د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

خپل عزت او وقار مو وساتۍ ! ټول افغان ولس خصوصاْ د لوېې پکتیا ولس ته خطاب

حشمت ناصري
25.03.2015

مویۍ ګروپ څې طلوع ټلویزیون، لمر تلویزیون، آرمان اف ام او اراکوزیا راډیو رانغاړي.
شیما رضايي د دې ګروپ لومړۍ قرباني وه څې ویل کیږي تر ځان/ساه مخکې ېې ترې عزت اخیستل سوي وه د شکیب ایثار او د دې ګروپ نورو کارکوونکو له خوا، دوهمه قرباني ېې آرزو په نوم انجلۍ وه څې د دانشیار د زوی سره ېې د هغه د درواغو وعدو څې واده به ورسره کوي له مخې غلطې اړیکې درلودې او تر دهوکې پوهیدو وروسته ېې د ټلویزون په دفتر کې ځان ځندي کړ، خو د دې ګروپ سیاسي او حکومتي ملاتړو او رشوت پر مټ دا مسئله پټه پاتې سوه، او داسې نورې بې شمیرې د دین او کلتور خلاف پیښې دې ګروپ کې پیښې سوي او پیښیږي.
دې ګروپ د بیلابیلو ټلویزیوني او راډیويي خپرونو له لارې تل د انسانیت، اسلام او افغانیت پرخلاف خپرونې خپرې کړي، داسې خپرونې څې بداخلاقي، بې حجابي، بې حیايي او فحشا ېې په ټولنه کې خپره کړي، تر څنګ ېې تل د افغانانو تر منځ نفاق ته لمن وهلې، هیڅ وخت ېې ونشوای کولای خپله بې طرفي وساتي او په پوره سپین سترګي سره ېې بې شرفي خپل کړې.
د کلتوري یرغل تر ټولو ستره او بریالۍ وسیله همدا موبي ګروپ ده او په لس هاؤ او سل هاؤ نور ورانوونکي مسائل څې دا ګروپ په کې ښکیل ده.
خو نن ورځ دې ګروپ خپله سپین سترګي، بې حیایي او نه سړیتوب دې حد ته رسولی څې د لوېې پکتیا غیرتي او پتمن ولس ته د سوداګریز اعلان له لارې د سپکاوي جرأت ځان ته ورکوي، لامل به ېې همدا وې څې دا خاوره (لویه پکتیا) تل د میړانې، غیرت، پت، عزت، او حیا ټاټوبې پیژندل سوی، او دوی د هغې اوږدمهالې پروژې له مخې څې غواړي داسې مسائل اوچت کړي څې له یوې خوا فکري جنګ او نارامتیا دهیواد مختلفو ولسونو او قومونو تر منځ خپره کړي، له بلې خوا د عقدې او کرکې له مخې دې قومونو ته سپکاوی وکړي، او هم د وخت په تیریدو او په کراتو سره د ورته څرګندونو، اعلانونو او پروګرامونو له مخې په دې ولسنونو او د دې ولس په راتلونکي نسل داسې مسایل ومني او بالاخره د هیواد مشخصو قومونو او سیمو تاریخ، کلتور، ویاړونه او هرڅه د خپلو پروګرامونو په معیار تشریح او ثبت کړي.
نن به ېې د خپلو اپلتو او مرداریو دلولو له وجې بخښنه غوښتې وي، او ځینو به ورسره منلې وي څې ۱۰ ورځې وروسته خپل نورمال خپرونې ولرۍ خو پوښتنه دا ده څې؛
» ولې ۳۰ ورځې د خپرونو بندیز سزا کې ۲۰ ورځې ېې وبخښل سوې؟ د دې ولس عزت دومره بې ارزښته ده؟
» کوم ضمانت سته څې بیا به ورته خپرونې، اعلاننونه او څرګندونې نه لري؟ یواځې دا ګروپ نه هره بله رسنۍ؟
دا سپکاوی یواځې د ځاځیو او منګلو قومونو ته محدود نه ده، دا د لوېې پکتیا او ټول پښتون او افغان ولس سپکاوی ده، نن ېې ستا سپکاوی وکړ، سبا به ځما کوي، بل سبا ده د هغه او په پاې کې د ټولو.
