د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کندهارېزم، خوستېزم، کونړېزم، جلال ابادېزم که پښتونېزم

Anonymous
28.04.2005

درنو خويندو او وروڼو سلامونه او احترامات مې ومنۍ

کندهارېزم، خوستېزم، کونړېزم، جلال ابادېزم تهڅه اړتيا ده؟ ولې يو پښتونېزم نه جوړيږي؟ پښتانه هيڅ وخت سره يو شوي ندې او داسې معلوميږې چې د يوالي مهارت نلرې او هيڅکله به سره يو نشي، خدای د هدايت ورته وکړي

پتنګ


Anonymous
29.04.2005

ههههههه ، چه ځې ځې بازوله به راځې ٠
اوس دی اصلي هزاره ګان وپېژندل ؟
خوشحال بابا خو دوه سوه کاله مخکی پيژندلي ووچه چندان خلک نه دی ٠

کولی شی راته ووايی چه پښتون له څوزرو اوڅوسوو خيلونو او (زو) ګانوڅخه جوړشوی ؟

شيشه چه ماته شي بيا پيونديږي ؟ نه
مګر پارچی پارچی شيشی که ويلي شي بيا تری څه جوړيدای شي ٠ دپښتنو خاصيت د شيشی دی
دپښتانه دخپل ځان دوشمنان دي

تبرګۍ


Anonymous
29.04.2005

خبره د خيلونو او قومونو نه ده. خبره د قبيلوي ژوند ده. قبيلوي ژوند هغه وخت ماتبږي او له منځه ځي ، چې خلک يې زده کړه وکړي ، ښاري ژوند او تمدن ته لارپيدا کړي. خو زموږ هيواد ټول عمر دملايانو په منګولو کې انحصار شوی او دوی تل زيارايستلی چې دعصري علومو دزده کړې اومدني ټولنې په وړاندې ودريږي. که خلک علم اوپوهې ته لار پيدا کړي، کار اوروزګار شروع شي، صنعتي او خدماتي ډګرونه وده ومومي او خلک دهيواد ديو ګوټ نه بل ته په خوځښت راشي، داخيلونه نړيږي، اوخپل ځای يو پښتون ته ټبر ته پريږدي. باور وکړی چې بله لار وجود نه لري. په نصيحتونو نه کيږي. دايو سيستم غواړي .


Anonymous
29.04.2005

له بده مرغه دا ناروغي زمونږپه يوشمېر ورونوکې ډېره قوي ننوتلې دبېلګې په توګه څ ورځې دمخه په کندهارکې داستاد پسرلي او استاد صميم سيمينارونه ، په بينوا پاڼه کې د پسرلي صيب دسيمينار خبر راغی خودصميم صيب دهغه خبر رانغی ، دا ولې ؟
[url]http://benawa.com/fullstory.php?id=2598[/url]


Re: کندهارېزم، خوستېزم، کونړېزم، جلال ابادېزم که پښتونېزم

Anonymous
29.04.2005

وروره زما په نوم ولې ليکنه کوي ، که څه هم خبره دې زه تائيده وم اويواځي يوپښتون دی له اټکه تر امو خولاندينی ليک ما ندي ليکلې .

دپښتنولې په مينه پتنګ

[quote:9a8bc238d3="پتنګ"]درنو خويندو او وروڼو سلامونه او احترامات مې ومنۍ
کندهارېزم، خوستېزم، کونړېزم، جلال ابادېزم تهڅه اړتيا ده؟ ولې يو پښتونېزم نه جوړيږي؟ پښتانه هيڅ وخت سره يو شوي ندې او داسې معلوميږې چې د يوالي مهارت نلرې او هيڅکله به سره يو نشي، خدای د هدايت ورته وکړي

پتنګ[/quote:9a8bc238d3]


Anonymous
30.04.2005

وروستي ليکونکيه مېلمه وروره !
سلامونه مې ومنئ .
وروره ! دلته دهرچا له نوم سره مېلمه ليکل کېږي اودا يوازې ستاسې نوم ندی .
مننه



