نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دلويديزتهذيب نه ساه وتلې ده،
Anonymous
05.04.2005
د لويديز تهذيب ساه وتلې ده اؤ اوس لويديز اؤ امريکا د خپلې ټيکنالوجۍ پۀ بنياد ولاړ دى اؤ ددې تهذيب وياند بل کلنټن وئيلى دى چې راتلونکو وختونو کښې به د امريکې ابادى پۀ حراميانو مشتمل دى. پۀ دې وجه د ولديت خانه به ئې کښې د پلار پۀ ځائې د مور نوم ليکل کيږى اؤ اوس د يو اين اؤد سوشل انجينئرينګ پروګرام لاندې ډمې ته دجنسى کارکوونکې اؤ هم جنس پرستۍ ته قانونى شکل ورکولے شى اؤ د مسلمان معاشرې تباه کولو کوشش کولے شى.
نقاد
15.04.2005
ښاغلي ميلمه صيب ته تر سلام ورسته:
لږ ترلږه لس زره کاله خو په لومړي اشتراکي ټولنه کې هم ، چې د دود او رواجي اخلاقو پربنسټ تنظيم وه، د چا پلار مالوم نه و او ستا په کارولې اصطلاح ټول حراميان او حرامزاده ګان وو. نو په هغو تاريخي شرايطو کې دا کوم بداخلاقه کار نه و، وروسته تر نن ورځې پورې ډير بداخلاقه بلل کيده او تر دې وروسته ښايي د امريکا په څير پر مخ تللو او پرمخ تلونکو ټولنو کې بيرته د اخلاقو سره د ټکر بڼه ونه لري، سره ددې چې په کلي ډول اخلاقي ژوند تل پرمختګ کوي او رول يې زياتيږي . نو د حراميانو اخلاقيتوب اوبد اخلاقي بايد په تاريخي ډول درک شي.
ځکه که په لويديځ کې د يو حرامي حقوق او ارزښت زونږ د وطن له يوه حلالي خان ، ملک يا ملا څخه زيات وي ، نو بيا؟ او پر واقعي کې هم زيات دی.
که د اخلاقو زوړ شکل له منځه ځي، نونوي رامنځته کيږي چې تر پخوانيو زياته پراختيا پيدا کوي او د قوانينو او مجزاتو پر ځای تعميم مومي. والسلام
نقاد"]ښاغلي ميلمه صيب ته تر سلام ورسته
pattang
15.04.2005
نقاد خانه سلام :
[quote:5d88065662]لږ ترلږه لس زره کاله خو په لومړي اشتراکي ټولنه کې هم ، چې د دود او رواجي اخلاقو پربنسټ تنظيم وه، د چا پلار مالوم نه و او ستا په کارولې اصطلاح ټول حراميان او حرامزاده ګان وو.[/quote:5d88065662]
دا پورتنۍ جمله شايد چې نقادصيب نوې ليکلې ??
لمړی : که سړی په اديانو عقيده ولرې نو داسې اشتراکي ټولنې په دي ماناسره موجوديت نه لاره او که لار ه ئي نواديانو دوي منورې کړې . او له ادم نه وروسته حرامې توب اسمانې منع دي ٠
د وهم : که سړی خپله پر اديانو عقيده ونلري نويوحقيقت خو بايد پټ نشي چې ختيزه ا ولويد يزه نړې 3000 کلن مذهبې کلتورلري او حراميتوب پکښې
منع دي .
دريم : زمونږ دين او پښتنوالې څه شوه ?? او مونږ په داسې کلتور کې لوي شوې يو چې حراميتوب او فحشا پکښې منعه دي٠
===> ميله ، زه ، تاسو خو عقيده وي مسلمانان او پښتانه يو، زمونږ ئي له کمون اوليه سره څه ?? زما په عقيده ميلمه حقيت ليکلی دی .
[quote:5d88065662]نو په هغو تاريخي شرايطو کې دا کوم بداخلاقه کار نه و، وروسته تر نن پورې ډير بداخلاقه بلل کيده او تر دې وروسته ښايي د امريکا په څير پر مخ تللو او پرمخ تلونکو ټولنو کې بيرته د اخلاقو سره د ټکر بڼه ونه لري، سره ددې چې په کلي ډول اخلاقي ژوند تل پرمختګ کوي او رول يې زياتيږي . نو د حراميانو ورځې اخلاقيتوب اوبد اخلاقي بايد په تاريخي ډول درک شي[/quote:5d88065662].
خو زمونږ په اسلامې او پښتني تاريخ کې دا لويه ګناه او سخته جزا لرې٠
مقصد دي له مخ تګ څخه څه شي دي ?? مقصد تخنيکې پر مخ تګ دي ??
