د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مجاهدينو دخپل بري توره ورځ کابل کې ونمانځله!!

Anonymous
28.04.2005

ديو خبر له مخې مجاهدينو دخپل بري توره ورځ او دديارلس کلن اقتداردقتل او قتال ،بربادۍ او ورانۍ برياوې په ګوته کړې. دوی وويل چې انشالله خپلو فعاليتونو ته به دوام ورکوي، او ترڅويې چې وسه رسي وطن کې به دديموکراسۍ مخه نيسي او دهيواد دبربادۍ له پاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي


Anonymous
28.04.2005

د ثور ٧ يوه توره ورځ وه، د ثور ٨ ﻻ توره شوه او د طالب د بري ورځ تورترينه شوه.
خو بايد هير نکړو چې د ثور ٨ بيا هم د شوروي استعمار او د هغه د ګوډاګيو خلق او پرچم د زوال او مجاهد افغان ولس د بري اووياړ ورځ ده ، بي له دې چې تاريخ پرې د تنظيمونو د واکمنۍ او کورنۍ جګړې کرغيړنه دوره له غندنې ، کرکې او نفرت څخه يوه شيبه هم هيره کړي . د نوموړو ټولې دورې د ( [color=blue:d9956ca8c6]کل يوم بتر[/color:d9956ca8c6]) سره سم ديکتاتوري دورې وې ځکه خو له خلق او پرچم څخه نيولې تر تنظيم کراسۍ او طالبکراسۍ پورې د اولسواکۍ دوښمنې ، مردودې او تاريخ وهلې اوتاريخ رټلې دورې وې . ديکتاتوري دې لوی خدای دتل له پاره ورکه کړي چې په هر شکل اوپه هر نامه سره وي ! ولسلام .


Anonymous
08.05.2005

عزيزانو سلامونه تاسو ټولو ته وايم اما بعد
دمجاهدينو کاميابيدل ډيره د خوشالۍ ورځ وه٠ ټولو خلکو داسي ويل چي جنګ نو ختم شو او وطن نور له غلامۍ خلاص شو٠ خو دوي ورځي نه وي تيري شوي چي جنګونه د کابل ښار په کوڅو سره اورونه بل کړل٠ چور شروع شو او ټوله ملي شتنمي په پاکستان باندي خرڅه شوه٠ خداي دي دوي تباه او برباد کړي٠ اوس بايد چي محاکمه شي٠ خو اوله خلقيان بيا پرچميان بيا مجاهدين او بيا طالبان٠ په وطن او خلکو د چا زړه ندي سوۍ او هر يوه خپله مرداره کارنانه وکړه٠ اوس دي په قلاره کيني او زمونږ ماغزه دي نخوري٠ په درنښت
متوکل له کابل نه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more