هيواد شېرزاد
30.04.2005

[quote:2dc7dbea59="Anonymous"]له بده مرغه دا ناروغي زمونږپه يوشمېر ورونوکې ډېره قوي ننوتلې دبېلګې په توګه څ ورځې دمخه په کندهارکې داستاد پسرلي او استاد صميم سيمينارونه ، په بينوا پاڼه کې د پسرلي صيب دسيمينار خبر راغی خودصميم صيب دهغه خبر رانغی ، دا ولې ؟
[url]http://benawa.com/fullstory.php?id=2598[/url][/quote:2dc7dbea59]

سلامونه!
وروره ، که دې د همدغې ليکنې په لاندې برخه کې لوستلي وي نو ورسره يې له اولې ورځې څخه ليکلي دي: [color=red:2dc7dbea59]د استاد محمد اصف صميم ګزارش تر کار لاندي دي[/color:2dc7dbea59]
دا نو اوس خدای پاک ته معلومه ده چې دا ګزارش به کال ته جوړيږي او که بل کال ته.
غمونه يې مکوه! ددې وړۍ د شړۍ کېدو لپاره د ډېرو ککرۍ له ارمانونو ډکې خاورې شوې. خو بيا هم پدې هيله چې پښتانه يو ځای شي. امين.


زما اند ...

Anonymous
01.05.2005

محترمو وروڼو اسلام عليکم!
هيله ده چې ټول روغ او په هوسا شېبو کې اوسۍ.
محترمو وروڼو ستاسوهريوه له پښتنو يا پښتو سره د خواخوږي احساس لرل داحترام وړ ده او دا چې ټول افغان يا پښتانه يو بولۍ او په يوه نوم پښتون ( افغان ) يې راغونډ غواړۍ په ريښتيا هم چې تاسو دافغانانو ديو والي لپاره هلې ځلې کوۍ ، او په يقينن د بااحساسې کورنۍ غړي ياست . ستاسو ډېرو اندونه سره ورته ښکاري ، او سره لدې چې تاسو خپلې با احساسې دندې ترسره کوۍ ، تاسو ډېر ناهيلې ښکارۍ. کوم چې زه فکر کوم د اوس محال او دورلپاره به ډېره بده خبر وي چې څوک ځان ناهيلئ وګڼي ، ولې چې اوس محال د نوي تخنيک دور دی ، په ګوټ ګوټ د نړۍ کې خلګ په نوؤ پرمختګونو اخته دي . حتا دا چې زمونږ وروسته پاتې اقوام او قبائيل په افغانستان غوندې ماحول کې د ژوند دهوسائنې لپاره ، د بيا ادالت راوستلو ، او دوطن دسمسورتيا لپاره هلې ځلې کوي او ځانونه راتلونکي لپاره عياروي او ځان زمه وار يا ژمن ګڼي . زه فکر کوم چې ټول روڼ اندي افغانان که په هر توکم پورې اړه ولري بيا هم دافغانستان په شپږ يا اووه زره کلن پېښليک يا تاريخ باندې وياړي اوپدې اوس حالت خپه دي .