چې دسرمائي او استسمار په ډنډه مخ ته ځې او کار فر ما يواځې خپلې ګټې ته ګورې او انساني کرامت او اخلاقي نورمونه هيڅ ما نا ورته نلرې ، له پوليسه نيولې تر ژور نالسته پورې دسرمائي غلامان ، يواځې قانون چليږي اواخلاقې قيمتونه هيڅ مانا نلرې نوسړې به هغه لوکس ږوند څکه وې چې ميرمن ئي دده له څنګ سره دوه ملګرې نور هم ولري ٠ اوزوي او لور ئي هم مالوم نوي چې دکوم لونډ نه پيدا شوې دي ، ايا يو پښتون مسلمان داسې بينا موسي قبله ولي شي ??
[quote:5d88065662]ځکه که په لويديځ کې د يو حرامي حقوق او ارزښت زونږ د وطن له يوه حلالي خان ، ملک يا ملا څخه زيات وي ، نو بيا؟ او پر واقعي کې هم زيات دی.[/quote:5d88065662]
دابه څرنګه په تله تلي ځوانه ?? ديوه (غربي حرامي ) مادې ژوند چې بنسټ يواځي مادي دي له يوه ( حلالي ملک ،ملا ) چې ژوند ئي مانوي دي هيڅ نسبت نلري يوطرف دوحشت خواته او بل طرف داخلا قو او معنويت خواته روان دي٠ په واقعي ژوند کي دومره بد بخته او روحې مريض دي چي درصختي په ورځو کې خپله مصنوعې ارامي په پيسو اخلي او که ئي ونلري نو نور غيرې قانونې کار کوي چې لږ څه خپله خوشالي وګټې ٠
[quote:5d88065662]که د اخلاقو زوړ شکل له منځه ځي، نونوي رامنځته کيږي چې تر پخوانيو زياته پراختيا پيدا کوي او د قوانينو او مجزاتو پر ځای تعميم مومي. والسلام [/quote:5d88065662]
تر پخوانيو زياته پراختيا په ډيره منفي او غير ي انساني ډول سره نه په مسبت ډول
سره ٠ قانون د باندي له خوا تعميم کيږي او اخلاق دننې له خوا په طبعي ډول سره
يو خپل بل بيګانه دي ٠
دغربي نړۍ اخلاقي ژوند له منځه تللي که بيدار نشي او اخلاقي نورمونه وضع نکړې نوله لوئي بد بختي سره به مخامخ شي ٠
په افغانستان کي د خداي پاک امريکا ئي اخلاق او امريکائي ديموکراسي بيله
اسلامي او پښتني نورمونو او قوانينو نه را ولي ٠
نقاد صيب تاسو يوه عمومي ليکنه کړي دي او تاريخي بڼه مو ورکړي او ما درته
خصوصي کړه ، څکه چي زه له دي ډاريږم چي خداي نخواسته زمونږ ښاغلي د
غربې کلتور مريدان نشي ، که څه هم دا دهر چا خپل کار دي خو داسي مريضان چې
له هغوي نه زمونږ ټولنه مريضيږ ي بايد جدا تداوي اومخنيوی ئي و شي ٠
دپښتنولي په مينه ستاسوپتنګ
نقاد
16.04.2005
پتنګ جان او درنو لوستونکو ته سلامونه!
[quote:28f54ab541]نقاد صيب تاسو يوه عمومي ليکنه کړي دي او تاريخي بڼه مو ورکړي او ما درته
خصوصي کړه ، څکه چي زه له دي ډاريږم چي خداي نخواسته زمونږ ښاغلي د
غربې کلتور مريدان نشي ، که څه هم دا دهر چا خپل کار دي خو داسي مريضان چې
له هغوي نه زمونږ ټولنه مريضيږ ي بايد جدا تداوي اومخنيوی ئي و شي ٠ [/quote:28f54ab541]
هو ځوانه زما ليکنه ټولګړې وه، تاسې ځانګړې او بالکل يوګړې بڼه ورکړې ده.
افغاني ټولنه ، اسلامي عقيده او افغاني اخلاق مطرح نه و او نه نور اسلامي هيوادونه، بلکې د امريکايانو کورنی ژوند او د کلينتن خبرې مطرح وې .
