د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

مامورين او محصلين بايد دريشي واغوندي

Anonymous
03.04.2005

د خوست پوهنتون ادارې خپلو استادانو ، مامورينو او محصلانو ته د يوې پرېکړې له مخې اعلان کړی و چې هر استاد ، هر مامور او هر محصل به پوهنتون ته په دولتي رسمي سمبول ( دريشۍ ) کې راځي . خوشبختانه چې دغه کار ومنل شو استادان او مامورين ټول په دريشۍ ملبس دفترونو ته راځي او محصلين هم په سلو کې ٩٥ پوهنتون ته په دريشۍ ملبس حاضريږي . په دې برخه کې د لوړو تحصيلاتو وزارت له خوا کوم هدايت نشته ځکه دغه کار له پخوا يو منل شوی امر دی . تاريخي اوږده سابقه لري . په پوهنتون کې د دريشۍ راوړلو هدايت ورکړل شوی دی نه د يونيفارم . يونيفارم خو ځانګړې بېله معنا لري . بايد دريشۍ او يونيفارم تر مېنځ فرق وشي . بله دا چې جلالتماب کرزی صاحب خو د دولت رئيس دی . هغه که دريشي وغوندي او که يې وانه غوندي پېژندل کيږي . خو شاګرد يا مامور چې پوهنتون ته راځي که دريشي وانه غوندي د غېر شاګرد او غير مامور سره يې تفاوت نه کيږي . د جلالتماب کرزي صاحب سره د پوهنتون د محصل يا مامور مقايسه کول سم او پر ځای کار ندی .
په درنښت ،
د خوست پوهنتون رئيس
پوهنوال فيض محمد فياض


Anonymous
03.04.2005

دروند رئيس صېب ،
چې مونږ خپله ملي جامه لرو نو ولې بايد پردۍ جامه زمونږ په هېواد کې يوه رسمي جامه وګرځي او بيا غريب محصلين د دې د اغوستلو لپاره مجبور کړل شي ؟
آيا په غربي نړۍ کې دا قانون شته چې محصلين دې په رسمي جامه کې پوهنتون ته راځي ؟
ستاسو د قانون له مخې خو داسې څرګنديږي چې تاسې دريشۍ ته زمونږ په ملي او دوديزه د پلرونو راپاتې جامې ته لومړيوالی ورکوئ .
چې نران به په دريشۍ کې راځي نو ښځې به په څه کې راځي ؟


Anonymous
03.04.2005

محترم رئېس صاحبه، خدای دې راوله ؛
تا به د أفغانستان د ٨٠ کالو پخوا تاريخ هرو مرو کتلۍ وي، أمان الله با چا چي يو
ترقي پسنده ټولواک ؤ هم د ظواهرو پسې ګرځيد أو مأمورينو ته ئې د دريشي أغوستلو أمر کړئ ؤ، خو نتيجه دا سوه چې دۍ له تخته راوپرځيد أو په عوض کي ئې د اسلام پالنې په پلمه د غلو أو داړه مارو باچاهۍ راغله أو ها د ترقي ټول پروګرامونه
نسکوري شول٠ نو أوس هم زما په أند دا به سمه نه وي چي د دريشي أغوستنې غوندې ظواهرو باندې دې دومره ټينګار وشي چې بيا خدای دي نکا خلک بيزاره نشي٠ رئيس صاحبه غوره به دا وي چي د محصلينو د زده کړې چاپيريال غني شي، يانې هغو ته دکافي کارندويه درسي مواد، په عصري وسايلو سمبال درسي خونې أو غښتلي أو تکړه استاذان چې خپلو کورنيو سره په هوسا ژوند تأمين وي، برابر
کړای شي نو هلته به سړۍ په دې باور شي چې د أفغانستان بهرني دوستان په رښتيا سره دغه وطن ته أبادي ، پرمختګ أو ولسواکي غواړي٠
په ډيره درناوۍ، dawajan@hotmail.de دواجان


زه يې ملاتړ کوم !

Anonymous
03.04.2005

دخوست پوهنتون د ر ييس دا وړانديز چې زده کوونکي بايد دريشۍ واغوندي په ځای کار دی او په لاندو دلايلو بايد ومنل شي !!
1- دځوانانو په مينځ کې به په ټولنيز چاپېريال اغېز وشيندي .
2- دا کوم غير اسلامي کار نه دی چې اسلامي ضد او ټولنيز مخالف نوم ورکړل شي،له بده مرغه موږ تل داسلام د پاک دين څخه نا وړه ګټه کړې ده ،اږدو ږيرو سپينو او شنو بيرغونو،عمري او صديقي شعارونو داسې څه وکړل چې په ويلو يې زه او قلم دواړه شرمېږو.
3- که چېرې دغه کوم غير اسلامي او غير افغاني عمل وي نو له ټوله سره بايد دريشۍ وغورځول شي که هغه ملکي دي او که عسکري !!.
احمد ظا هر ( وحدت ) دوبۍ.


دخوست پوهنتون ښاغلی ر ئیس صاحب

Anonymous
03.04.2005

ترقي اوتمدن په دی کې نه دې چه څوک يوازې دريشي واغوندي ٠ په دنياکي دادومره پرمختګ په يوخاص ډول ظاهرې شکل او صورت ،جامه اوېونېارم باندي دټينګار کولوله برکته نه ده راغلې٠ په خپله درېشي هيڅکله دترقي ، تمدن، لوړوزدکړواوروڼ اندۍ نښه نه ده٠
په بهرني هيوادونو،أمرېکااونوروکي،په محصلينوباندي هيڅ ډول پابندې نشته چه څه اغوندي اوڅنګه ټولګې ته راځې٠ ښاغلې،منلې ،هوښېاراولایق محصل هغه دی چه په خپلودرسونو اوورسپارل شووکارونوکي مښکښ وي،نه داچه په يوخاص شکل اوقيافه کي پوهنتون ته حاضريږي٠
يوه بامسؤوليته اوفعاله علمي اداره بايدتل دخپلوزدکوونکواوکارکوونکودعلمي ،اخلاقي اوتخنيکي تربيي،اوذهني ودي په لارکي هرډول زياروباسي،په ډيرووړو،غيرعلمي،غيرضرورې،اوبي معنی څيزونواوخبرونه خپل وخت ضايع کړي اونه هم دمحصلينواوکارکونکوسره دټکر ،خفګان اوتشج لاره برابره کړي٠
ښاغلي رئيس صاحب ،پاکي،نظم اودسپلين دهر مسلمان اوبياخاصتادهرزدکونکي
ايماني اواخلاقي وظيفه ده٠ زدکونکي اونورکارکووکي ،دجاموپه هکله خپلي خوښي ته پريږده٠ په زوره دګيري لويولواوپه زوره دځينونوروکارونودتحميلولوياد مه راتازه کوه چه داپخپله همدا تاته دخطرسبب شي٠
په درنښت
والسلام
جمال کاکړ



