د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

څاروان ته!!!!!

Anonymous
05.04.2005

څاروان ليکي:
د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 02, 2005 8:09 am :

ګران هيواد افغانستان څخه د صليبي ښكيلاكو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله "
---------------------------------------------------------------------------
دانو بيخي د بيشرمۍ او جنايت نه ډکه جمله ده. دغه ښاغلي په ښکاره د ترور کلمه نه يوازې بهرنيانو ته بلکې دغه راز خپلو افغانانو ته چې دده په ګمان د ديموکراسۍ پلويان دي او دی يي دبوش مريدان بولي استعمالوي. نوموړی زموږ د روښانفکرانو دترور هيله کوي نو زه دا ويلی شم:
څاروانه ! ورور به درته نه وايم ځکه چې ګناهکار به شم او خپل قاتل ته ورور ويل به جنايت وي. له بله پلوه مسلمان هم نه يې ځکه چې اسلام ترور نه تايدوي. که تا ليکلی وای چې د بوش دمريدانو د محاکمې په هيله نو بيا به مو ويلې وای چې ته دخپل نظر دڅرګندونې حق لري ، خو کله چې ترور غواړې نو بيا خو يو بې عاطفې، ظالم، نامسلمان او شرپسند انسان يې چې له ټولو انساني او اسلامي موازينو څخه ناخبره يې. ته داسلام او افغانانو کلک دښمن يې او په دې جمله سره دې خپله اصلې جنايت کارانه څيره را څرګنده کړه. خدای پوهيږي څومره انسانان به دې وژلي وي چې لا اوس هم د نورو وينو تويولو ته تږی يي. ستا سربادارانو ملاعمر او بن لادن به هم په دومره بې شرمۍ د( ترور) کلمه نه وي کارولي. .. همدا ستا په څير کسانو اسلام اوپښتانه بد نامه کړی دي.


وڅاروان ته !!!!!!!!!

Anonymous
06.04.2005

جزاکم الله ملاجانه ، ملا خانه وړونو ٠

ورک دي وي ملي خاين (څاروان )
[quote:772b95e75f]خو کله چې ترور غواړې نو بيا خو يو بې عاطفې، ظالم، نامسلمان او شرپسند انسان يې چې له ټولو انساني او اسلامي موازينو څخه ناخبره يې. ته داسلام او افغانانو کلک دښمن يې او په دې جمله سره دې خپله اصلې جنايت کارانه څيره را څرګنده کړه. خدای پوهيږي څومره انسانان به دې وژلي وي چې لا اوس هم د نورو وينو تويولو ته تږی يي. ستا سربادارانو ملاعمر او بن لادن به هم په دومره بې شرمۍ د( ترور) کلمه نه وي کارولي. خدای دې له ټول افغان نه ورک کړه[/quote:772b95e75f]
څاروانه هم دغه دي بس ده ؟؟؟؟؟؟؟



