د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د کرزی صيب په حکومت کې:

Anonymous
17.04.2005

::::::::::: د کرزی صيب په حکومت کې:
کاشکې زه هم کوماندان وای:::::بي سواده او نادان وای
باډيګربه راپسی وای:::::لنډکروزربه مې دوه درې وای
مابه کړی وای عيشکونه:::::::::::ښې ميلې اوبانډارونه
داسپيره سپيره پارکونه::::::::پکې جوړ مې وای کورونه
ښې بنګلې اوبيلډينګونه::::::::هم کلاوې هم بورجونه
::::::::::::::که دا نه وای نوقاضی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
هم جاری به مې شرعيت وای:::پاک حلالبه مې رشوت وای
پرشيطان به مې لعنت وای:::::::::مابه کړۍ عدالت وای
::::::::::::::که دا نه وای توپکی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
هم جرګو هم مرکو کې:::::هم ښاديو هم غموکې
دهرچابه زه پکار وای::::يوبيرحمه جنګساﻻروای
هم پوليس هم څارنوال وای:::زه به تير له هرکمال وای
مالداری که زراعت دې:::::::تجارت که صنعت دې
::::::::::::::که دا نه وای پنجشيری وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
که سقاواوکه خرکاروای:::دوزيربه سلاکاروای
ښې وسلې به مې لرلۍ:::څه مزې به مې کولۍ
مقرربه ډګروال وای:::::سمدﻻسه به جنرال وای
دې بدبختو منصبدارو::::پياده اوزرهدارو
::::::::::::::به مې کړې سلامی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
چرس ترياک اوهيروئين :::درته وايم په يقين
داياکوت اوزمروت:::::په بوجۍ لکه امبروت
مابه شپه اوورځ تلللۍ:::په قاچاق به مې ليږلۍ
په دروازکه په پاميروای:::اشنايان به مې بیشميروای
::::::::::::::د پيسوبه څه خواری وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
بوديجې باندې به سپوروای::کش اوپش به مې ﻻنوروای
پدې غولو اوغانانو:::::::پښتنو اوتاجيکانو
::::::::::::::به مې کړې پاچاهی وای
::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
که دانه وای مستوفی وای::::يا والي د داي کونډی وای
دومره درپه دردې نه وای::::::باډيګردقانونی وای
::::::::::::::::::حداقل دشمالی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
سالوخان


Anonymous
17.04.2005

سلامونه سالو خانه وروره
پخیر راغلې ډېره موده پس دې لیکنه کورم ، الله دې تل لره


pattang
17.04.2005

سالوخانه وروره ډير ښه خداي پاک دي نور هم قدرت درکړي ٠
دکرزي دحکومت غلو تر اوسه پورې 7 مليارده پيسي چور کړې او په خپلو منځو کې
ئي تقسيم کړې او ملت په تش نس ورته ګورې ٠ دغه غله د اشغال ګرو په اجازه او خبر
تيا داسي کارونه کوي اواشغال ګر غواړې چې له دې لارې څخه افغان اولس په ګوڼډو کښينه و ي ٠

د پښتنولي په مينه پتنګ


Anonymous
21.04.2005

ميلمه وروراوهمدارنګه پتنګ ورور ته ډيرډيرسلامونه اونېکې هيلې!!!

داهم دپورتنی تنزپاته برخه:

يوجنګی جنايتکاروای::::::دباميان که دتخاروای
هم شورای تفاهم کې:::::هم خواخوږۍ دنظاروای
::::::::::::بل داژبه مې فارسی وای
::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
ماګټل به دولتونه::::::::::::هم ايورو هم ډالرونه
دديپلوم جنجال به نه وای:: نه رشته نه مسلکونه
::::::::::::فقط زده مې انګليسی وای
:::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
وم به زه هم قهرمان:::::::::لوی کانديد د پارلمان
:د لنډۍ ږيرې سره به :::: مال جايداد مې وي پريمان
::::::::::::::::::ماتړلې نيکټايي وای
:::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
په درناوی
salou


Anonymous
22.04.2005

::::::::::: د کرزی صيب په حکومت کې:
کاشکې زه هم کوماندان وای:::::بي سواده او نادان وای
باډيګربه راپسی وای:::::لنډکروزربه مې دوه درې وای
مابه کړی وای عيشکونه:::::::::::ښې ميلې اوبانډارونه
داسپيره سپيره پارکونه::::::::پکې جوړ مې وای کورونه
ښې بنګلې اوبيلډينګونه::::::::هم کلاوې هم بورجونه
::::::::::::::که دا نه وای نوقاضی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
هم جاری به مې شرعيت وای:::پاک حلالبه مې رشوت وای
پرشيطان به مې لعنت وای:::::::::مابه کړۍ عدالت وای
::::::::::::::که دا نه وای توپکی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
هم جرګو هم مرکو کې:::::هم ښاديو هم غموکې
دهرچابه زه پکار وای::::يوبيرحمه جنګساﻻروای
هم پوليس هم څارنوال وای:::زه به تير له هرکمال وای
مالداری که زراعت دې:::::::تجارت که صنعت دې
::::::::::::::که دا نه وای پنجشيری وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
که سقاواوکه خرکاروای:::دوزيربه سلاکاروای
ښې وسلې به مې لرلۍ:::څه مزې به مې کولۍ
مقرربه ډګروال وای:::::سمدﻻسه به جنرال وای
دې بدبختو منصبدارو::::پياده اوزرهدارو
::::::::::::::به مې کړې سلامی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
چرس ترياک اوهيروئين :::درته وايم په يقين
داياکوت اوزمروت:::::په بوجۍ لکه امبروت
مابه شپه اوورځ تلللۍ:::په قاچاق به مې ليږلۍ
په دروازکه په پاميروای:::اشنايان به مې بیشميروای
::::::::::::::د پيسوبه څه خواری وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
بوديجې باندې به سپوروای::کش اوپش به مې ﻻنوروای
پدې غولو اوغانانو:::::::پښتنو اوتاجيکانو
::::::::::::::به مې کړې پاچاهی وای
::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
يوجنګی جنايتکاروای::::::دباميان که دتخاروای
هم شورای تفاهم کې:::::هم خواخوږۍ دنظاروای
::::::::::::بل داژبه مې فارسی وای
::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
ماګټل به دولتونه::::::::::::هم ايورو هم ډالرونه
دديپلوم جنجال به نه وای:: نه رشته نه مسلکونه
::::::::::::فقط زده مې انګليسی وای
:::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
وم به زه هم قهرمان:::::::::::لوی کانديد د پارلمان
مال جايداد به مې پريمان:::: د لنډۍ ږيرې سره به
::::::::::::::::::ماتړلې نيکټايي وای
:::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای

که دانه وای مستوفی وای::::يا والي د داي کونډی وای
دومره درپه در به نه وای::::::باډيګردقانونی وای
::::::::::::::::::حداقل دشمالی وای
::::::::::::::::حکومت هم د کرزی وای
سالوخان

Powered by phpBB © 2001 phpBB Group[color=blue:a8f3329231][/color:a8f3329231][color=blue:a8f3329231][/color:a8f3329231][quote:a8f3329231][color=blue:a8f3329231][/color:a8f3329231][/quote:a8f3329231]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more