هيواد شېرزاد
03.04.2005

سلامونه
زما په ګومان د درېشۍ خبره ځکه ګلجانۍ شوه چې يوازې د خوست په پوهنتون پورې تړل شوې. په ټول هېواد کې په يوه پوهنتون باندې، د درېشي اغوستل به خامخا هغه چاته کينه ورولي چې د درېشۍ اغوستل يې نه خوښيږي. که دا کار په ټول هېواد کې عمومي شکل ونيسي نو بيا به چاته د سرغړونې لپاره ډېر څه نه وي ورپاتې.



ع کريم حليمي
03.04.2005

سلام درنو د پوهنتون فاکلټيز ،اودرنولوستونکو
[quote:b72ecfe994]خو شاګرد يا مامور چې پوهنتون ته راځي که دريشي وانه غوندي د غېر شاګرد او غير مامور سره يې تفاوت نه کيږي . [/quote:b72ecfe994]

په هغو ملکونو کښي چه ټول ملت درئشۍ کوي ٠ تاسو فکر کړي چه په هغوملکونوکښي هم دامشکل سته ٠ چه محصل او غيري محصل نه پيژندل کيږي

که ررياست مشکل لري ٠ تاسو خپل مشکل حل کړۍ ٠ نه چي محصلينو ته مشکل
خلقوۍ ٠ چه خپل مشکل په حل کړي ٠ يو مشکل تاسو حل کوۍ٠ او يو نوئ مشکل زېږوۍ ٠

فردي ازادي له منځه وړل دغه ته ويل کيږي ٠ اوبس
که د عالي تحصلاتو زده کونکي دا سي و روزۍ ٠ چه فردي ازادي ونه لري ٠
کله چه فارغه شي ٠ څه فکر کوۍ ٠ چه دوئ به څومره نوري فردي ازادي له منځه يوسي ؟؟؟؟؟


م ن غروال
03.04.2005

درنو او محترمو ليکوالو او لوستنکو!
پدې هکله د هر يو ورور نظر د منلو وړ ځکه بريښي چې هر يو خپل مناسب وړانديز ليکلۍ دي٠ ويونکي ورور په ليکلي دي ٠ کله چې د دريشي اغوستل کومه اسلامي او فرهنګي ستونزه ونلري محصلين به ښايسته ښکاري او او يو ترقي او عصري عکس به ځانه سره ولري٠ که څه هم دا به د زده کړې او پوهاوۍ کوم پرمختګ نه وي اما کوم ضرر هم نلري٠ زه عربو کي جامو کي ګرځيدم خو لويو او عصري مغازو ته يي نه پرېښودم ځکه چې د پټهان جامه مې په تن وه٠
او که چېرې خپله محصلينو دا خوښه وه چې جامې به ښې وي ځکه دا خاورې او ګردونه، او دا د غريبانو کلي، چې نه اوتوګان شته او نه هم د د دريشيو ماشينونه او صابون، نو بيا اړينه دا ده چې د محصلينو خبره ومنل شي٠
په درناوې


Baheer
03.04.2005

پټکی مو لاړو نېکټاېي راغله!!!!

محترم ريس صيب د ټول افغان وېب پاڼې ته ښه راغلاست

ريس صيب ايا دريشي علم او ذکاوت وربخښي؟
د متعلم فرق ته کومه بله د حل لار نه وه موجوده؟
ايا اوس يو غير متعلم نشي کولای د متعلم په څېر دريشي واغوندي؟
ولې به ښايسته ملي کاليو کې د شخص ننوتل کوم غلط کار دی؟
سبا به جينکو ته هم وايې چې په نيکر او سينه بند کې درته راشي که څنګه؟/دوستانو ستاسو څخه بخښنه غواړم) ضالمه راتلونکي پلانونه خو دې په ټول افغان کې مخکې له مخکې راته ليکه

ريس صيب، ځما په اند د دريشۍ اغوستلو ته هېڅ ضرورت نه وه، ځکه د طالبانو په دوره کې پټکي مروج شول اود پټکيو د لاسه د شاګردانو تمرکز له منځه لاړ٠ هر زده کوونکي هڅه کوله چې پټکی ښايسته او مضبوط ووهي خو بدبختانه چې د زدکړې په ځای به يې ټوله ورځ د پټکي په وهلو تېره کړه٠ او اوس به هم هر زدکوونکی هڅه کوي چې کمربند سست يا ازاد کړي، نيکټايي سمه کړي، او د بعضو خو به ان ځنځير هم هېر وي، زما په اند، هغه به ستا د لښتې په زور کشکوي٠ lool

او بل دا چې هر څوک کولای شي چې د زده کونکو په څېر او حتی د هغوی نه ښايسته دريشۍ هم واخلي، خو د انسانانو فرق په کاليو نه کيږي، فرق په علم، علميت او عمل کيږي٠

که بيا هم تاسو غوښتلی چې بايد ا متعلېمين خو اقلأ پېژندلي شوي وای، نو تاسو کولای شول چې يو کوچنی غوندې نشان هر متعلو ته ورکړۍ، متعلېمينو به په ټټرو لګولای، او تا به د خوست پوهنتون پې ليکلای وا٠ دا نشانونه به بل چا نشوای تر لاسه کولای That is it

ريس صيب دا ليکنه به ستا وي يا نه، خو ستا دا غربي فرمان ما په www.benawa.com کې لوستلای دی٠ که ته خو د پاړسو زوی وې، نو قسم په الله چې زه به تا وژنم، او دا هم واوره، که په خوست کې د پاړسو ويلي وه، قسم خلک دې وينه ځمکې ته هم نه ورکوي٠ غير د وينو له څڅېدلو د وژني٠

