نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
درنو وطنوالو جنګی جنایت کاران او ملی خایینین مه هیروئ
Anonymous
03.04.2005
درنو وطنوالو سلامونه او احترامونه !
دهر ولس په تاریخ کی داسی اشخاص ،ډلی او سازمانونه پیدا شوی دی چه په کارنامو اواعمالو یی نه یوازی هغه وولس افتخار کوی بلکه ټول مترقی بشریت ورته دقدر په سترګه ګوری . دوی په خپلو انسانی کړنو او انسانی نظرونو او تګ لارو دبشر دډیرو اجتماعی ،اقتصادی او سیاسی ستونزو دحل دپلره موثری او مثبتی طرحی وړاندی کړی دی او دډیرو بدختیو او مصیبتوتو مخه یی نیولی ده .دغه شخصیتونه سره ددی چه دفانی دنیا څخه یی سترګی پټی کړی دی او دمرګ غیږی ته یی پنا وړی ده ،مګر ددوی نومونه دوولسونو او بشریت په تاریخ کی په زرینو کرښو لیکل شوی او ابداا نه هیریږی .
همدارنګه داسی اشخاص ،ډلی او بانډونه هم پیدا شوی چه په خپلو غیر انسانی اعمالو او چټلو پلانونو او کړن لارو یی نه یوازی خپل وولس دیوه لوی تباه کوونکی مصیبت سره مخامخ کړی ، بلکه ټول بشریت پری شرمیږی او نفرین پری وایی .
دافغانستان په غم لړلی تاریخ کی په دی څو لسیزو کی له بده مرغه ددغی دوهمی برخی اشخاصو ، ډلو او بانډونو پیداکیدنه دافغانی ټولنی پیکر په داسی بی رحمئ ټوکر ټوکر کړ چه تاریخ یی ډیر کم مثالونه لری او دچنګیز او هتلر جنایتونه ورته په هیڅ حساب شول.دافغانی ټولنی دورورئ او ګډ سوله ایز ژوندمزی چه دکلونو کلونو راهیسی غځیدلی وواو دافغانی ټولنی هویت او ملی افتخارات یی تمثیلول د وحشت او بربریت په چاړه په ډیر سقاوت او بی شرمئ سره داسی غوڅ کړل چه رغونه یی ډیر وخت ته ضرورت لری.
ډیره عجیبه داده چه دا ټول جنایتونه او خیانتونه د اسلام او ترقئ په نامه ترسره شول ، هر بانډ دخپلو شخصی او بانډیستی غیر انسانی ګټو دپاره د خپل وحشی ګروپ دنامه په اخر کی د اسلام کلمه ور سریښ کړه او په د ډول یی دخپل وحشت ، ترور او بربریت په اعمالو د اسلام پرده را خوره کړه لکه د جمیعت [اسلامی ستمی ډله د شیطان رجیم برهاندین تر مشرئ لاندی،دجنبش اسلامی ډله(په دین ، ناموس د تجاوز ګرانو ، قاتلانواو جنګی جنایت کارانو بانډ د بی دینه دوستم تر مشرئ لاندی ) داتحاد اسلامی د وهابیانو ډله د منافقت دپرو فیسور سیاف تررهبرئ لاندی ، دچنګیزی وحشت او جنایت دپیروانو ډله (وحدت اسلامی)دمحقق او خلیلی تر رهبرئ لاندی او د پښتنو د شرم او سرټیټوالی سوټئ او امریکایی لو ځکه کرزئ او نور........
داهغه اشخاص او ډلی دی چه دافغانستان د ویرانی،دمیلیونوافغانانو د شهادت ، دسل هاوو زرو دمعیوبئ ،دزرهاوو افغانی خویندو او میندو په پت او عزت دتیری او دبی شماره ماشومانو د یتیم والی مستقیم مسولیت یی په غاړه دئ او په افغانستان کی په بشری جرایمو کی یی په مستقیمه ،فعاله او شعوری توګه برخه اخستی او باید دخپلو غیر انسانی اعمالو جزا ووینی.
