د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يارانو زيرى مي درباندي:

hotak
30.03.2005

يارانو زيرى مي درباندي! بالاخره هغه څه پيښ شول چي ډيرو ورته څك غوږونه او وازي پښې نيولي وى.
ډيروپلن څټو او غټ خيټو دهغى په مينه كي خپل ايمانونه او وجدانونه گرو كړي وو.ډيرو كبرژنو او له ولس نه لري دمريخ اوسيدونكو چارواكو غوښتل چي دهغى په وړاندي دسپي په څيرچاپلوسي وكړي.
ډيروته ترايمان گرانه وه اوهغوي چي ايمان نه درلود نوترموراوپلارهم ورته گرانه وه........
خوهغى دكابلي چارواكوددى ټولوشوقونو اوځان وژنو سربيره نه غوښتل چي هغوي ته دكرم التفات وكړي.
په پاي كي دكابلي+امريكايي سگ شويانو دغه هيله هم وغوړيده؟كبرژنه ليلا چي له خياله به يى هغوي ته كتل هم نه دادى له خيره سره كابل ته ورسيده.
لورابوش يادوم...... دبوش ميرمن............ هغه بوش چي نيكه يى يومتعصب مسيحي پادري وو اوپلاريى يو مسلمان دښمنه امريكايي ولس مشر.......
پاتي شوه پخپله دبوش خبره نوهغه دټول بشريت دښمن دى........په معصومو اوبيگناه انسانانو يى له بم نه نيولي تراتوم پوري هيڅ هم ونه سپمول اوداسي بيدريغه يى ورباندي وورول چي عراق اوافغانستان يى دحرث اونسل له پلوه څټ كړل او اوس دادى دغه عفريت په ايران اوسوريه باندي دبريدونولپاره وزري څنډي...........
لورا نن كابل ته ورسيده اوكابلي چارواكو پاڼي پاڼي زړونه اونيمگړي ايمانونه په پښوكي ورته وښندل.
لورا غواړي چي افغان ميرمني زده كړي ته وهڅوي..... هغوي ته دډيموكراسۍ ارونه وروښيي.....هغه ډيموكراسي چي يوازي په افغانستان كي يى ترسل زره زيات انسانان ترستوني تيركړل.........
هغه ډيموكراسي چي يوازي امريكايي لاسپوڅى حامدجان به په تخت ناست وي اونوردي لكه سپي هسي خپلي خوټي ورته څټي.....ددغه كارزياته گټه سياف غريب ته ورسيده.....تخت خويى په برخه نشو خو هسي تشي يى خپلي خو......ي په څټلوڅټلوله كاره واچولى..........
لورابوش وايي افغان ميرمني ته په كاردي چي پخپل ځان اوكورنۍ باندي ډيموكراتيك ارونه پلي كړي.هغه ارونه چي ويداجانه يى زيږولي اوچاچي امريكاليدلي وي هغه پخپله پوهيږي چي امريكايي ميرمن يانى څه؟؟؟؟؟؟؟
لوراجانه غواړي چي افغاني ميرمنه هم دځان په پله وخيژوي كه څنگه ؟؟؟؟
تاسي څه فكركوۍ؟؟؟؟لاندي يوڅو انځورونه دي چي دافغاني ميرمن اوسنى حالت اوهغه حالت چي لورايى ورته واړي ترى معلوميداى شي
مينه مننه نصيراحمد هوتك ابن حاجي ملخى هوتك ساكن قريهء هوتكزايي ولسوالي شاه جوي ولايت زابل حال ساكن ولسوالي بيورلي هيلز ولايت كاليفورنيا ايالات متحده امريكا
[img:756c3d8c87]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20050330/i/r4186211866.jpg[/img:756c3d8c87]
افغان ميرمني په خره دسپريداچانس لري اولوراغواړي چي په يوه قدم يى عرش ته ورسوي ...عجبه ده......
[img:756c3d8c87]http://us.news1.yimg.com/us.yimg.com/p/rids/20050330/i/r2094201205.jpg[/img:756c3d8c87]
خودوي بياغواړي چي افغان ميرمنه دشرم اوحيا دغي مرتبې ته ورسوي..................


pattang

pattang
01.04.2005

ياره هوتکه بلا سړی ئي سخت د سرمايه دارانو په کلې کې دې اړه ولې دې او خپلې
اوزي (بوزي ) پيا ئي .نو کوم وخت نه کوم وخت به درودانګم که ويزه راکړي .
ملنډې به په ځاي پريږدواوس به يو څو ليکې دزړه په وينو درته وليکم :

** بهترينه لاره دغربيانو داده چې دښځو دحقوقودغوښتلو په نامه اسلام او
افغانې کلتور له منځه يوسي او اخلا قې غلا وي او بي نا موسي لکه په غربي کلتور
کلتور کې منځ ته راولي او رواج ئي کړې ٠
** په کابل کي فحشا يوه بي نورمه غيرې اسلا مې او افغانې بڼه نيولي اواوج ته داسې رسيدلې دي چې په غرب کي ئي هم ساری نشته ٠
** دمحمديونس مضمون ولونه او له دي بتر شيان په وزير اکبر خان کې ما په
خپلو ستر ګو ليدلې دي چې افغاني ښځې به بلجمي هلکانو ته راتلې او هغوي به
فرانسوي کارونه ورسره کول او اوازونه به ئي مونږ دڅنګ په کوټو کې اوريدل ٠ هيچاهم ددغه کار مخه نه نيوله٠
** ددي بد بختو خلقو لپاره ديموکرا سي يانې ازادي ،فاحشه ګيري او بد اخلاقي ٠ دديموکراسي اساسي شکل دا خلک نه پيژنې او هرڅه د ديموکراسي په نوم کوي
** *درسته دي چې په افغانستان کې د ښځو حقوق له پښو لاندي کيږي خو دحل
مسئله ئي زده کړه ، پوهه , درس اوتعليم دي او بايد په يوه افغانې او اسلامي
چوکاټ کي هل شي لکه په ملا زيا کې چې حل شوي دي٠
***** زه نه پو هيږم چې دغه خلک چې داسي کارونه کوي څوک دي او له کوم ځايه
څخه افغانستان ته راغلې مور ،پلاراو ورور ئي څه نه ورته وائي او بالاخره حکومت ئي هم نه منې کوي او جزا نه ور کوې او که دوي دپرديو له پاره دمردګاوې وظيفه اجراکوي؟؟؟

*** غر بيان هر کار چې کوې نو دطالب نوم او ترور ور سره ياده وي اوهره بي نا موسي په طالب ور اړه وي او حال دا چې د طالب اروا هم پرې شکه نه وه .
د کابل دښار ورانښت ، د افغانستا ن دنورو مناطقو ورانه ول په طالبانو ور اچوي
او هر ښوونځي (چې تقريبا ټول ئي په شمال کې جوړيږې ) چې جوړه وي نو ورسره
وائي چې په شمال کې ټول مکتبونه طالبانو ورانکړې دي نو مونږ هلته با يد ډير
ښوونځې جوړ کړواو درګرده لګيا دي هلته ښوونځې جوړوي اود هيواد په جنوب او شرق کې جنګونه کوې ٠
**** هيڅ افغان او هيڅ طالب نه کوم ترور کړی او نه څوک شا هدان پري لري خو دترور په نوم ئي زمونږ هيواد اشغال کړي دي٠ دترور د تعريف علما غربيان دي هر څرنګه ئي چې خوښه وي په هغه رقم ئي څيړې .
******* ددي مسئلې دحل لپاره د پښتنو يو والي اوديوي واحدې لارې پلټل او
يوګډ ويشل شوي فعاليت ته ضرورت دي . څوک او کوم ځوان به دا کارکوې مالومه نده ٠ ډير پښتانه په دي عقيده دي چې امريکايان به هيواد اباد کړي لکه هغه وخت
چې خلقيانو په روسانو او کمو نيزم اباده وه٠ دغسې خلک خپل استعداد نه روزې
او په ډير بې ننګه ډول د پرديو جيب ، کار او کاسې ته ناست دي او خولی ئي وازي نيولي دي
****** يوه بله : يونس قانونې له ډيرو جنګې جنايتکارانو سره يو ځاي پارټۍ
جوړه کړه ترڅو چې خپل جنګې جنايتکاران له دې لاري له سوال او ځواب او محکمي نه خلاص کړې ( دديموکراسي په نوم هر څه کيږي ).

هوتکه ! نور دسر نه خوږه وم او زه له هرې خوا پکښي را ولويدم .

دزړه له مينې سلامونه

د پښتنولې په مينه پتنګ

زه محمديونس برهان ، کابل
د وري د مياشتې لومړۍ نېټه وه، د کابل هره غونډۍ او تپه د پسرلني زرغونوالي تر څنګ د نجونوپه سرو او شنو لوپټو او د ځوانانو په سپينو او تورو جامو چې په سريې چکرې وهلې رنګينه کړې وې. د ټنګ ټکور غږونه له هر روانو ګاډو اود سړک له غاړې دوکانونو څخه داسې په درز پورته کېدل چې غوږونه يې درته بوږنول. نام خدای چې په دې وروستيو کې په ښار کې د ګاډو شمېر هم هومره ډېر شوی چې تۀ به وايې د ښار هر وګړی يو موټر لري. په لاره کې د موټرونو بيړوباړ دې ته اړ ايستم چې ښايسته اوږد واټن پلي ولاړ شم تر څو ځان ژر دفتر ته ورسوم او دورځې په خبرونو چې نن زما نوکري وه کار وکړم.
مازيګر وختي وو چې د پولي تخنيک پوهنتون نه تر دهن باغه پورې پياده روان وم او سره لدې چې تلوار مې وه خو شاوخوا ته مې ځير وم چې دا خلک د نوي کال لومړۍ ورځ څنګه لمانځي. چا د موټر په دننه کې چک چکې وهلې او زوږ او نارې يي جوړې کړې وې، چا د موټرونو شيشې کته کړې وې او په زوره يې د خپلې خوښې موسيقي په نورو اوروله خو ځينې نورهلکان يو څۀ زيات مست وو او کله چې به يې د بيړوباړ په مهال موټر د څو شېبو لپاره چيرته تم شو دوی به له موټره بهر را ودانګل او په بېواکه نڅا به يې پيل وکړ. خو دا ټول ماته هومره هېښونکي ځکه نه وو چې له تېرو څو کلونو راهيسې مې ليدل چې ځوانان په کابل کې په همداسې نخرو د نوروز لمانځنه کوي.
هغه څۀ چې په دې نوروز کې ماته دپام وړ وو او زۀ يې دې ته وهڅولم چې په هغۀ څۀ باور وکړم چې تراوسه مې فکر نشوای کړای هغه زما په لاره کې د باغ بالا په لمن کې د يو موټر په دننه کې د څو شېبو لپاره د يوې صحنې ننداره وه.
پخوا به چې کله يو څوک له خارجه راغلل او دهغۀ ځای دازادۍ او د ښځو او نرو د ازاد ګرزېدلو کيسې به يې مونږ ته کولې نو مونږ به شکرونه ايستل چې زمونږ هېواد ډېر پاک ځای دی او د هغه کړنو لامله چې هلته په بهر کې به ترسره کېدل مونږ به په پوزه د خاورې خط کشول او له خدايه به مو د هغسې حال نه پناه غوښته. خو دادی اوس دلته هم داسې ځوانان لرو چې د ډيموکراسۍ نه په ګټه اخيستلو کوشش کوي چې زمونږ دا شاته پاتې هېواد نور د دودپالو له منګولو را وباسي او د پرمختللي نړۍ د يو فعال غړي په توګه يي له سيالانو سره
د لوېديځ د بربنډ کلتور پياده کول او په عام محضر کې جنسي کړنو ته د ځوانانو پارول روا که ناروا، ښۀ او که بد، زمونږ له کلتور او دوديزو ارزښتونو سره سم او که په ټکر کې دي؟
سيال کړي!!! اخــــــــــــــېــر، ډيموکراسي ده؟
دا بحث به ريښتينو ملايانو او دېني عالمانو ته پرېږدو چې د نوروز لمانځل د اسلام په سپېڅلي دين کې ولې بند شوی او ناروا ګڼل کېږي. را به شو دېته چې د لوېديځ د بربنډ کلتور پياده کول او په عام محضر کې جنسي کړنو ته د ځوانانو پارول روا که ناروا، ښۀ او که بد، زمونږ له کلتور او دوديزو ارزښتونو سره سم او که په ټکر کې دي؟
په کابل کې...، د افغانانو لخوا...، د باور وړ نده؟ نه پوهيږم زه څنګه له داسې پېښې سره مخ شوم، او که به دا دومره لويه خبره نه وي هسې مونږ ځوانان زر په ولولو راځو.
کيسه داسې وه چې دموټرو دکتار په ګڼه ګوڼه کې چې د باغ بالا په غونډۍ ورو ورو ورخېژي، د يوۀ سپېن کرولا موټر دشا په سيټ کې يو پوخ ځوان دی، د يوې ځوانې جينۍ چې د سر دوسمال يې په غاړه کې نيمي پروت دی شونډې روي. شاوخوا پلي خلک هومره نه ښکارېدل خو ټکسيانو، کرولاډوله موټرو او لنډکروزرانو په خرپ زورونه سره وهل چې يو له بله مخکې شي، له همدې امله دې نندارې ته د ډېرو پام نه وو او يا خو کيدای شي ډېرو ته به دا عادي پېښه برېښېده.
ريښتيا، کله چې ډېر الکول وچيښي، نو له پوره نشه خلکو څخه به د اسلام او کلتور د رعايت او درناوي غوښتنه ېيځايه نه وي؟ په کابل کې په شرابو د روږدو ځوانانو شمېر څه کم ندی. په داسې ورځو لکه نوروز، بيا خو چې د دوی پټي هم ګرو کيږي دوی به نشه تر لاسه کوي او ورځ به په مستۍ کې تېروي. په هغه هلکانو او جينکيانو کې چې د نوروز او نورو ورته ورځو کې په هره څلورلارې کې يا د موټر د ننه په بېبکانه ډول ګډا کوي او د نورو موټرو مخه يې بنده کړې وي او دموټر ټيپ ته څرخېږي به ډېر کم په سد کسان وي. البته د جينکيانو برخه په ټوليزه توګه د موټر د ننه په چکچکو بدرګه کول وي. د خوشالۍ او مستۍ نارې او کولې خو په تشه ګېډه هسې نه پورته کيږي.
دهن باغ ته راورسېدم او د ښځينه باغ مخې ته مې دښځو يوه لويه ډله وليده چې ځينې خو يې بېخي په بيخوده حالت کې وې او د هر موټر چلونکي چې به ورته وويل ځه چې ځو، ورسره روانې به وې. ځينو يې يوازې د سر وېښتۀ لوڅ کړي وو خو د ځينو نورو ګرېوانونه هم لوڅ وو. يوه تنکۍ جينۍ مې وليده چې د لنډ او تنګ کميس اوجاکټ کته يې توره، خو ډېره نازکه او شفافه پاجامه اغوستې وه چې سپين ورنونه يې که له ورايه نه ښکارېدل په لږ ځيرکتيا خواوچت څرګندېدل. ما يوازې يو کال مخکې دهمداسې ورته جامو يوه جينۍ په مکروريانو کې لېدلې وه چې راته عجيبه ښکارېده او ماته يې هغه د 'ډيموکراسۍ د لسيزي' د مينې ژوب کيسې را يادولې چې خلکو راته بيان کړې وې.
د چوتارو هلکانو لخوا جينکيانو ته سترګک وهل، د هغوی عکسونه او فلمونه اخيستل او له هغوی سره په قصدي توګه بدني تماس او په څنګ وهل خو د همداسې مېلو يوه عادي چاره وي او داسې برېښي چې اوس په دې شيانو څوک دومره بد نه مني او ورو ورو عادت کېږي.
په تېر پسرلي کې به زۀ د باغ بالا تر څنګ نوي جوړ شوي جومات د جومې د لمانځۀ لپاره تلم. يوه ورځ چې د لمانځۀ خطبه ويل کيږي او زۀ جومات نږدې را ورسيدم، ګورم چې د جومات څنګ ته د سړک ها بلې خواته د ويديوکسټو پلورنځي ښه په درب خپلې کسټې غږوي او جومات ته په تلونکي لاره کې يو موټر پاس غونډۍ ته خېژي چې لوڅ سري او لوڅ ګرېوانه ښځې پکې ناستې دي او دوی هم د ټيپ غږ دومره لوړ کړي چې نور خلک د جومات دننه د ملا صېب خطبه سمه نشي اورېدلی. ماچې وليدل چې دا خلک خو خپله لمونځ نکوي او نورو خلکو پام هم په بل لورې اړوي بيا په داسې ډول لکه چې دوی کول، نو شين کوفر راته ښکاره شو. خو اوس هغه پېښه دومره لويه راته نه برېښي ځکه چې اوس نو کټ مټ نور د لوېديځ کلتور دلته را روان دی او ورځ په ورځ تر بدو بدتر شيان په سترګو وينو. که دا د' ډيموکراسۍپياد کولو' بهير داسې ګړندی روان وي نو ژر ده چې دا ټولې چارې به عادي او د ټولنې په منځ کې دود شي.
ښه، دا ښاغلي او آغلي به ولې داسې چمونه نکوي چې ټوله ورځ لوېديځوال فلمونه او بربنډې تلويزونې خپرونې ګوري او حکومت ددې په ځای چې د شرابو د بندولو قانون پلي کړي خپل وګړي يې د الکولو په راکړه ورکړه باندې بوخت دي او دهغې ادارې مشر چې دغه جرايم بايد کنټرول کړي هغه خپله د شرابو روږدي او د همدې توکو له نړيوالو سوداګرو سره مرسته کوي.
دداسې بې شرميو او بې بندوباريو دودول ددې په ځای چې زموږ ځوانان زده کړي او کار ته وهڅوي – هغه څه چې دا جنګ ځپلی هيواد اوس د پرمختللي نړۍ سره په سيالۍ کې ورته اړ دي – هغوی ناسمو لارو ته بولي چې پايله يې د افغانستان لپاره کيدای شي د پېړۍ يوه بله څلورمه د پردي ښکېلاک تر يوغ لاندې پاتې کيدل وي.
محمد يونس برهان



