او افغانيت شو؟
نۀ پوهېږم موږ افغانان دومره غلام طبيعته ولې يو. کله د نفس غلام، کله د ډالرو، کله د کلدارو، کله د زورورو.


م ن غروال
28.08.2005

ښاغلۍ پښتون ځلمۍ ورور سلامونه ومنئ!
که بحث کول غواړئ نو په مياشتو ورکيدل زه غوره ځکه نه بولم چې موضوع سل په سلو کي په ککرۍ کي نه وي نو اړتيا وي چې بايد له سره ټولې خبرې ولوستل شي٠ هيلمن يم چې بيا داسې اوږد غيرحاضر نشئ٠
ګوره وروره! هېواد ته خو يوازې امريکايان ندي راغلي دا د څو هېوادو نظامي قواوې دي او د ملګرو ملتنو او دټول اسلامي هېوادو د پاکستان (دطالبانو لومړۍ خواخوږۍ) ملاتړ ورسره دي٠ پرته لدې هم د هېواد ډير مخَور او په نړۍ کي پيژندل شوي افغاني سياستوال ورسره دي، نو مشکله ده چې داسي په آسانۍ سره مونږه د يو څو تنو په شهادت او د يو څو وختونو په جګړه ټولو ته ماتې ورکړو او خپله بيرته د هېواد سياسي واکې تر لاسه کړو٠
پرته لدې : افغانستان ته د بهرنيو قواؤ راتګ له هغه وخته اړين بلل کيده چې کورنۍ جګړه نور خپل اوج ته ورسيده او د جګړې د اور مړه کېدو افغانانو ته هيڅ چاره هم نه وه٠ طالب خو هيچ چا هم نه پيژندل او يا چا داسي اميد ؤ چې ګواکي طالبان به راشي او ټول به ورپسي واخلي او هېواد کي به داسي امن او فرمان روايي حاکمه کړي٠ طالب خو يو نوم ؤ اما نور هماغه مجاهدين ؤ چې له روسانو سره يې هم جهاد کړۍ ؤ او هم نور ډير پښتانه ورسره ملګري شول او البته ډير طالبان يې هم د پښتنود سيمو له مدرسو په ځان راټول او د جګړې اور ته يې ورټيل وهل٠
خو: دا تېرې خبرې دي را به شو اوسني وطني وضعې ته! ستا خبرې او درد، ما مخکي هم ليکلي چې درست دي او ځوابونه هم ټول په ( هو) دي اما پوښتنې مې هم کړې وې چې تاسو ورته پوره ځوابونه ندي ويلي٠
بې له شکه چې له يوه ريښتيني مجاهد سره به الله تعالی مل او مددګار وي خو د اسلام سپيڅلۍ دين هم په جهاد کي داسي حکم ندې راوړۍ چې مه فکر کوه ، مه روغې جوړې ته ګوره، او مه هم د جهاد د طريقې او لار او ګودر ته ګوره او نه هم د جهاد برياؤ او ماتو ته ګوره او مه دا څيړه چې که جګړه وکړو څرنګه يې وکړو او چيرته يې وکړو او داسي نور! او همدا ډول ددغو تر څنګ د دښمن وسله وال قدرت له پامه وغورزول شي٠ د جهاد په وخت کي که دومره نقدي نظامي او لوژستيکي مرستې او هم د نړېوالې ټولنې يووالۍ له دوئ سره نه وای تاسو څه فکر کوئ چې داسي خوله ماتوونکۍ ځواب به روسانو ترلاسه کړۍ وای؟
اوس د جهاد لپاره نه ميړونه لرو او نه هم وسله! دجهاد لپاره نه اقتصادي امکانات لرو او نه هم کومه تبليغاتي خپرونه! د جهاد لپاره نه يوه درسته رهبري لرو او نه يو درست اسلامي مشر چې مجاهدين په منظمه توګه وکولای شي پر ځان راټول کړي٠
د مهاجرو لپاره راته ځاي نشته او د شهيدانو څخه پاتې کونډو او يتيمانو ته نه هم يوه ګولۍ ډوډۍ! په دغه کچه تش لاسۍ، او دبري تمه؟
او بله : ځه دا ټول د خداي ج په قدرت وشول او برۍ مو تر لاسه شو، آيا شته داسي څوک چې هېواد په درسته او منظمه ډول رهبري کړي او په هېواد کي کورنۍ جګړې او بهرنۍ لاس وهنې ته د پاي ټکۍ کښيږدي؟ د طالبانو حاکميت مونږ ته ډيره يوه ښه بيلګه ده ٠ تاسو وليدل چې تل کورنۍ جګړه وه او تل د حکومت تر څنګه هغه تر سره کيدل چې پرته د ستونزو او داسلام د بدنامۍ نور څه نه ؤ٠ او که داسي يې وبولو چې د طالبانو حکومت يو ريښتينۍ اسلامي نظام ؤ او د هېواد لپاره په درد خوړو او بايد چې پاتې وای او بيا هم همدا ډول د يوه نظام غوښتونکي وؤ نو دا زه درته په ضمانت ويلۍ شم چې د وينو به ويالې وګورئ او په زرګنو پښتانه به هم د خاورو لاندې! نه به د تېښتې ځاي وي او نه به هم د پټېدو! بس يوه شپه به وي د کربلا، خو يوازې د پښتون په ککرۍ!
