د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

بيزو چه تکامل وکړي بيا به هم بيزو وي ٠ سړۍ کيدای نه شي !!!


ع کريم حليمي
02.04.2005

درنو خويندو او وړونو ښې هيلي

هغه څوک چه دتکامل د نظر په فکر دي اوفکر کوي چه انسان قبلأ بيزو (ميمون ) وه
او مذهبيان ،ملايان دانه سي منلای ٠ او وايي چه تکامل څه شي دۍ
بعضي ئې يوه تيوري بولي ٠ يعني علمي اساس نه لري ٠
په داسي حال کښي چه په ز رهاووصفحې پر ليکل شوي دي ٠ د تکامل تيوري داسي ساده نه ده چه يوه مقاله څوک پر وليکي ٠ او توضيح ئې کړي ٠
که څوک ولاړسي د جهان و لويو پوهنتونو ته نوبه وويني چه د بيالوجي دتکامل په
باب و دې پديدې ته څومره اختصاص ورکړېدۍ ٠ او هري کوچنۍ موضوع ته د تکامل يو عالم شرح ورکوي ٠ او وړه موضوع ئې ډيره پيچده ده ٠

د تکامل تيوري نن ورځ يوه کامله تيوري ده ٠ او ډير خلګ فکر کوي چه دتکامل تيوري هغه د ډاروين تيوري ده چه ډاروين چه کشف کړې وه ٠ حال دا چه ډاروين دريم شخص دي چه په علمي ډول دې تيوري ته کار کوي ٠
او نن ورځ د تکامل او د ډاروين د تکامل تيوري ډيره متفاوته ده

داروين د بيزو هډوکي راټول کړه ٠ وئې ليدل چه د انسان د هډوکو سره ئې مشابهت درلو دۍ ٠ بيا هم شل کاله ډاروين د خپل تيوري د نشر څه خوداري کړې وه ٠
او ورسته ئې نشر کړه ٠

دا علمي خبره ده چه تکامل شروع دي ٠ د اکتبر ٢٠٠٤ کال د فلورز په جزيره کښي
د يو کچني انسان هډوکي پيداسوه ٠ داسي معلوميږي ممکن يو وخت د انسان بدن
د نن ورځي تر انسان کوچنۍ وو ٠ او هم امکان لري چه غټ به هم وه ٠
اما نن ورځ پر دې سربيره چه هډوکي پيداکيږي ،Tissue ئې پيدا کيږي ٠
بيا هم داسي تکامل نه ثابتيږي چه انسان د بيزو د حالته تکامل کړيوي ٠

نن يو شئ چه جنريک ارتباط نوميږي يو ثابت علم دۍ ،او DNA ورسره ملګرې
د د انسان په باب ټوله څه په کښي سته ٠ داسي معلومات ځيني را اخلو ٠
او DNA داسي لوستل کيږي لکه کتاب چه څوک لولي ٠
بيا هم DNA دانه ثابتوي چه انسان (بيزو تکامل کړي دۍ )


Anonymous
02.04.2005

kadarmano azizano, da halimi sb da mazmoon pa lostalo sara mey yawa toka ra payad shwa, heela da yawa sheba mo wakhandawee! :D :D :D :D :D
ywa sarhee la khpal adnhiwala sakha wapokhtal:
da ensaan aw znawar tar manz se tawpeer shta?
da pa zawab key wwayl:
grana, da dagho dwarho pa manz key dher farak shta day, zanawar ka harsomra waghwarhee heskala ba ensaan nashee, kho ka cherey ensaan erada wakrha, bya no khday dey sata, pa yawa sheba key ba tar tholo khtarnak znawar shee!!!!!!!!!!!!
pa dhera meena. dawajan :lol: :lol: :lol:


Anonymous
02.04.2005

نورنوزياتي }په تنګ { سوم ځکه سې ديما نوم او ديما خبری يې راڅه غلا کړه نوکه ډاروين نه وي نوديمادی ديتا په سر کسم سې بې مرګه خو راچخه ولاړ نه سې ٠ ها نوراته ووايه سې اوس ډاروينی کنه ؟
حليمي ساب سې له ما دی زړه بدنه سي دغه هرڅه ودغه بل تربره ته وايم سې په قوالي لکل کيي ٠ وام لالا دی جارسي ديتادی دغو کاړيواړو چخه ديموګ پشتوبې ده خوسې زوبان پی درمات کم نو بيابه مې وپيزنې سې اسلي دواجان ته نه يې ٠

