د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بي ځوابه پوښتنې

Anonymous
19.04.2005

ګرانو درنو او قدرمنو لوستونکو ته سلام !
بي ځوابه پوښتنې خو داسې پوښتنې ته وايي چې ځواب يې ناممکنه بريښي ،
لکه دا چې : چرګه لومړی پيدا شوې که هګۍ؟
خو زما مطلب دغسې پوښتنې نه دي چې ځوابول يې همدغسې بې ګټې او بي ضرورته وي لکه پوښتنه يې . مطلب داسې يوه پوښتنه ده لکه : [color=cyan:1397ba8915]
آيا پيريان شته ؟ عقايد په تيره اسلامي خو وايي چې شته اومونږ يې پر موجوديت د قران داشاداتو سره سم عقيده لرو، خو ژوند او تجربه څه وايي او عقل څه وايي چې پيريان څشی ته وايي او پيری او پيرانی يعنې څه ؟ [/color:1397ba8915]
که دغسې نورې پوښتنې ولرئ مطرح يې کړئ ښايي يو څوک يې ځواب کړي .


Anonymous
19.04.2005

سلامونه وروره!
اسلام خو وايي چې پیریان یوژوندی مخلوق دی ، خوراک کوي ، مرګ او ژوند لري. او بله داچې اسلام وايي چې شته نو بیادعقل پسې مه ګرځه


Anonymous
19.04.2005

علیکم سلام ، له ځواب څخه مو مننه، البته په موجدیت کې یې څه شک نشته، خو آیا پر موجدیت یې باور یواځې او یواځې عقیدوي بڼه لري او که موجودیت یې
د ژوندون له پیښواوتجربو څخه هم دعلم الیقین په توګه سړي ته ثابتیږی؟ داچې
موجوددي او پرپنځو حاسو سره نه درک کیږی، نوتصوریې هم امان نه لري، مګر داچې چا لیدلي او پیژندلي اوسي . ایاپیران په سړي راځي او که نه، که پرې نه راځي، نو بیا هغه څه چې پر سړي د پیرانو په نامه راځي هغه څشی دي ، او ایا پیرانې سړی یې لیدلی شي که نه ؟
داچې ویل کیږی خوراک هم کوي، نو فضله مواد به هم غورځوی ، آیا چا لیدلي چې پیرانو پرې ډوډۍ کمه کړې وي او یایې د چا په سر ــ لرې موله مخې ــ مردار څاڅکی
یا نر څه راخوشې کړی وي ؟



ع کريم حليمي
20.04.2005

پتوال ځوانه سلام
داخو تايو ډيره په زړه پوري پوښتني کړي ٠ هم دغسي پوښتني زما د خوشحالۍ سبب کيږي ٠ خدای دي و کړي چه زه هم داسي جواب تاسو او لوستونکو ته وليکم چه د خوشحالي در ولي ٠ خدای دي وکي چه فکر مو په سم شي ٠
[quote:f035c5ffb4]آيا پيريان شته ؟ عقايد په تيره اسلامي خو وايي چې شته اومونږ يې پر موجوديت د قران داشاداتو سره سم عقيده لرو، خو ژوند او تجربه څه وايي او عقل څه وايي چې پيريان څشی ته وايي او پيری او پيرانی يعنې څه ؟[/quote:f035c5ffb4]
دا خو ډيره اسانه سوه چه عقيده لرې چه پېريان سته ٠ هغه وخت به زما لپاره لوی مشکل وای چه تاسو عقيده نه پر درلودلی ٠ اوس خو ساينس ډير په اساني دامعلومه
کړې چه پېريان سته ٠ او هر سړی کولې سي چهconquered مسخره ئې هم کړي ٠
زه پوهېږم چه څرنګه څوک پېری تسخر کړي ٠ اما داسي څه زه نغواړم چه وئې ليکم

دوه شيان نن سته چه يو ghost دۍ (د مړي روح چه کور ته راځي يا يابل يو ځای چه سرزدن ،تجسم روح ،Spectre شبح ) او بل پېريان