تاسو وليدل چې څومره بې ګناه پښتانه کورنۍ مو له لاسه ورکړې لاتر اوسه يې څوک د پوښتنې پيدا شول؟ لکه څنګه چې ښاغلي پتنګ ورور ورته ګوته نيولې ده، بې له قضی تسليم شوي جنګي طالبان د مردود دوستم لخوا د ترخو مُليو په شان له تيغه تېر نشول؟، چا يې حتی لااقل د انسان لمخې ياده وکړه؟ مشر صاحب اوس چيرته په سوړې ننوت، چې هلته يې په زرګنو تنکي د مدرسو ريښتيني طالبان د نامردو د توپک خولو ته ورپرېښودل؟ مسئوليت هم په جهاد کي بايد چې وي او که نه؟ پدغه شکل؟ دهغوئ ميندو او کونډو ته اوس څوک يوه ګوله ډوډۍ هم ورکوي او که خاورې په سر ګرځي؟
ګوره وروره! که مونږه مسلمانان په پوليسو کي او هم په ملي اردو کي ننوتو او هم مو د حکومت او جرګې استازيتوب ولاره او هم مو جګړه نوره په هېواد کي پاي ته ورسيده او نور اګاهانه د خپل هېواد دسولې ثبات او بيا رغونې او ملي يوالي په لاره کي مثبت ګامونه واخيستل ، بهرني پوځيان به نور په خپله مخه ښه کوي او خپل ټاټوبي ته به ستنيږي٠ او که هغه وخت هم ستانه نشول د افغانستان ملي اولسواکه حکومت په يوه اعلان سره به د ټولې نړۍ او ملګرو ملتنو ملاتړ تر لاسه کوي او بيا به پرته له وتلو بله هيڅ چاره هم نلري٠ او که بيا هم احياناً نه کيدل بيا هغه وخت او هغه مصلحت! بيا هم مونږه تاسو او زمونږه او ستاسو د ابدالي او ميرويس خان بچيان او نمسيان شته انشأالله تعالی پدې هکله به بيا خبرې کيږي او د هېواد ستونزه به په خپلې ملي جرګي حل کوي٠
څومره ستونزې لرو او څومره هم نيمګړتياوې! څومره بدرنګې شپې لرو او څومره هم زمونږ په اسلامي کلتور او پښتونولۍ هم يو دتکبر ناجايزه تېرۍ! اما که دا په جرګه وشي او په سوله ايزو مظاهرو او غږ د حکومت چارواکو ته ورسيږي او د خلکو استازي په حکومت کي دا بې شرمانه حرکات رابرسېره کړي نو مطمئن اووسئ چې بې اغېزې به نه وي٠ تاسو ته به پته وي چې دخوست خلکو له ښاغلي کرزي سره پدې هکله ليدلي ؤ او دا ستونزه يې ورته په ډاګه کړه، او تر ډيره حده يې اغېز درلود٠ دا ډول پېښې زياتره د پښتنو په سيمه کي کيږي ځکه چې هلته بمونه ويشتل او جګړه ده٠ په هر پښتون به شکمن وي او په هره سيمه کي به د ځان امن پخاطر دا ناروا نظامي عمليات تر سره کوي٠ تاسو وليدل چې کابل کي امريکايي سرتيري د محکمو ميزو راوکښل شول٠ تاسو وليدل چې دپروان ولايت مظاهرې له امله بنديان خوشي شول٠ مونږه هم ډير داسي نور امکانات لرو او ډير داسي پښتانه حکومتي لوړ رتبه چارواکي اوسمهال هم په حکومت کي لرو چې د تفاهم او دخبرو اترو لار ورسره تر ډيره حده شوني ده٠ له مرګ ژوبلې څه لاس ته نه راځي٠ که راتلای نو د طالبانو د شهادت له امله به اوس هېواد يو اولسواک او په امن اسلامي افغانستان وای٠ خو ګورئ چې هر څه له خاورو سره خاورې شول او هر څه د ورکيدو په توپاني درياب کي هم لاهو!