افغانان باید ددغه جنایت کارانو جنایت هیر نکړی او په ګډ ه یی د عدالت پنجو ته وسپاری، نه دا چه هغوی ته د شیخ الحدیث ،پیر خرابات او د فقاهت او اجتهاد رتبی ورکړی. داسی دینی عالمان چه عمل یی د شیطان وی باید ورټل شی ،شیطان هم ډیر علم کړئ وو ، مګر چه د خدای (ج) دامر څخه یی سرکشی وکړه ملعون شو .که نن ورځ د لوی شیطان امریکا د برکته دوی دافغان وولس په سر حاکم شوی دی ، ددی مانا نلری چه ددوی وحشیانه ، ضد افغانی ، ضداسلامی او ضد انسانی کړنی هیری شوی دی.هغه جفاوی ،ناکردی او نارواوی چه جنایت کارانو او بانډونو یی د افغانستان دمظلوم وولس سره کړی په هیڅ قانون او اصولو کی د بښنی وړ نه دی . دغه د انسانیت ضد عناصر د خپل ټیټ ضمیر په حکم همیشه د خپلو چټلو هدفونو دلاسته راوړلو د پاره د هر کس اوناکس سره سازش او همکاری کړی ده او نن ورځ یی د ځانونو د براات د باره د امریکایی دموکراسئ کته (پالان ) په اوږو ایښی ده او په د ډول غواړی خپل کرغیړن او منفور ژوند ته دوام ورکړی.
دغه جنایت کاران او بانډونه یی هیڅ کله د افغانستان د کوم ژبنی ، قومی ، مذهبی او کلتوری لږکیو او ډیرکیونمایندګان نه دی او نه باید ددوی په اعمالو سره د قومونو ، ژبو او مذهب په برخه کی قضاوت وشی.دوی دافغانی ټولنی هغه جراثیم او مکروبونه دی چه بیله نابودئ او ورکوالی څخه یی دیوه سالم بدن منځ ته راتلل ناممکن دی.
افغانان که نن ورځ دلوی شیطانی قدرت تر اسارت لاندی واقع دی او په ملی ارزښتونو یی ددموکراسئ تر شعار لاندی لوبی کیږی ، د خپل وطن او ملی نوامیسو ددفاع تر څنګ د جنګی جنایت کارانو ، وطنفروشانو او ملی خاینانو دپیژندلو ، تعقیبولو او محاکمه کولو د جدی غوښتنی مسولیت هم باید هیر نکړی . زموږ لیکوالان او روشنفکران باید ددغه حیوان صفته انسانانو غیر انسانی اعمال او بربریت خپلو خلکو او نړیوالو ته د ټولو جز یاتو سره پخپلو لیکنو کی بیان او واضح کړی ،ټول شواهد ، اسناد او ثبوتونه را غونډ کړی او په یوه اواز ددو ی د محاکمی غو ښتنه وکړی.د جنګی جنایت کارانو ، وطن فروشانو او ملی خایینانو سره هر رنګه سازش ، معامله او اړیکی او یا دهغوی د کثیفو څیرو تزیینول په نویو رنګونو او لباسونو سره تر هر نامه او عنوان لاندی چه وی د میلیونو شهیدانو د ارواحو ، افغان وولس او بشریت دانسانی اډیالونو او ارمانو سر ه لویه جفا ده .
تر هغه پوری چه جنګی جنایت کاران او د وطن خایینان محاکمه او مجازات نه شی د سولی ، امنیت ، وولسواکئ او اجتماعی عدالت بر قرارول داسی مثال لری چه څوک په شګو باندی ډڼډونه تړی او په عمل کی به هیڅ کله پیاده نه شی .
دازاد او خپلواک افغانستان په هیله
داود
ع کريم حليمي
04.04.2005
داود جانه وروره او درنو لوستونکو سلام !