نوم دې راته فيض محمد فياض اېښودی دی، ولې Jimmy Bush ښه نه وه٠ تا سره سمه مبارزه خوند کوي٠ د خوست د پوهنتون ريس يې، تا ته هم د دريشۍ په اغوستلو علم بخشش شوی دی، په عمل کې ډېر جاهل يې٠ ستا دا فرمان زمونږ د ملي جامو توهين کوي٠
که تا ريښتيا د پوهنتون د رياست لياقت درلودلای، تا به د دريشۍ په ځای په درسي توکو اسرار کړای وای، ښه تکړه ښونکي به دې مقرر کړي وای او دنوي او لوی پوهنتون درخواست به دې کړای وای تر څو د مېخانيک تعمير د خپل مسلک د کارولو لپاره خالي شوی وای٠

دوستانو په پښتو ژبه کې د اتم صنف فيزيک نه پيدا کيږي، هغه خوستيان، نګرهريان، قندهاريان او نور پښتانه چې د پاړسو په ټکي نه پوهېږي، هغوی څه وکړي؟ ولې زمونږ پښتانه ښاغلي يوه ملي کمېټه نه جوړوي تر څو همدغه کمېټه د لومړي ټولګي څخه نيولي تر پوهنتونه پورې هر کتاب په پښتو وژباړي٠

زه بيا هم اسرار کوم چې دريشي اغوستلو ته اړتيا نه وه، پوهه په دريشۍ کې نه ده٠ خو زه ته هم ملامت نه يې، ستا د لالا له خوا به درته امر شوی وی، لالا د پېژنې که هسې مونږ سره ټوکې کوې؟ احمق بوش درته يادوم، علم يې درته ډالۍ کړای دی، په مغزو کې د الف نشته او د خوست په مضلومانو باندې لوبې کوې، د دوي په راتلونکې لوبې کوې او ته يې مسول يې٠ يو ته نه يې، دا ټول ريسان او ګوډګيان يادوم٠

ريس صيب د ښاغلي اديل وطنمل د شعريوه برخه به درت وليکم او د قراقولي په ځای به ستا مينه دريشي درته وليکم به درته وليکم او په همدې به زه ليکنې ته اختتام هم ورکړم

په موسسو په پوهنتونو او دولتي شعبو كې
--------------------------------------غاړه غړي شول ښځې نر چې دريشي راغله

په پښتنه مينه

کوچنی بهير


Anonymous
03.04.2005

بهيرخانه کوچنيه وروه
ته پخپله په دې مرحله کې يې چې بايد زده کړه وکړې. ته دپوهنتون دريس سره په کومه لهجه خبرې کوې؟ چا تربيه درکړې او که نه؟ بله داچې دا اوږده خښتګونه کوم د وياړ کالي او لباس نه دی، نړيوال لباس دريشي ده. اوږده خښتګونه او لويې ږيرې دفساد او منافقت نتيجه راووته. ښايې کوچنی يې او د وروستيو ٢٥ کلونو تاريخ درته نااشنا وي. دريشي د نړيوالې ټولنې لباس دی او موږ دنړيوالې ټولنې يو غړی هيواد يو. پوه شوې که نه؟ پس لوی سړی شي د غټانو سره داسې بې ادبه خبرې مه کوه!


Anonymous
03.04.2005

دخوست د پوهنتون محترم رئيس صاحب اوددغه پوهنتون فاضلو استاذانو او محصلينو ته دزړه له اخلاصه درناوې اود بې شمېره برياليتوبونو هيلې !

ترهرڅه دمخه ستاسو د اقدام هرکلې او ستاينه کووم او هيله من يم چې د هېواد د هرګوټ تعليمي اداره ستاسو د فيصلې ملاتړ وکړي ٠
له بده مرغه په تېرو درې لسيزو کې دافغانانو ذهنونه په عمومي ډول اودپښتنو ذهنونه په ځانګړې توګه داسې تنګ نظري او بې حوصلې روزل شوي چې هرڅه ورته غېر اسلامي ښکاري ٠ حال داچې که ددوی ژوند اواعمالو ته علما" نظر وشي نو ډېر حياتي څيزونه به داسې وموندل شي چې هم داسلام د اصولو سره سرنه خوري او هم د بشري معيار سره په تول برابر نه وي خو همدغسې بې ارزښته څيزونو ته ځينې ډلې دومره ارزښت ورکوي چې ترڅو د لوی کړکېچ اوخنډونو سبب وګرځي ٠ دارنګه ډلې په معنوياتو ترهغه کلک ولاړوي چې دمادياتو ارزښت اوضرورت يې نه وي احساس کړي خو چې پوه شي چې پرته له مادياتو ژوند نشي کوولای نو بيا په درنګ کی 380 درجو بدلون ته غاړه کېږدي ٠ دنورو ډېرو علتونو ترڅنګه يو مهم علت دادې چې پښتانه د معنوياتو اومادياتو ترمنځ تعادل اوددوی څخه دوخت دتقاضو په تناسب ګټه اخيستل نه سنجوي او که فرض کړه ويې سنجوي هغه هم په داسې حالت کی چې تر ورخه اوبه تېری شوې وي ٠