او ل - د مړو روح هم داسي پېښېږي چه پسله مرګه دنيا ته راځي ٠
ډير مثالونه ئې سته ٠ يو مثال ئې سپينه ماڼۍ ده ٠ چه ديوه پريزيډنټ لور په واټ هاوس کښي خود کشي کړي ٠ يا ئې وژلې ٠ بعضي وخت روح و سپيني ماڼۍ ته سر ورښکاره کوي ٠ documentary مستند اسناد سته ٠
Americans have long enjoyed telling ghost stories. From the ghost of Abigail Adams doing her laundry in the East Room to the spirit of Dolley Madison overlooking the Rose Garden, the White House has its own legend of ghost stories that have been passed down over the years.

Members of the staff, who have worked in the White House for many years, recently shared some of their stories of strange noises in the White House, sightings of President Abraham Lincoln's ghost and a Halloween prank by President Carter's daughter.
اوبل بياپېری دۍ ٠ چه کتابي ده چه پېری سته ٠ او زموږ باور دۍ چه پېری سته
او تاسو به او ريدلي وي چه فلان پير پېری مسخره دۍ ٠ چه اکثره ئې ټګي کوي ٠ ډېر
لږ داسي خلک وه چه رشتيا ئې تسخر کړي وه ٠
او د پېري تسخر د مسلمان کار ندي ٠ د هر مذهب يا مشرک سړی کولې شي چه مسخره ئې کړي ٠
او پېری هم انسانان poses (پېري نيولۍ )
دلته دوه شيان دي٠ چه يوه seizure (حمله ناکهانه )چه مرض دۍ ٠ يعني پېريانان
نه ورته ويل کيږي ٠ او زموږ خلګ و سيژا ته مېرګيان هم وايي ٠ چه علامې ئې داسي
دي ٠ چه لاسونه ئې کاږه شي استفراقونه وهي يا او كنترل ادرار نه نسي کولي ٠٠٠٠٠ او چپ اولف زغيږي وغيره ٠
او بل poses د ريشتاحالت دي ٠ چه هغه وخت چه سړی يا ښځه poses سي نو پرسونالټي ئې د بل چاسي ٠ او په بله ژبه خبري کوي ٠ چه هغه حالت د poses ورک شي ٠ نو بيا برته په هغه ژبه ،لسان نسي ږغيولی ٠
او پېريان کورونه هم poses کوي ٠ چه خپل د استوګني ځای ئې وکرځوي ٠
چه بعضي وخت د کور د خلګو سره په ښه فضا کښي ګوزاره کوي او رفاقت او اشنايي کښي ور سره ښه وي ٠ او بعضي وخت ډير بد حال ئې جوړ کړي وي ٠ هنداري
ماتوي ،دربی او درزی ئې په نيمه شپه کي چوړ کړي وي ٠ او دکور اوسېدونکي
مجبوره کوي چه کور ورپرېږدي ٠
په امريکا کښي ډير داسي کورونه سته چه پېر يانان لري او يا ghost

کله چه داسي ځای پيداسي چه پېريان پکښې وي ٠ نو ساينټستان ورځي ٠ او هلته
برقي الات وروړي ٠ چه وګور چه رشتيا ده يا
داسي پېښيږي کله چه پېريان کورته داخل شي ٠ نو هغه حساس ترماميتر خبر ورکړي
چه حرارت تغير سو ٠ يعني انرجي په اطاق کښي پيداسي ٠ چه د مخه هغه نه وه ٠
او يوه بله اله لکه ميګر چه د ساحوي برق احساسوي ٠ يعني هغه اله چه برق معلومه وي ٠ په داسي حال کښي چه د برق له ويره ،سيم سره بيله تماسه ، مماسه څه دا معلومه وي چه په اطاق کښي برقي اثر سته ٠
همدغسي د پيريان اثر د انرجۍ معلومه وي ٠
څه چه په اسماني کتاب کښي ليکل شوي ٠ تر ننه ساينس نه دي غلط کړي ٠
ډير داسي پيښيږي ٠ چه ساينس نه پوهيږي دا معنا نه لري ٠ چه کتاب خطا دۍ