څه چې زه وئېل غواړم هغه دا دي چې ٬٬ صحي ده چې تاسو دپخوا نيؤ اتلانو له راپاتو خبرو، تجربو نه بيانات کوۍ او ناهيلي څرګندوۍ ، خو پخوانيو ته که ځير شو نو ډېر څه کمښتونه نقصونه وه چې هغوئ نشو کولئ چې پوره ېې کړي ، لکه د بېلګې په ډول پخوانيو وختونو کې داسې لکه اوس محال غوندې سبقونه يا علمي څېړنې نه وې او که وې هم نو په يوروپ ، يا ځينې ممالکو کې وې چې د ګوتو په شمار دي نو اوس محال خو دسبقونو لړۍ اوږدېږي ، نوي تخنيکونه راغلي او راځي لا ، هاغه ځايونه چې بلکل په ټکي نه ؤ خبر اوس خبر دي او لا نور هم خبرېږي او پياوړي کېږي نو که په اوس محال کې مونږ دا ووايو چې خوشحال خان خټک بابا له وخته لرليد کتلئ وه او پښتانه سره يو والئ نه مومي نو ددې مانا لري چې مونږ پښتانه بې تعليمه يو ، هېڅ له څه نه خبر نه يو د نړۍ سره ګام په ګام د تخنيک ډګر ته نه راوځو ، او خپل ځان او نورو ته احترام نه پېژنو . خو خدائ دې نکړي . شکر دی ټوله نړۍ کې سارئ نه لرو په هر ډګر کې پرمختګ کولئ شو ، اخر اشرف المخلوقاتو کې مونږ هم راځو . خو لږ بايد چې مونږ نوي ځوانان دې رقم خبرو ته وړاندوالئ ، مخکې توب ورنکړو يواځې په خپل دين ، وطن ، ناموس ودرېږو او همدا زمونږ شان دی ، افغانيت يا پښتونولي ده . يوبل نه دعلم له ډګره زده کړې وکړو ،٬٬ ځان د علم په ګاڼو سمبال کړو دارواح ښاد علامه پوهاند رشاد خبره وه ٬٬يوبل ته په منطق ځواب ورکړو او منطق خپل کړو ، په خپل منځ کې سره جوړ راشو نه چې پردي ته اړ شو او پردئ زما او ستا تر منځ په نامه روغه يا خو بيا وراني راولي . بله دا چې که مونږ زي يو که خېل يا څه نور بيا هم په يوې کورنۍ پورې تړلي خلګ يو چې افغان بلل کېږو، نو ددې نه دا مانا راوځي لکه په يوې کورنۍ کې چې د څواولادونو نومان توپېرلري اما د پلار يا د نيکه په نوم يادېږي لکه که مونږ زي ، خېل ، يا څه بل نوم لرو خو بيا هم د افغان بچي يو افغانان يو او دا نو بيا ما او تاپورې اړه لري چې څنګه دخپل افغان نوم ته وياړنې ورپه برخه کوؤ .
مننه
زه ډېره بښنه غواړم که ما څه تېروتنې کړي وي يا مې بېځايه څه په ګوته کړي وي تاسو ټول محترم ليکوالان ، روڼ اندي او پوه ياست پخپل پوهۍ کې به ما عاجزه بنده وبښۍ . مننه
ستاسو يو افغان
احمد مجيب بياباني