دواجان شوقي


Anonymous
02.04.2005

salaamona!
noror na dey haya wee: halaka shawkee, ta kho laka che pa hets
khabar nayey, te way che yaw dawajan pa da tola dunya key payda keegi aw hagha ta yey, leeg da zan aw da noro dranaway waka, ka na hagha zma mukhkeenay keesa kamelan per ta banday tatabok kawee, BEEZO HEZKALA ENSAAN KEEGI NA; KHO KA ENSAN WAGHWARHY DHER ZHAR WARTSAKHA DHANGAR JORHEEGI, no gora ma kho ste dranaway wakarh aw ta prata prata le day se ma wapezhany per ma dangay. da kar moaseb neday, zmong da hagha pakhtano per nesbat che sta awtay bawtay lwalee be ehterami aw mazi da....tob day. pam kawa!!!!!!!!!!!!!


Anonymous
02.04.2005

دمحترمو بينوايانو نه ډيره بخښنه غواړم، خو که اجازت وي څو خبرې به ځما د نامه
دعوادار ته اجبارأ وکړم،
هلکه شوقي، ډير بړ بړ مه کيږه أو د اخوا د خلکو په وينا بک بک مه کوه، ليږ دې ځان
وپيژنه أو د نورو عزت وکړه تر څو په عزت پاتې سې٠
دا ولې هيروې چې ديوه انسان ازادي هلته ختميږي چې د بل شروع شي، ته أيا دا وئيل خو نه غواړې چي پر دا ټوله نړئ کې يوازې ستا نوم دواجان کيدﻻئ سي أوبس؟
په رښتيا که چيرې ستا نوم دوا جان وي هم ، له تا سره په دې أخلاقو هيڅ خوند نه کوي،نوله تانه غواړم چي يا دی أخلاق سم کړه ، أو يا نو بيا دغه ښکلي پښتني نوم ته
توهين مه کوه أو له تکليف څخه ئې خلاص کړه٠
په درناوي، ستاسو دواجان


Anonymous
21.05.2005

حليمي صاحب اوګرانودوستانوسلامونه مي ومنې.
حليمي صاحب که په دي هکله نور معلومات راکړي نوډيره مهرباني به مو وي;


Anonymous
23.05.2005

مېلمه وروره سلام
پښتنه تاسو کړي

حليمي صاحب که په دي هکله نور معلومات راکړي نوډيره مهرباني به مو وي;

نه پوهېږم چه څرنګه معلومات تاسوته وليکم ٠ که تاسو خپله پښتنه مشخصه کړۍ ٠ که مي څه زده وه ستاسو و حضور ته به ئې غرض کړم ٠
حليمي


Anonymous
23.05.2005

حليمي صاحب بيا هم سلامونه
تاسو داسي ليكلي دي
[color=red:780e2386b6]د تکامل تيوري نن ورځ يوه کامله تيوري ده[/color:780e2386b6]
٠او بيا مو ليكلي دي
٢
نن يو شئ چه جنريک ارتباط نوميږي يو ثابت علم دۍ ،او DNA ورسره ملګرې
د د انسان په باب ټوله څه په کښي سته ٠ داسي معلومات ځيني را اخلو ٠
او DNA داسي لوستل کيږي لکه کتاب چه څوک لولي
بيا هم DNA دانه ثابتوي چه انسان (بيزو تکامل کړي دۍ ) نو زما سوال ددي چيDNA يي هم نه ثابتوي
نو په كوم ثبوت يي مكمله تيوري بولي ؟
٠



ع کريم حليمي
25.05.2005

سلام !
نه پوهېږم چه څوک ئې چه مېلمه ئې ٠ دومره پوهيږم چه ليکنه دي د هوښيار مېلمه ده
اول به يونقل درته وکړم ٠ ډير ځوان وم ٠ بزګري مي کوله ٠ د سيد موسی جان اغا د رمې سپی مي په توپک و وښتلۍ ٠ او هلته مي ښخ کړي ٠ ناضر ئې عرض وکړي په
اولسوالي کښي ٠ چه حليمي زموږ ميږي غلا کړي او سپی ئې وژلي دۍ ٠
او زموږ خپل بزګر ئې شاهد ياد کړي وو ٠ اولسوالۍ عسکر زماکلي ته راواستاوه
چه يوازي ئې عسکري خولۍ په سر وه ٠ دکالو او سدرۍ سره ٠
نو ور سره ولاړم اولسوالۍ ته ٠ هلته چه ولاړو زه د قاضي ميلمه سوم ورځ مو تيره کړه ٠ نو قاضي صاحب پوښتنه راڅه وکړه چه څنګه اولسوالۍ ته راغلۍ يي ٠
ما ورته ويل چه موسی جان اغا ناضر عرض کړي ٠ قصه مي ورته وکړه ٠
نو قاضي صاحب داسي نصيحت راته وکړي چه :
کله چه څارنولي استعلام ورقه درکړي ٠ د سوالو جوابونه داسي وليکه چه : په جواب
کښي دي بله پښتنه پيدا نسي ٠ ډير لنډ جواب ليکه ٠