همداسې څېړنې دخلقيانو د ديکتاتورۍ ، د جهادي تنظيمونودانارشۍ اوطالبي مطلقيت په دورو دانتيجې ورکوي چې دغو ټولو ډلو دبرچې اومړدکي په ځواک اولس روزلې نه د علم اونه داهليت په مرسته ٠ د بېلګې په توګه دخلقيانو په ديکتاتورۍ کی په هرګيرور داخواني او اشرار شک کېده اوډېر بېګناه افغانان دخپلو اوږدو ږيرو قرباني شوي ٠ همدغه راز په صوبه سرحد کی بې ږيرو مهاجرينو باندی دکمونستانو او خادستانو شک کېده اوپه سوونو ږيرې خرېدلي د دغه شوق قرباني شوي ٠ دطالبانو په دوره کی دنهې عن المنکر ساتونکو افغانان په لباس ، سرتور سر اوخرېدلو ږيرو په عامو محضرونو کی ، په کوڅو اوبازارونو کی وهل ټکول او زنداني کوول ٠ دغو درېواړو ډلوتظاهر ته ډېراهميت ورکاوه ٠ دخلقيانو ږيرې ځکه نه خوښېدې چې د ټولو مجاهدينو اوملايانو ګيرې وې ٠ تنګ نظرو افراطي امينيستان له دې څخه خبر نه وو چې ددوی کمونستان نيکونه لکه کارل مارکس ، فريدريک اينګلس او ولاديمير ايليچ لېنن هم ږيرور وو ٠ د کارل مارکس ږيره دمولوي محمدنبي په څېر ، د فرېدريک اينګلس دصياف اودلېنن د شافهد په څېر ږيرې وې ٠ همدغه راز په پېښور کی مېشتو جهادي تنظيمونويوه ورځ هم جنرال ضيأالحق ، جنرال اخترعبدالرحمن ، جنرال حميد ګل او غلام اسحاق خان په ږيره خرېدو په کمونيستۍ تورن نه کړل ٠ بيا پسې د طالبانو ډله راپيداشوه چې خپل مؤجد اعلی نصرالله بابر ، ملاتړي عرب شېخان يې په ږيرو هيڅکله نه ملامتول بس افغان بېوزله اولس وو چې ددغو ډلو له خوا په يو اوبل نوم سکنجه کېدل ، ترور کېدل او تورنېدل ٠
کله چې دنجيب رژيم لمنخه ولاړاودکابل دتخت واګې د جهادي تنظيمونو په لاس ورغلې نو د منصبدار ، عسکر ، رسمي ، غېر رسمي ، امر اومستخدم ، قوماندان اوغل ، قمارباز او کارګر ، ملا او امي ، پاچا اوقاتل ، قاضي او مجرم او سړي اونه سړي توپير ورک شو ٠ اولس د خپلو قضاياوو مراجع ورکې کړې ، هرڅه او ټول امور داسې بې خونده ، بې کفايته ، بې پتې ، مجهول او بې ارزښته شول چې ان وزارتونه بېسوادو چپ اندازانواوجهادي ټوپکچيانو ته وسپارل شول ، داسې کسانوته چې پرته له ډزو په نورڅه نه پوهېدل ٠ داسې بې مسؤليته او نااهله مقرريوافغانستان په دوه کاله کی داسې حالت ته ورساوه چې کمونستانو په لسو کالو کی نه وورسوولې ٠ دغه تش په نامه مسلمانانو د شخصي ملکيتونو په څنګ کی ملي اودولتي ملکيتونه چې کمونستانو هم نه وو غلا کړي ، ولوټل اودپاکستان په مارکيټونو کی يې وپلورل ٠
افغان اولس چې داسلام په نوم دغه ناخوالې او شرمونه وليدل نو په دې هيله شول چې داسې يو تندر راپيداشي چې افغان اولس له دغو داړه مارواوبداخلاقو څخه وژغوري نو هغه وو چې د طالبانو په نوم ډله راپيداشوه ا و خلکوورته هرکلې ووايه ٠ ډېره موده لاتېره نه وه چې افغان اولس له دغه ډلې څخه هم پوزې ته ورسېد ځکه چې له خلکو څخه يې د خوراک څښاک ، پوشاک ، ليدو کتو ، اورېدو ، وينا ، زده کړې اوځان اختيار واخيست ٠ د طالبانو رسمي پېژندګلوي سوټي اوکېبلونه وو ٠ طالبي سوټي پال هم قاضيان وو ، هم پوليس ، هم عسکر او منصبدار ٠ داچې نه ښونځۍ ، نه قضا ، نه ډاکټر ، نه تلوېزيون ، نه اخبار نه زراعت اونه صنعت پېژاندل کېدل ، يوطالبي سوټي پال په سيمه کی هرڅه کوول ٠ افغانان له عزرايله دومره نه ډارېدل لکه له يوه سوټي په لاس طالب څخه ځکه چې دوی ته دانسان مرګ د چرګ هومره اهميت هم نه درلود ٠ افغانانو بله لاره نه درلوده پرته له دې چې په دې سود وکړي چې (( شولېته بخور پردېته بکو)) ٠
دافغانانو اوافغانستان بد بخت دادې چې پرته له يو څو ريفورمستانو لکه امير شېرعليخان ، سيدجمال الدين افغاني او غازي امان الله خان پرته نوروټولو پاچاهانو دخپلو شخصي او سياسي اغراضو لپاره پښتون قام په غلطه رهنمايي کړې ٠ ددې تر څنګ بل عامل چې بايد پښتانه نه متحد شي ، نه نوښت او پرمختګ ومني ، افراطي اوتنګ نظري وي ، د برتانوي استعمار ميراث اودګاونډيو هيوادونو سياسي اواقتصادي اهداف دي چې پخپله د پښتنو په واسطه د اسلام اوکلتور په نوم په پښتنو ياتحميليږي اويا پکی ترويجېږي ٠
دغازي امان الله خان د ريفورمونو پر ضد هم له مذهبي اوکلتوري تبليغ څخه کاراخيستل شوې وو ٠ کله چې بريتاوي استعمار پوه شو چې اتل امانالله خان په مستقيم پوځي طاقت نه شي راپرزولې او په چټکۍ سره افغانستان صنعتي پرمختګ کوي چې دغه هم د امان الله خان دولت ته دسياسي خپلواکۍ ترڅنګه اقتصادي خپلواکي هم ورکوي له داسې تاکتيک څخه کارواخيست چې نتيجې يې بريتانيا ته اوږد اطمنان ورکړ ٠
نورډېر زيات حقايق دي چې وخت ته ضرورت لري اوزه يې نه لرم خو په لنډ ډول به دومره ووايم چې د سقاو و زوی دوره ، د جهادي تنظيمونو دورې درته معلومې دي چې دغل اومل فرق پکی نه کېده ٠ داخو امان الله خان وو چې په افغانستان کی يې درسمي اودولتي نظم رواج پرېښود کنه نو افغانستان د 170 وروسته پاتې هيوادونو څخه ترټولو وروسته پاتی هېوادې چې لا تراوسه د هيڅ شي سيال نه ګڼل کيږي٠ د محصلينو او دولتي مستخدمينو رسمي لباس ( درېشي )کوم نوې شې نه دې اونه دامريکا ، روس او حامد کرزي صاحب واردات دي بلکه اتيا کاله رسمي سابقه لري او رسميت په همدغه لباس ښه ښکاري ٠ په درېشي انسان ته درسمياتو اتوريتي ورکوي او په ټوله نړۍ کی پيژاندل کيږي ٠ سل فيصده تأثير لري ٠ يونيفورمونه هم دتأ ثيراتواوپېژندګلوۍ په بنا رامنځ ته شوي ٠ لکه څنګه چې سپينه لونګۍ اوسپينې جامې د ديني عالمانو نښه ده همدغسې زنګو جامن د رقاصو ٠
يودبل لباس نه اغوندي ځکه چې تأثيرات يې جدادي ٠
پوهنتون د لوړو تحصيلاتو ځای دې اوهلته محصلين د لوړو زده کړو سره د ژوند په نوو تقاضاوو او عرضو خبريږي نومحصل بايد په رسمي نښه وپېژندل شي ٠ زمونږ لباسونه خو په هيڅ چوکاټ کی نه جوړيږي ٠ بېټ نيکه به نمونه وښايوځکه چې که پښتون لباس مقصدوي نوهماغه دې چې زمونږ ننې لباس د هغه سره فرق لري ٠ زمونږ لونګۍ ګانې خو پښتنو نه دي جوړې کړي ، يا له مشهده راځي اويا له لاهوره ٠ که مذهبي اړخ ته يې وګورو نو دغسې لس ګزې پرتوګ چېرې په عربوکی رواج نه وواوکميس خو مو اصلي انګريزي دې ٠
په 21 پېړۍ کې څوک دانشي منلای چې زمونږ نيکونو په غارونو اوسمڅو کی ژوند کاوه مونږ يې هم بايد وکړو ، زمونږ نيکونو کمپيوټر ، موټر ، الوتکه او تلوېزيون نه پېژاند بايد مونږ يې هم استعمال نه کړو ٠
که په پاکستان کی رسمي لباس کميس او پرتوګ وي نو يو خو ګرمي ده اوبل کله چې مولانا مفتي محمود دصوبه سرحد وزيراعلی وو نو هغه کميس اوپرتوګ رسمي کړي وو خو مونږ خپل تاريخ لرو اوهغه بايد پرمخ بوزو٠