اوس يې بيا له سره پيل کړو؟ دا زما په عقل يوه غيرې ممکنه ده! زما منطق يې نشي کولای ومني٠ تاسو دا ايمان ولرئ چې د توپک له قدرته د اولسواکۍ زور په مراتبو ډير دي٠ راځئ چې په پښتنو پسې ودريږو او راځئ چې په ټولو حکومتي چارو کي ګډون وکړو او راځئ چې هر څه د خپلو پښتنو لوړ رتبه حکومتي مشرانو سره د خبرو او منطق له لارې حل کړو٠ په رايه ورکولو کي فعال اووسو٠ د تروريزم پر ضد شعار ورکړو٠ ملي يووالۍ ته ټينګښت ورکړو٠ تاسو به ګورئ چې له چنډال (جنرال) فهيم او دده په شان له نورو د جګړه مارو جنايتکارانو رسمي پوښتنه کيږي او که نه! تاسو باور ولرئ که اولسواکي بري ته ورسيده د دوئ لپاره به نور انشأالله په افغانستان کي ځاي نه وي٠
او که يوازې همدا منطق وي او علم چې نه! او د لارې حل يوازې جګړه وي او نوم هم ورته جهاد ورکړل شي، نو بيا نن خلک وسله غواړي او خپلو بچيانو ته هم يوه ګولۍ ډوډۍ! اوس له مدرسو نور طالبان هم نه راځي ځکه چې هغوئ اوس وپوهيدل چې د جهاد په نوم وغولول شول او د دوئ په سربازۍ يوه سياسي لوبه وشوه٠
پاکستان د امريکې په مصلحت هاغه په طالبانو وکړل چې نن يې ګورئ٠ او نن چې هم هر څه کيږي د پاکستان مستقيمه لاس وهنې پرته نور هيڅ هم نشته٠ تاسو به د پاکستان اسلامي علمأؤ غږ اوريدلۍ وي چې پړه يې ټوله د پاکستان په حکومت اچوي او وايي چې دا نه طالبان دي او نه هم د افغانستان مجاهدين! بلکه دا دپاکستان روزل شوي اجنټان دي چې غواړي د مسلمينو نوم د نړۍ په کچه بد کړي٠
ښاغلۍ پښتون ځلمۍ ! زه خپله صرف يوه اميدواري لرم او وايم چې اولسواکۍ ته بايد په تيره بيا د پښتنو په سيمه کي کار وشي او پښتانه نبايد نور د هغو او دغو په نامو د جګړو سکروټو ته ورټيل وهل شي٠ پښتنو په پوره پرېمانه اندازه قرباني ورکړه نور يې بس ده٠ پښتانه هم دننه په هېواد کي او هم د باندې، ډير غښتلي او وتلي دښمنان لري چې هر يو غواړي ټغر يې ورټول کړي٠ ما پدې هکله ډيرې خبرې لرلي دي او لا تر اوسه هم په ټول افغان کي شته او بيا هم تکراروم چې پښتانه نور جګړې ته اړتيا نلري او نبايد ورته اړ شي٠ پاکستان له طالبانو سره مرسته ددې لپاره نه کوله چې افغانستان ته سوله راولي او اسلامي نظام، بلکه پښتنو ته يې داسي لومه ايښې وه او داسي شپه يې غوښته چې امريکا به يې د بي ٥٢ په بمو سرته ولي او زه به د القاعده په نوم د پښتنو په سيمو اردو ورننابسم او څومره چې پښتون ملت ورټل شي او ووهل شي او تباه شي او زما به پکي ګټه دا وي چې د افغانستان خاوره(پښتونستان) به مې د قبضې لاندې وي او القاعده سره په جګړه کي به يو څه خاورې ماورې د بادار څخه تر لاسه کوم٠
دا ټوله سياسي لوبې وې او سياسي چلنجونه ؤ٠ د هر حرکت لاندې سل نورې ډيرې پرپړې پرتې وي داسي غير آګاهانه هم بايد د خپل هېواد ستونزو ته ونه ګورو٠ زه په رغنده او په کلکه او په پوره باور ويلۍ شم چې پرته د پښتنو له تباهۍ نور هيڅ او فقط هيڅ به هم لاس ته رانشي!
