د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

afghan mashoom(nazam

Anonymous
04.04.2005

[color=darkred:a4251fb46f][/color:a4251fb46f]
افغان ماشوم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
اميرمحمد ليکوال قلعه سېف الله
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
دا ستا ماشوم نازک نازک لاسونه
د سوخېدلو سوځېدلو نه ؤؤ.
دا ستا روښانه او معصومه تندای
د ښکلېدو ؤؤ ماتېدلو نه ؤؤ.
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ستا په نازکه او ماشومه سینه
کي نن حالاتو پرهرونه جوړ کړل
ستا مشرانو ستا نزدې خپلوانو
تا ته بلا غوندي مخونه جوړ کړل
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
تا کله مينه هم ليدلې نه ده
ستا په زړګي کي نفرتونه اُسي
تا د ادې غېږه ليدلې نه
ستا په زړګي کي آرمانونه اُسي
»»»»»»»»»»
تا د بابا خواږه خواږه ګايونه
په خپل ژوندون کي آورېدلي نه دي
تاته په مينه آو د زړه ته کومي
هيچا په ورين تندي خندلي نه دي
»»»»»»»»»
ستا د روزني ستا د زدکړي وخت ؤؤ
دوئي به په لاس کی بل اُرونه درکړل
چی ستادژونددلیک اولوست ورځی وې
دوئ به بمونه ټوپکونه درکړل
»»»»»»»»»»»»
چي تا به درس د اِنسانیت زده کاؤه
دوئ به ووئېل چي انسان داسی وژنه
چی تا به ینه او خپلوی غوښتله
دوئ به ووئېل چي خبلوان داسی وژنه
»»»»»»»»»»»»
چی ستا د لوبو د کولو وخت وؤ
دوئ به مورچل دوئ به سنګر له بوتلې
چي ستا د ټال د ځنګېدلو وخت وو
دوئ به د جنګ و جوړ محشړ له بوتلې
»»»»»»»»»»»»»
تا هم په دې کوشنی کوشنی لاسونو
بې ګنا څومره انسانان وویشتل
په څومره کرکه دي کتل ورته ډېر
د بل په خوله دی خپل خپلوان وويشتل
»»»»»»»»»»»»

لا دي د خپلو آرمانونو قاتل
تر ووسه پوري پېژندلئ نه دئ
دا ستا رقیب ستا لباسی ملګرئ
تا په خپل تول کی تولَولئ نه دئ
»»»»»»»»»»
لا دی تر ووسه د وويشتلو جذبه
په زړه کي اُوس هم سړه شوې نه ده
لا دی په زړه کی د نفرت نخښی دی
په مرګ دی تنده ماته شوې نه ده
»»»»»»»»»
نن دی پښې ماتی هم لاسونه مات دي
په شل وجود خو جنګېدلای نشې
د بې وسۍ غشی دی زړه کي ښخ دی
په هیڅ هنر ئې رايستلای نشې
»»»»»»»»»»
ګرانه! په دې جنګونو څه جوړه شوه؟؟
بې ګناه هسی ډېر سرونه لاړل
ډېری ښائستې ځوانۍ شوې توری خاوري
په کي مضبوط مضبوط لاسونه لاړل
»»»»»»»»»»

راځئ چی هغه اغیار وپېژنو
چی ماتول غواړي زموږ لاسونه
راځئ چي هغه مړوندونه مات کړو
چي ورانول غواړي زموږ کورونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»
»»»»
»»

ګرانو ملګرو
سلامونه
ټول افغان وېب پاڼه ډېره ښه او په زړه پوری پاڼه ده . چی د پښتو او پښتنو د پاره له مېني او اخلاصه ډک خذمت کوي
خداي پاک دي تاسوته براي در کړي
وسلام
ستاسو ورور اميرمحمد ليکوال
قلعه سېف الله ۴/۴/۲۰۰۵

[color=#444444:a4251fb46f][/color:a4251fb46f]


Anonymous
06.04.2005

ګران ورور لکوال صايب، ډېر په زړه پوري شعر ده٠ په سلورم بند کي يو توری ((ګايونه)) کېداي شي چي د بري پښتونخوا يوشمېر پښتنو مخکي اورېدلئ نه وي٠ د ويونکو د سرخلاسي د پاره, د سهېلي پښتونخوا نيم وګړي، په تېره کاکړ, ((ګاي)) توری د ((خبره)) او ((ګايونه)) د ((خبرو)) په ځاي کاروي٠ هم دا رنګه ((خبري کول)) ته ((ګا يدل)) واي..
ستاس دنورو خوږو شعرونو د لوستلو په هيله٠
مړوند کوټه وال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more