د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د نوي پولیس افسرانو فراغت د مزار شریف له روزنیز مرکز څخه

Hashmat Kahn
20.05.2015

۸۰۲ مسلکي پولیس افسران وروسته له پوځې روزنو د مزار شریف د پولیسو له ډلګي مشري پوځې روزنیز مرکز څخه فارغ شول. دغو ځوانو پولیسو په بریالیتوب شپږ میاشتنې پوځې روزنې د قانون په پلی کولو، د وسلې کارولو او د سائينس زده کړي په برخه کې کړي دي. د یادوني وړ ده چې دغه افسران د" بشپړ ملاتړ" په مرسته روزل شوی او د فراغت په مراسمو کې دغه پولیس افسران په ویاړ او وچت حیثیت ځلیدل او په ډیره لیوالتیایې غوښتل چې خپلو دندو ته د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روان او خپل ملت ته خدمت وکړي. د کورنیو چارو وزارت یو جګپوري چارواکې وویل: "ویاړم چې ډیري ځوانان د افغانستان د پولیسو مختلفو لیکوته لاره پیدا کوي او ټینګار یې وکړ چې دغه افسران به د امنیت او بیا رغونې په برخه کې لوي مسؤولیت ولري."
ستاسو په اند د افغان پولیسو مسلکې او سم روزل څومره مهم دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتو د عمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more