د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په پاکستان کې د پولیو د واکسین انکار جرم دئ.

اتل
04.03.2015

السلام علیکم.
څوک چې د خپلو ماشومانو دپولیو د واکسن نه انکار کوي، د خپل اولاد ژوتد په خطر کې اچوي او د خپل ځان د بندی کیدو اسباب برابروي. دطالبانو د شبکو دبکو دلاسه په پاکستان کې ډیر ماشومان دپولیو د واکسین نه بې برخې دي. طالبانو په تیرو کلو کې په مکرر ډول د پولیو کارکونکي وژلي دي.

اوس په پاکستان کې د پولیود واکسین نه انکار جرم ګڼل کیږي او پدې ارتباط ډیر خلک محبوس شویدي.
=====
پېښور: ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو نه وروکولو په تور ګڼ کسان نیول شوي

03.03.2015
د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ګوزڼ ضد کمپاین په ترڅ کې ۴۷۱ کسان خپلو ماشومانو ته د څاڅکو نه ورکولو په تور نیول شوي او د نورو نژدې سل کسانو پر ضد په تاڼه کې رپورټونه لیکل شوي دي.
د پېښور مرستیال کمشنر ویاند فېروز شاه نن «نهې ورځ» مشال راډیو ته وویل: هر چا که خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو له ورکولو ډډه کوله نو پر ضد به یې قانوني کاروايي کېږي.
د خېبر پښتونخوا په دوولسو ضلعو او ځېنې قبایلو سیمو کې د «صحت اتحاد» په نوم د ګوزڼ ضد دوه ورځنی کمپاین نن هم دوام لري چې صوبايي او مرکزي حکومتونه یې په ګډه چلوي او خوا اوشا اوه ویشت لکه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو موخه ټاکل شوې ده.
چارواکي وايي چې دا کمپاین به د خیبر پښتونخوا په ګډون د جنوبي او شمالي وزیرستان، د سرحدي سیمو «ایف ار» په ځېنو برخو او د کډوالو په کېمپونو کې هم ترسره کېږي.
سږ کال »۲۰۱۵» په پاکستان کې د ګوزڼ ناروغانو لس کېسونه مخې ته راغلي چې ډېری یې له خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دي
http://www.mashaalradio.org/archive/news/20150303/3518/3518.html?id=26879457
.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more