د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د امریکا د کانګریس د سفر د سترګو لیدلی حال.

Samsor Afghan
27.02.2015

درنو ملګرو

انسانان ټول یو شان دی ځکه ټول نفس، هیله، او غوښتنی لری. د طبعیت په حساب ټول څښلو او خوړولو ته اړتیا لرو. نو بیا ولی ترمونژ امریکا دومره مخکی ده چی تصور یی مونژ انسانانو ته ګران ښکاری.
د امریکا کانګریس ته می رسمی سفر درلود ډير سه می ولیدل او ډير سه می زده کړل.
د دوی می چی هر څه لیدل خپل پخوانی مشران په ذهن کی راتلل چی مونژ هم افتخار درلود مونژ هم کارونه کړی نو بیا نړی ولی مونژ دومره له سترګو غورځولی یو چی اوس مو څوک هیڅ نه راسره منی.
د دوی د ټولو کامیابیو سبب یوازی او یوازی یو والی وو. دا یی سره منلی وو چی مونژ ټول ۵۰ ولایته سره یو یوو او د دښمن په مقابل کی دریژو.
دوی چی کله له انګلیس نه ازاده اخیستله فرانسی ورسره کومک وکړ او مونژ چی له انګریز نه ازادی اخیستی یوازی او یوازی په خپل مټ.
امریکا چی کله د استعمار لاندی وه مونژ په سیمه کی لویه امپراطوری درلوده نو بیا ولی مونژ د حالت ته را ورسیدلو چی نن مو د پرونی ورځی استعماری هیوادونه کومک ته راځی؟

چی اوژدی خبری را لنډی کړم دومره به ووایم چی بی له ملی یوالی څخه د افغانستان جوړیدل نا ممکن دی.
لومړی باید د هیواد ټول قومونه سره یو شی
دوهم باید مذهبی او ژبنی اختلافات له منځه لاړ شی
او دریم په هیواد کی داسی قوانین د ملت په لاس پاس شی چی د هغی له مخی د کار وړ خلک د څو کلنو په جریان کی د حکومت عملی برخی ته راشی ترڅو د ملت د پاره کار وکړی.
امریکا پس له د چی ازادی یی له انګریزه واخیسته لومړنی کار دا وکړ چی د کار سپارل اهل کار ته قانون یی پاس کړ یعن دا کار یی په سلونو کالو مخکی کړی او مونژ تر اوسه په څه لګیا یو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more