دلته به زه اوږده جوابونه درته وليکم ٠ ولي چه خبره د مدعی او مدعی عليه نه ده
غواړم چه فکري او علمي تبادله ، څه ناڅه ستاسو څخه زده کړم ٠

وروره !
تکامل بېله شکه يوه ثابته تيوري ده ٠ او علمي ده او علم دۍ ٠
تکامل شروع دي ٠ په هر څه کښي ٠
يو مثال
که تاسو د يوه موډرن سړي څه پښتنه وکړۍ چه زلزله ولي کيږي ٠ نو دئ به ممکن تاسوته ووايي چه په دننه مځکه کښي لايه سته او تغير مکان کوي ٠٠٠٠٠٠ د زمانې په طول کښي ٠٠٠٠ او يابه و وايي چه نه پوهېږم

او که چيري عين پښتنه د يوه عقب مانده د فکري لحاظه و پوښتۍ چه زلزله ولي پېښيږي ٠ دئ چه د زلزلې واقعي اطلاع نه لري ٠ نو ممکن داسي ووايي چه : دا دالله
کارونه دي ٠ الله مځکي ته دستور ورکړي ٠ چه مځکي خرابه سه نو مځکه په ښورېدوسي او خرابه سي ٠ چه دا يو عذاب الهي دۍ ٠ د کفارو د پاره ٠ او ازمايش دۍ د مؤمنانوله پاره ٠
دغه ته وايو تکامل ٠ او داسي څه نسته چه تکامل دي نه کوي ٠ بېله الله
خو داسي تکامل نسته چه د خر دي سړی سي ٠
ډېره ساده او اسانه کار دۍ چه سړی خر سي ٠

زه چه هر څه فکر وکړم داسي څه نه وينم چه تکامل دي نه کوي ٠ د اسمانه رانيوې بيا تر مځکي پوري ٠ چه پکښې دي ٠


Anonymous
25.05.2005

ګرانه محترم حليمى صاحب زما دمينى ومحبت نه دك سلامونه ومني
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
كه څوك مسلمان وى دهغه دپارة دا لاندي آيات شريف دده دپاره كافيت كوى چي دي څوك دي او دڅه څخه پيداشوي دي
كه هر سړي دا آياتونه نه منى او ايمان نه پر لري ځان دبيزو زوي بولي نو به ده ځان معلوم وى تاسو ولى دده سره دلائل واياست
1_ولقد خلقنا الانسان من صلصال من حمأ مسنون (( سورة الحجر آية 26)
2 اولايذكر الانسان آناخقناه من قبل ولم يك شيئا (( سورة مريم آية 67))
3- يا ايها الناس ان كنتم فى ريب من البعث فإنا خلقناكم من تراب ثم من نطفة ثم من علقه (( سورة الحج آية 5))
4- ولقد خلقنا الانسان من سلالة من طين (( المؤمنون آية 12))


Anonymous
25.05.2005

محترم حليمي صاب سلامونه، ستاسو توجه ېو وار بېا په ډېره درناوۍ سره له نورو دوستانو ؤ دې خبرې ته را اړول غواړم چي د بې مسئوليتو ليکنو د تحديد او همدارنګه د (( ميلمنو)) د تعدد له امله د دوۍ او د دوۍ دليکنو تر منځ د تفکيک د نه کيدلو په سبب ، د هغو محترمو چې ېوازې د ميلمه تر نامه لاندې ليکل کوي خپل د زړه بړاس اوباسي او خپل اثر بيا د ګڼ شمېر نورو ((ميلمنو)) په بير او بار کښې ورک کړي، د سوالونو، مسئلو او ليکنو دځوابولو څخه دې ټولو ليکوالو په مصلحت ډډه وشي٠ دا څه تکليف دۍ که چيرې ميلمه د ځان دپاره کوم مستعار نوم اويا هم د ميلمه د نامه تر څنګه يو تورۍ ( ا،ب،A,B) او يا عدد (١،٢،1,2,3,....) د خپل د ځان د شاخص په توګه وليکي؟


