د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ۳۰ ترورستو عربو نه مو نجات وموند.

میرویس
12.06.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم

په پکتیکا کې ۳۰ عرب ماین جوړوونکي په هوايي برید کې ووژل شول.
د هیچا د مرګ خبر، کوم زیرئ او خوشحالي نده. خو د قاتلانو په مقابل کې د ځان ساتنه فرض ده، او پکار دې چې مضر د ضرر د رسولو نه مخکې چاره سازي شي. خو له بده مرغه چې دغو دیرشو عربي ترورستانو چې په خپلو ملکونو کې جنایت کاران شمیرل شوي، او هلته د تيک خای نلري، زموز په ملک کې یې ګڼ جنایتونه کړیدي.
ونه وایي که مې لاستئ د ځان نه، نه وای، طبر به ولې غوځولم؟ دا خبره رېښتیا ده چې که طالبانو عربي ترورستانو ته ځای نه وای ورکړئ، ولې به موږ چاوژلو او یا به خارجي قواوو زموږ ملک اشغال کاوه.
د ترورستانو په مقابل کې تر ټولو مؤثره وسله بې پیلوټه اولوتکې دي.
خپروونکی: تاند http://taand.com
تاند- د پکتیکا ولایتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ۳۰ تنه عرب ماین جوړوونکي وژل شوي دي.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم دا عربان د خوشامند ولسوالۍ په معروف خېلو سیمه کې د ايتلافي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شول.
په خبرپاڼه کې د پېښې وخت ته اشاره نه ده شوې خو ویل شوي چې له دې جلا په یوه بل برید کې، چې په یوسف خېلو ولسوالۍ کې وشو، دوه طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وايي چې په دې برید کې، چې د جرکنۍ په سیمه کې وشو، د دولت د وسله والو مخالفانو یو موټرسایکل او د ریپیټر ماشین له منځه تللي دي.
نړیوالو ځواکونو د روان کال له پیله، د خپل جنګي ماموریت له پای ته رسولو وروسته په جګړه کې برخه نه ده اخیستې خو کله ناکله هوايي بریدونه کوي.
http://www.taand.com/archives/49817


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more