په درناوي

له کندز څخه ازاد نظر


Anonymous
04.04.2005

مېلمه ته خو بهير باندې نيوکه کوې، تاته چا تربيه در ښودلي ده؟ تا ته چا د لارښوونې طريقه درښودلي ده که صرف د طالب سوټی او سپکه خوله يې د حل لار درته ښودلي ده؟

ته کوم ثبوت لرې چې دا د پوهنتون د ريس لخوا ليکل شوي ده؟ حتمأ ستا په شانې يو د غرب غلام ليکلي ده

که همدا اوږده خښتګونه نه وای، خدايږو اوس به ته سره له فاميله لوڅ ګرځېدی٠ همدا اوږده خښتګونه و چې ته او ستا ناموس يې وساته٠ د بهير خبره چې ريس به صبا جيلۍ په نيکر او سينه بند کې غواړي، ته يې ورليږي؟ هو ضرور، لمړی نفر به ته يې


Anonymous
04.04.2005

دادخوست پوهنتون رايس صاحب لکه چي دشهرت ډيرتګئ دی او اوس محصلينوته ددريشئ په اغوستوغواړي چي دخلکوپام ځان خ اته واړه وي خونه پوهيږم چي داخلکوته ولي ؟ بدښه ښکاري اوښه بد که ديونيفارم اويادمحصلينواوعاموخلکوتوپيرخبره نوداتوپيرهيڅکله هم يواځي په دريشئ کښي نه ده بلکي ډيرداسي نورملي لباسونه هم شته چي دهغوله امله دمحصل اوعادي وګړوترمنځ ښکاره توپيرکيدلای
که څه هم دريشي اغوستل به په اسلام کښي ډيرسخت منع نه وي خودنکتايئ (Tie ) اچول ډيره لويه ګناه اودکفاروسره مشابهت له امله يی سختئ سره منع راغلي ان تردي چي ځيني عالمان يی کافرګڼي ٠
نوکه خبره دشهرت وي بيادريس صاحب ددي لپاره نوره لا رې چارې ولټوي ٠

په درنښت


Anonymous
04.04.2005

درنو دوستانو سلامونه می ومنې٠
او بياياره مومنه ته خو سم نا اهله وی٠
دنکټايۍ لا دکفر او اسلام سره څه؟؟؟؟؟؟؟؟
ته داسی يو ثبوت وړاندی کړه چی هلته نکټائۍ منع ښوول شوی وی٠
کوم سورت،کوم حديث ؟؟؟؟؟؟چی نشته٠
نو زه ګومان کوم چی کوم پنځه سورته ملا به د کوم پيتاوی نه د منع فتوا صادره کړی وۍ او تاسی يۍبيا په ټول اسلام ورتپی چی ګواکی دا ډيره لويه ګنا ده٠٠٠٠٠
ولی؟ په څه؟؟
ګله داد پيتاوی خبری او دا خيټيالوژيګانی پريږده چی خلک نور دوه سوګمو ته رارسيدلی ستاسی ددی جهالت له ﻻسه٠٠
له دی نه به داښه وی چی لږ څه دينی زده کړه وکړی اويوه خبره علمی وڅيړی ،نه پيتاوی٠
بل دا بهير جان ته ښايی چی لږ څه خپله ليکنه ولولی او بيا خپل ګريوان کښی سوچ وکړی چی څه يی ليکلی٠
که ريښتيا ماشوم وی نو ورسره نه ښايۍ چی دمشرانو سکاوۍ وکړی٠
په ډير درناوی٠
م٠ احسان له کابله ځخه٠


Anonymous
04.04.2005

ياره احسانه دنااهله ښکرنه وي په څلوربولي نه ځي بلکي هغه څوک چي تراوسه دنکتايی غوندي لويې ګناه څخه نه وي خبرطبعاداسي خلکوته نااهله ويل کيږي چي ښکاره مثال يی تاسوغوندي په غرب کښي لوی شوي ځوانان دي ٠
احسان ګله نکتايی دعيسويانوعقيده وي اوصليبي نښه دي اوپه دي عقيده چي ګني عيسی عليه السلام په دارځړول شوي (ددوی په عقيده ) نودوی هم په غاړه کښي پړئ يازندئ ( نکتايی ) اچوي اوداددوی عقيده وي نښه ده ،نوکه مسلمانان دهغوی تقليد کوي اونکتايی اچوي بيا يی تاسوخپله وارزوی ٠