څاروان
02.04.2005

2-4-2005

دوستانو له سلامونو څخه ورسته

هيواد مو نن د صليبي ښكيلاكو ځواكونو لخوا مستعمره شوي او د افغاني كلتور د ختمولو لپاره ئې لستوڼي رابډوهلي او پورته ذكر شوو كارونو ته اجازه وركول او د عام كيدو لپاره ئې كار كول نني ښكيلاك پكې د ځان بقا ګوري او نن د هيواد اكثره ځوانان په فحاشي كې بوخت دې او د فحاشي لپاره ورته مستعمرين او چاپلوسان ئې حالت برابره وي او ګناه د مسلمان ايمان كمزوري كوي او مسلمانانو هر جنګ د ايمان په زور ګټلي نه د وسلو چه څومره د مسلمان ايمان قوي وي همدومره ئې په الله پاك يقين زيات وي.او د جنګ په حالت كې ورسره د الله پاك مرسته هم ملګري وي. نن چه مونږ مسلمانان د كفارو له لوري څومره تكليفونه ګورو غټ سبب ئې زمونږ د اعمالو كمزوري ده.
[color=darkred:ac4babb47d]عياشي او فحاشي په انسان كې دوه شيان پيدا كوي د دنيا سره محبت او د مرګ څخه ويره او په دنيا كې همدغه دواړه انسان په ډيرو ذليلو كارونو كولو مجبوره وي.[/color:ac4babb47d]
الله پاك دي مونږ او تاسي په دين پوه كړي او بيا دي دعمل كولو توفيق راكړي.
د اوسني ذلت ژوند څخه د مسلمانانو د وتلو لپاره ډيره مؤثره لار د كفري مستعمرينو او ددوي د تالي څټو په خلاف جهاد كول دي او په اول كتار كې د هغه مليانو چاراه كول پكار دي چه د خپلو تبليغاتو له لاري كوشش كوي چه مسلمانان د كفارو په مستعمره كې وساتي او د كفري مستعمرينو خلاف اواز اوچتونكو د اسلام څخه بهر كوي نو چه ترڅو مونږ د خپل لستوڼي د مار چاره ونه كړي شوي ددغه ذلت څخه نه شو خلاصي دي. [color=white:ac4babb47d]كه نن زمونږ حاكمه طبقه د كفارو غلامه نه وايي نو زمونږ په هيواد كې به بي ديني دومره زور نه واي كړي.[/color:ac4babb47d]

د ګران هيواد افغانستان څخه د صليبي ښكيلاكو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

څاروان


نقاد
12.04.2005

[quote:0336859848]د اوسني ذلت ژوند څخه د مسلمانانو د وتلو لپاره ډيره مؤثره لار د كفري مستعمرينو او ددوي د تالي څټو په خلاف جهاد كول دي [/quote:0336859848]
څاروانه ورور ته سلامونه او بيا:
وروره هغوی چې جهاد غواړي د قدرت غوښتنې په تور او ان د قدرت غوښتنې په جرم تورن او محکوم دي، لکه اخوانيان ، طالبان او ځينې نور تنظيمونه . دوی په يو يا بل شکل د قدرت کرغيړنې دورې لرلې او د ملت، دولت او مسلمان اولس په سرنوشت يې داسې وحشيانه لوبې وکړې چې مه يې کوه پوښتنه، نو د ټول ملت له
له منفورو ، مغضوبو او مقهورو ډلو څخه شميرل کيږي . او هغه ملايان چې جهاد ﻻزم نه ګڼي تاسو پرې د بهرنيانو د پلوي تور لګوئ ، بي له دې چې د هغوی شرعي دليلونو او منطق ته غوږ کيږدئ .
ـ عياشي او فحاشي که وي، نو هغه په هيواد کې جبري نه ده ، نور نور د شورا دنده ده چې مخه يې ونيسي. تر شورا پورې خو به صبر کولی شئ . ملايان بايد ددې له پاره هم شورا ته ځانونه کانديد کړي چې اولس ددې او نورو ناسمو کارونو پر ضد چمتو کاندي .
ـ له خاورې څخه د بهرنيو ځواکونو ويستل او په مشروع ﻻره اولس هم ددوی
ويستلو ته رابلل د شورا او پارلماني مبارزې له ﻻرې ډير ښه او په قانوني توګه تر سره کيږي . ضمنأ به د پارلماني ټاکنو او مبارزې په ترځ کې تاسې ټول خپلې آيينې هم په ﻻس کې واخلئ او خپلې واقعي څيرې به په کې وکتلی شئ چې د مؤمن او مسلمان اولس په زړونو کې ستاسو له پاره مينه ډيره ده او که ستاسو له ﻻسه پلۍ !
ـ که اسلامي حکومت تاسو يواځې د طالب او چړي حکومت ته واياست ، کوم چې د طالب په نامه خلکو ښه وپيژنده، او په اسلام کې له دغسې حکومت پرته بل څه ممکن نه بولئ، نو دا ﻻر مو تاريکستان ته تللې ده او څوک يې ه نه غواړي، خو که په اسلام کې له طالب ، چړي او اوږدو ږيرو پرته نور زيات ظرفيت هم وينئ چې بايد هم په کې يې ووينئ ، نو هغه ولې نه تبليغوئ او سياسي برتري او فضايل يې ولې نشئ ښودلی؟ ايا يواځې مرګ ، ژوبله او ديکتاتوري ستاسو په اند اسلام دی؟
که څنګه؟



څاروان
14.04.2005

۱۴-۴-۲۰۰۵
نقاد سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم او زما لخوا ئي هم قبول كړي
نقاده كومه نسخه چه تاسي په خپله ليكنه كې بيان كړي تاسي خو مشران ياست ولي مو همدغه نسخه د روسانو د راتګ پروخت نه منله ؟ ولي مو د ببرك د علماء د شورى فيصلي نه منلي چه هغوي هم جهاد لازم نه ګڼلو؟ كه تاسي هغه منلي وايي نو نن به راباندي غربي ښكيلاكو چپه ميچني نه تاوولي. افسوس كوم چه د شرقي كفري ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ولاړ علماء السوء ستاسي په تله ملحدان وه او د غربي كفري ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ولاړ علماء السوء ستاسي په تله مسلمانان او د هيواد د علماء نمايندګان دي. خير [color=blue:acf7fab7c7]دا د غربي ډيموكراسانو د بادارانو او د انډيوالانو د انصاف تله همداسي ده ځكه كله پكي دوه رائې د يولسو څخه هم درني خيږي.[/color:acf7fab7c7]
نقاد ليكي:
[هغه ملايان چې جهاد ﻻزم نه ګڼي تاسو پرې د بهرنيانو د پلوي تور لګوئ ، بي له دې چې د هغوی شرعي دليلونو او منطق ته غوږ کيږدئ ]
روره د الله شكر ادا كوم چه ما ته ئې دومره علم راكړي چه حق او باطل پري وپيژنم نو د هر ملا خبره په پټو سترګو راته د منلو وړ نه ده. [color=white:acf7fab7c7]تاسي چه د كومو شرعي دلېلو خبري كوي يو څو خو ترينه بيان كړي چه پدي دلالت وكړي چه د كفري مستعمرينو خلاف وسلواله مبارزه چلولو حرام دي.[/color:acf7fab7c7]
د قرآن كريم او د احاديثو د پريكړي په مقابل كې منطق نه چليږي الله پاك فرمايي:
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمْ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا (الأحزاب36)
[color=darkred:acf7fab7c7]د صليبيانو په اړوند الله پاك مسلمانانو ته داسي امر كوي:[/color:acf7fab7c7]
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)
[color=indigo:acf7fab7c7]په تولي او نصر د كفارو باندي سړي د همدوي له ډلي څخه ګرځي خو په تولي د الله او درسول او د مومنانو سره سړي په حزب الله كې شميرل كيږي:[/color:acf7fab7c7]
وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمْ الْغَالِبُونَ (المائدة56)
[color=white:acf7fab7c7]اوس فكر وكړه د كفري مستعمرينو ترڅنګ ناست مليان دي دغه خبره مني؟؟[/color:acf7fab7c7]
د طاغوت د تحاكم لپاره كار كونكې ملا خبره راته د منلو وړ نه ده:
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (النساء60)
نن خو ډير داسي خلك هم وينم چه اسلامي قانون د انسانانو د مشكلاتو دحل لپاره كافي نه ګڼي او په دي عقيده دي چه دا قانون د نن څخه د ۱۴ سوه كاله مخكي زماني لپاره وه نو تطبيق ئې په اوسني وخت كې پدي معنى دي چه مونږ بايد ۱۴ سوه كاله ورسته دور ته ځو او د نړيوالو څخه ۱۴سوه كاله ورسته پاتي كيږو خو دغسي غوښتنه مخكي هم څه خلكو كړي وه چه د قرآن پريكړه ورته داده:
وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (يونس15)
[color=blue:acf7fab7c7]هغه وګړو څخه چه نن صليبيان خوشحاله دي كه مليان دي او كه غيري مليان دي هسي نه دي بلكي وجه ئې شته:[/color:acf7fab7c7]
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)
نو ګران نقاد صيب [color=white:acf7fab7c7]څاروان د هر ملا فيصلي د ړندو په څير په پټو سترګو نه شي منلي[/color:acf7fab7c7]. او د اسلام په دين پوري ملنډي وهونكو او د كفارو نصر او كومك كونكو سره زمونږ يارانه امكان نلري:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنْ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ كُنتُمْ مُؤْمِنِينَ (المائدة57)
ډير داسي خلك هم شته چه د قرآن اياتونه ورته وواي هيڅ كوم اثر پري نه كوي الله پاك فرمايي:
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَنْ يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا وَإِنْ تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَى فَلَنْ يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا (الكهف57)
خبره نوره اوږدول نه غواړم صرف دومره وايم چه د كفري مستعمرينو پښي ټينګونكې كه ملا وي او كه غير ملا بايد هغه ورځ له ياده ونا باسي چه عمل نامه ئې ورته ونيول شي او ورته وويل شي:
[color=darkred:acf7fab7c7]اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (الإسراء14)[/color:acf7fab7c7]
څه فكر كوي چه پيدايش د انسان عبث دي او يا همداسي به پريښودل شي نه هيڅكله نه:
أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ (المؤمنون115)
أَيَحْسَبُ الْإِنسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى (القيامة36)
د حساب ورځ شته.