همدا ېې ښه وخت نده څې په حکومت فشار راوړل سي تر څو د دې ګروپ او نورو پرلیکه او ټولنیزو رسنیو کنټرول د وسي او د ورته هغو پروګرامونو مخه دې ونیول سي څې انسانیت، اسلامیت، افغانیت،زمونږ تاریخ او کلتور، د هیواد دننه میشتو قومونو او ولسونو تر منځ د یووالي او ارزښتونو، ملي ګټو او نورو مسایلو په وړاندې ګواښ بلل کیږي، او ایا همدا ېې وخت نده تر څو د دې رسنیو د مالي او سیاسي ملاتړو سرچینې په ډاګه سي؟
بحث به ډیر نه غزوم، خو دې ګروپ او نورو رسنیو ته مې یو نصیحت ده څې” اور سره لوبې کولو کې د اور اخیستو ډار سته”.
لویه پکتیا هغه ولس ده څې په ټولتاکنو کې د پراخ ګډون او خواوشا یو ملیون رایو کارولو سره، او د جواس خان هغې میړانې سره څې ترسره ېې کړه تاسو ته ېې دا په ډاکه ګړه څې ولې دا ولس د میړانې، غیرت او پښتو ټاتوبی یادیږي.
نن به کوم یوه د دې ولس په استازیتوب ستا معذرت منلی وي، څې دا هم د دې ولس د لويې سینې او نارینه توب نښه ده، خو دې اور ته دې لويه تیروتنه کړې څې لاس دې وروړی.
زما غوښتنه د لوېې پکتیا درانه ولس او ټولو افغانانو څخه دا ده څې خیر دې د خپل تاریخ، د خپل ناموس، عزت، وقار، حیثیت په خاطر، خپل هوس، شوق، بې تفاوتۍ او بې احساسۍ ته نه وواېې او پرې برلاسي سۍ، دې ګروپ ته نه ووایۍ، یوه خپرونه ېې هم مه ګورۍ او مه اورۍ، سوداګریز اعلانونه مو دې ګروپ ته مه سپارۍ تر څو اقتصادي ضربه مو ورکړې وي، که کوم کارکوونکی دې ګروپ سره کار کوي دا ګروپ دې پریږدي او مشران دې هغه ته تر هغې ښه دنده له ښو امکاناتو سره برابره کړي، د لوېې پکتیا او ټول پښتون قوم سیاسي کارپوهان، مدني فعالین، سندرغاړي او د ادب برخي فعالین او غیره ټول باید د دې ګروپ سره خپله اړیکه په ټوله مانا سره وشلوي، تر څو یو سبق اوسي دې رسنۍ او نورو رسنیو ته،
که مو دا ونکړل، همدا لیکنه دې نښه وي څې د عربو په څېر به اوسو څې ټول عمر د اسرائیلو له خوا هم ځپل کیږي، هم ښکنځل کیږي، هم بې عزته کیږي او هم ورکیږي خو وار به له واره تیر وی.
خپل غرور او خپل وقار مو وساتۍ !
دا مو په یاد وي څې؛ رسنۍ د ولس په فکر، او فکر د انسان په کړنو مستقیم اغیز لري
دا په دې مانا څې د انسان کړنې د هغه له فکر څخه سرچینه اخلي، او فکر ېې له رسنیو او هغه څه څې دی ېې له ټولنې څخه اخلي متاثره وي او رسنۍ په نړۍ کې نن سبا یو ستر ځواک بلل کیږي، د دې ځواک کنټرول او د خپل وقار ساتل پکار دي.


lawangin
25.03.2015

ښه احساسات لرې ځوانه خو هغوی تجارتي اعلانو ته هيڅ ضرورت نلري هعوی له غربي
صليبي اشغالګرو او سې ای اې څخه تقويه کېږي چې اسلامي کلچر له منځه يوسي !!!
pattang


حشمت ناصري
25.03.2015

لونګین صیب، دا به حد اقل اقتصادي تاوان وي څې ورته به رسیدلی وي، خو که چیرې دې ګروپ سره په ټوله مانا بایکاټ وسي دا به لږ څه ستر تاوان ورورسوي، او تر ټولو مهمه دا ده څې په حکومت فشار راوستل سي او له ټولو رسنیو دا ضمانت واخیستل سي تر څو بیا ورته سپکاوي څخه ډډه وکړي، د بیان آزادي باید د ولسونو د سپکاوي په لوري ونه کارول سي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more