Anonymous
22.04.2005

درنو لوستونکو، له حلیمي صاحب نه ډیر ه مننه کوم چې یو لړ ښه مالومات یې وړاندې کړل .پاتې ده دپیریانو دڅرنګوال خبره . دوی څه ډول مخلوق دی، تنې او بدن یې څومره دی ؟ بیلابیل شکلونه څنګه غوره کولی شي ؟ څنګه تړلياو قفل شوي ځایونو ته ور تللی شی ؟ ددوی سرعت او چټکتیاچې وای « پیریانوته غزنی څشی دی « دمتل سره سم د چاخبره د نور سرعت ته رسیږي او که څنګه ؟ اود سرعت څنګه امکان لري ؟ آیا پیریان شعور، اند او اندنه لري ، څو په خپلوکړو مړو مسئول هم وبلل شي؟ ولې په چولو او شاړو واړو ځایونو کې اوسیدل خوښوي ؟ ایا دوی به له مکروب اووایرس څخه هم کوچنی مخلوقات نه وي چې
د انسا ن مغزو ته داخلېدای او دهغه تصور وربدلولی شي؟ والسلام


pattang

pattang
22.04.2005

دپت سړیه بي پته مشې !
زه وږ ی يم ډوډۍ غواړم ، وطن مې اشغال دي ازادي غواړم ، خپل حق او ارامي
غواړم، په خپل هيواد کې همسايه يم د پير يانو بربادي غواړم ٠
دادی وروه ! زما په مغزو کې هم پيريان ناست دي نو ځکه تاسو يو شي او زه بل شي
غواړم٠
دپښتنو پيريانو په مينه پتنګ ٠

[quote:56a38b09b1="پتوال"]درنو لوستونکو، له حلیمي صاحب نه ډیر ه مننه کوم چې یو لړ
ښه مالومات یې وړاندې کړل .پاتې ده دپیریانو دڅرنګوال خبره . دوی څه ډول مخلوق دی، تنې او بدن یې څومره دی ؟ بیلابیل شکلونه څنګه غوره کولی شي ؟ څنګه تړلياو قفل شوي ځایونو ته ور تللی شی ؟ ددوی سرعت او چټکتیاچې وای « پیریانوته غزنی څشی دی « دمتل سره سم د چاخبره د نور سرعت ته رسیږي او که څنګه ؟ اود سرعت څنګه امکان لري ؟ آیا پیریان شعور، اند او اندنه لري ، څو په خپلوکړو مړو مسئول هم وبلل شي؟ ولې په چولو او شاړو واړو ځایونو کې اوسیدل خوښوي ؟ ایا دوی به له مکروب اووایرس څخه هم کوچنی مخلوقات نه وي چې
د انسا ن مغزو ته داخلېدای او دهغه تصور وربدلولی شي؟ والسلام[/quote:56a38b09b1]


Anonymous
23.04.2005

پتنګه وروره ښې چارې ، سلامونه مې ومنه ، له ځواب څخه دې مننه کوم .

که ته ډوډۍ غواړې مونږ درسره چغې وهو،که ته يواځې ملي آزادي غواړې مونږ
درسره ملي او اجتماعي آزادي دواړه غواړو،که ته ارامي غواړې ، مونږ د سولې سره پرمختګ هم غواړو او که ته تش غږ کوې مونږ درسر خرپ ته هم تيار يو او دترپ حق دې خير دی ستا وي، ولې هيڅ شی به نيم او نيمکله نه کوې چې د ﻻرې په منځ کې پاتې کيږو: ملي آزادۍ خو تش يو شکل دی چې بايد د اجتماعي آزادۍ له محتوا سره يې وتړې،ځکه شنډې ونې څوک نه کري او ميوه دار نيالګي دروي، نو ته له ملي آزاۍ سره د هغې د اجتماعي آزادۍ يوه هم وتړه ، بيانو غږ وکړه چې درودانګو، خو که د ملت آزادي غواړې او حکومت پرې بيا
ديکتاتورې کوې ، نو بيا مه خپل او مه د بل چا سر خوږوه اوبس د همدې پيريانو په بحث دې سات تيروه. څنګه ځوانه ، بده خبره خو به مې درته نه وي کړي ؟ والسلام