[quote:19293a1890]افغانان باید ددغه جنایت کارانو جنایت هیر نکړی او په ګډ ه یی د عدالت پنجو ته وسپاری، نه دا چه هغوی ته د شیخ الحدیث ،پیر خرابات او د فقاهت او اجتهاد رتبی ورکړی. داسی دینی عالمان چه عمل یی د شیطان وی باید ورټل شی ،شیطان هم ډیر علم کړئ وو ، مګر چه د خدای (ج) دامر څخه یی سرکشی وکړه ملعون شو [/quote:19293a1890].
اما دېر داسي سياسي خلګ سته چه د بشر په وينو ئې لاسوه سره وه او سره دي ٠
خاليد بن وليد هم يو داسي انسان وو٠ چه لاسونه سره او هم مشرک وو
خو داسي پېښيږي چه ايمان راوړي ٠ او خادم الأسلام ترې جوړ شوو ٠
اوپوتين هم هغه د KGB روزلي سړی ٠ نن د فردي ازادۍ محافظ دي ٠
هو په مقابل کښي داسي هم پېښيږي چه امرالمؤمنين وي او خاين المؤمنين ترې جوړ شي ٠ هو زما مطلب دانه چه مجرمين دي نه محکمه کيږي !
طبعأ به محاکمه کيږي !
محکمه څه وخت امکان لري ٠ داپوښتنه ضرور ده ٠
د ظالمانو او قاتلانو محکمه هغه وخت امکان لري ٠ چه ملي اردو ولرې ٠
پښتانه هغه خلک دي چه پلنډي توب کوي ٠ او عسکري نه کوي ٠
که پښتانه پر کور يو نفر د دولت وظيفي ته ور کړي ٠ نو د قاتلانو راکشول به ممکن
وي ٠ ؟؟؟
په مقابل کښي غيري پښتانه نن ورځ پر کور يو نفر په عسکري يا دولتي وظيفه کښي لري ٠ يعني محکمه او اجرائيه د غيري پښتنو په لاس کښي ده ٠ نو څرنګه امکان لري ٠ چه قاتلان و محکمې ته راحاضر کړه شي ٠
او بل داچه دپښتانه اکثره ليکونکي داسي محافظه کاره خلګ دي چه : دومره قرباني نه ورکوي چه په خپل اصلي نامه ليکني وکړي ٠ او نور هڅوي و قرانۍ ته ٠
او ملت ته تاڼي ورکوي ٠ او نارې وهي چه ولي نه راولاړېږۍ ٠ په داسي حال کښي
چه پخپله د وېري په زېر خانه کښي پروت دي ٠ او وايي پروانه لري چه زه يو ناشناس
يم ٠ خبرو ته مي غوږ ونيسئ ٠ چه څه درته وايم ٠
دايو ډېر به کار دۍ ٠ د خبري اصل والي په دې کښي نه دي چه اصلي خبري دي که نه
مهيمه داده چه د چا تر خولې راوزي ٠ چاته دامعلوميږي چه د پردې تر شا ملعون ږغيږي که د ملت مخلص ، صادق
فقال حذيفة - إرادة أن يسمعه - سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول "لا يدخل الجنة قتات"
يو بل حديث کښي راغلي چه :لا يدخل الجنة نمام
pattang
04.04.2005
حليمي صيب !
دغه اپلتي دي په هيڅ منطق برابرې ندي او يواځې د ګوډاګيانو مذدوري ده٠
اوس ناوخته دي ، ځواب دي راباندي پور وي.
د پښتنولي په مينه پتنګ
pattang
pattang
05.04.2005
محترم حليمي صيب !