Anonymous
25.05.2005

اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته
حليمي صاحب له جواب نه مو يو ه نړي مننه ورونو خبره دعقيدي نه ده د لته خبره د ځان پوه كولو ده .
ميلمه ورور ليكي .
[color=blue:9c567b31aa]كه هر سړي دا آياتونه نه منى او ايمان نه پر لري ځان دبيزو زوي بولي نو به ده ځان معلوم وى تاسو ولى دده سره دلائل واياست[/color:9c567b31aa]
وروره ډير خوښ شوم ستاسي له دي ايماني جزبي الله پاك دي له ماسره نور هم ايمان او عقيده ټينګه كړه وروره مونږ
په ژوبڼ ((اروپا هاليند)) كښي اوسيږو دلته يو تعداد خلك په همدي مفكوره دي نو اكثرزمونږ دي خلكو سره بحث راځي نو ما ځان وښياره وه


Anonymous
25.05.2005

نيکې هيلې او سلامونه !
يو ميلمه ليکي :

[quote:4982d0d456]زما سوال دادي چيDNA يي هم نه ثابتوي نو په كوم ثبوت يي مكمله تيوري بولي ؟ [/quote:4982d0d456]٠
ميلمه حليمي صاحب د تکامل تيوري ښيي چې مکمله تيوري ده، خوتا له بيزو څخه د انسان دپيدايښت تيوري په پام ګې نيولې ده. حليمي صيب دا دوه بيل شيونه بللي دي ، په دقت او تفکيک يې دلته بيا ولولئ:
((د تکامل تيوري نن ورځ يوه کامله تيوري ده ٠ او ډير خلګ فکر کوي چه دتکامل تيوري هغه د ډاروين تيوري ده چه ډاروين چه کشف کړې وه ٠ حال دا چه ډاروين دريم شخص دي چه په علمي ډول دې تيوري ته کار کوي ٠ [color=blue:4982d0d456]او نن ورځ د تکامل او د ډاروين د تکامل تيوري ډيره متفاوته ده [/color:4982d0d456]))
يو بل ميلمه ليکي:
[quote:4982d0d456]وروره مونږ په ژوبڼ ((اروپا هاليند)) كښي اوسيږو دلته ... اكثرزمونږ دي خلكو سره بحث راځي نو ما ځان وښياره وه[/quote:4982d0d456]
پوښتنه : څنګه ، اوس هوښيار شوې ؟ او څومره اوښيار شوې ؟
حليمي صيب څومره ښه ليکي :
[quote:4982d0d456]او داسي څه نسته چه تکامل دي نه کوي ٠ بې له الله ، خو داسي تکامل نسته چه خر دي سړی سي ٠ ډېره ساده او اسانه کار دۍ چه سړی خر سي ٠ [/quote:4982d0d456]
لومړۍ جمله وايي چې يواځې خالق دی چې تکامل نه کوي، مخلوقات ټول تکامل کوي . نو تکامل د مخلوق خاصه ده که نبات دی که حيوان او که انسان دتکامل ځانګړنه لري .
دوهمه جمله وايي چې خر نه سړی کيږي، ولی سړی ډير ژر خر کيدای شي. حليمي صيب سختې معنی دارې ، خو لنډې جملې ليکي ، او د لنډوالي له امله يې يو مخالف سړی بلې خواته کشولی او اړولی شي. دچې خر په لوړ موجود يعنې انسان
باندې نشي بدليدای، د حليمي صيب له دې نه دا مطلب نه دی چې تکامل له ټيټ نه پورته وجود نه لري ! او دا چې د انسان په څير يو لوړ موجود ژر په ټيټ کيفيته موجود خره باندې بدليدای شي،له دې څخه هم د حليمي صيب مطلب دا نه دی چې ګواکې د تکامل پر ځای يو ډول پر شا تګ او Regress يا ټيټ کيفيت ته اوښتون
هم شته، بلکې ښيي چې انسان د خره په کچه د يو کم عقله رول لوبولی شي ، خو خر
دانسان رول نشي لوبولی، ځکه چې هغه تر خره ډير لوړ، بشپړ او متکاملتر دی!
دريم: حليمي صيب وايي چې د داروين تيوري په ثبوت نه ده رسيدلې چې ګواکې انسان دې رښتياپه څو ميليونو کالو کې له کوم ډول بيزو څخه تکامل موندلی وي .
د DNA تحليل هم ﻻ دغه تيوري نه ده ثابته کړې، خو رد کړې يې هم نه ده ، بلکې بر عکس دانسان او د بيزو د يوه ځانګړې ډول تر منځ يې تر پخوا زيات ورته والی
ښودلی دی، خو دا چې انسان دې کټ مټ له هغې څخه تکامل کړی دي ، دا يې نه ده ( يا : دا يې [color=yellow:4982d0d456]ﻻ[/color:4982d0d456] نه ده) ثابته ګړې .
زما پوښتنه داده چې که دا ثابته هم شي ، نو آيا په هغې صورت کې به ديني تيوري ته چې انسانان د ادم (ع) اوﻻده ده او هغه له جنت څخه راغلی ، څه زيان ورسيږي ؟
زما پر اند او عقيدېدواړو د اسماني اديانو ښوونه په برخه کې خپل اعتبار ساتي اوخپل رښتينوالی بيا هم ثابتوي . والسلام