ستاسودهدايت په هيله
مؤمن


Anonymous
04.04.2005

ياره احسانه دنااهله ښکرنه وي په څلوربولي نه ځي بلکي هغه څوک چي تراوسه دنکتايی غوندي لويې ګناه څخه نه وي خبرطبعاداسي خلکوته نااهله ويل کيږي چي ښکاره مثال يی تاسوغوندي په غرب کښي لوی شوي ځوانان دي ٠
احسان ګله نکتايی دعيسويانوعقيده وي اوصليبي نښه دي اوپه دي عقيده چي ګني عيسی عليه السلام په دارځړول شوي (ددوی په عقيده ) نودوی هم په غاړه کښي پړئ يازندئ ( نکتايی ) اچوي اوداددوی عقيده وي نښه ده ،نوکه مسلمانان دهغوی تقليد کوي اونکتايی اچوي بيا يی تاسوخپله وارزوی ٠
اودتاسوبه په يادوي چي يوله هغوشيانوڅخه چي دطالبانوپه وخت کښي يی افغانستان ته په راوړلوبنديزوو له هغوجملې څخه يی يوه نکتايې وه ٠
ستاسودهدايت په هيله
مؤمن[/quote]


Anonymous
04.04.2005

ورورکه بيا په خير راغلی٠
زه غرب کښی نه يم لوی شوی ګله،په ښکلی افغانستان کښی زيږيدلۍ اولوی شوۍ يم،غرب می له سره ليدلۍ هم نه دۍ نوهسی اپلتی مه وله او له خيټی خبری مه کوه٠ما تعليم کړۍ ستا په شان دشنی او وچی شفتلی ماغزه می په سر کښی نه دی٠ له ليکنۍ دی مالوميږی چی څه ډول ماغزه لری٠
ماته شکر دی خدای" ج "عقل راکړۍ،ماغزه يی راکړی،زده کړه می کړی او ستا په شان له خيټی خبری نه راباسم٠
ګله٠
عيسی "ع" په دارنه دی زړول شوی ،اوهغه هم دپړی په واسطه ،بلکه په يوه "کرست" يانی صليب باندی داسی زړول شوۍ وو چی په ﻻسونو،پښو او تندی باندی يی ميخونه (په ژوندانه) ټکوهلی شوی وه اووروسته بيا دا صليب يا "کرست" په ځمکه درول شوۍ وو٠
همدغه کرست اوس دعيسويانو عقيدوی نښه ده٠ او دنکټايئ عمر به ددوه يا دری سوو کالو زيات نه وی٠ چی هيڅ ارتباط د مذهب او عقيدی سره نه لری ٠نو ستا نظر دپيتاوی او دشنه چای نظر دی چی دعلميت نښی په کښی نه ښکاری ٠خوا دی بده مه شه٠
نو ځان پوه کړه چرته څه ولوله او بيا خبری کوه٠
خدايدی وکړی چی نور دوستان می په ليکنه خوابدي نه شی٠

په درنښت٠
م٠ احسان له کابله څخه٠


Anonymous
04.04.2005

احسان ګله وروره زمونږدمسلمانانوپه عقيده عيسی عليه السلام نه په دارځړول شوئ اونه يی په لاسونواوپښوميخونه ټکوهل شوي ووبلکي هغه خدای پاک ژوندی اسمانونوته خيژولئ اودا خودهغوی عيسويانوعقيده ده چي عيسی عليه السلام وژل شوی اوياپه دارځړول شوئ چي اوس هغوی دخپلې ملامتيالپاره داطوق لعنت ( نکتايې ) په غاړه ګرځوي عينا لکه څنګه چي شيعه ګان دمحرم ماتم کوي اوځانونه په چاقوګانو وهي ،شيعه ګان ددي لپاره په محرم کښي ماتم کوي چي دحضرت حسين رضی الله غنه سره ددوی په عقيده خواخوږي اوغمرازي ښکاره کړي ،داډول عيسويان هم دعيسی عليه السلام سره پخپله عقيده غمرازي ښيی چي ګني دوی هم دارته تياردي ،نوره پوښتنه يی له بل چاڅخه هم وکړه خيردی که زما نظردرته دپيتاوي اوياشنوچايو نظرښکاري خويوه خبره ياد ساته چي له دی خبرې تيرشه چي ګني عيسی عليه السلام باندي ميخونه ټکوهل شوي اويا وژل شوي ځکه دهغه وژل کيدوعقيده يواځي دعيسويانو ده ٠

په درنښت
مؤمن


د خوست د پوهنتون د کارکوونکو د لباس د کود په اړه

Anonymous
04.04.2005

وايي چې افراط، افراط زېږوي. زما په اند د پوهنتون د رئيس صاحب دغه فرمان د پخوانيو حکومتونو د افراطي سياستونو پايله ده. خو زما سوال به د محترم رئيس صاحب نه دا وي چې ايا په نورو هېوادو کې د زده کوونکو او د عامو خلګو په مېنځ کې توپير شته چې تاسو د هغو په تقليد سره غواړئ دا اصل په افغانستان کې پلی کړئ؟ او که دا يوازې ستاسو د شخصي کرکې او تعصب غبرګون دی چې د افغاني فرهنګ سره يې لرئ او غواړئ چې هغه په غربي فرهنګ را واړوئ؟ رئيس صاحب! ولې تاسو غواړئ چې د زده کوونکو دې د عامو خلګو سره توپير وشي؟ تاسو فکر نه کوئ چې تاسو په خپل لاس عامې پرګنې د روڼ اندو د محدود قشر نه بېلوئ؟ ايا تاسو د دې عمل رواني عواقبو باندې غور نه دی کړی؟ زما په فکر تاسو بايد داسې يوه طبقه وروزئ چې دخلګو په ژبه و ږغېږي او د خلګو په جامو کې د خلګو په مينځ کې د لازمو اصلاحاتو د راوړلو عامل وګرځي. زموږ راتلونکی روڼ اندی نسل بايد د ساينسي او ټولنيزو علومو تر څنګ د اسلام په مقدسو ارشاداتو پوره خبر وي ، ځکه چې لمړی خو به دوي خپله د اسلامي اخلاقو( صبر، عدالت، توازع، او پاک نفسي ) له فيض نه برخه من شي او دوهم دا چې اسلام د عامو خلګو ذهنونو ته د ننوتلو کلي ده.
زما مشوره به د پوهنتون اوسنۍ ادارې ته دا وي چې مخکې له دې نه چې د خلګو ملي او عقيدوي احساسات بيا تحريک شي او د پلرونو په زړونو کې، پوهنتون ته د خپلو اولادونو د استولو په اړه، بېره او حراس ور ولوېږي، په خپل ورکړل شوي فرمان له سره غور وکړي.