خبرې لږې را څخه اوږدې شوې اما په هر حال تمه ده چې تر يوه حده مې تاسو ته ځواب ويلۍ وي٠ او البته زه به مو نَوؤ خبرو ته سترګې په لاره وم٠
په درناوې
م ٠ ن٠ غروال


Ghairat
29.08.2005

پتنګ، بهير او پښتون ځلمي ته له سلام وروسته:
ورونو پښتون ځلمي ګڼ شمير منجمد سوالونه مطرح کړي و، نو ځوابول يې هم په لنډو جملو سره ممکن وو، که نه، د ده د هر سوال په مفصل ځواب سره څو پاڼې ډکيدلې . پښتون ځلمي ساده فرض کړې وه چې زه به منجمدې اوساده پوښتنې کوم او لوستونکي به صرف په هو او نه کې هغه څه راته وايي چې زماپه کار وي، لکه مخکې له مخکې د (هو) په تمه دا :
[quote:651720f825] چې پۀ افغانستان يرغل وشو کۀ نه؟ [/quote:651720f825] ، ايا په دومره لنډ ډول ددومره سترې پيښې په اړه په يو هو يا نه سره ځواب غوښتل سادګي نه ده ؟ او که ما ورته هم خپل ځواب دغسې لنډ او منجمد ليکلی وای چې: هم هو اوهم نه ! نوپښتون ځلمی اونوربه پرې څه پوه شوي وای ، نو دده پوښتنې مې د يوې مصاحبې په شکل په لنډو کلمو سره ځواب کړې چې پوهيدل پرې بيا دده خپل کار و . ما لنډ ځواب ورکړ چې هو ير غل وشو خو[quote:651720f825] په طالبانو وشو ، نه په افغانستان. [/quote:651720f825]. طبعأ دې خبرې تفصيل غوښته ، خو نه جناب پوښتونکي اونه د شړومبو پتنګ دا پوښتنه وکړه چې ديرغل دغه تفکيک څنګه دی، ولې اود څه له پاره اړين دی . بس ددغو داړو ځوانانو د ادب له پولو له تيري سره د خپل حکم صادرولوته بيړه وه .
خو ورونو، زما له تفصيلي ځوابونو څخه مخکې زمونږ دروند ورورغرال صاحب يو مفصل او په زړه پورې ځواب په پوره حوصلې سره تاسو ته وړاندې کړی دی چې سل په سلو کې يې تاييدوم او باورلرم چې دهغه دځواب له لوستو وروسته به تاسوته زماله لنډو ځوابونو څخه راوﻻړې شوې پوښتنې هم حل اورو ښانه شوې وي ، په دې شرط که چيرې مو دښاغلي غروال په پورتني ځواب سره قناعت حاصل شوی وي . زه ستاسې په دغه قناعت خوښ يم، که زما پر ځوابونو مو ځان نه و پوهولی، نو د غروال صيب په مفصلو ځوابونو خو به پوهيدلي يئ ، او بايد نور پوهيدلي ياست ، نو ځکه له نورې څيړنې څخه تيريږم او د غروال صيب په دقيقو ځوابونو بسنه کوم . البته که د ښاغلي کوشان پاسنۍ ليکنه هم کلکه په غوږ کې ونيسئ ، بده به نه وي!
په مينه درنښت او سلامونو .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more