د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د امریکا د متحده ایالاتو پوځې چارواکو لیدنه کتنه د کلیو له ملکانو او ولسوالانو سره!

Hashmat Kahn
04.06.2015

په یوه جوړه شوي غونډه کې د بګرام د کلیو مشرانو، ولسوالانو او امریکایی پوځیانو د بګرام ولسوالی پر امنیت او د افغان امنیتی ځواکونو پر لاسته راوړنو او بریالیتوبونو وږغیدل. په دي غونډه کې د بګرام ولسوال عبدل قدوسی په دي تینګار وکړ چې دا اړینه ده چې افغان او امریکایې مشران له یو بل سره مرسته وکړي او وویل: " د بګرام خلک د ایتلاف د ځواکونو منندویان دي چې زموږ افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي، لویه پانګه اچونه یې کړي او زموږ د ژوند د سوکاله کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي. دا شان غونډي د امنیت، بیا رغونې او د ښو اړیکو په پیاوړیتوب کې اړینې دي."
همداشان د امریکایی پوځې ځواکونو قوماندان ډګرمن ذکري ملر وویل: "موږ له دغو مشرانو سره ډیري ښې اړیکې لرو. موږ د یو بل ملګري یو او په ګډه کار کوو. ولسوال قدوسی او نور ملکان په ګډه کار کوي تر څو د خپلو خلکو لپاره ژوند ښه کړي."
ستاسو په اند د افغان مشرانو ارتباطات او اړیکې له افغان او ایتلاف پوځیانو سره څومره مُهم دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more