نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د سقاؤ دوهم زوي يوه لنډه کيسه!
م ن غروال
23.04.2005
د سقاؤ دوهم زوي يوه لنډه کيسه!
څنګه او کله او په چا به سړۍ باور وکړي چې ګواکي پلانۍ هم داسي د ګلو امېل پر غاړه لري چې د تعفن بد بوي يې ټوله سيمه مرداره کړې او هر يو ورڅخه په تېښته کي دي٠ که نوم ته يې سړۍ وګوري او د پلار منصب ته، که محمدي سنتو ته يي سړۍ وګوري او اسلامي ځانګړي لقب (مجاهد) ته، نو عجب بد سړۍ په ځان هم نور شکمن شي چې يره لکه چې زه هم زه نه يم٠
روسانو چې د پښتنو له ټکر سره مات سرونه او کږې خولې اتحاد جماهير شوروي ته يووړې او د ځمکني او هوايي برېدو کي نور پاي ته راغلل پرته لدي چې ورور يي ورته لمسوي او د ورور په لاس که کوم ګذار خپل دښمن اشرار (پښتون) ته ورکړي بله چاره ده غريب ته هم پاتې نه وه٠ ډير کوښښ يي وکړ چې په اسلامي حزب کي څوک پيدا کړي چې که خپل ډُول ته يې وکولای شول ونڅوي٠ خو دلته يي مداريتوب کار ونکړ٠ لا دا د دوهم سقاؤ زوي پته نه وه ورته لګيدلې چې د کارمله به هم ورته وفادره خيږي٠
په ټول هېواد کي پاڅون وؤ او په هره علاقه داري او ولسوالۍ کي د هجرت تيښتې وې٠ که مبالغه ونشي حتی داسي کلۍ به پاتې نه وي چې څوک ترې مهاجر شوي نه وي٠ سرو لښکرو او دهغو انډيوالانو ته په ټول هېواد يعني د افغانستان په هر کلي کي هم اخوانۍ ؤ او هم فيوډال، او هم مرتجع ؤ او هم اشرار! بس يوه نامه نه، يوه نامه وه چې د سرنو د خاورولاندې کولو لپاره استعماليدې٠ قضی او انصاف او پوليس او جلاد، يا به منشي صاحب ؤ يا به هم علاقه دار صاحب، ولسوال خو؟ د هغه په امر خو عام او خاص ټول د خاورو لاندې کيدل لکه و کنړ کېراړه! نور منطق، څېړنې پوښتنې موښتنې ته کومه اړتيا مړتيا نه ليدل کيده٠ ښه يي زړونه يخ کړل خو بيا هم نه اشرار کم شول او نه هم اخوانيان! او نه يې هم د هجرت مخ نيوۍ وکړای شو٠ خو خير پدې کي بيا داسي کسان هم ؤو چې په لرې پښتونخوا کي د عربو او لويديځي نړۍ له مرستو او وسلو خبر شول چې ولا عجب غنيمت دي راشه دشنو کاڼو او دمرجان او خنج په خرڅون کي به هم دومره ګټه نه وي لکه چې هلته د ډالرو ريالونو ګرم بازار دي٠ خو خير مصلحت پدې شو چې سر ورښکاره کړي چې په ريښتيا هم څه شته اوکه نه!