څاروان
06.04.2005

ملا جان، خان او اختره د يوي پيسي څو مخونو له سلام څخه ورسته.
ملا صيب په نوم ليكونكې ښه دي پيژنم چه څوك ئې نو ښه به درته دا وي چه هماغه د ترور بحث كې خپلي ليكني وكړي نه دلته.
كه څاروان د بوش مريدان د هيواد څخه د ترور په هيله دي نو ستاسي مباركو د ليكنو څخه معلوميږي چه د بوش مريدان ياست ځكه په خلاف ئې خبره هم درباندي بده تماميږي متل دي [color=white:8c81eea2b6]د غل په ږيره خس وي.[/color:8c81eea2b6] د بوش مريدانو ښه ده چه خپلي څيري مو راڅرګندي كړي. [color=darkred:8c81eea2b6]كه څاروان د صليبي ښكيلاكو فوځونو وركيدل د هيواد څخه غواړي او پدي وجه تاسي ورته دغه د ادب څخه ډك او ستاسي د ديموكراسۍ په تله پوره كلمات استعمال كړي [يو بې عاطفې، ظالم، نامسلمان او شرپسند انسان يې][/color:8c81eea2b6] نو ياد لري چه تاسي به د تاريخ هغه كرغيړني څيري وي چه په نوم اخيستو به مو خلك لاړي توكوي. تاسي ته چه ځان اوس دومره قوي ښكاري او خلك درته د عزت په سترګه ګوري نو دا ټول د بل د ... په زور دي كنه [color=white:8c81eea2b6]افغانان تل د بوش او ليلين مريدانو ته په يو نظر ګوري. [/color:8c81eea2b6]
ستاسي او د پيرانو مو د تمدن ، طريقي عاطفي انصاف نښي مو د [color=blue:8c81eea2b6]ابوغريب د جيل څخه د هغه مسلمانانو جنيكيو په په چغو او كوكارو [/color:8c81eea2b6]كې له ورايه بريښي چه د بادارنو لخوا مو پري د خپلي ډيموكراسۍ قوانين عمليكيدل. ستاسي او د بادارنو مو د انسانيت څخه ډك او پوره كړه په ګونتنامو، باګرام، او قندهار په اډوكې ټولو دنياوالو ته د لمر نه هم روښانه دي.
[color=white:8c81eea2b6]د ابوغريب، ګونتنامو، باګرام، او قندهار جيلونو كارنامو ته مو نظر وكړي نو په خپله به پوه شي چه څوك وحشيان دي، څوك ظالم دي څوك كافر دي څوك شرپسند دي[/color:8c81eea2b6]. زه پدي پوهيږم چه په خپله تاسي ته اوس په پوره توګه دغه احساس نه كيږي ځكه په تشناب كې ناست سړي ته د خپل كړي بوي پوره احساس هلته كيږي چه كله له تشناب څخه بهر شي او بيا سوګمي وروړاندي كړي.
[color=indigo:8c81eea2b6]نو اي د ملا په نوم ليكونكو زه پوهيږم چه ستاسي د ډيموكراسۍ په تله نن زه [يو بې عاطفې، ظالم، نامسلمان او شرپسند انسان يې] يم خو كه چيري ما د وخت فرعون ته سركښته كړي وايي ستاسي په شان او د پښتنو پاك لمني جينكيو د حسن بازار ته د رايستلو ته مې دعوت چلولي او په هيواد كې مې د خپل كلتور د ختملو او دغربي وحشي كلوتور د پلي كيدو لپاره كار كولي نو ستاسي په تله به نن زه نه بي عاطفي واي او نه به ظالم واي او نه په شرپسند وي او مسلمان به هم وايي.[/color:8c81eea2b6] سترګې مو وازي او غوږونه مو خلاص كړي چه زه د كفري مستعمرينو څخه دفاع كونكې غداران بولم او د همدغه غدارانو د كفري مستعمرينو بادارانو سره يوځاي د هيواد څخه د ترور [شړل او ايستل] په هيله يم او انشاء الله پدي لار كې به د خپل قدرت په اندازاه كار كوم. او په هيواد كې پلي كيدونكې قانون بايد اسلامي وي ځكه افغانان مسلمانان دي او الله پاك فرمايي:
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْكَافِرُونَ (المائدة44)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ (المائدة45)
وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْفَاسِقُونَ (المائدة47)
أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنْ اللَّهِ حُكْمًا لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ (المائدة50)
[color=white:8c81eea2b6]په هيواد كې چا اسلام قوانين پلي كړه زه ئې ترڅنګ ولاړ يم او دفاع به ترينه كوم.[/color:8c81eea2b6]

د هيواد څخه د صليبي ښكيلاكو ځواكونو اود بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان


Re: وڅاروان ته !!!!!!!!!