دي خبري ته هم ډيوه لږول غواړم چه ما تر اوسه په خپلو ليكنو كې د طالبانو او د تنظيمونو په ملاتړ څه نه دي ليكلي بلكي ليكني مې د كفري مستعمرينو او انډيوالانو په خلاف كړي خو د بعض وروڼو سره هغه د بوش توره په لاس ده او خلك هميشه په دوه برخو ويشي چه يا به د صليبيانو سره وي او كنه نو د دښمن سره يي. زه په خپلو ليكنو كې كوشش كوم چه خبري مي عامه بڼه ولري او هر كس په خپل ګريوان كې فكر وكړي چه په كوم حد ولاړ دي او د څه لپاره كار كوي، نن خو د صليبي ښكيلاكو ځواكونو خلاف هر خبري كونكې باندي د طالبانو ټاپه لږول اسان كار دي. او د صليبي ښكيلاكو ځواكونو او انډيوالانو د رحم او انصاف په سبب په هيواد كې داسي حالات راغلي چه چاته ووايي چه ملا صيب درته به وايي چه پلار دي ملا دي. كه د افغانستان تاريخ وه ګوري نو څه وخت مخكي هم داسي حالات راغلي وه خو دداسي حالاتو راوستونكو انجام ټولو خلكو وليد. او بيا به ئې هم وګوري.

د هيواد څخه د ښكيلاكو صليبي ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

څاروان



ع کريم حليمي
14.04.2005

[quote:6b4a0e8801]تاسي چه د كومو شرعي دلېلو خبري كوي يو څو خو ترينه بيان كړي چه پدي دلالت وكړي چه د كفري مستعمرينو خلاف وسلواله مبارزه چلولو حرام دي. [/quote:6b4a0e8801]

امير د جهاد چه نه وي جهاد نسته ٠ اول شرط د جهاد امير دي يعني امام عادل
لاطاعه واجبه لاحد غيرالله او رسوله اوامام عادل
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً
او تاسو خپل الأَمْرِ(امير) وښياست چه هغه څوک دۍ ٠
تاسو وه موږ ته د امام حيثيت نه لرۍ ٠ نو بيله امامه جنګ حرام دي ٠


د ګران هيواد افغانستان څخه د صليبي ښكيلاكو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

KHATHGAR
14.04.2005

دا څه أپلاتې دي چې ته ؤ خوار، ځورېدلي أو ژوبل أفغان ولس ته ډالي کوې؟ :evil: :evil: :evil:
تا غوندې د دين ټېکه دارانو خو :twisted: :evil: پخوا ﻻ خپل مرګوني أو زهرجن کړه په دغو بېوزلو خلکو راوړي ؤ، نو أوس چې أفغانانو أو په تېره بېا پښتنو ته د ساه اېستلو موقع په ﻻس ورغلې تر څو ځان د ٣٠ کلنې جګړې د پرهارونو څخه خلاص کړي أو بلأخره د يو رېښتين ملت په شان د سوکالئ ، سولې أو بقا ﻻره غوره کړي نو تاسو غوندې نا پښتانه ،( هو کې، ځکه که ته پښتون وای نو داسې به دې په خوشې خپل د قام پر برخليک لوبو ته غاړه نه اېښوده) چې سره له خپل ګران عائېله هرو مرو د هېواد دبېوزلو خلکو نه لېرې په أمن أو سوکالئ کې پروت وي أو له لېري بيا د هغو جنګ ځپلو أفغانانو د دين، پښتو أو برخليک په هکله فتواوې صادروي،
يوه بله، داسلام سپېڅلی دين دبشر لپاره هېڅکله هم دا نه دي وئېلي چې خلک دې خپلې پښې په تبر غوڅې کړي، أوس أفغانان په تېره بېا پښتانه په دې پوهيږي چې دوۍ کومه دمېږو رمه نه ده چې د کوم څاروان په وېنا به کومې نامعلومې خوا ته درومي، باقي والسلام


نقاد
14.04.2005

ښاغلي څاروانه ورره عليکم سلام ، نيمرغي مو غواړم . تاسو ليکلي چې:
[quote:8dab7999a0]ولي مو همدغه نسخه د روسانو د راتګ پروخت نه منله ؟ ولي مو د ببرك د علماء د شورى فيصلي نه منلي چه هغوي هم جهاد لازم نه ګڼلو؟ كه تاسي هغه منلي وايي نو نن به راباندي غربي ښكيلاكو چپه ميچني نه تاوولي. افسوس كوم چه د شرقي كفري ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ولاړ علماء السوء ستاسي په تله ملحدان وه او د غربي كفري ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ولاړ علماء السوء ستاسي په تله مسلمانان او د هيواد د علماء نمايندګان دي[/quote:8dab7999a0]

عجيبه جرئت نه کوئ چې چې شوروي او امريکا مو سره کټ مټ يوشی بللي دي ؟
هغه چې ددوی دواړو ترمنځ يوشی ا و شريک دي، هغه صرف دادي چې دواړه خارجي ( سوپر) قدرتونه دي يا وو، يو خارجي قدرت ګوټی خو پاکستان هم دی چې په افغانستان کې يې د شوروي ا و امريکا په څير خپل بړيڅي د طالبانو په نامه قدرت ته رسولي وو. ولې پر افغانستان د شوروي او امريکا د يرغلونو تر منځ دا توپير ونه څرګند دي :

١ـ شوروي پر ټول افغان ولس يرغل راوړی و او هدف يې د ټول ملت ښکيلول وو، نو ځکه ترې ولس مهاجرت وکړ او پر ضد يې جهاد اعلام کړ. خو امريکا يواځې پرطالبانو او القاعده ير غل راوړ او داولس ښکيلول يې هدف نه و، ځکه نو څوک له دوی څخه نه مهاجر شول او نه يې جهاد ته ﻻس واچاوه ، بلکې يواځې طالب او القاعده، چې بله لار يې نه لرله ، ځانونه جهاد ته مجبور ښيي.

٢ـ د شوروي لښکرو له مداخلې وروسته لکه چې وويل شول اولس ټول مهاجر شو، خو د امريکايانو پر راتګ پخواني مهاجر او په تيره هغه افغانان هم واپس هيواد ته راستانه شول چې له طالبانو څخه تښتيدلي وو.

٣ـ شورويانو آزاد انتخابات په خپل کور کې هم نه پيژندل، نو ځکه يې په افغانستان کې څوک نه پريښودل چې ولسمشر پخپله د آزادو انتخاباتو په ترځ کې وټاکي، ولې په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره د اولمشرۍ د ټاکنې له پاره انتخابات د امريکا يانو په موجوديت کې تر سره شول .

٤ـ امريکايان پر اسلام غرض نه لري ،پخپله هم ملحدين نه دي او په ښوونځيو او نورو تاسيساتو کې هم د اسلام پر ضد څه خاص پروګرام نه لري او نه کومه الحادي ايديالوژي د شورويانو په څير په اسلامي خاوره کې تبليغوي .اسلام ددوی په خپل
هيواد امريکا کې هم دوهم رسمي دين دی او هلته يې د اساسي قانون پربنسټ پر درناوي مجبور دي . له سعودي عربستان سره د امريکا اړيکي ښيي چې دوی اسلام ته په بده سترګه نه ګوري او له اسلامي هيوادونو سره دوستي کولی شي .

٥ـ شورويانو عملي پلان ﻻره چې افغانستان پر خپل دريارلسم جمهوريت واړوي، خو امريکايان ښايي پر دغسې پوځي اډو بسنه وکړي لکه د طالبانو د پيشوا او بادار هيواد پاکستان کې يې چې له لسګونو کلونوراهيسې درلودلې. خو دا هم مالومه نه ده چې دا کار به ضرور وکړي او که نه . که یې وکړي ، نو که پاکستان يې په پوځي اډو مستعمره نه و، افغانستان به يې بیا ولې مستعمره اوسي؟
د پاکستان په څير دلته هم دا کار د هيواد له پاره د يوه ستر ملياردي مبلغ ډالرو د عايداتد سبب ګرځيدلی شي ، کوم چې تر اوسه يې پاکستان د تړون له مخې له امريکا څخه کال په کال تر ﻻسه کوي .

٦ـ که د پوځې اډې له موجوديت سره سره افغانستان هم د پاکستان په څير پر کومه مستعمره نه بدليږي، خپله ملي آزادي نه يواځې ساتي بلکې د هغې دساتلو ځواک د ګاونډيو په وړاندې پرې لا پياوړی کيدای شي، نو آيا په دې شرط بيا دا ﻻ ښه او په زړه پورې نه ده چې پر افغانستان باندې د شوروي د تيري غچ له دې ﻻرې څخه واخلو چې پر ضد يې په سيمه کې دغسی اډې پريږدو، څو روسان بيا د يوه زبرځوا ک په توګه زمونږ هيواد ته د خطر ګواښ رامنځته نکړي . ددې پروسې اسباب په سيمې کې روان دي او که خدای کول روسيه به دغه سيالي تر پايه پورې بايلي . پريږدئ چې دغه ښامار په خپله سوړه ننوځي او بيا هيڅوخت د قفقاز له غرونو څخه اسيايي هيوادونو ته راوا نه وړي او اسلامي ملکونه نور تر خيټې ﻻندې نکړي .

٧ ـ که الله تعالي په سخته کې هم له یو ملت یا کوم چا سره مرسته کوي نود برياليتوب سببونه ورته مخکې له مخکې رامنځته کوي. پر شوروي د مجاهد افغان اولس دبرياليتوب ګڼ شمير سببونه خدای تعالی مخکې رامنځته کړل. د ټولې لويديزې نړۍ او عربي تيلدارو مرستې، فغانانو ته د عصري وسلو ورکول ، د ټولومهاجروله پاره مرستې رسول ، دملګرو ملتونو سياسي ملاتړ، د ګاونډيو هيوادونو له خواملاتړ اود شوروي پر ضد د افغانانو کرکه اونفرت یا داسې نور عوامل د شوري د ماتې سبب شول. اوس له دې ټولو څخه يو سبب هم اوس نشته او خدای تعالی د امريکايانو په مقابل کې نه دی رامنځته کړی ، حتی د طالبانو پخواني دوست پاکسان هم د امريکایانو سره وﻻړ دي . نو دهغه بري انتظار اوس پر کومو سببونو کيدای شي چې د شوروي پر ضد افغانانو ﻻسته راوړی و؟ له طالبانو څخه مخلص خدای پرستان نه وو، خو الله تعالی هغه سببونه رامنځته نکړل چې امريکايان پرې د جاهلو طالبانو په مقابل کې مات کړي، برعکس هغه ټول سببونه يې رامنځته کړل چې جاهل طالبان پرې د امريکانو په ﻻس ډير ژر د څو ورځو په ترڅ کې مات کړي . البته الله تعالی جهالت نه خوښوي ، ځکه جهالت ( د سپتمبر د ١١ غوندې) ظلم او تيري زيږوي او خدای تعالی ظلم نه خوښوي .

٨ ـ هو ، له شوروي څخه د آزادۍ ګټل دې د لویدیځ له وسلو او مهماتو ،مالی مرستو او سیاسي ملاتړ پرته ، چې په رأس کې یې امریکا وه ، امکان نه درلود، نودغه هیواد له افغانستان سره ددوښمنۍ کومه سابقه نه درلوده، خونوموړې مرستې یې ددوستۍ له پاره یوه ښه بیلګه [color=blue:8dab7999a0]جوړولای شوه [/color:8dab7999a0]، ولې د طالبانو القاعدوي ترهګري سیاست داهر څه د جفا کارۍ په اوبو لاهو کړل .
شوریانو خو ا فغانستان ته دیکتاتوری راوړه ،و لې امریکایانو بیا د اولسواکۍ بنسټ کیښود . دا نورزمونږ پورې اړه لري چې پر ملي او اسلامی معیارونو یې سنباله کړو او له امرکايانو وغواړو چې دوی څنګه په رياض کې محتاطانه ګرځي، دلته هم له دغسې احتياط څخه کار واخلي. دا غوښتنې به د راتلونکې شورا يوه دنده وي . والسلام


ځواب به دې ليکم

pattang
14.04.2005

نقاده وروره!
180 درجې بلې خواته تللی ئي ،قضاوت دې بيخې يو طرفه دي زه به يو ځه درته وليکم خو اوس تاسودا دلاني ليک ولونۍ .