نقاد
02.05.2005

درنو خويندو او وروڼو سلامونه او احترامات مې ومنۍ
په داسې حال کې چې د احمد مجيب بياباني خبرې هڅونکې او په زړه پورې ګڼم، ستاسو پام پښتونيزم ته راګرځوم :

اقتباس:
[quote:f4407dd8a7]کندهارېزم، خوستېزم، کونړېزم، جلال ابادېزم تهڅه اړتيا ده؟ ولې يو پښتونېزم نه جوړيږي؟ پښتانه هيڅ وخت سره يو شوي ندې او داسې معلوميږې چې د يوالي مهارت نلرې او هيڅکله به سره يو نشي، خدای د هدايت ورته وکړي

پتنګ [/quote:f4407dd8a7]

تر سلام وروسته، ګرانو لوستونکو ، هغه څه چې څوک يې د ځان له پاره غواړي بايد د بل افغان ورور له پاره يې هم وغواړي او بر عکس هم همداسې !
که پښتو نيزم امتيازوي استبداد يې نتيجه ده ، نو پښتونه وروره نور افغان اولسونه لا څه چې خپل خوشال با با هم درسره نه ده منلې اوستا لنډپار اند دود يې له پخوانه پيژندلی او داسې غندلی و:
چې نيشه د استبداد لري په سر کې ...ماته يو دی که مغل دی که افغان !
او که امتياز نه وي او د حق او حقوقو د غوښتلو غږ وي ، نو ايا دغسې حقوق د نورو وروو قومونو له پاره غوښتل څه بد کار دی ؟ او د هغی سره يو ځای ، په پيوستون او ملا تړ يې نشو غوښتلای؟ که څوک وايي چې هغوي له مونږ سره غږ نه پورته کوي، نو خير دی نه دې پورته کوي، مهمه داده چې د پښتون غږ د ټول افغان غږ وي ، د ټولو افغانانو له پاره وي او د ټولو افغانانو په نوم وي . هو داسې برخې هم شته چې يواځې د يوه قام ، بلوچ يا هزاره يا د ساري په ډول يواځې د پښتنو حق په کې مطرح وي . هغه به مونږ پخپله غواړو او د نورو ورونو قامونو ملاتړ او پيوستون ته به په کې هرکلی وايو، او دغه راز د هغوی د برحقو غوښتنو ملاتړ بايد مونږه وکړو ، هو، دبر حقوغوښتنو، نه د خيالبافيو او دسيسو او نه هم د ناحقو غوښتنو پلوی !!!
[color=blue:f4407dd8a7]پښتو نيزم هيڅکله د پښتنو په ګټه نه دي، نه و او نه به شي، بلکې سؤ استفاده ترې کيږي وبه شې او د همدې هدف له پاره بيا بيا راپورته شوی دی : ځکه هر
ـ ايزم يو انټې ـ ايزم لري او په دې سبب پښتونيزم د انټې پښتونيزم د راپارولو له پاره رامنځته کيږي ، څو ملي وحدت ، پرمختګ او اولسواکۍ ته پې زيان ورسوي. د پښتون حق بايد تل د همغه مشخص حق او السواکې غوښتنې په نامه ، نه د پښتونيزم په نامه وغوښتل شي او بس !. که مونږ خپل حق او حقه حقوق وغواړو ،
نو د حق ضد ظلم او تيری دی ، که څوک ظلم کوي هيڅوک د حق پر ضد ظلم کوي هيڅوک يې پلوی نشي کولی ن، خو که څوک د پښتونيزم پر ضد دريږي ښايي هر څوک يې پلوي ته وهڅيږي ، او هر پښتونست ته ان فاشيست هم ووايي، که څنګه ؟ [/color:f4407dd8a7] [color=yellow:f4407dd8a7]ستاسې تنقيدي نظر په دې اړه څه وايي ؟[/color:f4407dd8a7]


pattang

pattang
03.05.2005

مړه ئي کړه بي عيزته کړه خپل هويت ،خپله ژبه خپل کلتور ، خپلې لا رې او چارې ترې واخله ٠ څه مه وايه افغان ئي او که څه دي وويل نو پښتونست او فاشست ئي .
دا ټولي خبرې د لستوڼي د مار انوخبرې دي ٠
يووخت ځنې پښتنو له دي لارې خپل حقوق غوښتل ، که دروسانو کمونستي رژيم افغانستان ته راشي نو پښتو به رسمي ژبه او ټول پښتانه به خپل حقوق واخلې .دوي پر دي نه پوهيدل چې پردي زوي نه زوي کيږي نو مخالفه خلک لکه ناڅونالستان، افغان ملتيان او مذهبي ګوندونه به ئي د CIA او د ارتجاع مذدوران بلل .
اوس کټه مټه سيناريوس (scenarios )لکه دهغه وخت تکراريږي يوشميرپښتانه په دي خوب کې دي که ديموکراسي او اولسواکي ( پردي زوي چې په هيواد کي هيڅ با زس نلري ) منخ ته را شي نو پښتانه به خپل حقوق واخلي ٠ نو مخالفو خلکو ته طالب ، بنيادګران اودپاکستان مذدوران وائي .
پښتنون تر اوسه پورې خپله ملې کړن لاره ندي ټاکلي اوعلت ئي دادي چې مشر نلرې او کوم ئي چې خپل ځانونه مشران بولې هغوي بدل اوخرڅ شوي خلک دي٠ ترڅو چې په منطقه کښې دپښتون قوم طبعي حقوق نه وي ټاکل شوي او ور کړل شوي ، په منطقه کې به سوله را نشي !!!! دا دپيسو او ډالرو سوله يو موقتي شی دي .