بيا هم ستاسو شننه چې :
[quote:28f54ab541]لمړی : که سړی په اديانو عقيده ولرې نو داسې اشتراکي ټولنې په دي ماناسره موجوديت نه لاره او که لار ه ئي نواديانو دوي منورې کړې . او له ادم نه وروسته حرامې توب اسمانې منع دي ٠ [/quote:28f54ab541]
١ـ ددې جملې په ليکلو کې پخپله ډاډه نه ښکارئ او ( که ،... په دې او هغې مانا ) له قيوداتو او کنډو کپر څخه مو ډکه کړې ده ، وګورئ ، تاسو ليکلي :
((نو داسې اشتراکي ټولنې په دي ماناسره موجوديت نه لاره ))
دا حکم مو د تاريخپوهنې پورې تړاو لري او تاريخ يې څيړلی شي او څيړلې يې هم ده، خو تاسې ددې له پاره چې له تاريخپوهنې څخه انکار وکړئ، دا جمله د يو ې بلې موضوع پورې د (که) د توري په وسيله تړئ او ليکئ [color=blue:28f54ab541]که [/color:28f54ab541]سړی په اديانو عقيده ولرې نو .. دغسې ټولنې وجود نه ﻻره. بيا هم ډاډه نه ياست او زياتوئ چې : [color=cyan:28f54ab541]اوکه ﻻره يې [/color:28f54ab541]....نو اديانو منوره کړه.
ايا تاسو نشئ ويلی چې وجود يې ﻻره که نه يې ﻻره، خوددې له پاره چې اديانو منوره کړې ده نو حتمأ به يې وجود هم ﻻره، که نه ،نو اديانو به څشی منور کړی وي . او بالاخره دا پرې ورزياتوئ چې :له ادم (ع) څخه وروسته حراميتوب اسماني منع دی : دا خو دا معنی لري چې ګواکې له ادم نه مخکې حراميتوب ، اشتراکي ټولنه ټول موجود وو . آيا ادم ستاسو په اند لومړنی انسان او د ټول بشر پلار نه دی ؟ ايا هغه وروسته په يوه تاريخي مقطع کی راغلی دی ؟
٢ـ
[quote:28f54ab541]که سړی خپله پر اديانو عقيده ونلري نويوحقيقت خو بايد پټ نشي چې ختيزه ا ولويد يزه نړې 3000 کلن مذهبې کلتورلري او حراميتوب پکښې
منع دي . [/quote:28f54ab541]
خپل ځان به تاسو ته ښه مالوم وي، مونږ شکر پر اسلام ا يمان لرو او تاسوته هم د يو مسلمان افغان ورور په سترګه ګورو ، خوداچې ختيزه ا ولويد يزه نړې 3000 کلن مذهبې کلتورلري او حراميتوب په لويديځ کې هم منع دی ، بايد د سخت شک او ترديد وړ خبره اوسب ! ځکه په لويديځ کې دې تر عيسوي دين دمخه کوم اسماني دين نه واو عيسوي دين هم ورته تر مسيح څو پيړۍ وروسته راغلی دی او بيا د منځنيو پيړيو له ختميدو يا د رينسانس له بري سره يې خپل تسلط له لاس ورکړ. نويو 3000 کلن مذهبي کلتور چې اوامر او نواهي يې جاري اوسي په لويديځ کې
ښايي ستاسې يو خيال او خوب وي، خو واقعيت ورته نشو ويلی. پاتې شو ختيځ دې : هلته هم د اسلام تر سپيڅلي دين مخکې بت پرستي وه او کوم اسماني دين يې نه پيژنده، نو داسلام مذهبي کلتور هم اوس څوارلسمه پيړۍ ده او شکر حراميتوب په کې کلک منع دی، خو دا درې زره کلنه موده ګڼې هسې يوه تشه اختراع نه ده؟
[quote:28f54ab541]دريم : زمونږ دين او پښتنوالې څه شوه ?? او مونږ په داسې کلتور کې لوي شوې يو چې حراميتوب او فحشا پکښې منعه دي٠ [/quote:28f54ab541]
زمونږ دين او پښتونوالی شکر پر ځای دي، که د امريکا او لويديځ له حاله خبريږو نو پر خپل دين او پښتو ﻻ زيات شکر کاږو، نه داچې خپل دين يا پښتو به له ﻻسه ورکوو. سره ددې هم له حاله خبريدل يې بايد په سطحي توګه نه وي چې د کوم زهرجن تبليغ له پاره ترې کارواخلو، بلکې په تاريخي کنهه او علل او معلول يې پوه شو، نو بيا پرې قضاوت هم سم کولی شو او ځانونه ترې هم ښه ساتلی شو . سطحي تبليغات خو د جذباتو هسې تود باد وي، چې له راخوشې کولو سره سم سړيږي او بيا هيڅ اغيز او تأثير نه لري .