Anonymous
23.04.2005

پتنګه وروره ښې چارې ، سلامونه مې ومنه ، ستاسې ځواب زه هم د تایدوړ بولم .
هو !
که ته ډوډۍ غواړې مونږ درسره چغې وهو،که ته يواځې ملي آزادي غواړې مونږ
درسره ملي او اجتماعي آزادي دواړه غواړو،که ته ارامي غواړې ، مونږ د سولې سره پرمختګ هم غواړو او که ته تش غږ کوې مونږ درسره خرپ ته هم تيار يو او دترپ حق دې خير دی ستا وي، ولې هيڅ شی به نيم او نيمکله نه کوې چې د ﻻرې په منځ کې پاتې کيږو: ملي آزادۍ خو تش يو شکل دی چې بايد د اجتماعي آزادۍ له محتوا سره يې وتړې،ځکه شنډې ونې څوک نه کري او ميوه دار نيالګي دروي، نو ته له ملي آزاۍ سره د هغې د اجتماعي آزادۍ يوه هم وتړه ، بيانو غږ وکړه چې درودانګو، خو که د ملت آزادي غواړې او حکومت پرې بياديکتاتورې کوې ، نو بيا مه خپل او مه د بل چا سر خوږوه اوبس د همدې پيريانو په بحث دې سات تيروه. څنګه ځوانه ، بده خبره خو به مې درته نه وي کړي ؟ اوکه هسې ، لکه څنګه چې ښکارې،په هره عقيدوي موضوع باندې د بحث له ويرې پر پيريانو ه نشې
ګړېدلی او د نور و جدي موضوعاتو يادونه کوې ، نو دا پلمه بيا سم کار نه دی ، والسلام.


pattang
23.04.2005

ميلمه وروره !
دپير يانو بحس خو ما ندی مطرح کړی دا خو دپتوال صيب موضع دی٠
که زما په ليکنه سم پوه شې هغه ټوله داجتماعي ازادي بنسټ جوړه وي خو يو شي
درته وايم ،هره ازادي چې زمونږ دپښتنو د کلچر په خلاف وي هغه به ناکامه کيږي
البته ديادوني وړ دي چې زمونږ په پښتني کلتور کې ځني خراب شيان شته چي هغه بايد د علم ، پوهې ، مادي ژوند او قانون په وا سطه اصلاح او ريفورم پکښې وشي.
ميله ! افرين داسي غرځنګي ځوانان زما خو ښيږ ي خدا پاک دي نور هم قدرت در کړې ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ


نقاد
23.04.2005

ښاغلي پتنګ ته سلام اونیکې هیلې !
دا میلمه چې هرڅوک دي، ځواب یې راته ښه او پرځای ښکاري، خو ستاسې ځواب دهغه لیکنه په بشپړه توګه په پام کې نه ده نیولې ، مثلأ هغه لیکي :
۱ــ اجتماعي آزادي د ملي آزادۍ ثمر یا میوه ده ، چې له هغې پرته بیا ملي آزادي لرل د شنډې ونې مثال لري . تاسې د اجتماعي آزاۍ ادعا کړې خو ښودلې مو نه ده چې اجتماعي آزادي څشي ته و ایاست او دا مو هم نه ده روښانه کړې چې ایا هغه له دیکتاتورۍ سره شونې ده ؟
۲ـ که شونې نه وي نو بیا د دیکتاتورۍ پر ضد مبارزه داجتماعي آزادۍ آړین شرط نه دی؟ او که نه ستاسو په اند دیکتاتوري له هرې آزادۍ سره جوړیږي اود پښتنو دکلتور جزيې بولئ، که څنګه ؟
۳ـ که اجتماعي آزادي او دیکتاتوري سره نه پخلا کیږي، نو هغه رژیم چې دیکتاتوري په کې ځای ونه لري، څه ورته وایی ؟ آیا د افغانستان له پاره یوغیر دیکتاتوري ولسواک رژیم هم منلای شې؟ که ځواب مو هو وي،ایا مبارزه هم ورته کول غواړئ ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more