هو! ويې ليدل چې اصل د قيميتي کاڼو ځاي خو دلته دي مونږه هسې چټي لکه ليونيان په سمڅو کي لګيا يو او ټول غرونه بې چارګان مو سوري سوري کړل او ټول د ملت شمتني مو په دؤو پيسو خرڅه کړه ٠ آخر کله به حساب وي يا کتاب، بيا به د ځواب څه نه وي داسي نشي چې د وطن په تاريخ کي مو په تورو پاڼو کي نومونه وليکل شي٠ خبر نه وؤ چې تورې پاڼې خو څه چې په سرو پاڼو او د ملت په وينو به ليکل کيږي٠ ولې کمې کارنامې خو يي ونکړې؟
خو راشه لږ به له دغو مفتو او بې حسابه او بې کتابه ګټو هم برخمن شو او ديوهسپيڅلي نوم هم څښتن او په څنګ کي به يي ښه سپما وکړو٠ هلته خو هسې هم پروفيسور صاحب ورته ناست ؤ، نوره يي نو څه کومه داسي وجداني او ايماني دنده لرله٠ د سقاؤ دوهم زوي هم وسلې تر لاسه کړې اوهم يې ښې پريمانه پيسې! سور لعين چې خبر شو د مېلمستيا بلنه يي ورکړه او ژمنه يي ورسره وکړه چې زما لخوا به هيڅ زيان سره نه مخامخ کيږي خو که ته هم لږ انسانيت وکړې٠ ويې ويل چې بس نور زه پوه يم بس ته بلکل بې غمه اوسه خو هسې لږ لږ به د غرو نښې سره ولو چې ملګري مي هم لږ زيات ټکان مکان زده کړي ځکه چې مونږه خو لا تر اوسه ولا که د مرغيو ښکار لپاره لېندۍ هم درلوده٠ او خلک به هم وايي چې [color=red:7e7481961e](ولا چي يک مجاهد اس خداوراستي اينه)٠[/color:7e7481961e]سره بې وجدانه نور څه غوښتل فکر يي وکړ چې دا خو نوره هم ښه شوه د سبا ورځي غم به هم ترې واخيستل شي٠ پيکونه شول او کبابونه، ټولې درنې وسلې شپه او ورځ د سالنګ په لويه لار راوانې وې او د ريښتينو مجاهدينو په وړاندې به استعماليدې٠
کارمل خان ته خو هسې پته وه چې په اصل کي دۍ دې څوک، نوره خوښي يې هم زياته شوه او بادار ته يې دمعرفت او چاپلوسۍ داسي تقرير بيان کړ :
[color=red:7e7481961e](مه به جرأت ميتوانم بګويم که مرد قهرمان دلير و وطنپرست و شريف نجيب و.... و.... بوده ...که انقلاب ما مانند انقلاب کبير برادر بزرګم اتحاد جماهير شوروي شکست ناپذير شد)[/color:7e7481961e] لږ يا زيات يي نوره ورته معرفي کړ خو سپېړه يې پر مخ وخوړه چې ډير غږيږه مه، د مليونو افغانيو بوجۍ او د کانتينرنو وسلې زمونږه له جيبه ورته راځي او د ښه سړيتوبه يي تا ماغزه راوخوړل٠ دا کلونه وؤ تېر شول او هر څه نور يي چې د مجاهدينو منځ کي کړای شول هغه يي هم په خپل وار ونسپمول٠
لنډه دا چې نجيب سقوط وکړ او د سقاؤ دوهم زوي کابل ته تشريف راوړ٠ ټولو خاديستانو او ټولو للو او پنجو ټګ او ټګمارو ته يې چې له ده سره يې د لارې ملګرتوب غوښتل وسله په لاس ورکړه آن تر دې چې ګلمجم پکي (خالد بن وليد) باندي مفتخر شو ـــ استغفرالله ـــ او سبق يي ورکړو چې :
[color=red:7e7481961e](عجب وختيش است واينميالي وخت تان است که انتقام تانه بګيرين)[/color:7e7481961e]
د آسمايي له غره د توپو داسي ډزې په کورو وشوې چې هسې د قيامت نښې وې٠ هلته به خامخا کومه د حزب اسلامي پوسته موسته وي خو چاپېريال ټوله کورونه وؤ او له بې ګناه مسلمانو خلکو ډک! چې ښځې سپينګيري او ماشومان په لومړي ګام کي وؤ٠ له هغه پلوه هم د راکټو بريد وؤ چې د آسمايي غره څوکه به يي په نښه کوله٠ خو هغه څوکه او راکټ؟ دا چيرې کيده ټول راکټونه به د غره هغې خواته د بې ګناه ولس په سرنو لګيدل٠ او ريښتيا ګويه بي بي سي به يواځې د راکټو خبر ويلواو ټوله بدنامي به يي د ګلبدين خوارکي په سر ورتمبله٠ خو خير يوه هم کومه اسره ونکړه دا جګړه وه زور يي وموند تر څو هېواد کي نور د چور او چپاول او په پاکستان د کباړ څه پاتې نشول٠ طالبان را پيدا شول او ټول يي ورپسې واخيستل٠ که څه هم دوئ لږه غوندې دوستي موستي سره وکړه خو په کار يي نشوه ځکه په ډير لږ وخت کي د طالبانو شمېر لکهاؤ ته وسيد ولا که ددوي پلار ورته مخه ليدلې وای خو ايله چې لږ ټکان بس شول او لږ يا زيات خو امنيت راغۍ چې مه کوه پوښتنه!