Anonymous
25.05.2005

زما ګرانه وروره ميلمه صاحب محترمه
محترم قدردانه حليمي صاحب
تاسو دواړوته يو عالم سلامونه وړاندي كوم
زه ستاسو دواړو څخه بښنه غواړم خاص دميلمه ورو څخه ولي چي ستاسو به منځ كى ما مداخلت وكړي په ماكي كمونستي ښونكو زړه ټكولي دى چي كمونستانو به په ښونځي كى هم دغه دبيزو بحث كاوه چي دشاګردانو عقيده خرابه كړي ګرانه ميلمه صاحب بياهم زه ستا څخه بښنه غواړم چي ماد زړه داخلاصه وبښي

ابو محمود
ځاى : المدينة المنورة



ع کريم حليمي
26.05.2005

نيکې هيلې او سلامونه !
a مېلمه صاحب تاسوته بيا د ګلاپوپه عطرو معطر سلامنه
او ابو محموده وروره ! ما دېرش کاله مخکي په مدينه المنوره کښي ژوند کړي ٠
رشتيا چه منوره ده ٠ کله کله چه به مکې معظمې ته تلم ٠ ښه به پوه سوم چه مکه مکرمه ده ٠ ولي خوشحالي نه راځه کېده ٠ او په مدينه کښي په خوشحاله وم ٠ چه منوره ده ٠ د شارع المطار ( airport ) پر سړګ په شاوخوا کښي يوه جرمنۍ شفاخانه ده ٠ چه د الف څخه تر ياپوري ئې ما نلدواني کړې ده ٠
اوس به راسم مطلب ته
انسان په هيڅ صورت د بيزو څه تکامل نه دۍ کړي ٠ داسي يو حديث شريف سته چه :
‏حدثنا ‏ ‏أبو كريب محمد بن العلاء ‏ ‏حدثنا ‏ ‏أبو معاوية ‏ ‏عن ‏ ‏الأعمش ‏ ‏عن ‏ ‏أبي صالح ‏ ‏عن ‏ ‏أبي هريرة ‏ ‏قال ‏
‏قال رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏ما بين النفختين أربعون قالوا يا ‏ ‏أبا هريرة ‏ ‏أربعون يوما قال أبيت قالوا أربعون شهرا قال أبيت قالوا أربعون سنة قال أبيت ثم ينزل الله من السماء ماء فينبتون كما ينبت البقل قال وليس من الإنسان شيء إلا يبلى إلا عظما واحدا وهو ‏ ‏عجب الذنب ‏ ‏ومنه ‏ ‏يركب ‏ ‏الخلق يوم القيامة ‏

Narrated Al--A`mash:
Abu Huraira said, "Allah's Apostle said, 'Between the two
sounds of the trumpet, there will be forty." Somebody asked
Abu Huraira, "Forty days?" But he refused to reply. Then he
asked, "Forty months?" He refused to reply. Then he asked,
"Forty years?" Again, he refused to reply. Abu Huraira added.
"Then (after this period) Allah will send water from the sky
and then the dead bodies will grow like vegetation grows,
There is nothing of the human body that does not decay except
one bone; that is the little bone at the end of the [u:c0f3a911a8][color=red:c0f3a911a8]coccyx[/color:c0f3a911a8][/u:c0f3a911a8] of
which the human body will be recreated on the Day of
عصعص (coccyx ) هغه هډوکۍ دۍ چه د انسان دملا د مورو په اخيره کښي اخيري
موره ده ٠ کله چه وينه په غوښه بدليږي ٠ بيا د هډوکي چوړيده شروع کيږي او دغه د عصعص موره جوړيږي ٠ او ټول د بدن د هډوکو کمانډ(command ،قيادت )عصعص کوي ٠ او دغه پورته حديث پشتيباني (backup )طب کوي ٠

