د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

*** پګړۍ اوپتلون


څاروان
24.04.2005

پګړۍ اوپتلون

ديو نوي فرمان له مخې دافغانستان په ښونځيو کې پتلون جبري شو٠
افغاني زدکونکي دغه نوي فرمان له پرېشانۍ سره مخامخ کړي دي ٠
په دې اړه حفيظ الله په جلال اباد کې دفارم هډې دلېسې زدکونکی ( چې دپتلون دجبري کېدو له امله پېښور ته راغلی اوغواړي دلته خپلوزدکړوته ادامه ورکړي ) وايي .

((پرون چې طالبانو پګړۍ راپه سرولې که مونږ پرې راضي وو اوکه نه دنړۍ ټول اطلاعات په همدې خبره څرخېدل چې طالبان ظلم کوي په جبر پګړۍ ورپسروي په داسې حال کې چې پګړۍ زمونږ شان دی زمونږ نيکونوداشملې په سرهسکې کړي دي زمونږ پلرونودا شمله نه ده ټيټه کړې خونن چې ديوپردي په اشاره پردی اوبدرنګ لباس جبري کېږي دې ته څوک هم ظلم نه وايي زه پېښورته دې دپاره نه يم راغلی چې مسافري وکړم سبق ووايم خوشاله به يم خپل وطن راته کشميردی خوله پتلون نه راتښتېدلای يم ٠په وطن کې مې دپګړۍ او پتلون جګړه ده او په سترګويې وينم چې پتلون ښه په زور کې دی الله دې هغه ورځ نه راولي چې زمادنيکه شمله دپتلون په پښو کې وغورزيږي))


دنصرت الله الهام خدرخيل ليكنه


Abdul Bassir Ahmadzai
02.06.2005

محترم خدرخيل صيب ډيري نيکی هيلی(سلامونه)
ما ستاسو ليکنه ولوسته او ډيره مي خو ښه شوه او په خاص توګه ستاسو ليکلي شعر هم دستايني وړ دي.روغ جوړ او خوشاله اوسی. ستاسو په ليک کي ماته هغه څه ښکاره شو کوم چي بايد د هر دردمند افغان فکر وي. اول طالبانو په خلکو پګړي په سرکولي او اوس د جناب کرزی صيب په دولت کي پتلون راغي. نه پوهيږو چي اخر به زمونږ لباس په کوم څير بدل شي.افغاني او فرنګي لباسونه مو واغوستل الله دي خير کړي چي راتلونکي کي کوم بل لباس رامينځ ته نه شي٠چي شايد د ډيرو تعليم يافته او مترقی افغانانو دلباس په نامه به ونومول شي.The Dress of Most Advance Afghans.
شاګردان به زدکړه کوي او که به د اغوستني د شيانو د بدلون تابيا نيسی. نه پوهيږم چې مونږ ولي په هر څه کي دومره سر سخته (Radical)يو.کله چي د ربانی استاد حکومت راغي نو برګه دريشي(Commando Dress) سره د پکول رواج شو، چي ملايان حاکمان شو نو يو اړخ ته کګي پګړي او څلور کنجه قميص رواج وګرځيد،او اوس چي د کرزي صيب دولت وټاکل شو نو پتلون رواج شو.
ما مخکي هم داسي يوه موضوع د خوست د پوهنتون په باره کي لوستي وو٠ ما هلته هم دا خبره په ډاګه کړي وه چي محترم ريس صيب اوس شاګردان زدکړي ته پريږده چي هر کله زمونږ سويه جهاني تعليمی سويي ته ور سيده نو بيا به هر ډاکټر ،انجنير، زراعت پوهه او حتی چي د مصر د علماؤ غوندي به زمونږ عالمان هم پتلون واغوندي.

اوس زمونږ ګران هيواد افغانستان تعليم ته ډير ضرورت لري. او په خاصه توګه ښځينه تعليم ته بايد ډير پام وکړي شي.د تعليم يافته مور ښه تاثير په ټوله جامعه باندي پريوځي.ځکه چي با تعليمه مور يو با تربيه اولاد روزلي شي.
والسلام
ستاسو ورور
احمدزی


pashton
03.06.2005

ګرانو ورونو! سلامونه او ښې هيلې.
د پتلون جبري کيدل په تعليمي موسسو کې که څه هم اوس له وخته ډيره ليرې خبره ده خو بيا هم دومره سخت کار شايد چې نه وي. خو ويره له دې پکار ده چې سبا يو ځل کرزی صيب په قار نه شي او يو دم اعلان ونکړي چې په تعليمي موسسوکې دې چپن او قره قلي جبري وي. د چپن او قره قلي اغوستل بيا په تعليمي موسسو کې د متعلمينو او محصلينو لپاره آسان کار ندی. او دا به په رښتيا هم هر چاته ګرانه وي چې د کرزي صيب په شان چپن او قره قلي پيدا کړي.
په درناوی
پسرلی پښتون


دواجان
03.06.2005

[quote:2730a50862="Abdul Bassir Ahmadzai"]. نه پوهيږو چي اخر به زمونږ لباس په کوم څير بدل شي.افغاني او فرنګي لباسونه مو واغوستل الله دي خير کړي چي راتلونکي
کي کوم بل لباس رامينځ ته نه [/quote:2730a50862]
محترمه وروه احمدزۍ صېب زما هم سلامونه درومنه او نېکې هيلې،
ستاسو د علاقې وړدغه موضوع په ډېر تفصيل سره د مختلفو نظرېاتو او شننو د منطق او پوهې٠٠٠٠ تر بېلګې ﻻندې د(( مامورين او محصلين دې دريشي واغوندي)) تر عنوان ﻻندې په ېو ٤ پاڼۍ مفصل بحث کې توضېح شوې، نو که علاقه مو وي نو ېو وار ورداخل شئ٠
ستاسو د ﻻ برياليتوب په هيله
دواجان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more