Anonymous
04.04.2005

دنېکتايي جهاد

راځۍ چه يو څو خيرن په نيکتايي شهيدان کو


د خوست د محصلىنولباس

Anonymous
04.04.2005

سلامونه درنوپښتانوته
زه خووایم له دی چی پخپل منځ کی د مخالفتونه او داحساساتو څخه کار واخلو نوښه به داوی چی یوبل ته ددرناوې په سترګه وګورو اوهیڅ ډول توهین خپلو پښتانو ته ونه کړواوپه ډیری هوسلی سره دﻻیل وړاندی ګړو٠
زه وایم که محصلین داخپل پټکۍ او څادرپه کور کی پریږدی او په خپله خوښه خپل افغانۍلباس منظم کړي ، نو بیا به ریس صاحب زده کوونکو ته ددریشی اغوستلو امرنه کوی٠
کله چی ما دخوست په میخانیکی لیسه کی زده کړه کوله نو زما ټولګیوال به دلونګۍ او څادر سره ټولګي ته راتلل اوکله به چی یی دشپی له خواه چیرته پیره کوله نو ټوپک به یی هم له ځان سره راوړل اوپه ټولګي کی دمیزونو پر سر کتاب او کتابچی ته ځای نه پاتی کیدو٠
زه وایم که محصلین داخپل پټکۍ او څادرپه کور کی پریږدی او په خپله خوښه خپل افغانۍلباس منظم کړي ، نو بیا به ریس صاحب زده کوونکو ته ددریشی اغوستلو امرنه کوی٠

زه د ټولو پښتانو څخه صرف دزده کړی هیله لرم ، ولی چی زده کړه دپښتانو دبري یواځینۍ ﻻره ده٠
[/img][/b][/code]


حيران يم !!!

Anonymous
04.04.2005

هلال ياسيني صاحب سلامونه ومنه !
ستاسو مضمون مې ولووست د پېښور د کېږدۍ نه دمصر او متحده ايالاتو پورې ښوونيز بهير د هم راته څرګند شو ، ستاسو په انځور او تصوير مې هم سترګې خښې شوې ښايسته ښکلی ځوان ياست ! ستاسو خريليې ږيره او بريت ، برګه نېکټايي، خاورين کوټ مې زړه ننه په ګوګل کښې په ټوپو کړ !! بس د لوی او منتقم ذات دغه قرأني ايت شريف مې فکري چاپېريال په خپله غېږ ه کښې ونيو !!! ( يايهاالذين امنو لم تقولون ما لا تفعلون )
په درنښت ( الف ، ظ وحدت )


pattang
04.04.2005

يو څو لڼډې خبرې :

ميلمه : ==> نوم دي مالوم ندي خداي پاک دي يومالوم کور به کړه چې دخپلې کورنۍ ، قوم ، دژبې او کلتور په بڼه پټ او ښه ښکاره شي .
په نيکتائي ، غوټه او دريشي وطن نه اباديږي اونه علم او پوهه دسړې په سر ور ننوزي ٠ دا ټول غربې کلتور دي چې د محيطې او قليماتې شرائطو له کبله لمړي ځل
په انګلستان کې منځ ته راغلي دي٠
نو د افغانستان ،اسيا او افريقا په ګرمو محيطو کې ازاد کالې ډير داستفادي وړدي
نظر دريشي ته٠
متاسفانه چې افغانستان هيځ وخت خپل باغوان نه ﻻره او په باغ کې به ئي هري طفيلي ګياه وده کوله او شنه کيده به ترڅو چې دي نتيجې ته را ورسيده٠
زه په کابل کې وم ،جامې اغوستل (غربي موډ) او فاحشه ګيرې په دي دريو کالو کې دومره زياته شوي چې غرب هم سيالې نشي ورسره کولی اوډيرې غربي جريدې هم زما د خبرې تصديق کوي ٠
ولي رشوت بي کفايتې او غلا دومره زياته شوي دي چي ټول غربيان او انسانيت ورته حيران پاته دي٠
وروره! کالي اوجامې زمونږدملت دي وروسته پاته کيدو علت ندي ، زمونږ دبدبختې او نا پوهي علتونه زمونږ خرڅ شوي او تحميل شوي مشران او واکداران دي او وه ٠
دمسال په ډول : د غه دکابل نيکتائيداره مردار مخي او خرڅ شوي ګوډاګيان ،
[color=darkblue:e8d7c05c78]دي دريو تير شويو کالو په موده کي پر دي قادر نشول چې دوي په افغانستانکې يو سيستم جوړکړې[/color:e8d7c05c78] ٠ تورمټران باډيګران بي ناموسي رشوت او چور ددوي ورځنۍ وظيفه دي ٠ دي جاهيلانو دلارې دسر او کوڅو خبري شي زده دي خوپه کار ئي هيڅ اروا هم شکه ندي او وجدان هم نلرې چي خپل کار پريږدي او استفا وکړي .

[quote:e8d7c05c78="Anonymous"]درنو دوستانو سلامونه می ومنې٠
او بياياره مومنه ته خو سم نا اهله وی٠
دنکټايۍ لا دکفر او اسلام سره څه؟؟؟؟؟؟؟؟
ته داسی يو ثبوت وړاندی کړه چی هلته نکټائۍ منع ښوول شوی وی٠
کوم سورت،کوم حديث ؟؟؟؟؟؟چی نشته٠
نو زه ګومان کوم چی کوم پنځه سورته ملا به د کوم پيتاوی نه د منع فتوا صادره کړی وۍ او تاسی يۍبيا په ټول اسلام ورتپی چی ګواکی دا ډيره لويه ګنا ده٠٠٠٠٠
ولی؟ په څه؟؟
ګله داد پيتاوی خبری او دا خيټيالوژيګانی پريږده چی خلک نور دوه سوګمو ته رارسيدلی ستاسی ددی جهالت له ﻻسه٠٠
له دی نه به داښه وی چی لږ څه دينی زده کړه وکړی اويوه خبره علمی وڅيړی ،نه پيتاوی٠