يعني د بيزو په لکۍ کښي د عصعص موره نسته ٠ او که وي ٠ نو DNA ئې په بل ډول
جوړه سوې ٠ او حديث داسي وائې چه دغه هډوکۍ نه خاوري کيږي ٠ او په ورځ د قيامت بياانسان د دغه د عصعص له هډوکي پيداکيږي ٠

[quote:c0f3a911a8]زما پوښتنه داده چې که دا ثابته هم شي ، نو آيا په هغې صورت کې به ديني تيوري ته چې انسانان د ادم (ع) اوﻻده ده او هغه له جنت څخه راغلی ، څه زيان ورسيږي ؟
زما پر اند او عقيدېدواړو د اسماني اديانو ښوونه په برخه کې خپل اعتبار ساتي اوخپل رښتينوالی بيا هم ثابتوي . [/quote:c0f3a911a8]
نه داسي امکان نسته چه دا نقل به رشتيا شي ٠
داثابته ده چه د بيږو او انسان DNA فرق لري ٠ داچه څومره لږ فرق دۍ ٠ نو بيا هم فرق دۍ ٠

دغسي شک هم بايد پيدا نشي (چې [color=blue:c0f3a911a8]که[/color:c0f3a911a8] دا ثابته هم شي )
د (که ) په اندازه ٠ ابراهيم عليه السلام ته شک پيدا سو ٠ چه الله مړي څرنګه بيا را ژوندي کوې ٠ نو هغه د مرغه ئې څلور ټوټې کړۍ ٠٠٠٠ پر څلورو غرو ٠٠٠٠٠٠٠
هو انسان ته شک ، شبه ،مناظر پيدا کيږي ٠ نو DNA مو د شک څه پاکوي


Anonymous
26.05.2005

زما ګرانه وروره ميلمهA صاحب محترمه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
كه ته دهغو خلقو څخه بوښتنه وكړي چي په دا 5 زره كاله كي يوه بيزو انسان سوى ده كه نه نو ولي
كه څه هم دوي په كورو كي په كلو كلو دځان سره به خوب خوراك تګ كي شريكه كړه ولي يوه بيزو انسان نه شوه او ولي نه كيږي ددوي څه جواب دي او انسان دالله (ج) دانافرماني به سبب بيزو شوي دي
دا ايات شريف به باب كي د هغو بنى اسرائيلو كى نازل سوي دى چي دوى دالله (ج) د امر نافرمانى وكړه
وَ َلَقد عَلِمتُمُ اَّلذِينَِ اعتََد وا ِمنكُم فِى السَّبتِ فَقُلنَا لَهُم كُو نُو قِرَدَةً خِسرِينَ*
ژباړه : او بيشكه بوهه يئ تاسو په هغه كسانو چه له حد نه تير شوى و له تاسو نه به شنبه ( خالي) بس وويل موز دوي ته شئ تاسو بيزوګيان ذليله *
اهل السبت هغه دي چي پر بني اسرائلو باندي ښكار كول د شنبى به ورځ حرام ؤاود شنبى به ورځ به كبان ډير زيات وه
نو دوي به تورونه دجمي به ورح وتړل او ديك شنبي به ورځ به ئي كبان و نيول
فَجَعَلنَاهَا نَكَالاً لِمَا بَينَ يَدَيهَا وَمَا خَلفَهَا وَمَوعِظَةً لِلمَُّتقِينَ*
ژباړه : بس وكرځوله دا قيصه عبرت دپاره دهغه قوم چي مخكښى ددى كلي وو او دهغه قوم چه وروسته له دوى نه به راځى او نصيحت و برهيز كارانو
ښاد وخوشحاله دى وي ټول افغانان
ورك او نابود دي وي دوطن دښمنان
ابو محمود


Anonymous
31.05.2005

[quote:49d89b1397]كه څه هم دوي په كورو كي په كلو كلو دځان سره به خوب خوراك تګ كي شريكه كړه ولي يوه بيزو انسان نه شوه او ولي نه كيږي ددوي څه جواب دي [/quote:49d89b1397]