دپښتنولي په مينه پتنګ


نقاد
03.05.2005

ښه پتنګ جانه وروره سلام ، او بيا دا خو ستاسې جذبات دي چې ظاهرآ يې د پښتنو سره د خواخوږۍ په شکل لرئ، خو په عينيت او واقعيت کې ر خبر هم نه ياست چې د پښتنو ملي او اجتماعي رسالتونوته پرې څومره سخت زيان رسيږي .خو لومړی به صبر وکړو چې دا نور ورونه څه نظر لري .
ته خپله سوچ وکړه چې د تاجکيزم يا ازبکيزم او يا هزارګيزم د [color=yellow:7187f1ee43]ادعا[/color:7187f1ee43] په وړاندې به بي تفاوته پاتې شې او که پرې دهغوی پر ضد به دې احساس راوپاريږي.؟ زه خو د تاجکيزم ازبکيزم او يا ترکمنيزم ادعا د هيچا حق نه بللی شم او نه يې منلی شم، نو ځکه خو د پښتونيزم ادعا هم مردوده او باطله ګڼم ، هو زه د ټولو اقوامو يو پښتون ورور يم او د هغوی له فردفرد څخه غواړم چې زما ازبک ورور، تاجک ورور ، هزاره ورور، ترکمن ورور ، بلوڅ ورور ، پشه يي او نورستانی ورور اوسي ، په لنډه توګه: هر يو زما افغان ورور واوسي ، ځکه چې زه هم ددوی افغان ورور يم. مونږ ټول يو پر بل د افغاني ورورولۍ حق او مسوليت دواړه لرو . هغه چاچې ظلم او تيری ، زور او زياتی ، مرګ او ژوبله کړې ده، هغوی د همدغې افغاني ورورولۍ د حق او مسوليت څخه سترګی پټې کړي او پر جناياتو مرتکب شوي دي. دغسې ل او زر نور حقونه او مسوليتونه شته چې يو يا بل يې پر نقضولو مرتکب شوي، چې ملي او اسلامي محاکم به د امن او امنيت، سولې او ثبات بيا ودنۍ او پرمختګ ، فکري ا زادۍ او اولسواکۍ سره جوخت او اوږه په اوږه اوموازي اړونده تورنو ځواکونو او افرادو جرمونه ثابت ا په قانوني سزا ورسوي، که خدای کول !
و من الله التوفيق .


pattang
03.05.2005

نقاده خانه وروره سلام عليکم !
وروه ما نه له پښتونيزم نه خبري کړې اونه مې په نورو خلکو تېری کړی دي٠
ما يواځې دپښتنو له حقوقو څخه خبرې کړې چي په سلګونو کالونوئي حقوق پيمال شوي دي.
که ديتاتورې وي هم زه دا خبرې کوم او که ديموکراسي وي هم زه دا خبري کوم !!!
که تا ريخ ته فکر وکړې ستا خبرې له ظاهرشا ه نه نيولې تر ترکي ،ببرکه ، او طالبانو پوري ټولو کولي ياني د ديموکراسي ، سوسياليزم او اسلام په غيږ و کې ستا د وينا مشابه کار او عمل اجرا کيده ، داچې واقعي او حقوقې څيره ئي نلرله نو يوا ځي او يواځي پښتون قوم پکښې برباد او تکه تکه شو ٠
نه وروره ! په ميدان لکه نر ودريږه د پښتانه حق وغواړه دنورو حق مه خوره اوته ولې په خپل حق شرميږي ?????????????????????????٠
نور قومونه په افغانستان کې په ډير جرعت او همت خپل حقوق غواړې خو يواځي
پښتون دي چې هغه نور خوشاله وي او خپلې پښې په تبرګې وهي٠
په کوم وخت کې دا ستا محافظه کاره تيورې ، په کوم وخت کې دا ستا دملې يو والې تيوري ، مفکوره او عقيده واقعأ ديوه ګډ ملې يووالې اوګډ هويت په درد خوړلې دي ??? خو چې لاس ئي درته برابر شوي دي نو په هيڅ ئي هم دريغ ندي کړی ٠

