د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ايا د تفاهم د ملي جبهې سياسي هدف پښتانه په يوه کنج کې تخته کول نه دي؟

pattang
12.04.2005

ګرانو وروڼو !
پښتون يو غټ قوم او لوی ټبر دی خو په افغانستان کې دوي ته نور واړه قومونه خپل حق نه ورکوي او هم ئي نړۍ ته په بد شکل ور پيژني ٠ اوس ئي چې ګورم دکرزي په اطراف کې هم دد ي اقليتونو نماينده ګان اود پښتنو ضد عناصر را ټول شوي دي او له بلي خوا دې اقليتونو اوس د پښتنو په ضد د ملي تفاه په نامه يوه ګډه جبهه جوړه کړه او هدف ئي دادی چې د پښتون قوم له تنې نه لکه شامار تاو شي ،هډوکې ئي ور مات کړي او ژوندې ئي تير کړې ٠
اوخپل هغه بشري خيانتونه کوم چې دوی دنجيب لله له حکومت نه وروسته د طالبانو تر راتګه پورې کړې دي پټ کړې اونړۍ والو ته خپل ځانونه په چل او منافقت سره ديموکراته ځر ګنده کړې .

+++++ تاسو نه پوښتنه کوم :
چې ددي غبرګيزې سترا تيږي Dual strategy په مقابل کې پښتانه څرنګ حرکت وکړې ?? او :
++++ دپښتنو دژبې او کلتور پالنه چې دافغانستان داوسني او مخکېنيو
حکومتي واکدارنو له خوا هيڅ ندي پالل شوي څرنګه عملي شکل اختيار کړې .

د پښتنوالي په مينه پتنګ

_________________
زه يم زمری پردې نړۍ له ما اتل نسته
په هندوسند،پر تخار او پر کابل نسته
بل په زابل نسته
له ما اتل نسته


Ghairat
14.04.2005

تر سلام وروسته : پتنګ صيب ډيره ښه موضوع مو رامنځته کړې ده .
هو ، سياست همدې ته وايي چې حريف کنج ته او ځان ميدان ته کړي، دا د هرچا حق دی . د ملي تفاهم جبهه د پښتنو په وړاندې يوه لومه او يوه سياسي ننګونه ده چې د شورا د راتلونکو ټاکنو له پاره په موقع جوړه شوې ده. که پښتون قام د خپل ستر اکثريت سره سره د اولسواکۍ له ګټور لوبدود څخه ګټه وانشي خيستلی، دا به يې خپله ناپوهي او بي همتي وي . څنګه کيدای شي چې پښتانه په شورا کې هم خپل يوموټي اکثريت او مخکښ سياسي رول وساتي ، کرزی په کابينه او تګ ﻻرې کې بدلون ته اړباسي او هم دکرزي پر ضد د خپل حريف پر ژرنده اوبه ورسمې نکړي او په شورا کې خپل استقلاليت وساتي؟ په دې اړه به بحث لپاره اړينه وي چې تاسو يا وطنمل صاحب د موضوع په سرليک کې د ملي تفاهم د شورا سياسي هدف ته ځای ورکړئ . په درنښت .


م ن غروال
17.04.2005

پتنګه وروه سلامونه ومنئ
دمحترم ورور ښاغلي غيرت صاحب د خبرو په تائيد بايد درته عرض کړم چې د پښتنو کونج ته کول به هغه وخت امکان ولري که خپله پښتانه دا ډول زمېنې افغان دښمنه څېرو ته په لاس ورکړي٠ اوس چې څوک پښتون بيا د جهاد تر شعار لاندي د جګړې اور ته ورټېل وهي يوه ښه موقع پښتون دښمنه ستميانو ته په لاس ورکوي (اينه خداوراستي کُليشان طالباست.....)٠ چې پرته له تباهۍ او په سياسي ډګر کي د پښتون بايللو پرته به بل زيرۍ له ځانه سره ونلري٠
اما مونږه پښتانه بايد ويښ اووسو او افغان دښمنه شومو تبليغاتو تر تأثير لاندې رانشو٠ مونږه لکه دوئ بايد فعال اووسو او په هر ډول سياسي چارو کي ګډون وکړو او له چال او چلند نه کار واخلو٠ او خپلو پښتنو مشرانو له هره پلوه هم پلوي وکړو نه دا چې مونږه خپله پښتانه کوتک ورپسې راخيستۍ وي٠
او نړۍ ته هم دا جوته ده چې افغان په خټه يعنې پښتون! او افغانستان يعنې پښتونستان! دوئ که هر څه وکړي انشأالله تعالی نوره يي له وسه څه ندي پوره پرته لدې چې د ځانو سپکاوۍ وکړي٠


د څاروان په ليکنه انصاف نسته ، او اخلاق هم نشته


ع کريم حليمي
22.04.2005

ډېرو درنو دانشمندانو ، د انصاف خاوندانو نقاد صاحب او غروال صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته

درنو وړونو !
داسي نده چه (( ترور (terror ) دهشت ،بې اندازې ترس ،وحشت،بچه شيطان ))
ته لځانه معناوي (دخېټي )راباسي
د هيرانتيا خبره خو داده چه د ټول افغان لوستونکو او ليکوالوته ليکي چه : حواريين ياست (عيسايان )

هغه څوک چه مسلمانانو ته حواريين ليکي ٠ يعني کفاران ئې ګڼي ٠
اشاره دې ته کوي ٠ چه زموږ مرګ روا ګڼي ٠

پښته مي داده چه څاروان صاحب ! دا حواريينو خبره په اشتبا ه کښي ليکل سوي او که تاسو ټولو ليکوالو (اولسواکي معروفه )غوښتنکو ته د عيسايانو په سترګه ګورۍ ٠ ايا اخلاقأ ،انصافأ تاسو ځانته دا اجازه ورکړې چه مسلمانانو وړونو ته
حواريين وواياست ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more