[quote:28f54ab541]
خو زمونږ په اسلامې او پښتني تاريخ کې دا لويه ګناه او سخته جزا لرې٠ [/quote:28f54ab541]
خو سره ددې ټولو بيا هم زنا پيښيږي، ځکه چې د پيغلو او ځلمو ودونه دناوړو دود نواو د والدينو له خوا د ملا ماتونکو ولورونو سره تړلی وي، نو همدغه منع او حرامه زنا ترې سر وهي او د ښځو ژوند تباه تباه کوي، وګوره چې په غرب کې نه ولور شته او نه ناوړه رواجونه، او هرڅوک په خپله خوښه ودونه کوي ، نو ځکه د کوم فساد سبب هم نه ګرځي. که يو اړخ بي وفايي وښيي او بل څوک خوښ کړي بل اړخ يې سمدﻻسه پريږدي ، نو زوجيت يواځې ددواړو په خوښه ، مينه او وفا سره دوام کولی شي.
((که په لويديځ کې د يو حرامي حقوق او ارزښت زونږ د وطن له يوه حلالي خان ، ملک يا ملا څخه زيات وي ، نو بيا؟ او پر واقعي کې هم زيات دی))
[color=cyan:28f54ab541]پتنګ خانه ددې جملې لومړۍ معنی داده چې د يو لويديځوال د ژوند مادي او معنوي حقوق ، امتيازات، کلتور، مولديت او د ژوند سطحه له ملا خان او ملک څخه لوړ دی، او داچې د حرامي او حلالي تر منځ پکې هڅ توپير نشته، نو که حرامي وي، هم له همدغو اجتماعي ، اخلاقي ، تربيوي او علمي امتيازاتو او ارزښتونو څخه برخورار دی چې زمونږ خان ملا او ملک ترې نه ی برخوردار. نو اوس وګوره چې کوم طرفته وحشت او کومې خواته معنويت پروت دی .
که معنویت علم او تخنیک ، کلتور اواخلاق ، هنر اوادب ،فلسفې، قانون اوحقوقو، سیاست او عقاید ټولو ته وایې ، نو بیا له عقایدوپرته د عیاتو په کومه برخه کې لویدیځوال تر ختیځ لس یا سل ځلې مخکې نه دي ؟ هو لویدیځوال پردغو معنویاتو ویاړي، خو زمونږ دویاړ له پاره چې څه راپاتې دي، هغه یواځې
او یواځې عقیده ده، ولې هغه څه چې غربیان پرې افتخار نشي کولی ، هغه هم متاسفانه یواځې او یواځې مذهبي عقاید دي او بس . والسلام[/color:28f54ab541]
Anonymous
16.04.2005
سوک چه په جبر زور ، بی له رضاپه بدل صغيره اوپه پيسو خور اولور چاته واده کړي اسلام امرکوي چه نکاح يې نه ده شوی اودداسی بی نکاح کورنۍ کی چی اولادونه پيدا کيږي شرعي حراميان ورته ويل کيږي ٠
پتنګ دی اوس فيصدي په پښتنو کی معلومه کي !
pattang
pattang
16.04.2005
[quote:50fa662a93="Anonymous"]سوک چه په جبر زور ، بی له رضاپه بدل صغيره اوپه
پيسو خور اولور چاته واده کړي اسلام امرکوي چه نکاح يې نه ده شوی اودداسی بی نکاح کورنۍ کی چی اولادونه پيدا کيږي شرعي حراميان ورته ويل کيږي ٠
پتنګ دی اوس فيصدي په پښتنو کی معلومه کي ![/quote:50fa662a93]
دا بد کاردي او زه ئي هيڅ طرفداري نکوم ، او دغه بد بختي له يوي خوا دبي علمي او
له بلې خوا دغريبې نتيجه دي٠
[quote:50fa662a93]پتنګ دی اوس فيصدي په پښتنو کی معلومه کي ![/quote:50fa662a93]
حرامي په پښتنو کې هغه چاته وائي چې له لونډه څخه پيدا شوي وي اوشکرپښتنې پيغلې ، ميرمنې په ځان تکليف ، لوږه ، تنده ، وهل، ټکول او نور ظلمونه په ځان تيره وي خو دخپل پلار ، نيکه ، اسلام او پښتنوالي نوم نه خرابه وي .
نويووار چې واده شوه بيا خپله ګذاره کوي..
