اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دين زده اوبل ته يي ورزده كرئ !
      عبدالله أفغان
      16.08.2015
    
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته _
قال النبي صلي الله تعالي عليه وآله وسلم : {خيركم من تعلم القرآن وعلمه _}_اوكماقال النبي صلي الله تعالي عليه وآله وسلم _
ترجمه : بهترين ستاسي هغه كس دي كوم جي قرآن كريم زده او نوروته يي ور زده كري _
لهذا دفورم مشاركين كه كوم ديني لاسته راورنه ولري هغه كه دعمل مربوط اوكه دزدكري مربوط وي بايدونه سبموي اوله موز سره يي شريك كري_ تردي يوله بل استفاده او افاده وكرو او هم به مو دا مشاركات نفعمند او مفيدوي _
         
        
      ع کريم حليمي
      17.08.2015
    
وعلیکم السلام و رحمة الله دامت برکاته
دروند او مکرم دانشمند عبدالله افغان صاصب ، د دارینو سعادت دي په برخه سه ، ریشتیا هم چه په زدکړه او ښوونه یعني مشغولیت تحصیلی او تدریسي ،تبلیغی د لوړو عباداتو په قطار کي دریږي ، لمونځ هغه عبادت دي چه قبول سي نو ګټه ئې تنها لمونځګزار او مصلي ته رسیږي ، اما تدریس او ښوونه هغه عبادت دی چه ګټه ئې جمع عالم بشر ته رسیږي
پس د ښوونکي د یوې ورځي د ښووني مقام او فعل تر سل رکاته لمونځ(نوافل) ډیر چربو فضیلت لري ؟!
زدکړه داسي یو کیفیت دي هر کله چه رب العزت ، و یو چاته د خیر اراده وکړي نو لمړئ دیني اګاهي په مجمع کي پوهه ورکړي ،په بخاري کښي داسي راغلي چه : (مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ).
او شیخ تیمیه خو فرمایی چه : فَمَنْ لَمْ يُفَقِّهْهُ فِي الدِّين ِ، لَمْ يُرِدْ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا 
 درنښت
      آدم خان۱
      17.08.2015
    
[quote:2839331d88] لمونځ هغه عبادت دي چه قبول سي نو ګټه ئې تنها لمونځګزار او مصلي ته رسیږي ، اما تدریس او ښوونه هغه عبادت دی چه ګټه ئې جمع عالم بشر ته رسیږي
پس د ښونکي مقام د مصلي تر مقام چربو فضیلت لري ؟! [/quote:2839331d88]
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته!
مولانا صاحب! وایی: هر سخن جا و هر نقطه مکانی دارد! لمونځ فرض دی او تدریس مستحب ، فرضی چارې اولی او مستحبې روستۍ دي!!! چې په دې کې څه حکمت دی الله جل جلاله پرې ښه پوهیږیږي.
اول ځان اوبیا جهان!!!!
مننه
         
        
      ع کريم حليمي
      18.08.2015
    
وعلیکم السلام ، مننه آدم خان وروره چه راغلې او او په بحث کي دي برخه واخسته ،
هيڅ کله څوک دا نه وايي چه لمونځ مه کوه ، ولاړ سه علم وکه !!
خو دا په لوړ آواز وایم چه طلاب او علماء  لوړ مقام لري ، او و عوام الناس ته په مثل د د لمر دي او عوام الناس ګټه ور نه وړي . 
ګرانه وروره !
 اول :خو  علم مقدم دی تر قول او عمل 
 دوهم : سردار عالم فرمایلي دي چه : قال لي رسول الله صلى الله عليه وسلم: يا أبا ذر لأن تغدو فتعلم آية في كتاب الله خير لك من أن تصلي مائة ركعة
او دریم خو : العلماء ورثة الأنبياء ، نو یوه بدیهي خبره ده چه : د عالم مقام ډېر لوړ دي تر یو بېعلمه او خالي مصلي
بې علمه سړي دي ورک سي ، د بېعلمه به څه لمونځ وي ؟؟، د بې علمه به مخ تور وي په خپل لمانځه
درنښت
درنښت
 