د پښتنولي په مينه پتنګ

[u:d28e01b3aa]بېنوا خپرنيزه څانګه ليکې : [/u:d28e01b3aa]

پر عراق د امريكې د بريد اساسي لامل
د روسيې غږ راډيو: په عراق كې د ملګرو ملتونو د موسسي د وسلو د لټوني د څارونكو ډلي پخواني مشر، هانس بيلكس، په همدي ورځو كي يوه ډيره پام را ګرځوونكي اعلاميه خپره كړي ده. هغه په دغه اعلاميه كې وايې چې پر عراق باندي د امريكي د متحدو ايالتونو د بريد اساسي لامل تيل و.
په دي اړوند د روسيې يوه سياست پيژندونكي، ويكتور ناديين رايفكسي، څو ورځي مخكې د «روسيې غږ راډيو» سره په يوه مرکه وويل:
په واقعيت كې د امريكي د متحدو ايالتونو ټول كړه وړه تر هر څه د مخه په نړۍ كې د خپلو مالي او اقتصادي گټو پياوړي كولو ته متوجه دي. او په لومړي سر كې د تيلو ګټو ته .
د واشنګتن هلي ځلي د هغه څه جوړولو ته متوجه دي، چې امريكايان يې د امريكي د متحدو ايالتونو لپاره د انرژۍ د تامينولو په ساحه كې د امنيت د سيستم په نامه بولي. او نن ورځ له تيلو او ګاز پرته د انرژۍ داسي سرچيني نه ليدل كيږي چې غټ حسابونه پري وشي.
د امريكي متحد ايالتونه، پر دي باور لري چې دوی يوازنی هيواد دي چې د نورو د اداره كولو وس ور سره شته. او لكه چې ښكاري په همدي دوي داسي ګڼلي چې د دي لپاره ډيره مناسبه موقع په لاس ورغلي چې د تيلو د نړيوالو سرچينو د خپلولو په خاطر بي رحمانه مبارزي ته لاس واچوي. او په همدغه لاره كې لومړني ګام، پر عراق باندي بريد وګرځيد. نو ځكه، هانس بليكس، كله چې د دغه بريد پر عواملو غږيږي، په حقه دي.
وياند: چې داسي ده، نو د امريكي د متحدو ايالتونو د دغو ګن شمير اعلاميو مفهوم څه دی، چې ګوا كې دوی د عراق او نورو هيوادونو د ديموكراتيزه كولو هڅه كوي؟
ځ: د ديموكراتيزه كولو خبري، دا يوازي پرده ده. پر عراق باندي د امريكې بريد په دې پلمه وشو چې ګوا كې عراق د ډله ييزي وژني وسله لري. خو كله چې څرګنده شوه چې دغه ډول وسله په عراق كي نشته، نو د يرغل د پټولو لپاره نوي پرو پاګنډي پرده وړاندي شوه. د استبداد پر ضد او د ديموكراسۍ په خاطر مبارزه. اوس واشنګتن نه يوازي د عراق، بلكي د ستر منځني ختيځ او د نړۍ د نورو سيمو د ديموكراتيزه كولو د ضرورت خبري هم كوي. د واشنګتن دغو ديموكراتيزه كوونكو پر عراق سر بيره، ايران، سعودي عربستان هم تر خپلي پاملرني لاندي نيولي دي او په همدي ځای كي هم د تيلو ګټي په ډاګه ښكاري. خو په پاي كې دا هم بايد وويل شي، چې د امريكي د ستراتيژي جوړونكو كارونه هغسي هم پر مخ نه ځي لكه چې دوی يې پلانوي . دا دي څه د پاسه دوه كاله كيږي چې په عراق كې د امريكي د نيواك پر ضد مقاومت روان دي او پای يې تر اوسه نه ليدل كيږي



ع کريم حليمي
15.04.2005

ځاروان صيب سلام
تاسو داسي ليکلي چه :افسوس كوم چه د شرقي كفري ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ولاړ علماء السوء ستاسي په تله ملحدان وه او د غربي كفري ښكيلاكو ځواكونو ترڅنګ ولاړ علماء السوء ستاسي په تله مسلمانان او د هيواد د علماء نمايندګان دي

دا علماء السوء ، داد نن ورځي علما دي او که د پرون ورځي واکداران علماء السوء وه ؟؟؟ د پاکستان و بلوڅانو ته د امر بالمعروف وظيفه چه طالبانو ورکړه څوک وه ؟؟
او د پرون د طالبانو حرکت چه د بن لادن پر چارطرفه راټول وه علماء السوء نه وه ؟؟؟
چه اکثره طالبان داسي خلګ وه چه د خدای لار نه وه ورمعلومه يعني علماء السوء
إشدّ الناس عذاباً يوم‌القيامة عالم لم ينفعه الله بعلمه
ددغسي حاله دي موږ ټوله افغان دوسته او دوستان خدای وساتي ٠ امين



څاروان
16.04.2005

16-4-2005
حليمي صيب له سلامونو څخه ورسته
حليمي صيب هرخبره په مغزو كې د پيلټر كيدو څخه دمخه د باندي مه راباسه ځكه خبري به دي په غلط پيدرو رواني وي.
[color=white:2b3d445258]لومړي ليكنې ته به دي راسو:[/color:2b3d445258]
حليمي صيب ليكې:
[[لاطاعه واجبه لاحد غيرالله او رسوله اوامام عادل ... بيله امامه جنګ حرام دي ٠]]
حليمي صيب لومړي خو له خبري دي څرګنديږي چه ته هم پدي قانع ئې چه د كفري مستعمرينو خلاف جهاد روا دي خو په اوسني شرائطو كې ستاسي په نظر امام نشته نو ځكه جنګ هم حرام دي.
كه مهرباني وكړي او د دغسي [color=blue:2b3d445258]امام په اړوند خبري ته دي لږ ډيوه بله كړي چه پوه سو چه ستاسي په نظر د جهاد د امام لپاره شرائط څه دي او څوك كيدي شي؟؟؟ [/color:2b3d445258]
حليمي صيب په يو هيواد كې د جهاد امام يو كس وي نه لس نو د روسانو په خلاف كيدونكې جنګ ته خو تا هم جهاد ويلو سره ددي چه يودرجن خلكو ځانونه امامان ګڼل په هغه وخت كې دي ولي داسي خبري نه كولي؟؟؟ كه هغه وخت تاسي ځكه ورته جهاد ويلو چه د نني كفري مستعمرينو په اړوند جهاد وه.
حليمي صيب دغه قاعده دي [لاطاعه واجبه لاحد غيرالله او رسوله اوامام عادل] دادي له كومه ځايه راپيدا كړي كه مرجع ئې وښي ښه به وي؟؟؟
او ددي ترڅنګ دا هم ياد لره چه [color=indigo:2b3d445258]لاطاعة لمخلوق في معصية الخالق.[/color:2b3d445258]
[color=white:2b3d445258]كوم ايات شريف چه تاسي ذكر كړي [/color:2b3d445258]هغه پدي دلالت كوي چه د اختلاف په وخت مسئله قرآن او سنت ته راجع كيږي نه امام ته. الله پاك فرمايي: [[ ... فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ...]] [color=darkred:2b3d445258]او د قرآن فيصله د يهودو او صليبيانو د تولي او نصر په اړوند داسي ده :[/color:2b3d445258]
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)
[color=white:2b3d445258]اوس نو ستا خپله خوښه چه د قرآن دغه فيصله مني او كه اوس هم د صليبيانو څخه دفاع په ځان لازمه ګڼي.[/color:2b3d445258]

[color=darkred:2b3d445258]دوهمه ليكنه دي:[/color:2b3d445258]

حليمي صيب تر اوسه ما د طالبانو او بن لادن په اړوند څه نه دي ويلي او نه زمونږ بحث ددوي په اړوند دي بلكي زمونږ د بحث موضوع د كفري مستعمرينو او ترڅنګ ئې ولاړ علماء السوء دي نو بيا ولي تاسي او ملګري لكه د ... په څير د خلكو د نظر د اړولو لپاره د خبرو اورګاډي د خپلي پټلي څخه اړوي.
كه د طالبانو د حكومت او بن لادن په اړوند بحث كول غواړي نو بيا د جدا سر ليك لاندي د نوموړو د كارونو په اړوند بحث شروع كړي چه هركس خپل نظر پكي وړاندي كړي. نه دا چه په هره موضوع كې همدوي مو له غوږ څخه نيولي وي او په ميدان كې مو د ننداري لپاره درولي وي.
[color=white:2b3d445258]حليمي صيب ليكې:[/color:2b3d445258]
[ دا علماء السوء ، داد نن ورځي علما دي او که د پرون ورځي واکداران علماء السوء وه ؟؟؟]
رورو د هرچا ورځني حالت ته ګوره پرون ئې پريده ځكه چه په يو حديث شريف كې راځي او مفهوم ئې داسي دي يو سړي به سهار مسلمان وي خو شپي ته به كافر وي او د شپي به مسلمان وي خو سهار ته به كافر وي او دي به په ځان خبر هم نه وي.
[color=darkred:2b3d445258]كه د خلكو پرون په نظر كې ونيسو نو بلعم بن باعورا به جهنم ته نوي تللي.[/color:2b3d445258]

د هيواد څخه د كفري ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

څاروان



څاروان
16.04.2005

۱۶-۴-۲۰۰۵

خټګره
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
خټګره كه د منطقو په فورم كې د ملاجان، خان او اختر په نامه ليكنو دي څه پيده كړي وي نو اوس به ئې هم وكړي او كه ده ياده دي وتلي وي نو ستاغوندي خلكو ته زما جوابي ليكنه د منطقو په فورم كې شته ورشه وه ئې ګوره چه سر دي خلاص سي.

د هيواد څخه د كفري ښكيلاكو ځواكونو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

څاروان



څاروان
16.04.2005

۱۶-۴-۲۰۰۵

نقاد صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
نقاد صيب د حقيقت څخه بايد سترګې پټي نه كړو:
1. [color=darkred:b15de45372]ننې كفري مستعمرين افغانستان ته د راتګ وجه طالبان او القاعده نه بلكي د صليبي جنګونو په ډاګيزه توګه شروع كول وه. [/color:b15de45372]نقاد صيب زه د فيل په غوږ كې ويده نه يم د بوش هغه خبري مي اوس هم په ذهن كې دي چه دغه جنګ ته ئې صليبي جنګ وويلو خو بيا ورته په اسلامي هيوادو كې ددغه فرعون حواريينو د خپل بادار خبرو ته پيوندونه لږول.
2. [color=blue:b15de45372]د مهاجرو خبره[/color:b15de45372] دي كړي نو فكر وكړه چه خلك په كومه هجرت وكړي په ګاونډيانو كې دي داسي څوك شته چه د عصر د فرعون فروعنيت نه مني. هغه خلك چه واپس هيواد ته ځي اكثريت ئې هغه دي چه په ژمې كې پيښور ته راغلي او د ګرمي په موسم كې واپس افغانستان ته ځي او ددي كار سبب واضح دي. زه دلته په پښتونخوا كې اوسيږم چه د مهاجرو واپس تللو بهير راته ډير ښه معلوم دي. په هيواد كې د خارج څخه راوستل شوي اكثرو وزيران پدي حكومت اعتماد نلري او كورونه ئې لا تر اوسه په نورو هيوادونو كې دي حتى چه كرزي په ټول افغانستان كې په چا دومره اعتماد نلري چه دده ساتنه به وكړي شي نو عام وګړي به څنګه پدي حكومت داسي اعتماد وكړي چه هيواد ته دي خپل كورونه يوسي.
3. [color=darkblue:b15de45372]د ولسمشري انتخاباتو خبره دي كړي :[/color:b15de45372] د ولسمشري د انتخاباتو څخه وړاندي د كرزي په اړوند خلكو دغه ټپه زمزمه كوله
[color=white:b15de45372]جانانه! خانده خوشالېږه
پلار مې را ضي دى، ما هم تاته دركوينه[/color:b15de45372]
د امريكايانو انصاف د بن د غونډي د انتخاباتو څخه معلوميږي چه د كرزي دوه رائې د ستار سيرت د يولسو څخه درني وختلي نو ځكه خلكو د اولسمشري لپاره په تيري انتخاباتو كې د ستارسيرت د نوم په ليدو ورته داسي ويل:
[color=white:b15de45372]زلفې مې ټينګې په لاس نيسه
د بد نصيبو روزي تل له لاسه ځينه[/color:b15de45372]

4. تاسي ليكلي چه [color=darkred:b15de45372]امريكايان په اسلام غرض [/color:b15de45372]نلري، فكر كوم كړي خبره مو په خوب كې له خولي وتلي. هيواد ته راشه بيا به پوه شي چه صليبيان په اسلام غرض لري او كنه.
5. [color=brown:b15de45372]د امريكايانو وجود په پاكستان او افغانستان كې[/color:b15de45372] جلا معناوي لري په افغانستان كې خو دي نور كارونه پريده چه د صليبيانو د كنټرول لاندي دي هغه د افغانستان فضا هم د دوبي څخه امريكايان كنټرولوي، د افغانانو طياري د خپل هيواد په ميدانونو باندي بغير د امريكايانو د اجازه څخه نشي كيناستيدلي. نقاد صيب په افغانستان كې داسي كوم څه ويني چه د امريكايانو د كنټرول څخه خالي دي؟
6. نقاد صيب مونږ نني كفري مستعمرينو او د پرون وحشي روسانو ته په يو نظر ګورو كه تاسي د روسانو د ځپلو لپاره د امريكايانو وجود په افغانستان كې ښه ګڼي نو پدي كې د افغانانو څه ګټه د روسانو او امريكايانو وجود په افغانستان كې دواړه د مستعمرينو وجود تمثيلوي او كه دواړه طاقتونه سره ښكرونه اړم كړي نو بيا خو د افغانانو كور نور هم پسي ورانوي دوي به خپلي وسلي تمرينه وي او ورانيږي به پكي افغانستان او تباهي به د افغانانو وي نو بيا ويلي ددوي په وجود سره مونږ يوځل بيا خپل د هيواد وګړي د خامار خولي كې وراچوو؟؟؟؟؟؟

پاتي



څاروان
16.04.2005

په تير پسي:

7. [color=white:3016d6d122]نقاد صيب د كومې مرستو يادونه چه تاسي كړي [/color:3016d6d122]دا د روسانو په خلاف د جهاد په شروع كې نه وي ورسته راغلي ، او كومو خلكو چه جهاد شروع كړي وه هغوي هيڅ ددغسي مرستي فكر هم نه كولو او همدغه صورت حال نن هم دي هغه څوك چه د نني كفري مستعمرينو په خلاف مبارزه چلوي بغير د الله پاك څخه نور د چا د مرستي توقع نه كوي او كيږي به هغه څه چه الله پاك ته منظوره وي. دوهم [color=darkred:3016d6d122]د پرون مرسته كونكو تيل لرونكې ملكونه نني د همدغه كفري مستعمرينو په پنجوكې دي كومو چه افغانستان مستعمريه كړي نو د دغه ملكونو لخوا په افغانستان كې جوړو شوو خيريه موسيسو باندي پيسي ودرول شوي . څه فكر كوي چه مجاهدينو ته به اوس هم دغه ملكونه د مرستي لاس راوږد كړي؟ [/color:3016d6d122]د نوري نړي څخه چه د روسانو د مقابلي لپاره كوم مسلمان ځوانان راغلي وه مونږ ورسره څه وكړه ؟؟ كه زمونږ همدغه كړه مسلمانان خپلو سترګو ته ودروي نو يو به هم زمونږ مرستي لپاره رانشي.
8. [color=white:3016d6d122]نقاد صيب كه د طالبانو جهالت د ۱۱ ستمبر واقعه رامنځ ته كړه خو د هغه متمدينو او پوهو خلكو رحم او انصاف د زرګونو انسانانو په كانتينرو كې د هوا او اوبه د نه وجود په سبب وژنه رامنځ ته كړه ،نوري [/color:3016d6d122]كارنامي به د دغه متمدينو او پوهو خلكو نه راسپړم ځكه خبره اوږدوي. خو دومره وايم[color=darkblue:3016d6d122] كه طالبانو كومي سهوي كړي هغي ته تر تاسو پوري خلك ناپوهي واي خو دغه متمدنيو او پوهو چه كوم وحشي كارونه كړي هغي ته څه نوم وركوي؟؟؟؟؟؟[/color:3016d6d122]
9. [color=white:3016d6d122]د روسانو په جنګ كې ډيره مرسته[/color:3016d6d122] عربانو كړي خو زمونږ پروني او نني كړه د عربانو سره د كفري مستعرمرينو يعني امريكايانو په خاطر جفا نه ده بلكي د امريكايانو لږي مرستو زمونږ په سترګو كې دومره ځاي نيولي چه د خپل هيواد، دين، او ناموس باندي ددغه وحشيانو د تيري ګناه معاف كوه ، نقاد صيب ستا پدي انصافي نظر افسوس كوم. افسوس كوم.