خو دا زمونږ ګډه وظيفه دي چې د خپلو عنعناتو او اسلامي معيارو په چوکاټ کې دا مسئله حل کړو ٠
نکاح په زور نه قبليږي خو په پښتني کلتور کي حرامي هغه چاته وائي چې له بل چا څخه پيدا شوي وي خو زما عزتمندي پښتنې خوندي 99,99 خپل ځان مرګ ته ورکوي خو خپل نوم نه خرابه وي ٠ خداي پاک دي مونږ ته قدرت راکړې چې ددي پاکو خوندو حقوق پشپوړ په ټوله مانا ورکړو .
ديادونې وړ ده چې په ځنې کارو کې پښتانه له شريعت نه هم پښې اړه وي اوځني کارونه دودي او عنعنتي کوي ، داچې دا ښه کار دي او که بد هغه بيا بل سوال دي٠
ستا د مستعار نو م په انتظار او دپښتنوالي په مينه پتنګ !
pattang
pattang
16.04.2005
نقاد صيب زه لنډ څواب درکوم !
زمونږ دکلې ملا صيب به ځني هلکان په زو ور او زير کې را ګير کړل نو ما هم چې کله ستا سو ځواب ولوست نو ملا صيب مي را په ياد شو.
تاسو په محتوياتو کې فکر ندي کړې اونه ئي کوي ??
په تاريخ کې ډير شيان دروغ دي دستر ګو ليدلي حال ندي ، د تجربي په ډول نه تکراريږي په دي ټکي کې له علم سره تضاد لري ٠
دامهمه ندي چې دين چيري او څه وخت په غرب کې اويا ٠٠٠، زما مقصد د ټول بحس نه زمونږ پښتنې کلتور او ملک دي په اخر کي مي واضح درته ليکلې٠
[quote:87425b93f3]زمونږ دين او پښتونوالی شکر پر ځای دي، که د امريکا او لويديځ له حاله خبريږو نو پر خپل دين او پښتو ﻻ زيات شکر کاږو، نه داچې خپل دين يا پښتو به له ﻻسه ورکوو. سره ددې هم له حاله خبريدل يې بايد په سطحي توګه نه وي چې د کوم زهرجن تبليغ له پاره ترې کارواخلو، بلکې په تاريخي کنهه او علل او معلول يې پوه شو، نو بيا پرې قضاوت هم سم کولی شو او ځانونه ترې هم ښه ساتلی شو . سطحي تبليغات خو د جذباتو هسې تود باد وي، چې له راخوشې کولو سره م سړيږي او بيا
هيڅ اغيز او تأثير نه لري .[/quote:87425b93f3]
نقادصيب ئي هم په ميخ او هم ئې په نال وهي :
پور تنۍ ليکنه ته دي او زما او ستا timesatmp ته وګوره او خپلې
ليکنې ته دي په خپله ځواب ورکړه او ما خبر کړه.
pattang ليکلي دي :
اپريل 15, 2005 10:36 pm
نقاد ليکلي دي ٠
د ليکنې نېټه : شنبه اپريل 16, 2005 7:59 am
=====> نو دا زمونږ نقاد صيب به چيرې وي ===> دلته (x,y,z,t) ??
===> ځوانه ګير مې کړي ٠
اخيريني برخي ته دي تغير ورکړه زه هم موافق يم ،خو دومره درته وايم چې زمونږ د وروسته پاته کيدو علت دغه غربيان ، ګاونډيان او زمونږ خرځ شوي تحميلي واکداران دي٠
دپښتنولي په مينه پتنګ٠
Anonymous
17.04.2005
پتنګخانه زمانوم تبرګی دی
((او زمونږ خرځ شوي تحميلي واکداران دي))
ددقه پورته جملی سره دی ځان ښودلی چه په حقيقتونو دی سترګی ړندی کړي ٠ ستامشران لکه بن لادن اوملاعومر لکه چه افغانانو انتخاب کړي وو که څنګه ؟
ته ووايه چه طالبي دوره تحميل وه کنه ؟
ته خوپه جرمني کی له خپلی خېټی ژغيژی يووار افغانستان ته راشه اوله داسی خلکو وپوښته چه نه طالبان وي اونه په کوم تنظيم کی وي چه څه وايي ٠
دابه نه هيروی چه کله وارداباوي کله دی ادی
خولی موماتي دي چه حق وواياست ؟
pattang
17.04.2005
نامالومه ميلمه سلام عليکم !
ز ه ګمان کوم چې ته روحې پرابلم لرې ، يووارې ډاکتر لاړ شه ٠
وروره مخکې وختو کې دي هم تورونه لګول نو زما او ستا بحس يواحساساتي خواته ځې ، سياست او احساسات نه سره چليږي ، راځه چې دپښتنولې په پرده کې زه اوته خپل بحس پرې کړو. زه يو شي درته وايم چې عقيده وي او سياسي ملګرتيا
ما له هيچا سره ندي کړې نو ستا خيال پلو تشې ستا روحي مريضي ده اوکه دغې مريضي ته نور دوام ورکړي نو بيا به دفوروم دا برخه دميلمنو لپاره وتړل شي .