تاسو لېکلۍي دي
[quote:f76021c6d3]اما دېر داسي سياسي خلګ سته چه د بشر په وينو ئې لاسوه سره وه او سره دي ٠ خاليد بن وليد هم يو داسي انسان وو٠ چه لاسونه سره او هم مشرک وو
خو داسي پېښيږي چه ايمان راوړي ٠ او خادم الأسلام ترې جوړ شوو ٠ [/quote:f76021c6d3]
هرڅوک چې ظالم وي بايد دقانون له مخې محاکمه شې خو دمړه شوي ظالم
محاکمه دهغه بد تاريخي نوم دي لکه چنګيز خان او نور٠
[quote:f76021c6d3]اوپوتين هم هغه د KGB روزلي سړی ٠ نن د فردي ازادۍ محافظ دي ٠[/quote:f76021c6d3]
پوتين يوجنګې جنايتکار او ديکتاتور دي خو دهغه ساتنه او ستاينه غربيان دخپلو
اقتصادي ګټو اوپه چيچينيا کې دمسلمانانو دمنځه وړلولپاره کوي او کار نه پري
لري٠
[quote:f76021c6d3]هو په مقابل کښي داسي هم پېښيږي چه امرالمؤمنين وي او خاين المؤمنين ترې جوړ شي ٠ هو زما مطلب دانه چه مجرمين دي نه محکمه کيږي !
طبعأ به محاکمه کيږي ! [/quote:f76021c6d3]
حليمې صيب ! په دي کې شک نشته چې اميرالمومنين په حکومت او سياست نه
پوهيده او ISI او CIA يواځې د اسلام په نوم غلطاوه خو سره له ټولي نا پوهې او
لودګې ، له هغو جنګي جنايتکارانو څخه چې اوس حکومت کوي سل مرتبې شرف لرې هيڅ وخت د اميرالمومنين په امر تسليم شوي بنديان ندي وزل شوي لکه دوستم اوامريکايانو چې دا کار په شمال کې وکړ٠
[quote:f76021c6d3]محکمه څه وخت امکان لري ٠ داپوښتنه ضرور ده ٠
د ظالمانو او قاتلانو محکمه هغه وخت امکان لري ٠ چه ملي اردو ولرې [/quote:f76021c6d3]٠
حليمي صيب !
دلته اوس بيخې حقيقت پټه وې او دخپلو يارانو موزيک ته دغوږ نيولی دي٠
وروره !
په بوزنيا او سر بيا کې ملې اوردو چيرته دي ? خو جنګي جنايتکاران ئي دبين لمللي قواؤ له خوا نيول کيږي او بين لمللي محاکمې ته په دينهاګ کې تسليميږي٠
ولې په افغنستان کې دا کار نه کيږې ? ==> دا ځکه چې دافغانستان جنګې جنايتکاران دامريکايانود تيروخت او د راتلونکي وخت پاخه ملګرې دي٠
[quote:f76021c6d3]پښتانه هغه خلک دي چه پلنډي توب کوي ٠ او عسکري نه کوي [/quote:f76021c6d3]٠
دا خو ښه کار کوې څکه چې اوس خوافغانستان دامريکايانو مستعمره دي او
پښتون بايدغلا مي ونکړې ٠
[quote:f76021c6d3]که پښتانه پر کور يو نفر د دولت وظيفي ته ور کړي ٠ نو د قاتلانو راکشول به ممکن وي ٠ ؟؟؟[/quote:f76021c6d3]
دا کار به امريکايان هيڅ وخت پرې نږدي ، څګه چې په دي جنايت کې امريکايان ورسره شامل او دغه جنايتکاران دامريکايانو ملګرې دي ( سبوت : د jimmy Duran دويديو فلم او دهغه نور تحقيقات دهغو 8000 تسليم شويو مومنانوپه باره کې چې دامريکايانو ، دوستم او عطا له خوا په ډير ظلم او نامردې مړه شول) .
