نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ماشوم تښتوونکي ډېريږي
Anonymous
03.04.2005
د ماشوم تښتونکي ډله په افغانستان کې ورځ په ورځ ډيريږي ، د کوچنيانو د تښتونې پيلامه به تر کومه وخته پورې وي ؟ څه وخت به ددې مخه ونيول شي او څه وخت به د دې سر چينه ښکاره شي چې څوک ماشومان تښتوي ، د کندهار ښاريان څه موده د مخه په همدې وجه مظاهره وکړله خو د دوی د مظاهرې ځواب يي توپکو په ډزو ورکړ، دا کوم حقوقي بشر امر کوي چې د مظاهرې ځواب دې د توپکو په ډزې ورکړل شي ، د افغانستان رئيس جمهور سره هم په همدې اړه د افغانستان ځيني ښارينو پوښتنې وکړلې چې ماشومان څوک تښتوي او ولې يې تښتوي ، خو کرزي صاحب دا خبره هم په القاعده باندې وتپله او وېويلي چې دا کار د افغانستان دښمنان کوي تر سو خلک په ويره کې وي ، خو دا موضو يوه ډيره ښکاره موضوع ده دا کار پخپله حکومت لوړ پوړي مامورين پخپله کوي ، سوال پيدا کيږي چې ولې ؟ زه د ا ويلی شم چې د ماشومان د پښتورګو يعنې د دوی د جسم د برخې څخه د استفادې لپاره تښتول کيږي او دا کار امريکايان او د افغانستان غلام حکومت کوي ، حامد کرزی تل دا وايي چې مونږ ملي اردو روزو تر څو د ګران وطن ساتنه وکولی شي خو افسوس په دې چې زموږ خوار اولس په دې غوليدلی دی ، ګرانو لوستونکو ! صلحه يا امن هغه وخت را برسيره کيدلی شي چې پردي واکمنان مو له ګران هيواد څخه ووزي او دا ټول وران او ويجاړي به مو ټول سمې شي . تر څو چې مو پر هيواد د پردي واکمنانو لاس وي تر هغه وخته به په رنځونو کې شپې ورځې بيګاه کوو ،او په همدې ډول به زموږ او تاسې د ګران هيواد خواره به په لوټيدو وي تر سو مو په وطن کې د يرغلګر لاس وي . نو راځئ همت وکړئ او پردي واک څخه مخ واړه وو ، او پخپله لاس په کار شو .
امن نشي راتلاي
Anonymous
29.04.2005
وروره كرزي امن نه شي راوستلاي دغه بد حال به مو وي