نقاد صيب په آخر كې دمره درته وايم كه د مسلمان عربانو وجود په افغانستان استعمار ګڼل كيدو نو د نني صليبي ښكيلاكو ځواكونو وجود په افغانستان كې ولي استعمار نه ګڼي؟
كه پاكستان د طالبانو د حكومت په شكل كې افغانستان مستعمره كړي وه[ستاسي په نظر] سره ددي چه د پاكستان فوج په افغانستان كې وجود نلرلو نو بيا زه ستا دي انصاف ته حيرانيږم چه نن د كرزي حكومت چه د امريكايانو لخوا جوړ شوي او د دغه بوډاګې حكومت د ساتني لپاره امريكايانو فوج هم په افغانستان كې وجود لري چه حتى د كرزي ساتنه هم خپله كوي ولي استعمار نه ګڼي؟؟؟؟؟؟؟؟

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان


دېمعنی چې

نقاد
17.04.2005

څاروانه وروره عليکم سلام و رحمت الله وبرکاته !
تاسو ليکئ چې
[quote:e37797555f]نقاد صيب زه د فيل په غوږ كې ويده نه يم د بوش هغه خبري مي اوس هم په ذهن كې دي چه دغه جنګ ته ئې صليبي جنګ وويلو خو بيا ورته په اسلامي هيوادو كې ددغه فرعون حواريينو د خپل بادار خبرو ته پيوندونه لږول.[/quote:e37797555f]

دا سمه ده چې بو ش د سپتمبر د ١١ نېټې د بريد په غبرګون او پر القاعده او طالبانو باندې د يرغل په وخت له غصې څخه دا خبره کړې وه.
خو په الفاظو باندې د يوه حقيقت خصلت نه بدليږي خو پارونکی اغيزلري . نو ځکه بوش خپله خبره ژر بيرته واخيسته، او پر همدې علت يعنې د پارونې له پاره يې جنګ طلبه طالبان ﻻ پسې تبليغوي . نو تاسې به ولې د پيل غوږ کې ويده ياست ، تاسې دا کار قصدأ د جنګ راپارونې له پاره د يواځينۍ پلمې په توګه کوئ ، خو حقيت دادی چې صليبي جګړه د صليبيت قدرت ، د صليبيت دوران (قرون وسطی) او د صليبيت د مرکز واتيکان له خوا اعلامول او په تيره بيا د ټول لويديځوال
ولس صليبي شعورغواړي ، خو دغه يو هم له دوه درې پيړيو راهيسې اوس وجود نه لري. هغه څه چې په صليبي شکل وجود لري، هغه صرف او صرف د قرون وسطی يوې وروسته پآتې دهقاني او کليوالې ډلې محافظه کار مذهبي شعور دی چې د طالبانو په نامه ياديږي . دوی د خپل قرون وسطايي شعور په آيينه کې ټول جهان ته ګوري ، هرڅه ورته صليبي صليبي ، او د فيل غوږ کې ويده ويده دهقاني دهقاني ، مذهبي مذهبي او ړانده ړانده ښکاري ، نو ځانونه ورته بيدار ، د ړندوترمنځ د يوې سترګې خاوندان اوپه دې توګه د پاچاهۍ مستحق ښکاري . نو ښايي دا به يوه اوږودمهاله تاريخي ناروغي وي چې رنځور تر ګوره پورې بدرګه کوي .

د مهاجرو خبره دي كړي نو فكر وكړه چه خلك په كومه هجرت وكړي په ګاونډيانو كې دي داسي څوك نشته چه د عصر د فرعون فروعنيت نه مني. [quote:e37797555f]هغه خلك چه واپس هيواد ته ځي اكثريت ئې هغه دي چه په ژمې كې پيښور ته راغلي او د ګرمي په موسم كې واپس افغانستان ته ځي [/quote:e37797555f]
څه ضد او نقيض، چې په ژمي کې آزادانه پيښور ته تللی شي، نو په ژمي کې هجرت ولې نشي کولی. او هغه کسان چې په ژمي کې ته وطن ته راستنيږي، هغه
څوک دي؟ ايا هغه هم يو د ډول سرچپه کوچيانو کډې بولې چې داوړي پر ځای په ژمي کې وطن ته ستنيږي ؟
[quote:e37797555f] د ولسمشري انتخاباتو خبره دي كړي : د ولسمشري د انتخاباتو څخه وړاندي د كرزي په اړوند خلكو دغه ټپه زمزمه كوله جانانه! خانده خوشالېږه پلار مې را ضي دى، ما هم تاته دركوينه [/quote:e37797555f]
او په ټاکنو کې د خلکو فعاله او بي سارې ونډه اخيستل او د پښتنو په رايو سره د د کرزي په ګټه د ټاکنو ګټل موهیرشول ؟ ايا دا د فيل په غوږ کې د ويدو پر مخ د ويښولو له پاره د افغان اولس يوه کلکه سپيړه نه وه؟ پورتنۍ ټپه به چا د ځان د يرويستنې له پاره جوړه کړې وي ، څوترګوره پورې عبرت وانخلي .
[quote:e37797555f]د امريكايانو وجود په پاكستان او افغانستان كې جلا معناوي لري [/quote:e37797555f]، څاروان ورره ځکه چې د القاعدې او طالب مقاومت هلته نشته ، د سپتمبر د ١١ نيټې دبريد قومانده او سازمان د طالبانو تر سيوري او چتر ﻻندې له په افغانستان له خاورې څخه تر سره شوي وه او د مشر ترهګر ساتنه دلته کيدله نه په پاکستان کې . کم فرق چې تهورته ګتهنیسې خو نوم یې نه اخلې هغه یواځې همدغه چې درته په ډاګه کړ او بس !
[quote:e37797555f]كه تاسي د روسانو د ځپلو لپاره د امريكايانو وجود په افغانستان كې ښه ګڼي نو پدي كې د افغانانو څه ګټه [/quote:e37797555f]
تاريخ شاهد دی چې ترکيې، ايران او پاکستان ته د روسيې پر ضد د امريکا اډو هم مالي او هم دملي ګټې ورسولې، او د شوروي د خپل نړيوال قدرت په وخت کې هم د امريکا سره دښکر اړمولو جوګه نشو ، اوس د روسيي استعمار ګرانو ماتول له چيچنيا نه نيولې د ټو لو اسيايي اسلامي هيوادونو په ګټه دي . که له قفقاز څخه راښکته د روسيې نفوذ ورک او اسيايي جمهوريتونه يې واقعأ خپلواک شي ، په افغاستان کې به د امريکا يوه پوځي اډه هم بيا څوک ونه ويني . مونږ په افغانستان کې نه امريکايان او نه پاکستانيان غواړو، خو که سيمه کې د روسانو او په هيواد کې د يو ولسواک دولت سره د طالبيت د لجوج مقاومت تر ماتولو پورې د ملي اردو د بشپړيدلو په هدف مرسته کوي، په دې محدوديت او شرايطو يې ښايي وتلو ته ډير وخت پاتې نشي او ګټور تمام شي.
[quote:e37797555f]
نقاد صيب د كومې مرستو يادونه چه تاسي كړي ... د پرون مرسته كونكو تيل لرونكې ملكونه نني د همدغه كفري مستعمرينو په پنجوكې دي كومو چه افغانستان مستعمريه كړي نو د دغه ملكونو لخوا په افغانستان كې جوړو شوو خيريه موسيسو باندي پيسي ودرول شوي ....د نوري نړي څخه چه د روسانو د مقابلي لپاره كوم مسلمان ځوانان راغلي وه مونږ ورسره څه وكړه ؟؟ كه زمونږ همدغه كړه مسلمانان خپلو سترګو ته ودروي نو يو به هم زمونږ مرستي لپاره رانشي.[/quote:e37797555f]

ما خو مخکې هم ويلي و چې الله تعالی له چاسره مرسته کوي ، نو وسايل او اسباب يې هم رامنځته کوي، دتيلو دغه هيوادونه هغه خت هم د امريکا يانو په ﻻس کې وو ا اوس هم، هغه وخت دواړو ، هم دوی او هم امريکا د ټللويديځ په شمول مرسته کوله، نن يې امريکا او دغه هيوادونه ، لويديځوال او زمونږ خپل ګاونډي هيوادونه هم د جنګ طلبه جاهلانو سره نه کوي، ځکه چې د طالبانو ظلم ، ظلمت او جهالت خدای تعالی هم نه دی خوښ کړی . د امريکا يا کرزي تيروتنې، زور زياتی او ظلمونه به هم پر سزا ورسيږي ، ا افغانستان به له امريکايانو ، طالبانو، مجغدينو تنظيمونو، ټوپکسالارانو، خلق ، پرچم اوتميانو له پنجو څخه خلاص ، آزاد، مستقل او اولواک اسلامي هيواد وګرځوي. خو اوس طالب او القاعده پر امريکانو وهي ، تر څو دوی ژوندي وي د اسلام نوراني او تنويري نوم او حيثيت بيا د ذلت او جهالت په ژبه او عمل خراب نه کړي .

[quote:e37797555f]نقاد صيب كه د طالبانو جهالت د ۱۱ ستمبر واقعه رامنځ ته كړه خو د هغه متمدينو او پوهو خلكو رحم او انصاف د زرګونو انسانانو په كانتينرو كې د هوا او اوبه د نه وجود په سبب وژنه رامنځ ته كړه ،نوري كارنامي به د دغه متمدينو او پوهو خلكو نه راسپړم ځكه خبره اوږدوي. خو دومره وايم كه طالبانو كومي سهوي كړي هغي ته تر تاسو پوري خلك ناپوهي واي خو دغه متمدنيو او پوهو چه كوم وحشي كارونه كړي هغي ته څه نوم وركوي؟؟؟؟؟؟ [/quote:e37797555f]9.

څاروان صيب ايله دې سمه اومهمه پوښتنه مطرح کړه :
که امریکايان متمدن دي هم د ځان ه پاره دي او که تر کومه ځايه پوهه لري هم د ځان له پاره يې لري . په سياست کې همدغه هدف وي .
هغه څه چې پر کانتينرونو کې تر سره شول د نړۍ په تاريخ کې يې د وحشت مثال نه وينم ، خو وګورئ که امريکايانو دا کار کړی وي هم خپله يې نه دی کړی، زما او ستا پر هيوادوالو ، افغاني ورونو په ﻻس يې کړی دی، او که امريګايانو نه وي کړی خو تش د هغه مخه يې نه ده نيولی ، څو د افغاني عمل افغاني سزا يې وبولي ، نو هم دوستم او دوستميانو او ستميانو ترسره کړی دی . وروره د دوهمې نړيوالې جکړې مجرمین اوس هم په سزا رسيږي، که هيواد خپلواک او اولسواک شي، ليرې نه ده چې د بوش له کليکې څخه قانوني قضايي پوښتنه پخله آن په امريکا کې وشي، خو که په يوه هيواد کې پخپله اولسواکي نه وي، دکتاتوري وي، جګړې وي بي امنيتي وي او د اولسواکۍ اخلالول وي، هغه به څرنګه له بل هيواد څخه د خپلو وګړو د تلف شويو حقوقو غوښتنه وکړي؟ اولسواکي اوس دهرڅه بنسټ او د ټولو انساني حقوقو اساس دی، په ملي او نړيواله سطحه ، خو نه پر دې مانا چې دغه حقوق پخپله اتومات سړي ته ورکول کيږي ، بکې وتل کيږي او اخيستل کيږي، او دمکراس ده چې سړی ددې جوګه کوي .
پهاولسواکۍ کې د هر داخلياو هر خارجي وحشت مخه نيول کيږي اود هر داخلياو خارجي وحت پلمه له منځه ځي او د خپلو حقوقود ګټلو له پاره د مل ټول معنوي اومادي ځواک په کارلويږي، او له خپل دين اومذهب، خپل کلتوراو مادي او ملي شتمنيو څخه دفاع کيږي، له دې کبله مونږ بايد د هيڅچا يوهناکدۍ اوناخوالههيره نکړو ملي اوبين امللي جنيتکاران ملي او نړيوالومحکموته د
داولسواکۍ د مدنيت پربنسټ راکاږو ! والسلام .