[quote:f76021c6d3]په مقابل کښي غيري پښتانه نن ورځ پر کور يو نفر په عسکري يا دولتي وظيفه کښي لري ٠ يعني محکمه او اجرائيه د غيري پښتنو په لاس کښي ده ٠ نو څرنګه امکان لري ٠ چه قاتلان و محکمې ته راحاضر کړه شي ٠[/quote:f76021c6d3]
و لي غير ي پښتانه وجدان او بشري عاطفه نلري چي جنايتکاران محاکمه کړې ؟؟
نه ! دوي وجدان نلري داڅکه چې، ډيرددغو وظيفه دارو خلکو څخه غله اويا جنګي جنايتکاران دي ٠
[quote:f76021c6d3]او بل داچه دپښتانه اکثره ليکونکي داسي محافظه کاره خلګ دي چه : دومره قرباني نه ورکوي چه په خپل اصلي نامه ليکني وکړي ٠ او نور هڅوي و قرانۍ ته ٠ او ملت ته تاڼي ورکوي ٠ او نارې وهي چه ولي نه راولاړېږۍ ٠ په داسي حال کښي چه پخپله د وېري په زېر خانه کښي پروت دي ٠ او وايي پروانه لري چه زه يو ناشناس يم ٠ خبرو ته مي غوږ ونيسئ ٠ چه څه درته وايم ٠[/quote:f76021c6d3]
يو مجهول نوم لکه ميلمه دډيرو کسانو لپاره ښه ندي خو ضرور ندي چې هر سړی خپل نوم او هويت څرګند ګړي . هو که امريکايانو ته سړي پرړي ولي نو هغه کولي شي چې خپل اصلې نوم او هويت ښکاره کړي٠ مبارزه څو ډوله ده ضرور ندي چې هر سړی توپک را واخلې . دپښتنو يو والی او بيدارې نن ورځ غټ کار اوداستعمارګرو او جنګي جنايتکارانولپاره په راتلونکې کې ډيره سخته ضربه ده ٠
[quote:f76021c6d3]دايو ډېر به کار دۍ ٠ د خبري اصل والي په دې کښي نه دي چه اصلي خبري دي که نه مهيمه داده چه د چا تر خولې راوزي ٠ چاته دامعلوميږي چه د پردې تر شا ملعون ږغيږي که د ملت مخلص ، صادق [/quote:f76021c6d3]
دا مهمه نده چې دچا له خولې راوزې ، مهمه داده چې څرنګه خبره ده ،ځاي نيسې اوکه نه ئي نيسې .
محترم حليمي صيب نظريات مختلف دي خو حقيقت مي په خپل فکر سره درته وليکه ،چې خپه نشي .
د پښتنولي په مينه پتنګ
Anonymous
06.04.2005
پتنګ خانه سلام٠
لکه څنګه چی ماته پته ده،تاسی پخوا په مسکو او اوس په هالينډ کښی ميشته ياست٠
اوداسی کومه علنی مبارزه او يا هم خدمت چی تاسي پښتو اويا وطن ته کړۍ وی موږ نه دۍ ليدلۍ،او که وايی چی نه کړی می ده نودا يۍ ګز دايۍ ميدان ويی وايه٠
تاسی ،چی ځان کلک پښتون اومسلمان بولۍ،نوپښتو او اسلام ته مو څه کړی؟
که کوم ستر خدمت موکړۍ وی نو موږ ته يی راپه ګوته کړه ترڅو موږ هم ستاسی ﻻر تعقيب کړو٠
،اويا داچی که کوم ښه وړانديز لرۍ دوطن دښيګڼی په اړه نو موږ ته يی راوښاياست ترڅو ستاسي تر څنګ يوځای دصليبيانو پر ضداو يا هرڅوک چی تۀ وايی مبارزی ته ورودانګو٠ دوی له وطنه وشړواو اسلامی نظام پکښی جوړ کړو٠
اوکه وايی چی نه موږ بياملا عمراخند راولواو قمچينی (دوری)په ﻻس کښی ورکوواو بيا هماغه خرک او هماغه درک غواړو،دانو هسی دخوب ليدل دی٠
اوس چی څوک وطن کښی دطالب او يا قوماندان ،ټوپکی،تنظيمی،پاټکی نوم واخلی نو سم دﻻسه ځی او خوله وينځی چی مرداره وه٠