تر سلام او درناوي وروسته:
وروره له تا څخه زما دغسې تصور ډير بد راځي چې انسان دې ګواکې د بيزو بچی شي . دا خو له آدمه تر دې دمه ا لحمد ل الله د سپيڅلي اسلام برکت دی چې انسان ته يې دومره قدر عزت او او لوړ مقام ورکړی چې د جنتونو سردار او د ځمکې واکدار اشرف المخلوقات او پر تقوا سره يې ان دالله تعالی نائب ګرځولی دی . تردې لوړ او مکرم مقام نشته ، نو انسان کله دامنلی شي چې دغسې مقام کيفيت او ارزښت دې له ﻻسه ورکړي او ځان ې د بيزو بچی وبولي . خو دا پورتنۍ خبرې يواځې عقيدوي دي او دعقيدې له چوکاټ څخه بهر يې رښتينولي ، اثبات او پر چا منل اسانه کار نه دی . ساينسي عالمان به څومره خوښ او بختور وای چې دغه ديني حقايق يې ثابتولی شوای .برعکس، څومره چی دانسان په اړه علم او پوهه پراختيا او ژورتيا مومي، هومره د جنت ، اسمان ، آدم او حوا کيسه په خيال او خيالبافۍ بدليږي .
د اسلام مبارک دين وايي چې ادم له خټې يعنې خاورې او اوبو څخه پيدا شوي، خو له ه خټې يعنی خاورو او اوبو څخه خو هر شی او ټول موجودات پيدا شوي دي .
بيا هم وروره ګورو چې په زرګونو او لکونو کاله کيږي چې خلګ له خټو خاورو او اوبو سره سرو کار لري، خو هيڅکله چاونه ليدل چې خټه خاوره په يوه بل شي بدله شوي وي ، له خټې څخه يو ځمری،آس پيشو يا اهو جوړشوی وي ! ولې سره ددې يو هم لکه انسان له اسمانه نه دی راکښته شوی ، بلکې دا ټول ژوي او بوټي له همدې خاورې اوبو هوا او تودوخې څخه پيدا شوي دي ! خو هيچا د لس شل زرو کالو په ترڅ کې ونه ليدل چې يو حجروي حيوانات څنګه منځ ته راغلل، چا ونه ليدل چې هغوی څنګه او کله په کثيرالحجروي او هغوی بياڅنګه په نورو لوړو لوړو څانګو واوښتل او د ځمکې مخ يې په ډولو ډک کړ. که تر دې ځايه پورې له ساده او بسيطو مو جوداتو څخه لوړکيفيته او پیچلو موجوداتو ته بشپړتېا اوتکامل صورت نيولی وي په ميليونو او ميلياردونو کالو کې ، نو بيا ترانسانه پورې د
دو ی رسيدل هم په ميليونو کالو کې ناممکنه بلل پرځای نه بريښي ! که څنګه؟؟


Anonymous
31.05.2005

ميلمه ورور ليکي:
[quote="Anonymous"]((كه ته دهغو خلقو څخه بوښتنه وكړي چي په دا 5 زره كاله كي يوه بيزو انسان سوى ده كه نه نو ولي كه څه هم دوي په كورو كي په كلو كلو دځان سره به خوب خوراك تګ كي شريكه كړه ولي يوه بيزو انسان نه شوه او ولي نه كيږي ددوي څه جواب دي ))
دلته داسې ښکاري چې پاسنی ليکونکی ورور دتکامل( Evolution)داصطلاح په مانا سم نه دی پوه شوی. او هغه يې د انقلاب اويا فوري بدلون (Revolution) سره ګډه کړې ده. تکامل يوه دايمي پروسه ده چې په تدريجي توګه دوام لري، نوکه فرضيه وايي چې انسان دبيزو له اصله منځ ته راغلی دی نو دا مانا نه ورکوي چې يوه ورځ يوه بيزو يو ناڅاپه په انسان بدله شوه. نه داسې نه ده. تکامل کيدی شی زرګونه اوياميليونه کلونه دوام کوي اوداسې انسان تراوسه وجود نه لري چې دومره اوږد ژوند ولري او ددې پروسې د جريان شاهد وي. ساينس وايي چې ژوند له بحر څخه شروع شوی او ديو حجروي موجوداتو(پروتوزوا) څخه په تدريج سره څوحجروي اوبلاخره ترټولو متکامل تر فايلم(کوردا) ته چې انسان دهغه غړيتوب لري تکامل کړی دی.
دانساني موجودتکامل د بيزو څخه يوه ساينسي تيوري ده نه مذهبي. کيدی شي دنړۍ بيلابيل مذهبونه دانسان دمنشا په باب متفاوت نظرونه ولري. خو ساينس انسان ته دنړۍ ټولو موجوداتو په تناسب ديو ډيرپرمختللي ژوندي موجود په حيث قايل دی.
خو خبره داده که دتکامل دا تيوري ونه منو نو بايد طبي ډاکترانو ته د معالجې له پاره هم لاړنه شو ځکه ټول طب تراوسه دهمدې تيورۍ په بنسټ پرمخ روان دی اوکه يوازې مذهبي تيوري منو نو بيا خو بايد معالجې ته د ملايانو دتاويزونو او دمونو له پاره هغوی ته مراجعه وکړو. خو نن ليدل کيږي چې حتی ملايان او ديني عالمان هم دناروغۍ په وخت کې طبي ډاکترانو ته رجوع کوي.
په واقعيت کې مجبوريو دواړه تيورۍ ومنو خو يوه له ساينسي نظره اوبله له اسلامي نظره .