څاروان
18.04.2005

18-4-2005

نقاد صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته

[color=indigo:f8e46001d3]نقاد صيب كه څومره هم كوشش وكړي چه حقيقت تر ترپال لاندي كړي او د خلكو د ليدو څخه ئې وستاي بيا هم حقيقت نه پټيدونكې شي دي.[/color:f8e46001d3] زما په تيره ليكنه كې ډيري پوښتني مو بې جوابه پريښي دي او د لوستونكو څخه د مسئلي د حقيقي طرف د پټولو په خاطر مو ليكني ته كونج وركړي خو خير د ليكني په اړوند دي زما نظر هم ولوله.
1. كوم پيوند چه تاسي په خپله ليكنه كې د بوش خبري ته ايښي همدغه پيوند د بوش هغه حواريينوهم د خپل بادار خبري ته ايښي وه كومو ته چه ما په خپله تيره ليكنه كې اشاره كړي وه. نو دغه پيوند مو قابل د قبول نه دي.
2. د [color=violet:f8e46001d3]مهاجرينو [/color:f8e46001d3]په خبره كې زما په ليكنه كې هيڅ كوم تضاد نشته ځكه د هيواد څخه پدي نوم راوتل چه د ښكيلاكو صليبي ځواكونو څخه هجرت كوم او په خلاف به ئې مبارزه پيل كوم هيڅ يو ګاونډي هيواد دي پريښودو ته چمتو نه دي بلكې د هغه مخكينيو مهاجرينو كې كه د چا په نيت پوه شي چه ددوي د بادار په خلاف كوم حركت كوي نو سمديستي ئې په پنجره كې اچوي. شايد اوس د خبري څه وضاحت درته سوي وي او سر دي پري خلاص سوي وي.
3. د [color=white:f8e46001d3]اولس مشري انتخابات[/color:f8e46001d3] د مستعمرينو په سيوري كې ترسره شوي چه ددي مستعمرينو انصاف د بون د غونډي څخه مونږ ته معلوم دي چه د كرزي دوه رايي د ستار سيرت د يولس رايو څخه درني وي. نو ځكه ښاښيوالو دغه ټپي په خپله مجله كې ليكلي وي
كرزي:
جانانه! خانده خوشالېږه
پلار مې را ضي دى، ما هم تاته دركوينه
ستارسيرت:
زلفې مې ټينګې په لاس نيسه
د بد نصيبو روزي تل له لاسه ځينه
نو نقاد صيب دغه ټپي د مجاهدينو پيداوار نه دي.
4. نقاد صيب د زړه د سترګو د دربينو په شيشو دي لږ كپړه ووه چه دغه ګرد ترينه لري شي او پدي پوه شي چه په[color=white:f8e46001d3] تركيه، ايران او پاكستان [/color:f8e46001d3]كې ددغه خلكو اډي په كومو شرائطو وي او ستا په هيواد كې ددي خلكو اډي په كومو شرائطو وجود لري او همدارنګې ددي خلكو وجود په پاكستان كې څه معنا لري او په افغانستان كې څه معنا لري؟؟؟
5. [color=darkred:f8e46001d3]نقاد صيب ليكي:[/color:f8e46001d3]
[[دتيلو دغه هيوادونه هغه خت هم د امريکا يانو په ﻻس کې وو ا اوس هم، هغه وخت دواړو ، هم دوی او هم امريکا د ټللويديځ په شمول مرسته کوله، نن يې امريکا او دغه هيوادونه ، لويديځوال او زمونږ خپل ګاونډي هيوادونه هم د جنګ طلبه جاهلانو سره نه کوي، ]] [color=indigo:f8e46001d3]نقاد صيب په ليكنه كې تيل لرونكو هيوادونو ته په را رسيدوحقيقت خواركې دي يوځل بيا تر تلتك لاندي كړي. [/color:f8e46001d3]روره دا درسره منم چه هغه وخت هم تيل لرونكې هيوادونه د امريكايانو په لاس كې وه خو هغه وخت ددي تيل لرونكو هيوادونو مرستي د امريكايانو د دښمن د ختمونكو سره وي چه هغه روس وه اوس هم ددغه تيل لرونكو هيوادونو مرستي د امريكايانو سره د مجاهدينو په مقابل كې همغه شكل لري يعني د تيل لرونكې هيوادونه د پرون په څير اوس هم پدي كوشش كې دي چه د امريكايانو دښمن له منځه يوسي او د امريكايانو دښمن پرون روس وه او نن د افغانستان اوعراق مجاهدين. نو[color=white:f8e46001d3] نقاد صيب د تيل لورنكو هيوادونو په پروني او نني هدف كې كوم بدلون نشته لكه څنګه چه پرون ددغه هيوادو څخه دا توقع نه كيده چه د امريكايانو دښمن[ روس] سره به څه كومك وه كړي همداسي ترينه نن هم څوك دغه توقع نه كوي چه د امريكايانو دښمن [ د افغانستان او عراق مجاهدين] سره به كوم كومك وكړي.[/color:f8e46001d3]
6. [color=darkred:f8e46001d3]نقاد صيب ليكې:[/color:f8e46001d3]
[که هيواد خپلواکاو اولسواک شي، ليرې نه ده چې د بوش له کليکې څخه قانوني قضايي پوښتنه پخله آن په امريکا کې وشي،]]
[color=white:f8e46001d3]نقاد صيب تاريخ وه ګوره كه چاپان تر اوسه د امريكايانو څخه د خپلو زرګونو خلكو د وژلو پوښتنه كړي وي نو ته به ئې هم وكړي كنه نو دغه خوب دي اوبو ته تير كړه.[/color:f8e46001d3]
7. [color=darkred:f8e46001d3]نقاد صيب ليكې:[/color:f8e46001d3]
[[اولسواکي اوس دهرڅه بنسټ او د ټولو انساني حقوقو اساس دی،]]
[color=white:f8e46001d3]نقاد صيب څه فكر كوي اسلام د ټولو انساني حقوقو اساس نه شي كيدا؟؟؟ كه كيداي شي نو بيا ولي اسلامي حكومت نه غواړي؟؟ او كه غواړي نو بيا د اسلامي حكومت نوم په اولسواكې حكومت بدلول ضرورت څه دي؟؟ [/color:f8e46001d3]
په آخر كې دا وايم چه[color=blue:f8e46001d3] نقاد صيب د كفري مستعمرينو د لمن په نيولو كه پرون كمونستان بختور شوي وي نو نن به تاسي هم شي[/color:f8e46001d3] او تاسي په خپله د د پرونيو كفري مستعمرينو حال وليد نو د الله پاك په نصرت د نني كفري مستعمرينو حال به د پرونيو كفري مستعمرينو څخه ډير بد وي. [color=indigo:f8e46001d3]الحمد لله مونږ او تاسي مسلمانان يو او اسلام مونږ د صليبيانو د تولي او نصر څخه منع كوي:[/color:f8e46001d3]
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)
ن[color=brown:f8e46001d3]و راځي چه په همدي قول د الله پاك عمل وكړو او د صليبيانو د ملاتړ څخه لاس واخلو ګوري د هغه چا څخه چه نن صليبيان راضي دى د هغي وجه يو شي او هغه الله پاك داسي بيان كړي:[/color:f8e46001d3]
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

=========================================يوسف څاروان


نقاد
18.04.2005

څاروان صاحب او درنو لوستونکو ته له درناوي ډک سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم .
تاسو ليکلي:
[quote:594f8065d5]1. كوم پيوند چه تاسي په خپله ليكنه كې د بوش خبري ته ايښي همدغه پيوند د بوش هغه حواريينوهم د خپل بادار خبري ته ايښي وه كومو ته چه ما په خپله تيره ليكنه كې اشاره كړي وه. نو دغه پيوند مو قابل د قبول نه دي[/quote:594f8065d5].
څاروان صيب د بوش حواريون خو دا هم وايي چې ٢+٢ مساوي ٤ کيږي ، نو تاسې به له دې نه هم انکار کوئ او نه به يې منئ ، چې دا خو د بوش حواريون هم وايي ؟
[quote:594f8065d5]2. د مهاجرينو په خبره كې زما په ليكنه كې هيڅ كوم تضاد نشته ځكه د هيواد څخه پدي نوم راوتل چه د ښكيلاكو صليبي ځواكونو څخه هجرت كوم او په خلاف به ئې مبارزه پيل كوم هيڅ يو ګاونډي هيواد دي پريښودو ته چمتو نه دي بلكې د هغه مخكينيو مهاجرينو كې كه د چا په نيت پوه شي چه ددوي د بادار په خلاف كوم حركت كوي نو سمديستي ئې په پنجره كې اچوي. شايد اوس د خبري څه وضاحت درته سوي وي او سر دي پري خلاص سوي وي. [/quote:594f8065d5]3.
سره ددې هم دلته مو مشت نمونۀ خروار نه ده، بلکې ډير مهاجر داوطلبانه هم هيواد ته راستانه شوي دي، او د طالب زوال چا د هجرت کولو يا هجرت ته د دوام ورکولو لامل نه دی ګڼلی او هيواد ته راستانه شوي دي! که څو تنه چې د خپل تور قدرت څخه لویدلي ود خپل لجاجت او شق کولو له پاره د خپل پخواني پنجابي بادارانو
غیږې ته ورتښتي، هغه څوک جهاد نه ، بلکې دترر ځالو ته ورتګ بولي ، هلته ځان سمبال او د خپلو وطنوالنې وینې تویې کړي .
[quote:594f8065d5]د اولس مشري انتخابات د مستعمرينو په سيوري كې ترسره شوي چه ددي مستعمرينو انصاف د بون د غونډي څخه مونږ ته معلوم دي چه د كرزي دوه رايي د ستار سيرت د يولس رايو څخه درني وي.[/quote:594f8065d5]

ايا دلته هم د يونس قانوني رايې پر کرزي زياتې بولئ که څنګه؟ که يې نه بولئ نو ددې مثال تکرارول دلته بل څه ربط لرلی شي؟ که د بن د جرګې ترکيب ديموکراتيک وای او د پښتنو ملي اکثريت په کې له لومړي سر څخه مراعت شوی وای، سيرت څوک و چې په پښتنو کې يې هم اکثريت له کرزي څخه ګټلی وای .
[quote:594f8065d5]
4. نقاد صيب د زړه د سترګو د دربينو په شيشو دي لږ كپړه ووه چه دغه ګرد ترينه لري شي او پدي پوه شي چه په تركيه، ايران او پاكستان كې ددغه خلكو اډي په كومو شرائطو وي او ستا په هيواد كې ددي خلكو اډي په كومو شرائطو وجود لري او همدارنګې ددي خلكو وجود په پاكستان كې څه معنا لري او په افغانستان كې څه معنا لري؟؟؟ [/quote:594f8065d5]
څاروان صيب جملې مو ټولې اشعه يي دي، خو څه چې موکرلي هغه مو وريبل ، پر نورو يې مه ورتپئ :
د ترکيې ايران او پاکستان اډې ددغو هيوادونو سره په دوستۍ کې جوړې شوې وې، که تاسو ته هغه شکل ښه ښکاري، تکراروم [color=blue:594f8065d5]که تاسو ته [/color:594f8065d5] هغه شکل غوره ښکار ېده، نو دا چانس خو طالب رژيم ته ﻻښه موجود و ، چې دامريکايانو سره يې همدغسې مستقله دوستي کړی وای، د بن ﻻدن په ناسيونالستي توصيه يې د سعوي عربستان د ګټې له پاره د تيلو د پايپ ﻻين په هکله د تړون وعده د امريکايي کمپنۍ سره نه وای فسخه کړې او بيا يې د ١١ د سپتمبر ترهګری بريد نه وای تر سره کړی، نو د ذکر شويو شرايطو فرق به ، کوم ته چې تاسې داسې پر نبوغه نغوته کړېده، هم نه وای رامنځته شوی! همدااوس د ټول افغان د لومړي مخ د مقالو دهغې مقالې چې د (( حقايق ممنوع )) تر سرليک ﻻندې خپریږي، یوه برخه یې پر دې حقيقت شاهدي ورکوي . نو لږترلږه دغه ښکاره فرق چې تاسو ترې وینې غورځوئ پخپله د طالبانویوسوغات دی نه د بل چا!
بیه دافغانستان اړیکې هم تدریجأ خو په پیګیر ډول همغه شکل غوره کوي چې اریکه یې ستاسې په اټکل له ترکیې او پاکستان ره لري ، که طالب رک شي نوبیابه دې له خیره ادغه آرمان هم پوره شي!
څاروان صیب مخکې داسې لیکلي و چې د مجاهدینو سره [quote:594f8065d5]د پرون مرسته كونكو تيل لرونكې ملكونه نني د همدغه كفري مستعمرينو په پنجوكې دي كومو چه افغانستان مستعمريه كړي نو د دغه ملكونو لخوا په افغانستان كې جوړو شوو خيريه موسيسو باندي پيسي ودرول شوي [/quote:594f8065d5]
له دېنه داسې نتیجه اخیستل کیږی چې ترپرونه پورې د عربی سیمې تیل لرنکو هیوادونو له افغاني جهاد سره سمه اسلامي مرسته کوله ، خونن یی له طالب او القاعدې سره نه کوي . خو برعکس تاسو په لاندینۍ لیکنې سره ثابتوئ چې نا ،له هماغه اول څخه ددوی مرستې اسلامي نه وې اوهماغه وخت دامرستی هم دغربیانو پر امر ترسره کید ې :
[quote:594f8065d5]«و روره دا درسره منم چه هغه وخت هم تيل لرونكې هيوادونه د امريكايانو په لاس كې وه خو هغه وخت ددي تيل لرونكو هيوادونو مرستي د امريكايانو د دښمن د ختمونكو سره وي چه هغه روس وه اوس هم ددغه تيل لرونكو هيوادونو مرستي د امريكايانو سره د مجاهدينو په مقابل كې همغه شكل لري يعني د تيل لرونكې هيوادونه د پرون په څير اوس هم پدي كوشش كې دي چه د امريكايانو دښمن له منځه يوسي او د امريكايانو دښمن پرون روس وه او نن د افغانستان اوعراق مجاهدين. نو نقاد صيب د تيل لورنكو هيوادونو په پروني او نني هدف كې كوم بدلون نشته لكه څنګه چه پرون ددغه هيوادو څخه دا توقع نه كيده چه د امريكايانو دښمن[ روس] سره به څه كومك وه كړي همداسي ترينه نن هم څوك دغه توقع نه كوي چه د امريكايانو دښمن [ د افغانستان او عراق مجاهدين] سره به كوم كومك وكړي. »[/quote:594f8065d5]
په دې توګه دافغانستان د آزادۍ په جګړه کې ټولې مرستې لویدیځ کړي او رامنځته کړي، او دهغې په بدل کې د سپمبر د ۱۱ نیټې برید د طالبانو انساني تشکر مینه او او مننه وه ؟ . نو څاروا ن صیب تاسوته خوداهم کفایت نه کوي، نونه پوهیږم ، آخر تاسو له طالبانو څخه نور څومره .....غواړئ ، څو تاسو یې هم مینه او مننه دغسې لغتې وبولئ ؟

[quote:594f8065d5]6 . نقاد صيب ليكې:
[که هيواد خپلواک او اولسواک شي، ليرې نه ده چې د بوش له کليکې څخه قانوني قضايي پوښتنه پخله آن په امريکا کې وشي،]
نقاد صيب تاريخ وه ګوره كه چاپان تر اوسه د امريكايانو څخه د خپلو زرګونو خلكو د وژلو پوښتنه كړي وي نو ته به ئې هم وكړي كنه نو دغه خوب دي اوبو ته تير كړه. [/quote:594f8065d5]
خیر جاپاني میلتاریزم د جرمني د نازي رژیم او ایټالوي فاشیزم سره د دوهمې نړیوالې جګړې د ناسپیڅلي اتحاد په مثلث کې هغه هیواد و چې تر ټولو مخکې یې پرامریکایی اډو هوایی بریدونه پیل کړل . اوبیا ټول ملت یې ددغو تیریوترشا ولاړ و. په افغانستان کې دطالبانو سیات پخپله منفور ، ګوښی او په تیره بیا د سپتمبر د۱۱ نیټې برید خو یې یو پټ تروریستي عمل و، چې نورملت د هغوی په جرمونو کې نه حسابیږي . سره ددې هم امریکایانو جاپانی بندیان نه دي وژلي ،نو
تاسو وړاندې کړی مثال په جاپاکې له سره صدق نه کوي . په اولسواکۍ کې خو لږترلږه د پیښې داخلي عاملین نشي خلاصیدای او په سزا رسیږي ، چې دا تر ټولومهمه ده.