[quote:bf0043a957]ته خپله سوچ وکړه چې د تاجکيزم يا ازبکيزم او يا هزارګيزم د ادعا په وړاندې به بي تفاوته پاتې شې او که پرې دهغوی پر ضد به دې احساس راوپاريږي.؟ زه خو د تاجکيزم ازبکيزم او يا ترکمنيزم ادعا د هيچا حق نه بللی شم او نه يې منلی شم، نو ځکه خو د پښتونيزم ادعا هم مردوده او باطله ګڼم ، هو زه د ټولو اقوامو يو پښتون ورور يم او د هغوی له فردفرد څخه غواړم چې زما ازبک ورور، تاجک ورور ، هزاره ورور، ترکمن ورور ، بلوڅ ورور ، پشه يي او نورستانی ورور اوسي ، په لنډه توګه: هر يو زما افغان ورور واوسي ، ځکه چې زه هم ددوی افغان ورور يم. مونږ ټول يو پر بل د افغاني ورورولۍ حق او مسوليت دواړه لرو . هغه چاچې ظلم او تيری ، زور او زياتی ، مرګ او ژوبله کړې ده، هغوی د همدغې افغاني ورورولۍ د حق او مسوليت څخه سترګی پټې کړي او پر جناياتو مرتکب شوي دي. دغسې ل او زر نور حقونه او مسوليتونه شته چې يو يا بل يې پر نقضولو مرتکب شوي، چې ملي او اسلامي محاکم به د امن او امنيت، سولې او ثبات بيا ودنۍ او پرمختګ ، فکري ا زادۍ او اولسواکۍ سره جوخت او اوږه په اوږه اوموازي اړونده تورنو ځواکونو او افرادو جرمونه ثابت ا په قانوني سزا ورسوي، که خدای کول [/quote:bf0043a957]

*** کوم ورور دې ? ستا ورور خو نه اسلامې اوصاف لرې او نه په پښتنولې پوهيږي هغه ورور دې چې دپښتنو په ننګ او نا موس ئي تعرض وکړو او هغه هم عادې عسکر نه بلکې مکتبې ورور دي وه ٠
*** ستا دورورۍ خبري کمونستانو هم کولي چې بيا ئي خپل کچني ورور ورته دښمن ښه اوکډې ئي له پا کستانه هم ور تيرې کړې .
*** خوشبا ورې په سياست کې لوي مرض دي ٠ ته/ تاسو، هغوي په سزا نشي رسولی څکه چي هغوي د بادار اواشغالګرو واقعي او خرڅ شوي مذدوران دي ٠
ببرک کار مل دي هير شه ??
نور دي خدای پاک پوه کړه ٠

په پښتني مينه پتنګ


نقاد
04.05.2005

پتنګ جانه وروره سلامونه ! د پښتنو له پاره دېد نيکو احساس ښودنې نه مننه!
خو د بلبرې ناسمې مه انګيره ، ما دا هم ليګلي و چې :

[quote:f6c770d63d]هو داسې برخې هم شته چې ... د ساري په ډول يواځې د پښتنو حق په کې مطرح وي . هغه به مونږ پخپله غواړو او د نورو ورونو قامونو ملاتړ او پيوستون ته به په کې هرکلی وايو، او دغه راز د هغوی د برحقو غوښتنو ملاتړ بايد مونږه وکړو ، هو، دبر حقوغوښتنو، نه د خيالبافيو او دسيسو او نه هم د ناحقو غوښتنو پلوی !!! [/quote:f6c770d63d]
[quote:f6c770d63d]خو دا برخه ناديده پريږدې او په پټو سترګو ليکې چې:
نه وروره ! په ميدان ... ودريږه د پښتانه حق وغواړه دنورو حق مه خوره اوته ولې په خپل حق شرميږي[/quote:f6c770d63d]
دا انګيرنه له کوم ځای څخه سر چينه اخلي چې ګواکې زه په خپل حق شرميږم يا يې نه غواړم .
[quote:f6c770d63d]په کوم وخت کې دا ستا محافظه کاره تيورې ، په کوم وخت کې دا ستا دملې يو والې تيوري ، مفکوره او عقيده واقعأ ديوه ګډ ملې يووالې اوګډ هويت په درد خوړلې دي ??? خو چې لاس ئي درته برابر شوي دي نو په هيڅ ئي هم دريغ ندي کړی ٠ [/quote:f6c770d63d]