نور خلک هم ستا له بادارانو څخه طرفداري کوي خو هغو ئي په معقول او سياسي
ډول سره د فاع کوي٠
په حقيقت سترګې پټول دپښتنولې نښه نده او په پښتو کې خاص نوم لري خوز ه
ځانته اجازه نه ورکوم چې ديوه ماجرا جوي سره ځان په جوال کې واچوم٠
داڅه مانا لرې چې : ( کله وار دابا وي او کله وار د ادي ) ??
زه خووروره نه دپاکستان رئيس جمهور نه ملا عمر او نه مي په افغانستان کې کومه
چوکۍ درلوده چې دابا وخت مي تير کړې وي او اوس د ادې وخت راغی ، کله چې امريکايانو هيواد اشغال کړ ياني دا ستا لپاره د ادي وخت دي نو دا وخت دي خدای
پر تا مبارک کړي او دپښتنې ادې لپاره شرم دي٠
تحميل شوې واکداران :
په دي خو هر هغه انسان چې حتا IQ له 50 نه کښته وي پوهيږي چې د افغانستان
اوسنی حکومت د امريکې دلاس حکومت دي او دهغوي په زور يو ځاي سره ناست
دي او بيله امريکا يانو دوي هيځ واک نلري او هيڅ کار هم نشي کولاي ٠
دبن په غوڼډه کې خوستار سيرت وګټله نو ولې کرزي انتخاب شو ځکه چې امريکايانو کرزي غوښت ، ددوستم انتخاب وزارت دفاع ته خو د زلمي خليل زاد اراده وه نه دکرزي .
په نورو مسالوئي خوشي وخت ضائع کيږي .
زماسياسي هدف دپښتون دټبر يووالی او د هغوي کلتورې ،اقتصادي اوسياسي خپلواکې ده چې په پيړيو پيړيودبيګانګانو اود دا خلي فاشستي اقليتونوله خوا داسي ټکول شوي دي چي له خپل هويت نه بيزاره او هرچا ته بادار وائي ٠ زه دټول پښتون که لرد ی او که بر خپلواکي غواړم ٠
ته خپل وخت تيره وي زه هيڅ وخت په ډکه خيټه ارام نيم ناست ، زما زړه هميشه دهيواد دپښتنوسره دي ٠ زه به د 13000 په کارتينر کې وزل شويو طالبانو ( پښتانه
دطالب په نوم ،چا چې پښتو وېله ) اوپه جنوبي وزيرستان کې دپښتنووزنه په پښتنخوا کې دپاکستانې عساکروله خوا هيڅ هيره نکړم ٠
که په خټه پښتون ئي خداي د اوس پوه کړه اوکه کوم شاړی ماړی ، بلوچ اويا له نورو
اقليتوځخه ئي او پښتود زده کړې وي نو وروره په ارام مو پريږده اودخولې خوند به
نه سره بده وو ٠
دپښتنولي په غرځنګ پتنګ ٠
Anonymous
17.04.2005
((که په خټه پښتون ئي خداي د اوس پوه کړه اوکه کوم شاړی ماړی ، بلوچ اويا له نورو
اقليتوځخه ئي او پښتود زده کړې وي نو وروره په ارام مو پريږده اودخولې خوند به
نه سره بده وو ٠ ))
جاهله د ١٩٩٦ څخه پخوا خو نه پښتون وی اونه مسلمان نو داچه اوس دواتشه پښتو ن شوی يی د ... زوردی وليد ٠ اصل ته يورواني ناروغ يی ځکه دشاخ سره ...په جنګ اچوی ٠
زه درته روحي علاج کووم ٠ که داپاڼه ستادپلار ملکيت وي نو درپاتی ده اوکه هرچاته پکی اجازه وي نودقه ده چه زه ستاغوندی اشرار اوفسادپيشه ته انساني لاره ورښيم ٠
ستاسو غوندی ملي شرپسندو اوملي مجرمانو مخه نيول د وطنپرستو وظيفه ده ٠
pattang
pattang
17.04.2005
افرين ډير نر سړې ئي ميدان د وګاټه
دپښتنولي په غورځنګ پتنګ
[quote:bf34dc2553="Anonymous"]((که په خټه پښتون ئي خداي د اوس پوه کړه اوکه کوم
شاړی ماړی ، بلوچ اويا له نورو
اقليتوځخه ئي او پښتود زده کړې وي نو وروره په ارام مو پريږده اودخولې خوند به
نه سره بده وو ٠ ))
جاهله د ١٩٩٦ څخه پخوا خو نه پښتون وی اونه مسلمان نو داچه اوس دواتشه پښتو ن شوی يی د ... زوردی وليد ٠ اصل ته يورواني ناروغ يی ځکه دشاخ سره ...په جنګ اچوی ٠
زه درته روحي علاج کووم ٠ که داپاڼه ستادپلار ملکيت وي نو درپاتی ده اوکه هرچاته پکی اجازه وي نودقه ده چه زه ستاغوندی اشرار اوفسادپيشه ته انساني لاره ورښيم ٠
ستاسو غوندی ملي شرپسندو اوملي مجرمانو مخه نيول د وطنپرستو وظيفه ده ٠[/quote:bf34dc2553]
نقاد
17.04.2005
[color=cyan:ca23549b6e]ورونو!
