سياست او روانې چارې
د فاروق وړ ترانه چوپړا احمدزي ته !
lawangin
09.03.2015
بې واكه پنځه ټكي (……..)؟ / فاروق وړ
نشرونکی: بلال ساپی برخه: شعـــــرونه 2015/03/08
محمد فاروق ( وړ) – زولينګېن -جرمني
مرموزه نمونه دخپل دوران شوې احمدزيه!
د چا د سر دښمن او په چا ګران شو ې احمدزيه ؟
څېره دې د ګاندي ده ، خو جامې دې ورته نه دي
هندو شوې ؟كه كاوباى شوې ؟ كه افغان شوې احمدزيه؟
تر غاړه دې كوچه مار كه د زلفو ول كلك تاو دى؟
يهود كه نصارا كه مسلمان شوې احمدزيه؟
كعبې ته خو تا شا كړه، واشنګتن ته په سجده شوې
بنده د بل بنده ، نه د سبحان ، شوې احمدزيه !
خبر شوم چې د خپل ناموس لرغونى هار دې خرڅ كړ
ښكاره نښه د تير او د كمان شوې احمدزيه !
د تا د نيكه شخه شمله ستنيې وه اسمان ته
شرميږي ، چې د خپل دښمن جانان شوې احمدزيه !
د فسق او د فساد په جال كې بند شوې ، نه خلاصيږې
مين په تخت، ډالر او سپين غيران شوې احمدزيه !
خپل نفس دې كه سلف دې خيانت ته ور تشويق كړې ؟
دغلو او قاتلانو ترجمان شو ې احمدزيه !
ستم ، پرچم او نور وطنفروشان د تا سيالان شول
لوځكه د اتمر د خاندان شو ې احمدزيه !
پتمنې پرګنې يوې معجزې ته انتظار دي
اخ ! ته يې د كنډَو كاروان سروان شو ې احمدزيه !
د پير په اشاره يې د وحدت تندى چيت پيت كړ
سوټك دصليبيانو ته سندان شوې احمدزيه !
آى كاشكي ! چې يا لاس او يا مې ….. در رسيدل
د زړه سر د چاپلوس، پست او شيطان شو ې احمدزيه !
انصاف د سياست مخ ته په وچ ډګر ورتو كړل
ته ولې د رټلي مخ پانسمان شو ې احمدزيه !
سرلوړي پښتانه دحيرانۍ په ډنډ كې ډوب شول
چې ته سركښ د ګوډ افغانستان شو ې احمدزيه !
هندو ، جټ او جولا هڅه كوي ، چې تا د ځان كړي
دلوبو چيشت پنډوسكى په ميدان شو ې احمدزيه !
د مځكې زړه خوړين – پړين شو، اسمان هم ډير سخت تنيږي
دكركې وړ دمځكې او اسمان شو ې احمدزيه !
دملې مزه دې نشته ده ، مهرې يې تل كړپېږي
لړزان پل د تېري دواتيكان شو ې احمدزيه !
زه تاته په هېڅ ډول روغ سړى وېيلى نه شم
دخپل مېلت او خاورې په تاوان شو ې احمدزيه !
دعلم او غيرت سره دعقل جوهر ګډ كړه!
كپه يې كړه! جوړېږې ، بې ايمان شو ې احمدزيه !
پرون ، نن او سبا دزمانې وېشلى نوم دى
پرې پوه به شې ، كه بېرته روغ انسان شو ې احمدزيه !
رښتيني مسلمان ته ډار او كبر دوا ړه زښت دي
ښادېږې ، كه ته هم د ده په شان شو ې احمدزيه !
راتلونكي ټول نسلونه به دې نوم په تيږو ولي
اغزى په زړه د پيغلې او د ځوان شو ې احمدزيه !
په خپل لاس دې دمالگې ډک خاوری ورباندې تش کړ
ټپي ته نه طبیب او نه درمان شو ې احمدزيه !
قلم او مظلوم دواړو تكې تورې وينې قى كړې
ظالم شو ې ، په ظالم چې مهربان شو ې احمدزيه !
كارمل ، پست رباني ، مسعود او نور ټول درنه هير شول
ځه ! تښته ! كړوونكى دوجدان شو ې احمدزيه !
كېدى شي ، نيت دې ښه وي برګ عمل دې رسوايي شوه
ناسور ټپ په ابرو دخپل دودمان شو ې احمدزيه !
باتور احمدزي ټول دوه ديرش غاښونه درته چيچي
ترې خلاص به شې هغه وخت ، كه پښېمان شو ې احمدزيه !
د وس نه لاره وركه ده چې څنګه تا اوس پاك كړي ؟
تكتور خال دتاريخ په سپين ګريوان شو ې احمدزيه !
ماخوب وليد ، چې خپل سر دې په لاس كې و، سور- پور وې
په چيغو شوى ، د څه شي په ارمان شو ې احمدزيه !
توبه وكاږه خداى(ج) ته د درنو كوچيانو ننګه !
پېغور د خوار شپانه او پاده وان شو ې احمدزيه !
دتا كاكل يې غوڅ كړ ، ته رقيب ته ببر نه شوې
لر چرګ مې په سيالۍ كى د رومان شو ې احمدزيه !
خوندي ځاى ته په منډه پنا يوسه ! كه هوښيار يې
سپېرې شونډې دې ښيي ، چې ستومان شو ې احمدزيه !
غيرت كه در پكې وي ، همدا اوس د ځان غم وخوره !
غازي به شې ، كه وزير اكبرخان شو ې احمدزيه !
ټبر به دې تر قبره ډېر په مينه بدرګه كړي
په دشرط ، كه تر خپل ناموس قربان شو ې احمدزيه !
وطن دې كه ازاد او ټګماران دې تار او مار كړل
بيا وايم ،چې امان مې دارمان شو ې احمدزيه !
بې واكه پنځه ټكي (….) ؟ خو دتا سره ښه زيب كا
دهوش نه ورك عنصر مې د چيستان شو ې احمدزيه !
( وړ ) وايي، چې : ( ازاد ژوند دزياركښ ميږي نه زده كړه )
ته ولې يو بې واكه سپك سلطان شوې احمدزيه ؟