د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

خیال پلو ! (تحریري خلافت)

حشمت ناصري
23.02.2015

زمونږ یو ملګری وه، سختي غټې غټي لافې او خیال پلوونه به ېې وهل
څو څو ځله ملګرو ورته وویل؛ هلکه دروغ د ایمان زوال ده، بیا که دروغ، لافې او باټې وهې هم نو لږ په چوکاټ ېې برابروه، او دا خیال پلوونه څې ته وهې ولاکه په خوب کې هم پوره سي
بله ورځ ېې د زړه خبر وکړه، وی؛
پریمیږدۍ، په دې لافو او خیال پلوونو مې نه پیسې ځي او نه مې خوله پرې لوییږي
خو هم پرې خوشحالیږم، غوښې اخلم او هم یو نیم لوده باندې ښه چلیږي، سخت مې احترام کوي
اوس دا زمونږ تحریریان او ځینې نور خیالبافان، په کلي کې ېې د سترګو تر وړاندې ښوونځی تړل کیږي یا سوځول کیږي نه ېې مخه نیوای سي او نه ېې د بیرته پرانیستلو او جوړولو وس او جرأت لري
خپل وړوکي د کلي او ناحېې په جغرافته کې عدل، انصاف او سړیوتوب نسي پلی کولای
خوبونه، خیال پلوونه، لافې او باټې د خلافت وهي
دوی ټولنیز عدالت له خپل کلي او کور څخه نه پیلوي، غواړي څې په ټوله نړۍ ېې په یو وار لکه انفلونزا وروپاشي.
داعش د خلافت په نوم نیمه اسلامي نړۍ په وحشت نیولې، تحریریان اوس هم د تحریری خلافت په حباب شخوند وهي. داسې نه څې دواړه یو اوسي.
کیدای سي دوی به هم په همدې حباب ژدویلو غوښې اخلي، یو نیم به ورته د امیر صیب احترام هم لري؟
یاده د وي؛
د تحریر بنسټ په فلسطین کې هغه وخت ایښودل سوی څې د بریتانېې په ولکه کې وه، نو تر اوسه داسې یو حزب، مفکورې یا خوځښت څخه څې د بریتانېې د استعمار څخه راپورته سوی وي خیر مو ترې لیدلی؟


Samsor Afghan
27.02.2015

سلامونه وروره

خیر خو پکی نشته خو د ولس د ګډوډی د باعث بهترینه لاره ده. اسلامی خلافت یو خوب دی د وخت د پادشاهانو یو خود خواهی وه.
د خلافت په لومړیو ختو کی یو څه نظم او حساب کتاب وو وروسته مو ولیدل چی څه کارونه وشول
که هرڅوک اسلامی خلافت غواړی اول د لاړ شی د سعودی حکومت د ړنګ کړی او له هغه ځآیه د راشروع کړی ترڅو عدالت وشی.
سعودیان په مزو کی غرق دی د تیلو پیسی د دوی دی د حج پیسی د دوی دی او تر هر څه زیات د کفارو سره تر ټولو نورو اسلامی هیوادونو دوی ښی اړیکی لری.
ډير ساده ګان چی قران شریف یی له مخی زده نه وی او یو حدیث یی له کوم ملا اوریدلی وی د خلافت غوښتنه کوی.

حزب تحریر د تروریستی حزب دی او په کابل کی هم ډير فعال دی خدای مو د هیواد له د شره ساتی.

اسلامی خلافت د هغو خلکو غوښتنه ده چی مکمل د نړی په اوسنی حالت او سیاست پوه نه وی.

درناوی


سلامونه او پیرزوینې سمسور افغان صیب

حشمت ناصري
27.02.2015

سلامونه او پیرزوینې سمسور افغان صیب
لکه څنګه څې تاسو ذکر کړي دا ټول د همدې هیوادو د ړنګولو او دا ولس په جګړو کې ساتلو پروژې دي، څې زمونږ له تعلیم او زده کړې لیرې ولسونه د دین په نوم ترې ځان قربانوي، خلافت باید له سترو اسلامي هیوادو پیل سي چیرته څې ستر جنایت روان ده، ما ېې یو دوه درې غړي ولیدل او ورسره وغږیدم، نه پوهیږم څې له بې عقلۍ ورځ ستوري په آسمان ویني او که په هوښیارۍ دا پروژه پلي کوي، سیند درته ښوروا کړي او غرونه غوښې
افسوس پر دې بیوزلو او کمزورو اسلامي هیوادو خصوصاً زمونږ ولس
ښه وړیا او مفته د جګړې عسکر او فدایان ېې پیدا کړي
کله به هوښیاریږو او له دې شینتوبه به خلاصیږو؟ والله اعلم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more