زه صرف دومره درته وايمپتنګ خانه چی ستاسی نظريې او بحثونه چی يی کوۍ ډير دشک وړاو دکينی ډک دۍ٠ داځکه چی تاسی وايۍ چی زه دی په خپله اسوده له خپلو وړو سره په غرب کښی ناست وم اوله غربی دموکراسی دی ګټه پورته کوم،اوﻻدونوته می دی مکتب ،لباس،ډوډۍ،قلم اوکاغذ سره له کمپيوټره محيا وی او دنوروهيوادوالودی خاوری په سر وی ،اوپريږده چی په جګړو کښی اخته وی ،زه خوخپله غرب کښی اسوده يم٠
چی دا ډير منفی عمل دۍ ستاسي٠ بايد دټولو خير وغواړی٠
تاسی دوطن له وضعی خبر نه ياست نو ځکه دطالبانو ډانډس ږغوی٠
که تاسی ريښتيا دوطن له وضعی خبر وۍ،چی فکر کوم نه يی خبر، نو خلک په سلو کښی اتيا، فعلی وضعی ته خوښ دي ،دجګړو په ځای خلکوسياسی مبارزوته مخه کړی ،امنيت ورځ په ورځ مخ په ښه کيدو دۍ،ډير هيوادوال بيرته وطن ته ستنيږی،ماشومان مکتبونو ته ځی،لويان په ډول ډول مزدوريو اخته دی ،له دولت نه غوښتني کوی،کار تری غواړی او راتلونکی ته خوشبينه دی٠
داڅه چی تاسو ليکې دخندا وړ دی٠ که ريښتيا دپښتو او وطن سره مينه لری نو راشي وطن ته او دلته مبارزه وکړۍ ،پښتو ته دلته ښه خدمت کيږی نه هالنډ کښی٠
او دادتش په نامه اميرالمومنانو وقت دی نورتيردۍ٠ پاتی شودا ټوپکيان ددوی هم که خدای کول اخيری سلګی دی ٠ددوی له حاله دی خدای سپۍ هم وساتی،کوم حالت کښی چی دوی اوس قرار لری
په مينه
شيرولی ځاځۍ٠
pattang
06.04.2005
شير ولي خانه ستړي مشی سلام عليکم !
ځاځيو څه ښکلې دري لرلي زه تر شنګکه پورې تللي يم ، خدا خبر چې اوس به څرنګه وي. :
وروره دا چې څوک چېرې وه او چيرته اوسي مانا نلري خو مهمه داده چي دظلم بي ناموسي عمل ئي نوي کړې ٠ ستاسو ياده ونه بي ځايه ده اوزه رښتيا درته وايم مالومت مو بي ځايه ده ٠ دغسي پلټنې او تحقيقات اخلاقي منعه هم دي او ددي ته موبنګ ( mobbing ) و ا ئي ، او تاسو کولاي شي چې د موبنګ پښتنه له امريکايانو ستاسو له ملګرو?? څخه وکړۍ چي موبنګ څرنګه جنايت دي٠
وروره ستا او زما ګډ هيواد نيول شوي او خپلواک ندي ، پردي خو به عقيده لري که نه ?? دا چې مونږ کوم بل او څرنګه التر ناتيو لرو او يا ئي نلروهغه بل سوال دي ؟
وروره ! زما مضمون درست ولونه او د افسانو په قطار کې ئي مه دره وه٠
داچې زه ځانته پښتون او مسلمان وايم زما خپل حق دي نو ته هم خپل ميراث مه را پريږ ده دا دواړه اترېبوته Attribute زما اوستا ګډ ميراث دي او دغه حق زه ټولو
پښتنو ته غواړم٠
بياهم پر دي ځاي کې کومپروماز compromise درسره کوم يانې :
[color=darkblue:e501dc29fd]که ستا خبري خداي پاک عملي کړي زه به لوي خيرات کوم او ناغه به هم در کوم .[/color:e501dc29fd]
[color=brown:e501dc29fd]ته به دامريکايانو ملګري لکه دوستم او نور محاکمه کوي ؟؟ دابه نويوه معجزه وي .[/color:e501dc29fd]
دکلاسيکې پښتنولي په مينه پتنګ