[quote:594f8065d5]نقادلیکي : [اولسواکي اوس دهرڅه بنسټ او د ټولو انساني حقوقو اساس دی،]]
نقاد صيب څه فكر كوي اسلام د ټولو انساني حقوقو اساس نه شي كيدای؟؟؟[/quote:594f8065d5]
څاروان صیب ، له همدې کبله خو زه اولسواکي او مبارک اسلام سره بیلولی نشم ! ته څه فکرکوې چې ما چیرې هم د ګران هیوا د اوهیواد والو له پاره له اسلام پرته داولسواکۍ غوښتنه او پلوی کړی دی؟.
[quote:594f8065d5] كه كيداي شي نو بيا ولي اسلامي حكومت نه غواړي؟؟ او كه غواړي نو بيا د اسلامي حكومت نوم په اولسواكې حكومت بدلول ضرورت څه دي؟؟ [/quote:594f8065d5]
[color=cyan:594f8065d5]وروره په اسلام کې اولسواکي شته ،خو په ملا او طالب کې نه !
دغه راز اولسواکي اسلام ته پوره ځای ورکوي، خوملااو طالب ( ځان ته وګورئ او نور پرې درنیسه) اولسواکۍ ته چانس قدرې هم نه ورکوي، که څه هم د اسلام لوښه خورا پراخه د ه. مثلأ اسلام باید دالسواکۍ ټولو هغو اصولواوغوښتنو ته خای ورکړي چې په اسلام کې منع او حرام نه اوسي : په تیره بیاهغواصولو ته چې په اسلام کې هم وواو شته لکه : د حکومت مشروعیت، دولسمشرۍاوشورا ټولټاکنې، دولایتي ، اولسوالۍ او کلیوالې شورا ګانو له پاره ټاکنې د هرې ادارې ، موسسې ، اقتصادي
تاسیساتو ، اجتماعي سازمانونو، ګوندونو ، صنفي او غیر صنفي اتحادیو، د اسلای علماو دشورا او نورو ارګانونومشري په آزادو ، پټو او دیموکراتیکو رایو د ورکولوله لارې وټاکل شي . آيا د څاروان اسلام به له ديکتاتورۍ تير شي او په مسلمان امت ته به د مشرانو د ټاکلو له پاره د رايو ورکولو حق ورکړي؟

څاروان صیب په آخر كې به ستا ورستۍ جملې په لږ تغير او بشپړاوي داسې سره په ګډه ووایو چه مونږ دهیڅچا لمن نيولو ته اړه نه لرو، الحمد لله مونږ او تاسي مسلمانان يو، اسلام ،ملی او اسلامي اولسواکي مونږ د پردیو له واک اواکمنۍ څخه منع كوي اوخپلو ملي،اسلامي او دموکراتیکو ګټو ته مو پام راګرځوي . والسلام![/color:594f8065d5]


نقاد
19.04.2005

تر سلام ووسته :
پتنګ خانه خانه ، تاسو ليکلي چې :
[quote:4624923037]نقاده وروره! 180 درجې بلې خواته تللی ئي ،قضاوت دې بيخې يو طرفه دي زه به يو ځه درته وليکم خو اوس تاسودا دلاني ليک ولونۍ .

بېنوا خپرنيزه څانګه ليکې :
پر عراق د امريكې د بريد اساسي لامل...... [/quote:4624923037]

١ـ وروره څه پوه شوې چې ١٨٠ درجې بلې خوا ته تللی يم، له څشي څخه ١٨٠ درجې ليرې ؟ آيا ستاسې له نظرڅخه ١٨٠ دجې ليرې تللی يم؟ دا خو امکان لري ، خو هغه وخت چې تاسې خپل نظر څرګند کړئ، تر هغه مخکې دا درجې نه مالوميږ ي.
٢ـ څه پوه شوې چې قضاوت مې بيخي يو طرفه دی؟ تاسې د څه له پاره ترليکلو وړاندې داسې ژمنه کوئ چې [quote:4624923037]زه به يو ځه درته وليکم [/quote:4624923037]؟؟؟
بيا هم :
له لطف نه مو ډيره مننه . والسلام . نقاد


[quote]د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله[/quote]

KHATHGAR
19.04.2005

[quote:a89792fdd3="څاروان"]په تير پسي:

[quote:a89792fdd3]د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله[/quote:a89792fdd3]

يوسف څاروان[/quote:a89792fdd3]
درنو دټول أفغان د بحث فورم ګډونکو أو لوستونکو، پس له سلامه:
دېوې مودې راهيسې دادۍ د قرأني متبرکه أياتو أو نبوي أحاديثو په پر ځاېه أو بې ځاېه راوستلو سره ،دمونږ أفغانانود دغو اسلامي مقدساتو نه په ناوړه استفادې أو د هغو تر شا خپل د أصلي مقاصدو دپټولوپه هدف ( چې زه دا عمل غير مشروع أو د أخلاقي جرأت پرته کاربولم)پر بې وزلو، جګړې أو بربادۍ ځپلوأفغانانو أو خاصتأ پښتنوباندې د پخوانېو ناورينودتکرارتلاښ کيږي، چې دا أفغان ولس باندې ماضې ملنډې وهل دي٠ د دين دغه ټېکه داران چې أصلي ښوؤنکي ئې داسې ناپښتني څېرې لکه "مولېنا" فضل رحمن؛ "قاضي" حسېن أحمد أو د دوۍ لوی پېشوا چې دوی ئې "مجاهد أعظم" بولي (أسامه درته يادؤم) دي، ترور أود هغې بربادي راوړونکې پايلې ئې په أفغانانو پېرزو کيږي٠
تاسې په خپله قضاوت وکړئ، أيا ترور ېو پېژندل شوی مفهوم نه دی؟ خو أوس ئې څاروان دخپل له "قاموسه" را وېستلې مانا باندې مونږ ته د دوکې راکولو په نېت چې ځه مانا به ئې ليږ څه واړوم خو دوۍ ( يانې زه أو ته ) به کرا کرا دغه کرغېړن لفظ
په مقابل کې بې توپيره پاتې شي أو له هغه سره به عادت شي،را باندې تحميلول غواړي٠
نه څاروانه ،مونږ ورسره عادت کول نه غواړو أو له هغه څخه مو په پښتني، أفغاني ، اسلامي أو بالأخره انساني دﻻيلو سخته کرکه کيږي٠ تاسې ئې تصور وکړئ څومره ګﻻلي ماشومان به په مکتبونو کې په بم الوزول کيږي، څومره به بې ګناه انسانان په خاورو نېستيږي: لس زره، سل زره، که مليون ؟ ودانئ ،سړکونه أو باغونه به څومره ورانيږي ترڅو د ترور په وسيله دا ښاغلي خپل نامالوم هدف ته ورسيږي٠ ماته دمرحوم يوسف مېړني خبر را ياد شوه چې وئېلي ئې ؤ، (( دوۍ له دين څخه نعوذ بالله چاړه جوړوي، خپله بادرنګ پې خوري أو نور په ګيډه پرې وهي ))٠
د ترور أو تروريزم په مانا خو يقينأ چې په خپله څاروان ډېر ښه پوهيږي، خو بېا هم ما په ﻻندې کتابونو کې چې همدا ګړئ مې ﻻس ته راغلل داسې ولوستل:
terror: 1-intense overpowering fear
2-violence commited esp by a group for political purposes
3- one that instills intense fear
terrorism: the political use of violence or intimidation
منبع: american heritage dictionary, N.Y. 1994
II-
Terror= ترور، وحشت، ارعاب
Terrorismus= حکومت اراب وتهديد
منبع: فرهنګ ألماني فارسي، حسين توکلي- تهران ١٣٧٢
III-
terror= ډېره وېره، زيات ډار
terrorism= ډار اچونه، دهشت د ﻻرې خلک اطاعت ته مجبورول
منبع: انګرېزي پښتو قاموس، پښتو ټولنه - کابل، ١٣٥٤
بله دا څاروانه، چې په وړوأو تنګو ويالو کې خو ته بند پاتې ئې أو هېڅ ترې راوتلی نسې، نو که ته په خپله ځان لوی أفغاني درېاب ته ﻻهو کړې مناسبه به وي، که څنګه؟؟؟ باقي والسلام٠
أباد أو سرلوړی دی وي ګران أفغانستان
ر٠خټګر


نقاد
20.04.2005

څاروان صيب غواړي له ناممکناتو څخه ممکنات جوړ کړي چې وايي (( زه ترور شړلو او ويستلو ته وايم)) او نشي ويلی چې ترور شړلو او ويستلو ته ويل کيږي . څنکه چې ترور ويستلو اوشړلو ته نه ويل کيږي، نو ددې چاره څاروان صيب په دې کوي چې : (( زه خو يي ورته وايم)) او هغه هم ددې له پاره چې دترور
ناوړه او کرکجن عمل ته د آزادۍ د جنګ او جهاد بڼه ورکړي . دده دغه هڅې يوه لطيفه را په ياد کړه چې يوه سړي د بل په مخکې وويل چې پر ډيران خو لمونځ نه کيږي، نو ده ځواب ورکړ چې : والله ما چې کولو نو ښه کيدو، ته څنګه وايې چې نه کيږي؟
څاروان هم وايي: ما چې ويستلو او شړلوته ترور وايه نو ښه ويل کيده، ا و ويل کيږي، نو تاسو څنګه واياست چې ترور ورته نه ويل کيږي؟


م ن غروال
21.04.2005

محترم نقاد ورور سلامونه مې ومنئ!
ښاغلي څاروان ورور د اسلام په فورم کي هم ترور ته اسلامي بڼه يا جواز ورکړۍ دي او هم يي ترجمه په بل ډول کړې ده خو هغه څه ته چې تاسو اشاره کړې ده د اسلامي او انساني اصولو او د منطق او علم له مخې بلکل سم او درست دي٠ ترور نشي کيدای چې يوه مجازه کلمه وبلل شي او د ( ښه) خطاب ورته وکړو٠
د اسلام په فورم کي به تاسو هم لوستي وي چې ښاغلي څاروان ورور څه ويلي دي او په مقابل کي يي ښاغلي حليمي صاحب ډير ښه او مناسب دلايل وړاندي کړي دي٠ پدې هکله که هر څومره کوښښ وشي بيا هم د هيڅ يو مؤمن لپاره د منلو وړ نشي کيدای٠ دا ډول انګېرنې او څيړنې او دلايل او دا ډول ترجمې نه يوازې چې د اسلام مقدس دين ته او د ريښتينو مجاهدينو او اسلامي نړۍ ته کوم ډول ګټه نلري، باالعوض ډير مضر او خطرناک هم تماميدای شي٠ که دوئ په ريښتيا له عقل څخه کار واخلي او هر څه يي د علم د پلټنې غور او تحليل څخه وروسته وي هيڅ کله به هم دا ډول منفور او زشت او خورا بدو اعمالو ته د مجاز کوښښ ونشي٠ که دوئ په ريښتيا همدا د بري اصيله لار مخ ته نيولاې وای ولې به نن ګران هېواد افغانستان په دومره لويو بدو عواقبو اوښتو او ولې به بهرنيان د بي ٥٢ په زور راننوتل٠
خبرې خورا زياتي دي خو سر يي تل يو دي هغه دا چې : هر هغه چې د انسان کرامت او شرافت او انساني حقوق او نړېواله اسلامي ټولنه نه مني او علم يي رد کوي هغه ته د جواز کوښښ هيڅ ځاي هم نه نيسي٠ که نه کومې جملي چې تاسو ترسيم کړي دي او يا يي ښاغلۍ حليمي صاحب ترسيم کوي، ځواب يي زه د منطق په اصولو او د علم په چوکاټ او داسلا م په سپيڅلي لمن کي نه وينم٠
په درناوې
غروال



څاروان
24.04.2005

۲۴-۴-۲۰۰۵
نقاد صيب
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته.
لومړى خو بخښنه غواړم چه د جواب په ليكنه كې مې زنډ وكړو.