Anonymous
31.05.2005

[quote:9f58881fab]سباوونه وروره سلام ، کور دې ودان، تبصره مو پر ځای او ګټوره ده. په تيره بيا دا:
که دتکامل دا تيوري ونه منو نو بايد طبي ډاکترانو ته د معالجې له پاره هم لاړنه شو ځکه ټول طب تراوسه دهمدې تيورۍ په بنسټ پرمخ روان دی اوکه يوازې مذهبي تيوري منو نو بيا خو بايد معالجې ته د ملايانو دتاويزونو او دمونو له پاره هغوی ته مراجعه وکړو. خو نن ليدل کيږي چې حتی ملايان او ديني عالمان هم دناروغۍ په وخت کې طبي ډاکترانو ته رجوع کوي.
په واقعيت کې مجبوريو دواړه تيورۍ ومنو خو يوه له ساينسي نظره اوبله له اسلامي نظره .[/quote:9f58881fab]
وروستۍ جمله مو داسې بشپړېدی سي : په واقعيت کې مجبوريو دواړه تيورۍ ومنو خو يوه له علمي (ساينسي) نظره [color=blue:9f58881fab]د دنيا او ژوند له پاره [/color:9f58881fab]اوبله له اسلامي نظره [color=yellow:9f58881fab] د آخرت له پاره [/color:9f58881fab].
پوهان وايي چې د انسانډوله بيزو ګانو کوچ له افريقا څخه اسيا او اروپاته لومړی د استراليا له ﻻرې او بيا وروسته له افريقا څخه منځني ختيځ ته مستقيم او له هغه ځايه اروپاته ترسره شوی دی. پر منځني ځتيځ کوچيدلې ډله له لومړۍ څخه ډيره متکامله او کله چې په اروپا کې سره مخامخ شول، لومړۍ جسمأ قويخو دماغ او فکر يې محدود و، خو دوهمه زيات انسانان مالوميدل او په فکري ځواک يې لومړۍ ډله لومړی مغلوبه او بيايې تباه کړه.
که مذهبي او ساينسي دواړه تيوري څوک مني، ښايي ووايي چې همدغه وخت په زرګونو کلونو له نن څخه مخکې آدم (ع) ځمکې ته راغلی ، د حوا بي بي سره ، او وروسته د عرفات له غونډۍ سره يې يو بل بيرته وموندل، نو کيدای شي دغه دوهمه متکامله ډله له سره له بيزو ګانو څخه منځته نه وي راغلي، بلکې د ادم (ع) اوﻻده وه چې په کوچيدلو يې پيل کړی و، په اروپا کې دبيزو څخه تکامل موندلې انسانډوله ډلې سره مخامخ او له هغوی سره يې جنکونه ګړي او هغه يې وژلي او په ټوه نړۍ کې يې يو دبل پسي په اوږده موده کې له منځه وړي وي ا ځمکه يې ټوله تخير کړې وي . وسلام



ع کريم حليمي
10.06.2005

A محترمه ،ښاغلې وروره سلام او رحمتونه دي پر تاسو وي ٠
تاسو ليکلي چه :
[quote:2bd64f9744]لومړۍ جسمأ قوي خو دماغ او فکر يې محدود و، خو دوهمه زيات انسانان مالوميدل او په فکري ځواک يې لومړۍ ډله لومړی مغلوبه او بيايې تباه کړه. [/quote:2bd64f9744]
که مشکله نه وي تاسو ته چه موږ لوستونکوته دغه حواله راکړي ٠ نو بيامننه
يورپۍ ژبه مي نه زده په پرديو ژبو کي په عربي او E ګوزاره کولې سم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more