pattang
06.04.2005

ميلمه ګله په نخرو،نخرو ځان ښکاره کوي خو دادي خپل کار دي٠
وروره دبي ګنا ه او بې جرمه انسان وزنه ،اوبيا بي له محکمې څخه دانسان وزنه لوي جرم او ګناه دي او هم د اسلام په دين کې منع دي اوقاتل خداي هم نه بخشي٠
دا زما عقيده ده او هم دا دنورومطلق اکسريت انسانانو عقيده ده.
زه باور لرم چې ځاروان صيب هم په دي عقيده دي اوډيرې توندې خبرې ورته لازمه
نه وي ،کوم شي چې تاسو ورته لېکلي دي هغه د پښتنولي له چوکاټه وتلي او خداي پاک دي تاسو ته هدايت وکړې٠
اوس به راشو ترور ته ، لغوي مانا ئي ډير ځله تکرار شوې دي خو عملي صورت ئي دوه برخي لري : چې يوئي دولتي او حکومتي ترور دي او بل ئي ګروپې او انفرادي ترور دي٠
دلته د ( ترور ) څيړنه او ارزيابي متاسفانه هغه ( فاعلان ) په پښو دره وي ، حقانيت او پېژندنه (legitimation) ورکوي ، کوم چې زور اوپيسې لرې ، چې هغوي ديکتاتوره او ياځنې ( دېموکراته ) هېوادونه دي٠
دمسال په ډول : دامريکايانو ترور په عراق کې ، د پوتين او روسانو ترور په چېچنياکې او داسرائلودحکومت ترور په فلستين کې ژوندي مسالونه دي ٠
دغه پورته قدرتونه خپل کارونه ترور نه بولې او يو رنګ نه يو پيژندل شوي رنګ خپل ترور ته ورکوي او خپل ترورستي عمل د مېدين په واسطه ښکلی کوی او يو رواجي قانوني شکل ورکوي.
( overexposure of violence in the media)
ځني نور خلک چې هغوې دازادې لپار ه کار کوې او مخامخ ئي دظالم حکومت سره
زور نرسيږي هغوي ته دوي ترورستان وائي چې مسالونه ئي:
دچيچنيا ازادي غوښتونکې، د ايرلنډ - ، د باسکن - ، د کورسيکا - او د
فلسطين ازادي غوښتونکي او نور دي .
هر سالم انسان با يد دټولو دغو ترورونو په خلاف عمل وکړي ٠
لڼد داده : که دولتي ترور نه وي نو انفرادي او ګروپي ترورونه به هم ورک شي٠
د هيواد او انسانانو دازادي لپاره هر جنګي عمل روا او فرض دي که په سوله ازاد نشي ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:2390728222][quote:2390728222="ملا اختر"]جزاکم الله ملاجانه ، ملا خانه وړونو .
ورک دي وي ملي خاين (څاروان )
[quote:2390728222]خو کله چې ترور غواړې نو بيا خو يو بې عاطفې، ظالم، نامسلمان او شرپسند انسان يې چې له ټولو انساني او اسلامي موازينو څخه ناخبره يې. ته داسلام او افغانانو کلک دښمن يې او په دې جمله سره دې خپله اصلې جنايت کارانه څيره را څرګنده کړه. خدای پوهيږي څومره انسانان به دې وژلي وي چې لا اوس هم د نورو وينو تويولو ته تږی يي. ستا سربادارانو ملاعمر او بن لادن به هم په دومره بې شرمۍ د( ترور) کلمه نه وي کارولي. خدای دې له ټول افغان نه ورک کړه[/quote:2390728222]
څاروانه هم دغه دي بس ده ؟؟؟؟؟؟؟[/quote:2390728222][/quote:2390728222]


نقاد
12.04.2005

[quote:b259e1f91c]ځني نور خلک چې هغوې دازادې لپار ه کار کوې او مخامخ ئي دظالم حکومت سره
زور نرسيږي هغوي ته دوي ترورستان وائي چې مسالونه ئي: دچيچنيا ازادي غوښتونکې، د ايرلنډ - ، د باسکن - ، د کورسيکا - او د فلسطين ازادي
غوښتونکي او نور دي . [/quote:b259e1f91c]
ښاغلی پتنګ خان او منلو لوستونکو ته سلام ٠
ورورګله د چريکي جنګونو او ترور ترمنځ ډير توپير شته چې يواځې پر دې بايد سره يوشی ونه ګڼل شي چې دواړه د زورور دوښمن سره مخامخ او پر ښکاره ډګر نشي جنګيدلی ٠ په چريکي جګړو کې پر اولسي وګړو بريد نه کيږي ، بي ګناه افراد، سيلانيان ، ژورنالستان او د مرستندويه نړيوالو سازمانونو غړي نه يرغمل نيول کيږي او نه وژل کيږي ٠ تر کومه چې د فلسطين او چيچنيا جنګيالي ددوښمن پوځي تاسيسات مرکزونه پستې او سرتيري تربريد ﻻندې نيسي ، تر ورستي عمل نشي ګڼل کيدلی او يا د عراق جنګيالي چې پر امريکايي پوځي او غير پوځي مرکزونو او د هغوی د ټلوالې په اړوندو ځايونو او حکومتي ځواکونو بريدونه کوي، ترورستان نه دي ، او د ازادۍ چريکي جنګيالي دي ، خو که ددې ترڅنګ يوه ډله محض خارجيان ، ژورنالستان ، دخيريه ټولنو غړي او سيلانيان په عراق ، مصر ، لرې ختيځ يا افغانستان کې تښتوي٠ يرغمل يې نيسي او يايې وژني يو ناوړه ترورستي او د کرکې وړ عمل دی ٠
سمه ده چې دوی خپل دغه عمل د ازادۍ له مبارزې سره د مرستې په توګه انګيري،
خو د پښتو د متل له مخې چې پرتامې زور نه رسي مړ به دې پلار کم ، دا د بيګناه انسانانو پر ضد يو بيځايه ، ناسم ، ظالمانه او وحشيانه عمل دی او بس ٠ خو که د عراق داوسني ګوډاګي حکومت او بهرني ددوښمن اغيزمن سياسي او پوځي کسان په دغه طريقه د ازادۍ له پاره ووژل شي ، ترور يا ترهګري نه بلل کيږي ٠ والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more