د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زه نه ، ريښتياخبرې کوي

Anonymous
14.04.2005

ګرانوهيوادوالو!
افغانستان يوډېر ښکلې هيواددې اوزه ورسره نه بدلېدونکې ريشتيانۍ مينه لرم، هرڅه پکې شته خو يوڅه پکی نشته چې هغه اتفاق دې ٠
که څوک غواړي چې دافغانستان په مليتونو کی په ځانګړې توګه تر ټولو ((بې اتفاقه)) مليت ترڅېړنې لاندې ونيسي نو هغه يواځې اويواځې پښتون قام دې او څېړنه به داهم وروښۍ چې پښتانه د نړۍ دپرګنوهغه پرګنۍ ده چې بخې بخې ده او هره چيرړۍ يې څو ځله ګنډل شو ې خو بيا بخې بخې شوې ٠ علت يې دادې چې مشرانويې په ((فلانيزو)) او ((بيستانيخېلو)) نومولي ٠ دوی ته يې يو غېر انساني کوډ ورپيدا کړې چې دهغه له امله د پښتنو يوځای کېدل ناشوني کړېشوي دي ٠
زه دپښتنو دغسې مشرانو ته ((بې اصله)) اودوياړ اوفخر مشرانو ته يې ((اصيل )) مشران وايم ٠ د بې اصلومشرانو تاريخ اوږد نه دې خوداصيلو مشرانو تاريخ يې لاپسې غزيږي لکه امير کروړ ، بېټ نيکه ، ميرويس نيکه ، احمد شاه ابدالي ، فريدخان ، اميرشيرعليخان ، اوامير امان الله خان د بېلګې په تو ګه يادوولای شم ٠ ددوی د اصليت ثبوتونه دادي چې اميرکروړ اوبېټ نيکه د پښتنودشاعرانوپخوانۍ نښي دي چې په خپل نظمي تفکر کی دپېرزوينې او شهامت فلسفه بيانوي ٠ ميرويس نيکه هغه سياستپوه مشر دې چې پښتانه پرې بې له هررنګه فشاره په خپله خوښه راټوليږي او دخپل قام قاتيل (ګورجين ) ته داسې ګوزار ورکوي چې بل قاتيل ته دعبرت سبب ګرځي ٠ احمد شاه دراني (ابدالي) دپښتنو داسې يومنتخب مشر وو چې ده به د خپل سلطنت ټول چارواکي پښتانه ګڼل ٠ نوموړي د خپل لښکر ټول قزلباش پښتانه بلل ٠ دابه هم بېځايه نه وي که ووايم چې د احمدشاه ابدالي ډېر احسانونه په قزلباشو باردي ٠ قزلباش اونور نشي کوولای چې د دغه پښتون مشر ښېګړې هېرې کړي ٠ برسېره پردې ، احمدشاه ابدالي يوتکړه او تجربه لرونکې عسکري جنرال او د عالي تفکر اواخلاقوڅښتن وو ځکه خو دهرقام دمشرۍ کانديد شو ٠ دافغانستان په سياسي اورسمي تاريخ کی احمدشاه ابدالي هغه پاچادې چې په ديموکراتيکه توګه دپښتنواونورو قومونو لخوا انتخاب شوې اوټولوورته پرته له کوم فشاره په ازادانه توګه رای ورکړې ٠ داداسې وختونه وو چې دنړۍ ډېرو لږو ملتونو انتخابات منل ٠ دانتخاباتو دغه دود هغه وخته رسميت پيداکړه خو د جګړو او سياسي حالاتو په وجهه دغه دود پايښت ونه کړ ٠
مونږ افغانان بايد په دې فخر وکړو چې زمونږ هېواد د يوه ازاد اومنتخب پاچالخوا تأسيس شوې ٠ دافغانستانستان دتأسيس په وخت کی مخالفې رايې ځکه نه وې چې انتخابات په مطلق اتفاق سرته رسېدلي وو ٠ دافغانستان شته کېدل اوتأسيسېدل ددغو ازادو انتخاباتو نتيجه اودمنتخب پاچا مسؤليت و و چې په احسنه طريقه يې سرته ورساوه ٠
ځينې افغان دوښمنه کړۍ او حرام نمکه وګړي شته چې د خپلو شومو شخصي ، سياسي اواقتصادي اهدافولپاره دافغانستان پرضدنامشروع تبليغات کوي خو حقيقت دادې چې تاريخ نه شي بدلېدﻻی ٠ افغانان بايدفخروکړي چې هم ددوی مشر اوهم ددوی د هېواد تأسيس په سمه اومشروع توګه شوې اوتاريخ ددغه حقيقت شاهد دې٠
دپښتنو بل مشر فريدخان چې په ((شيرشاه سوري )) مشهور وو په هندي اوپښتون تاريخ کی دعدل ، انصاف ، ودانۍ اوعالي کرکتر ځانګړې نمونه ده چې څوک ترې انکارنشي کوولای ٠ همدغه راز امير شېرعليخان اوامان الله خان هغه پښتانه مشران دي چې خپل ملت په نوې ، مترقي اومهذبه لاره رهنمايي کوي اوپه دې کوښښ کی وو چې افغانان بايد ژرتر ژره د نړ يوالې سيالۍ جوګه وګرځي ،د تمدن سره بلد شي ، هم سياسي اوهم اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي ٠ له دې حقيقته څوک سترګی نشي پټولې چې بې له قوي اقتصاده هيڅ رنګه خپلواکي اوازادي ممکنه نه ده، حتا مذهبي امور هم پرته له اقتصاده په صحيح توګه نشي چلېدای ٠

تاريخ شاهددې چې کله هم پښتنو لږشانې اتفاق کړې او يوپرمختګ ته يې لاره پرېښې نتيجې يې تراوسه تأثير کوي ٠ نو خبره دسياست اوانتخاباتو ده چې په نن وخت کی د پښتنو لپاره حياتي ارزښت لري ٠ که پښتانه خپل سياسي غورځنګ ، سياسي طرحه ، سياسي سيالي ، سياسي مشرتوب او سياسي تاکتيک ونه لري نو زما دنن خبره په يادوساتۍ چې داقتصاد ، رسمياتو ، نړۍ والی پېژندنې اوملاتړ څښتنان به هم نه شي ٠

پښتانه بايد حداقل دشمالي اتحاد له تاکتيکونو څخه عبرت واخلي ترڅووکوولای شي دخپلو حريفانوسره په هرمکان اوهرزمان کی مقابله وکولای شي ٠

شمالي اتحاد ته ګورۍ چې په هيوادکی يې څه وکړه مګر سره له ټولو جرمونو مخ په وړاندی ځي او ټوله ملامتيا په پښتنو باروي ٠ اوپښتانه د ( ځه- ځه ) په مرض اخته دي چې ښه کوي هم صفت يې څوک نه کوي ٠

په ساده الفاضو به يې ووايو چې پرته له معياري او دشرايطومطابق سياست څخه نورهرڅه دپښتنو دنابودۍ سبب ګرځي ٠

دخدای په امان
ززهز
__________________________________________
څوبه وايمه چې داراکړه يا دارا
نورڅه نه غواړمه يوښکلې اشنارا
چې ديار له يوې خندانه يې قربان کړم
پاکه خدايه داڅلورکنجه دنيارا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more