د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دداعش او طالب ټکول، یاافغان ولس ته خدمت .

میرویس
06.08.2015

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم.
وړمه ورځ چې داعشیانو او طالبانو پخپلو کې د ګور چنجیو غوندې سره خوړل، په نتیجه کې یې ولس ته مرګ ژوبله او مالي تاوان اوښت، او خلک یې د خپلو کورونو نه کډه کولو ته مجبور کړي وو، بې پیلوټه الوتکو په دواړو ترورستو ډلو ګزارونه وکړل، ګڼ شمیر یې ووزل او ولس ته یې ددوی د شر نه نجات ورکړ. همدا علت دئ چې ولس ددغسې عملیاتو ملاتړ کوي، ځکه چې دغسې عملیات په نارامه علاقو کې د امنیت او سولې د ټینګولو سره مرسته کوي.
====
• 5 اګست 2015 - 14 زمری 1394
شریک یې کړئ
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالرحيم زی وايي د بريد په ترڅ کې د دې ډلو پنځه موټر او زياته اندازه وسلې هم ويجاړې شوې
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د امريکا بې پيلوټه الوتکې پر طالبانو او "اسلامي دولت" ډلې هوايي بريدونه کړي چې له کبله يې ۷۰ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالرحيم زي بي بي سي ته ويلي چې دغه بريد د دې ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ شوی دی.
دی وايي د بريد په ترڅ کې د دې ډلو پنځه موټر او په زياته اندازه وسلې هم ويجاړې شوې دي.
ښاغلي عبدالرحيم زي ويلي طالبان او د "اسلامي دولت" ډلې جنګيالي په جګړه بوخت وو چې هوايي بريد پرې وشو او دواړو غاړه ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ځينې چارواکي وايي په ننګرهار ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې يوه بريد کې د اسلامي دولت ډلې مهم قوماندان هم وژل شوی دی.
يوه اوونۍ وړاندې د دې ولايت په اګام کې د اسلامي دولت ډلې ۲۰ جنګيالي وژل شوي وو.
د تېرې مياشتې په پيل کې په ننګرهار ولايت کې دې ته ورته بريد کې د اسلامي دولت ۴۹ جنګيالي وژل شوي وو.
په تېرو څو اوونيو کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې تر منځ په دې ولايت کې ګڼې جګړې شوې، چې دواړو غاړو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/08/150805_gn_nangrahar_drone_attack_killed_70_fighters


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more