که ريښتيا ماشوم وی نو ورسره نه ښايۍ چی دمشرانو سکاوۍ وکړی٠
په ډير درناوی٠
م٠ احسان له کابله ځخه٠[/quote:e8d7c05c78]
++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++++
[quote:e8d7c05c78]بل دا بهير جان ته ښايی چی لږ څه خپله ليکنه ولولی او بيا خپل ګريوان کښی سوچ وکړی چی څه يی ليکلی٠[/quote:e8d7c05c78]

ميلمه : ==> دبهير جان له ښکليو ملې او عنعوې پاکو احساساتو ډيره مننه خداي
دي زمونږ د لاري ملګري نور هم موفق لري او شمير ئي زيات کړي ،تر څو چې خپلې ژبې او کلتور ته مصدر وګرزي٠

زما په عقيده بهير جان داسې وائي اوغواړې :

چې پښتون پيداشوم ، مسلمان شوم نوولي تا جک مړ شم ==> نو دا ولي ؟؟

خلقو زه داسي حق لرم او غواړم ئي :

کله چې پښتون پيداشوم ، مسلمان شوم نوغواړم چې پښتون هم مړ شم ٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


De Mamorino aw mahsilino lapara de dershai aghwstal

Anonymous
05.04.2005

سلامونه او نيکې هيلې !زما په اند او نظر پرته له تحقيق او څړنې په يوه موضوع باندې دنظر دڅرګندولو په مهال بايدله بې ځايه افرط او تفريط څخه ډه ډه وشي،تر څو دبدبينۍاو دښمنۍ له ګړکۍ يو او بل ته ونه ګورو ،ځکه په دا درېو لسيزو کې دهيواد دخلکو او پرګنو تر مينځ دنه باوراوبدبينۍ روحيه حاکمه شويده ٠ او داسې ټاپې په لاس لرو چې په ټاپه کولو سره يې خپلې نظرې برحق او مقابل لورۍ محکوم کاولای شو٠ پرته لدې چې دخپلې نظريې دتاييد او دمقابل لوري د ردولو لپاره علمي، قانوني ،ديني او لږ تر لږه عرفي دلايل او ثبوت وړاندې کړو٠ زما پوښتنه دمحترمو لوستونکو او دنظر له خاوندانو څخه داده چې ايا زموږ په ټولنه کې دملي هويت او پژندګلوي په هکله داسې تعريف موجود اوشته چې ټول اولس پرې يوه خوله وي او دټولو پرګنو دمنلو وړوي ؟ ايا فرهنګپالو او څيړونکو پدې هکله دکتاب ،رسالې او مقالې په بڼه څه ليکلي؟ او بل اخره تر اوسه دښوونيزو موسيسو لپاره دينفورم په اړه په هيواد کې کومه ټولپوښتنه تر سره شوې ؟ او ايا تيرو ملي جرګو ،شوراګانو او ولسې جرګو چې لږ تر لږ د خلکو استاز يتوب يې کاوه ديونيفورم په باره کې له تاريخي پلوه کومه پريکړه کړيده او که نه؟

زما په اند دخوست پوهنتون مسؤلين او محصيلين بايد له صبر او زغم څخه کار واخلي تر څو دغه علمي مرکز دبې ځايه ګرګيچ او ګډوډۍصحنه ونګرځي، او دفرصت طلبانو دلاسوهنې زمينه برابره نشي٠ هرڅوک دا اختيار ولري چې دريشي اغوندي او که سيمه ايزي جامي٠ د فرانسې ، ترکيې دهيوادنوپه شان دديموکراسۍ په نامه اويا دشريعت په نوم دطالبانو ، مجاهدينو او دخلق او پرچم دواکمنۍ په شان چې سور رنګ يې دانقلابې جزبې او وفادارۍ سمبول وګرځاوه ،بايدد خلکو په شخصي حرېم تېری ونشي اوبايد له تيري څخه مصؤن وي ٠ټول دولتي ارګانونه او موسيسې دخلکو دشخصې حريم درناوی وکړي، تر څو تيرې ترخې تجربې له سره تکرار نشي٠

کوم شی چې زما په نظر دپام وړ دي هغه دادي چې دخلکو سياسي شعور او پوه ډيره زياته شويده ،اوس خلک او دهيواد پرګنې دتعليم او زدهکړې په ګټه پوهيږي او په زور هم له دولت او نړيوالو څخه دښونځيو او تعليمي مؤسيسو غوښتونکي دي ٠څه موده وړاندي دخوست خلکو دطب دپوهنځۍ غوښتنه کوله پداسې حال کې چې څو کاله وړاندې چا خپل زامن او بچيان ښونځۍ ته نه پريښودل او سخت مخالفت يې ورسره کولو ٠ زما په نظر د خوست محصلين بايد زدهکړه وکړي دا که په دريشۍ

کې وي او که په سيمه ايزه جامو کې٠ دحضرت محمد (ص)دحديث شريف په رڼا کې(( تعليم په هر مؤمن او مؤمنه فرض دی اګر که په چين کې وي ))نور قضاوت پريږدم محترمو لوستونکو ته ٠ په درناوي


Anonymous
05.04.2005

[quote:40b0afa2c6="Anonymous"]دنېکتايي جهاد

راځۍ چه يو څو خيرن په نيکتايي شهيدان کو[/quote:40b0afa2c6][size=18:40b0afa2c6][/size:40b0afa2c6]
٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
ګرانو عزتنمنو پښتنو،
دټول افغان د ويب پاڼې دغه بيلګه ګئ(روبريک) خو د منطق أو درناوي په محدوه کې ټاکل شوئ دۍ، نو تاسو أو خداۍ پاک، أيا دا ډول ليکنې منطق ده أو که درناوئ؟
همدارنګه ددغه بحث په أړوند ځينې نورو ليکنو کې هم دغه شان أو يا دې ته ورته
سوچه أپلاتې أو منطق پرته شيان شته چې په خپلو سترګو ئې وينئ٠
که دا عزيزان دې أوﻵ په ريښتينې زړورتياسره دخپل دقلمونو د زياتي نه عفو ؤغواړي أو سمدﻻسه دې نور د هر ډول تيري أو د منل شويو مراوداتي نورمونوڅخه
د وتنې نه دډه وکړې، زمونږ أو تاسو دا مجلس به هم ښکلئ شي أو هم به پښتنو ته ګټور ثابت شي٠
په درناوي، ستاسو مينه وال dawajan@web.deدواجان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more