دا پاڼه د شخصي خبرواو تورونو پاڼه نه ده ، دلته د بحث شکل پر درناوي محدود
شوی او د محتوا له مخې پر منطق محدود تعریف شوی دی . که په محتوا کې نیمګړتیا موجوده وي،ښایی وزغمل شي، خو په شکل یعنې متقابل درناوي کې نیمګړتیاوې نشي زغمل کیدای .
سربیره پردې ددې پاڼې هدف او مرام دافغانانو تر منځ د پوهاوي رامنځته کول دي،
نوکه څوک د درناوي پرځای له سپکاوي او د پوهاوي پرځای له کړکیچ څخه کاراخلي، نو دا پاڼه دې ددغسې لیکنو له پاره نه کاروي، خو که د پوهاوي په هدف له درناوي څخه کاراخلي، خپلو زرینولیکنوته دې دوام ورکړي .
زه نقاد له هرچا زیات له ښاغلي پتنګ سره په بحث کې برخه اخلم ،تراوسه مې ترې د چا سپکاوئ اوبې ادبی نه ده لیدلې او په هره موضوع کې یې یوه پوهاوي ته د رسېدو له پاره رغنده بحث ته دوام ورکړی دی . د نظراختلاف د هرچا دموکراتیک حق او درناوئ یې دېموکراتیکه وجیبه اودموکراتیکه غوښتنه ده .
که څوک لږ څه هم له موکراسۍ سره اشنا وي او یایې غواړي ، له منطق اواستدلال
پرته دبحث بله لار نه پیژني او نه یې مني! . د ټول افغان په وېبـپاڼه کې د لیکنو حق او امتیاز د همدغې لوښې او معیار پورې کلک تړاو لري . هیلمن یم د میلمه ورور په شمول یې هر څوک په کلکه سره مراعات کړي . ومن الله التوفیق ![/color:ca23549b6e]
Anonymous
18.04.2005
دپرولتاريادديکتاتورۍ پتنګان اونقادان اوس افغانانوته ددموکړاسي سبق ښۍ ، سمه ده خو هغه څه ته هم فکر وکړه چه ددموکړاسي سره هيڅ سر نه خوري يعنی ترور٠
طالب اودموکراسي ؟
دانوبه دپرولتاريا نوی رقم وي ؟
نقاد
18.04.2005
ښاغلي ميلمه ورور ته تر سلام وروسته :
څوک چې هرڅه وي هغه به وي، مونږ پخپله ديموکراسي زده کوو او چاته يې نه ورښايو، بلکې له هغې څخه دفاع کوو. نو که هرڅوک د ناپوهۍ له امله د دموکراسۍ په وړاندې زيات مقاومت کوي او هره پوښتنه يې ځوابيږي، لرې نه ده چې دموکراسي درک کړي اوتر نورو پرې ﻻ ښه وپوهيږي . دفاع کونکي هم د هغوی له پوښتنو ځوابونو او استدﻻل څخه زدکړه کوي او د اولسواکۍ د مفهوم (پوهيز) تل ته ورکوزيږي . پراختيا او ژورتيا د مالوماتو په همدغسې مناقشو کې تر ﻻسه کيږي .