نقاد صيب په دي ليكنه كې دى ډير داسي څه دي چه جواب ئې مخكې شوي خو بيا هم د ورستي ځل لپاره به درته ددي خبرو په اړوند څو خبري وليكم.
نقاد صيب [color=white:12e298a265]د بوش د حواريينو [/color:12e298a265]په اړوند چه دى په دي ليكنه كې كومه خبره كړي يوځل بيا ئې ولوله چه ماشوم به هم داسي خبره وكړي، ما خو دافكر كولو چه ستاسي د عقل سطحه به له دي څخه لوړه وي. د بوش همدغه حواريين ډيري نوري خبري او كارونه هم ترسره كوي زه فكر نه كوم چه ستاسي ايمان او پښتونولي به دا اجازه دركړي چه هغه ورسره ومني. او كه بوش تاسي هم خپل بادار ګڼي نو بيا جدا خبره ده.
[color=darkred:12e298a265]نقاد صيب ليكې:[/color:12e298a265]
[[که د بن د جرګې ترکيب ديموکراتيک وای او د پښتنو ملي اکثريت په کې له لومړي سر څخه مراعت شوی وای...]]
نقاد صيب په خپل بادار باندي دي اوس دغه تهمت چه جوړه كړي غونډي تركيب كې ئې ديموكراتيك اصول نه دي مراعت كړي د ... ورسته پلتې وهل دى. په همغه وخت چيرته وي چه اوس دا خبره كوي. دوهم خبره دا ياده لره چه مستعمرين هيڅكله هم په مستعمره شوي هيواد كې اكثريت ته په حكومتې تشكيل كې خپل پوره حقوق نه وركوي بلكې داسي كارونه ورسره كوي چه فقط پري وه ئې غولوي او اوس همدغه صورتحال په افغانستان كې هم روان دى او د مستعمرينو ددي كار د اسبابو راسپړنه د موضوع سره كوم اړخ نه لږوي نو ځكه ترينه تيريږم.
[color=brown:12e298a265]نقاد صيب ليكې:[/color:12e298a265]
[[که څو تنه چې د خپل تور قدرت څخه لویدلي ود خپل لجاجت او شق کولو له پاره د خپل پخواني پنجابي بادارانوغیږې ته ورتښتي،]]
نقاد صيب كه زما اوسيدل په پښتونخوا كې تاسي په دي معنى اخلي چه زما تربيه پنجابيان كوي او زما باداران دي نو ستاسي دغه خبره هم د بادارنو په څير دي له انصاف څخه لري ده ځكه نن پنجابيان هم د وخت فرعون په مخ كې ستاسي په څير په ركوع دي او د بيت الله په ځاي ئې سپيني ماڼي ته مخ ګرځولي خو اوس خو په هيواد كې ستاسي د صليبي بادارانو حكومت دى ولي ورته نه راځي؟؟
بله خبره دا ده چه پرون د روسي وحشي مستعمرينو ترڅنګ ولاړ كمونيستانو هم مجاهدين په همداسي نومونو ستايل لكه څنګه چه نن د صليبي مستعمرينو ترڅنګ ستاسي په څير ولاړ خلك ئې ستايي. خو د خبري حقيقت الله پاك ته معلوم دى او هر انسان ته د هغه د نيت په اساس اجر وركول كيږي. نو زه او ته به هم په ورځ د قيامت د الله پاك په مخ كې دريږو [color=white:12e298a265]بيا به دواړو ته روښانه شي چه د صليبي كفري مستعمرينو د مسلمانانو په خاوره كې د پښو په ټينګولو كې ئې اجر دي او كه د مسلمانانو د خاوري څخه په ترور – شړلو او ايستلو – كې ئې اجر دي. او كه د كفري مستعمرينو د لكي په نيولو كې اجر دي او كه په ورغوټه كول كې ئې.[/color:12e298a265]
نقاد صيب تر هغه ممكنه نه وه او نه ده چه صليبيان دي د مسلمانانو څخه راضي شي ترڅو چه د هغوي تابع داري ونه كړي، هغه په نوم مسلمانان چه نن د صليبيانو سره ډير مخكې دى او هغوي ترينه راضي دي سبب ئې واضح دى [color=blue:12e298a265]دغه خبره څاروان د خپلي خيټي څخه نه راباسي [/color:12e298a265]بلكې الله پاك په خپل كتاب قرآن كريم كې ددي خبري بيا ن كړي او هيڅ قسم تاويل نه قبلوي.
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)
نو طالبان په همدي حقيقت پوهيدل نو ځكه ئې د وخت څخه د صليبيانو تابع داري نه منله او پايلي ئې همدغه شو چه ته او زه ئې دواړه وينو، خو انشاء الله چه الله پاك به د صليبيانو په خلاف د مجاهدينو لخوا روان مقاومت په بري سره سر ته ورسوي او دغه صليبيان به د روسانو په څير شرميدلي بيرته ستانه شي. [color=indigo:12e298a265]وَمَا ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ بِعَزِيزٍ (إبراهيم20)[/color:12e298a265]

پاتي...



څاروان
24.04.2005

په تير پسي:

[color=darkred:7555583d25]نقاد صيب ليكې:[/color:7555583d25]
[[که طالب رک شي نوبیابه دې له خیره ادغه آرمان هم پوره شي!]]
نقاد صيب د اندلس تاريخ ولوله او زما دغه خبره ياده ساته [color=white:7555583d25]كه د مجاهدينو اوسني مقاومت له منځه لاړشي نو دغه صليبيان به همغه كارونه درسره وكړي كوم ئې چه د غرناطي د مجاهدينو د مقاومت د ختميدو څخه ورسته ئې د مسلمانانو سره وكړل، [/color:7555583d25]كه د تاريخ پاڼي واړو نو پوه به شو چه په اندلس كې هغه منطقي چه صليبيانو به ونيولي نو كوم وحشي كارونه چه دوي نن په افغانستان او عراق كې ترسره كوي د بيلګې په توګه لكه په نر او ښځينه جنس باندي جنسي تيري همدغه كړه ئې په هغه وخت كې هم د مسلمانانو سره كول .د اندلس په خاوره كې نن هم د مسلمانانو حال وه ګوره.

[color=darkred:7555583d25]نقاد صيب ليكې:[/color:7555583d25]
[[آخر تاسو له طالبانو څخه نور څومره .....غواړئ ، څو تاسو یې هم مینه او مننه دغسې لغتې وبولئ ؟ ]]

[color=darkblue:7555583d25]نقاد صيب زما ليكنې د طالبانو د ملاتړ لپاره نه دي بلكې د مجاهدينو په ملاتړ او د كفري صليبي ښكيلاكو ځواكونو په خلاف دي خو تاسي د خپل بادار په څير هر هغه كس چه د صليبيانو فرعونيت او طاغوتيت نه منې هغه د طالبانو او القاعدي په ليست كې نيسي . [/color:7555583d25]زما د طالبانو سره هيڅ اړيكې نه وي اونه شته او د كفري مستعمرينو خلاف اواز اوچتول خپل ايمانې او قومې دنده بولم .
د طالبانو اعمال بيانول چه دا ئې كړي او دائې كړي زه پري بحث كول نه غواړم ځكه چه څه فايده اوس پري نه مرتب كيږي او هسي د وخت ضائع كول دى اوس هغه څه ته چه اړتيا وينم هغه د هيواد څخه كفري مستعمرين ترور – شړل او ايستل- دي نه ددوي پنجي كلكول.
[color=darkred:7555583d25]نقاد صيب ليكې:[/color:7555583d25]
[[په اولسواکۍ کې خو لږترلږه د پیښې داخلي عاملین نشي خلاصیدای او په سزا رسیږي ، چې دا تر ټولومهمه ده.]]
د كفري صليبي مستعمرينو تر سرپرستي لاندي په هيواد كې له دري كالو راهيسي ولسواكۍ پلي كيدل شروع دي خو نقاد صيب ته خو يوڅو كسان په ګوته كړه چه په سزا ئې رسولي [color=white:7555583d25]په نني ولسواكۍ كې خو هغه له ټولو ښاغلي دي چه ډير ظلم ئې كړي وي ،[/color:7555583d25] د بيلګې په توګه هغه ډله چه د سنيانو څخه به ئې په ولاړه او ژوندون پوستكې ايستل او په سرو به ئې ميخونه ورته ټكوهل، په كانينرو كې ئې وريتول او.... نن همدوي له ټول مخكې دي مقصد مې كريم خليلي او ډله ئې ده. بل دوستم چه د زرګونو بي ګناه افغانانو قاتل دي او تعليم ئې هم په نشت حساب دي نن د صليبي ترسيوري لاندي جوړشوي حكومت كې لوي درستيز دي د نوري ښاغلو په كارونو يادولو سره بحث اوږدي او په همدي بسنه كوم.
كله چه زه د صليبي لخوا په افغانستان كې جوړ شوي حكومت ته پام وكړم نو د ښاښۍ مجلي هغه خبر راياده شي چه ليكلي ئې وه [color=blue:7555583d25]قانون هغه جال دي چه غټ ماهيان تر وزي او واړه پكې نخلي.[/color:7555583d25] او حقيقت هم همداسي دي.
نقاد صيب د ولسواكۍ په اړوند د بادارانو لخوا دي خپاره شوي غوړ غوړ شعارونو باندي مه غوليږه هيواد ته راشه او په خپلو سترګو ئې ووينه.

نقاد صيب د ډيرو نورو پوښتنو ترڅنګ دي د دي پوښتني له جواب څخه هم سترګې پټي كړي كه اسلام ستا په نظر د انسانانو د حقوقو اساس كيدي شي او ته ئې هم غواړي نو بيا [color=white:7555583d25]ولي د اسلامي حكومت نوم په ولسواكۍ حكومت بدلوي ؟؟ ولي مو دا د اسلام د ټكې سره دمره ورانه ده؟؟؟ [/color:7555583d25]هغه شيان چه تا د ولسواكۍ په نوم ذكر كړي ايا همدغي شيانو ته اسلام اجازه نه وركوي؟؟ كه په ذكر شو شيانو كې كوم شي ته طالبانو په خپل دور حكومت كې اجازه نه وركوله نو دا خو د اسلام ګناه نه ده چه تاسي ترينه دومره بيذاره يي چه د نوم څخه ئې هم ... كوي د مخكينيو علماء څخه دا قاعده مونږ ته راپاتي ده چه اسلام په افرادو نه پيژندل كيږي او عكس ئې صحيح دي.

په اخر كې يوځل بيا خپله هغه غوښتنه تكراروم چه په مخكې ليكنه كې مي كړي وه
الحمد لله مونږ او تاسي مسلمانان يو او اسلام مونږ د صليبيانو د تولي او نصر څخه منع كوي:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (المائدة51)
نو راځي چه په همدي قول د الله پاك عمل وكړو او د صليبيانو د ملاتړ څخه لاس واخلو ګوري د هغه چا څخه چه نن صليبيان راضي دى د هغي وجه يو شي او هغه الله پاك داسي بيان كړي:
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنْ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنْ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنْ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ (البقرة120)

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان



څاروان
24.04.2005

24-4-2005
خټګره روروه
السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
وروره د ترور په اړوند په اسلام فورم كې موضوع شته نو كه خپلي ليكنې هلته وكړي نو ښه به وي ځكه چه نور وروڼه به تري نه هم استفاده وكړي او پاتي شوه دلته زه درته دومره وايم چه كومه معنى چه تاسي د ترور ذكر كړي آيا همدغه كارونه مو د روسي مستعمرينو په خلاف جنګ كې د مجاهدينو په نامه نه كول ؟ هغه وخت همدغي كارونو ته همدا تاسي جهاد نه ويلو؟ او په همدي كارونو ښاغلي نه وي؟؟ نن ولي د صليبي مستعمرينو په خلاف دغه كارونو منفور ناروا حرام عمل وايي ؟ سره ددي چه د روسانو د استعمار پروخت كمونستانو همدي كارونو د وجه مجاهدينو ته اشرار ويل خو نن چه ستاسي بادار راغلي او د مجاهدينو له طرفه ورسره همغه چلند ته چه د روسانو سره ئې كولو تاسي منفور او ناروا حرام عمل وايي .او چه تاسي د روسانو او د هغوي د انډيوالانو سره كولو همدغه كارونه روا عمل وه. ولي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
خټګر وروره د الله د قدرت په مقابل كې د نني صليبيانو قدرت هيڅ هم نه دي. الله پاك ددوي په شان ډير طاغوتې قومونه هلاك كړي. نو د صليبيانو څخه د ويري پرځاي د الله پاك څخه وويريږه. او ددغه صليبيانو د همكاري څخه لاس واخله.
د بيت خبري به اړوند به درته ووايم چه خټګر صيب فكر كوم چه دغه بيت د خوشحال خان خټك دي:
***څودې توان رسي په لوى درياب كې ګرزه
***په وياله كې دى زوال وينم نهنګه
پدي بيت كې خوشحال خان خټك ستا په څير هغه مسلمانانو ته خطاب كوي چه د كفارو د غلامي زنځير په فخر سره په غاړه ګرځوي نو ورته وايي آي مسلمانه چه دي توان رسي د ازادي په درياب كې ګرزه او د كفارو په غلامې كې د زوال دي نه بري.

د هيواد څخه د كفري مستعمرينو او د بوش د مريدانو د ترور په هيله

يوسف څاروان


ترور او دخوشحال بابا بيت

KHATHGAR
24.04.2005

محترم څاروان صيب، وعليکم السلام ورحمته الله و برکاته، أما بعد:
ځما أو ستا جنجال او د هغه څخه ﻻ دمخه د محترمو حليمي ، نقاد ، غروال أو نورو صاحبانو له تاسه سره بحث د أصلي مضمون او موضوع په هکله چې دا دۍ اوس کافي اوږد شوئ، همدغه اوس د جرمني څخه دمحترم محمدنادر غروال صيب ليکنه د"را پاروونکوليکنو مخنيوۍ" تر عنوان ﻻندې دريښتېنې أفغاني او اسلامي احساس أو ادراک سره د ټول أفغان ويبپاڼې په لومړئ صفحه کې درج دۍ، أخيرالکلام ځواب ليکلۍ چې زه ورسره نه ېوازې موافق ېم بلکه دا به وواېم چې غروال صېب کور دۍ ودان په دې ښکلې ليکنه٠ وروره لږ ئې په ځير ولوله، په سړه سينه بېا ،که خداۍ(ج) کوله سربه دې خلاص سي چې داسې موضوعات تش د احساساتو په حواله او بېا دد ېوې چټکې او بې سنجشه تېارې نسخې له مخه د حل ﻻره خو نشي کېداۍ، مګر د افغان ملت دﻻهم بربادۍ سبب کيږي٠
راغلو دخوشال بابا بېت ته: اول خو ده (لکه څرنګه چې ته ئې تعبير کوې)د "کفارو"
سره جګړه نده کړې*** دخوشال کلېات سريزې وګوره هلته د هغه ژوندليک شته *** دوهم ، ما چې ته ؤ دې ته راوبللې چې څاروانه ته په خپله لوۍ درېاب ته ځان ﻻهو کړه، مقصد مې روښانه دۍ:
د ېو أړخيزې تشدپسندې اسلامپالنې په عوض(چې پرته له شکه د اسلامي تفکر په بحر کې په رښتېا هم يوه کوچنۍ وېاله ده) ځان دأفغان مسلمان ولس په همېشني درد ېعني وروسته پاتېوالۍ،بېوزلي،بې پاېه جګره٠٠٠٠٠أو داسې نورو ناخوالو څخه دهغه ژغورنې باندې ځان مصروف کړه ،چې هم دې دنېا او هم دې عقبا په نصيب شي ٠٠٠باقي والسلام
په ډېره درناوۍ، ر٠خټګر
أباد او سرلوړۍ دی وي ګران أفغانستان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more