خير دغه د سقاؤ دوهم قهرمان زوي خپله دره کي راګير شو چې نوره يي ګلم ورټول کړي خو بادارنو چيرې څوک پريښودل٠ په کراتو او مراتو طالب جنګيالي د ډيرو قربانيو وروسته د ښه برياليتوبونو په لاس راوړنې سره به په شاتګ مجبور کړای شول٠ د سقاؤ دوهم زوي يي ساتلۍ ؤ داسي ورځي ته چې بيا به د نقدي مکافاتو په بدل کي يوه اصيله بله او آخرينۍ دنده تر سره کړي٠ هماغه ؤ چې فرانس ته دعوت شو او ټول او هر څه يي واوريدل او ده هم ورسره ومنل او ټولو خپلو وفادارو انډيوالانوته يي امر وکړ چې تاسو به هر څه د تېر په شان د پيسو په بدل کي د نوي بادار په امر او هدايت تر سره کوئ٠ هسې خو نه جهاد ورته ارزښت لاره او نه هم ملت! نه دروس څخه د جګړې د غرامت اخيستلو په فکر کي ؤ او نه هم د هېواد راتلونکۍ! بس خوب يې ليدلۍ ؤ چې پاچاه کيږم نو که نن وي او که سبا!
خو دۍ خوارکۍ لدې څه خبر ؤ چې کامره به يي داسي ژوندۍ په ستوني تيروي لکه ماهي خور چې ماهي خورک ژوندۍ تېروي٠
هماغه ؤ چې د خپلو کردارو انجام يي په برخه شو او د پاچاهۍ خوب يي د نابودۍ په تعبير کې لاهو شو٠ نو لومړۍ د سقاؤ زوي خو بيا لږه يا ډيره پاچاهي وکړه خو دۍ عاجز په ارمان لاړو چې د ډيرو په ستونو کي ژووَل شوي ګولۍ ښخې شوې٠
ملت يي نه بخښي خدايه ته يي هم ونه بخښي! آمين[color=#444444:7e7481961e][/color:7e7481961e]
Azim Babak
31.07.2005
نه سقا ء بودن ننگ است ونه فرزند آن بودن .هر پيشهء شرافتمند قابل قدر است .احترام به کرامت انسان را دين مقدس ما از ما مطالبه ميکند.لطف نماييد وبه مضمون تان نام ديگری بدهيد.با احترام
م ن غروال
31.07.2005
ښاغلۍ بابک ورور سلامونه ومنئ!
خداي دې نکړې چې ما سقاوې بده ګڼلې وي او يا مې څوک لدې امله چې د سقاؤ زوي دي توهين کړۍ وي٠ بيا په تېره
[quote:9e9019529b]احترام به کرامت انسان [/quote:9e9019529b]
مو د پښو لاندې کړۍ وي٠
د ( بچه يې سقاو) داستان به مو هرمرو چېرې اوريدلۍ وي چې د انګريزانو يې غلامي وکړه او هېواد يې د پرمختګ له لورې د تباهۍ کندو ته ورمخ کړ٠
دا کيسه هم د هماغه د سقاو د زوي سره ډيره هم شکله ده او کړه يې کامل سره ورته دي نو ځکه مې عنوان ورکړ چې :
[color=red:9e9019529b]د سقاؤ د دوهم زوي يوه لنډه کيسه[/color:9e9019529b]
ځکه دا ملي خائين اود اتلو مجاهدينو د قيمتي وينو او شهادت خرڅوونکۍ د سقاو د لومړې زوي څخه هم په مراتبو اوښتۍ ؤ٠
زه په لوي الله ج ايمان لرم او اسلام مې هم په کافي اندازه پيژنم٠ نو لدې امله راته د انسان کرامت او حرمت له هر څه زيات مطرح دي خو د وطن خرڅوونکو او جانيانو به انشأالله ليکم تر څو لا نور هم منفورې څېرې د قلم په تورو حلال کړم او نفرين وراستوم او کرکه مې ښکاره کړم او د اسلام مقدس دين پر اساس له محمدي ولس سره مې وجداناً او ايماناً د زړه له کومي خواخوږي وښيم٠
په درناوې
غروال