پاتې شو پرولتاريا پوهيز، دغه ټکي په ١٩ پيړۍ کې اعتبار درلود، د مارکس تحليل د هغه د وخت له پاره دومره بي اساسه نه و، خو په شلمه پيړۍ کې د پرلتاريزه کيدلو پروسه له منځه ﻻړه ، نو هغه څه چې لنين ويل هسې جک وهل او
څه چې پرې ستالين او ماو تسي تونګ زياتول سوچه غول خوړل وو. بيا هم دوی د کوم بل هيواد تابع نه وو او د خپل هيواد له پاره يې په سياسي مبارزه کې د تيروتنې حق هم درلود. مونږ که اولسواکي غواړو ، نه يې له بهره را انتقالوو ، نه يې د بهرنيانو په مټ پلې کوو او نه پرې د چا پيښې کوو، بلکې مونږ د اساسي قانون په لسيزه کې پخپله اولسواکي پيل کړې وه او دوه دورې مو د ملي شورا ازاد او عمومي انتخابات پر خپل مټ تر سره کړي وو، اوس د هغې ملي دموکراسۍ بشپړول مطرح دي . که ملا او طالب يې نه مني، خير دی، مهمه داده چې دا د اولس حق دی، ملا او طالب به ځان له اولس څخه ګوښه کړي او د هغوی منفور ، مقهور او مغضوب به وګرځي ؛ او که يې ومني او داسلام د سپيڅلي دين له مخې ورته خدمت وکړي خپل اولس، خدای او رسول به ترې راضي شي او دوی به اسلامي دموکراسۍ په ساتلو په خپله ټولنه کې ډير د قدر او عزت په غيږ کې ځای ونيسي او اولس به يې هم ونازوي ، ځکه اولسواکي په اسلام او اسلامي عمل دپرکتيک په ډګر کې د مسلمان اولس پراولسواکۍ غني کيږي اود انجماد له شکله څخه نجات مومي . خو مخالفينو ته هر ځل وايم چې غربي ليبراله دموکراسي مطرح بحث نه ده ، نه ده ، نه ده ! او بيا هم : نه ده ! والسلام .
نقاد
18.04.2005
[quote:fe0d782ea6]اقتباس:
ځوانه ګير مې کړي ٠ اخيريني برخي ته دي تغير ورکړه زه هم موافق يم ،خو دومره درته وايم چې زمونږ د وروسته پاته کيدو علت دغه غربيان ، ګاونډيان او زمونږ خرځ شوي تحميلي واکداران دي[/quote:fe0d782ea6]٠
پتنګ خانه خانه، ماخو د نوموړې او وروستۍ ليکنې ترمنځ کوم ضد او نقيض ونه ليد، نه پوهيږم تا په کې څه ليدلي ، نو آخر مونږ هم پوه کړه چې څه دې په کې کشف او که اختراع کړي دي ؟ که مطلب مو دا وي چې مونږ په خپل دين وياړو او لويديځوال پرې نه وياړي، نو دا کوم صد او نقيض نه دی، ځکه لويديځوال نور معنويات او ارزښتونه لري چې پرې وياړي، خو وايه زمونږ چې له دين پرته نور
نه علم لرو نه تخنيک او نه مو هنر اوادب د ليدلو وړ وده او پراختيا موندلې ده .
په دومره ښکته کلتوري سطحه کې به زمونږ ملايان او طالبان له دين څخه څنګه رغنده او مثبته ګټه پورته کړي ، بي له دې چې د يوې يا بلې مذهبي ډلې د قدرت غوښتنې له پار ترې سؤ استفاده وکړي او وطن پرې د جګړو په ډګر بدل کړي . له دين څخه يې راته يو جنګ طلبه دين او له کلتور څخه يې د جنګ کلتور جوړ کړی دی او خپل وطن پرې د وروسته پاتې والي اسفل السافلين ته ور ديکه کوي او ورسته پاتې والي پر دوزخي ژوند باندې د شرم او عبرت پرځای لکه ددوزخ ملايکې هم وياړ او هم خپل کنترول کو ي!
هو ملايان بايد د شرعي مسائلو په رأس کې آن تر سترې محکمې پورې ځای پرځای شي، تر دې زيات حق لري هم نه . ددولتي قدرت په رأس کې بايد هغه څوک وي چې د اولس له خوا په ټولټاکنو کې ورته انتخاب شي. والسلام !
Anonymous
19.04.2005
په دی ويب پاڼه کی تروريستان هم ليکنی کوي ٠ هغوی ترور اوشر ته جايز وايي ، خدای اودهغه پيغمبر ظالمان معرفي کوي ، قران دتروردفتوی په توګه راوړي خلاصه اسلامي عقيده سبوتاژ کوي اودين دجهالت ظلم تشدداوبی انصافۍ نه بغير بل رنګ نه ښۍ ٠ دوی د جنت شهادتنامه په تروريستي اوحيواني عملونوپوری تړي خو سوک يی مخه نه نيس
ي ولی؟ ايا دغه ترټولو بدکارنه دی؟
که وي ولی يی مخه نه نيسۍ ؟
زه خو پی دجاسوسانوشک کوم