وروره ملي وحدت د انګيرنو ، ذهني غوښتنو نتيجه نه بلکې تل يو عيني ضرورت وي، که څوک يې د امکان سره سم له منځه وړي وطن پرې ورانيږي او په نسلونو نسلونو ملت له ستونزو سه مخامخ کيږي. ددې زور له هغه چا څخه وځي چې د ټولنې، ملت او دولت په ټولو برخو کې ثبات او پرمختګ غواړي، ځکه له ملي وحدت پرته نه ټولنه جوړيدای شي، نه دولت بيا رغيدای شي او نه هم اولسواکي او پرمختګ منځ ته راتلای شي. د ملي وحدت په رامنځته کولو کې ناکامي د ملي وحدت ضرورت او اهميت نه کموي، بلکې برعکس د دغه وحدت د ماتوالې ناوړه نتيجې دا تاييدوي چې ترپخوا زيات ، جدي او بيړنی کار بايد په دې برخه کې ترسره سي! زه نه پوهيږم چې د ملي وحدت له ﻻرې د پرمختګ په تضمينولو کې
څه شی محافظه کارانه دي ؟ ايا د هيواد تجزيه درته مترقي کار بريښي او د هغې له پاره د ملي وحدت نقضول له خدايه غواړې؟ ايا دا کار مترقي دی؟ محافظه کارانه نه څه چې آن ناوړه ارتجاعي نه دی؟
هو ملي وحدت ، پرمختګ او ولسواکي ټول د حقوقو په پلي کولو ، مراعاتولو او پراختيا ميندلو په واسطه خوندي کيږي او د همدې له پاره مونږ تل حقوق غواړو اوله اړوندو دولتي مقاماتو څخه يې غوښتنه کوو . خو دپښتونيزم نوم به پرې هيڅکله کېنږدو !
په پای وروره داچې د پښتونيزم ادعا تا نه کړې يو بل پتنګ کړې او يا بل کس د پتنګ په نامه کړې، نو دا موضوع هم تاسو ته نه ، بلکې همغه بل پتنګ ته راجع کيده ، او اړونده ځوابونه هم همغه پتنګ ته راجع کيږي . په مينه او درناوي!



ع کريم حليمي
05.05.2005

ټولو درنو لوستونکو ،ښاغلي نقاد صاحب سلام !
څومره واضح ،ظاهِر،او articulate ليکنه ده ٠ او هم حقيقت او واقعيت

[quote:8e1f6e2456]ښه پتنګ جانه وروره سلام ، او بيا دا خو ستاسې جذبات دي چې ظاهرآ يې د پښتنو سره د خواخوږۍ په شکل لرئ، خو په عينيت او واقعيت کې ر خبر هم نه ياست چې د پښتنو ملي او اجتماعي رسالتونوته پرې څومره سخت زيان رسيږي .خو لومړی به صبر وکړو چې دا نور ورونه څه نظر لري .
ته خپله سوچ وکړه چې د تاجکيزم يا ازبکيزم او يا هزارګيزم د ادعا په وړاندې به بي تفاوته پاتې شې او که پرې دهغوی پر ضد به دې احساس راوپاريږي.؟[/quote:8e1f6e2456]

دغه دافغان خاوره ده ٠ او اوسېدنکي ئې افغانان دي ٠
څو حروف سره تړل کيږي ٠ افغان ترې جوړيږي يا ليکل کيږي ٠
مختلف اقوام سره يوځاي کيږي ٠ اخير يوملت ځيني جوړيږي ٠
څو مختلفي عضوي يودبل په هم کاري حيات ساتي ٠ (زړه،ښږئ ،اينه ،پښتورګئ )
که زړه د پښتورګي بدي غواړي ٠ اصلأ د ځان بدي غواړي ٠ چه لويه بعقلي ده
کورنئ ژوند په اخلاقواو اصلو ښه چليږي ٠ په کورني ژوند کښي قانون نسته
او ملک په قانون ښه چليږي ٠ په اخلاقو او دودونو نه چليږي ٠
که په کورني ژوند کښي قانون چلوې ٠ نو هره ورځ به دي پوليس په کورکښي ولاړوي
او که ملت په دود چلوې نو پوليس به هيڅ وخت فعاليت نسي کولي ٠
پښتنو که سرلوړي ملت غواړۍ ٠ نويو افغان ملت سۍ ٠
پښتون ولي په کورنو کښي وساتۍ او د کورونو د باندي افغانان اوسۍ ٠
چه يو سرلوړي ملت شۍ ٠
خاوره زموږ په ټولو شريکه ده ٠ که ازبک دي که تاجک دي ٠٠٠٠٠٠٠٠ يو افغان دي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more