د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

مورنۍ ژبه !

حشمت ناصري
23.02.2015

وایي د تنظیمي اخ و ډب په تیارو شپو ورځو کې څې کله به تنظیمیانو یوبل لکه دیدوان پسې اخیستل او داړل، یوه ورځ د نظار دیدوانو د وحدت یو دیدو رانیولی وه، له داړلو مخکې ېې ترې پوښتلي وه څې؛ نامت چییس؟
هغه وی؛ فاطیمه
وی؛ فاطمه خو نام زن اس
وی؛ نام از مو علیه، ده خانه مره از ناز فاطیمه موګن
اوس زمونږ ژبه هم پښتو ده، خو په دې نه پوهیږم څې مونږ اکثره وخت ولې نه پښتو لیکو او نه ېې وایو (له نازه، له قاره، له شرمه، له بې همتۍ، کم جرأتۍ، کمزورۍ، بې مسؤلیتۍ او که له ډاره)
ژبه په لیکلو او ویلو ستایل کیږي او ساتل کیږي
نه په لمانځلو، شعارونو او له نورو ژبو سره په تعصب
چې څومره ډیرې ژبې مو زده وي، هغومره خپلې ژبې ته ښه خدمت کولای سۍ
ژباړو، څیړنو او علمي لیکنو ته سۍ، شعر او شاعري نه مو دا څو سوه کاله نور زړه شین ده
.
همدا اوس ګوګل راخلاص کړۍ، د نړۍ په هره ژبه یوه کلمه ولیکۍ اړوند بیلابیل لنکونه به درته قطار سي، زیادتره به ېې علمي لینکونه وي څې په څیړنو، منطق او علم ولاړ دي
خو دوه زره کلمې په پښتو ولیکۍ، په ضمانت درته وایم څې ۹۹٪ لنکونه څې راخلاصیږي نو همدا لاندني څو مسایلو پورې به تړلې وي
شعر او شاعري، دیني او مذهبي مسایل، جګړه او خیټالوژي سیاست، نیوکې، ګیلې، ښیرې او دعاوې، او غټه برخه هم د جګړو، تعصب او بدمرغیو خبرونه
خدای ته وګورۍ، لږ څیړنو، ژباړو او علمي لیکنو ته سۍ، څې کله پښتون ته په خپله ژبه په هره برخه کې کتاب یا لیکنه نه وي موجوده، مجبور ده له نورو ژبو څخه ګټه پورته کړي، باید هره برخه کې ژباړې او کتابونه موجود وي
د پوهنتون څخه څې ځوان فارغیږي د خپل مونوګراف لیکلو او برابرولو په وخت مجبور ده څې یو څو اخذلیکونو څخه کار واخلي، زده کوونکو ته په پښتو کې کافي مأخذونه نسته، هغه کمبخت دومره وخت او د ژباړې وړتیا نلري څې هرڅه د وژباړي نو دا ښه ګڼي څې خپل مونوګراف په بله ژبه ولیکي، دا په خپله په راتلونکې کې د هغه د لیکلو، لوستلو، ویلو او بیان وړتیا په بله ژبه کې ګړندې او پیاوړې کوي.
همداسې په سلګونه بیلګې او ستونزې پرتې دي د پښتو د ودې په وړاندې.
تر ټولو مهم:
ژبه د هغه قوم ستایل کیږي او هغه قوم خپله ژبه ساتلای سي څې پوهه او زده کړه ولري، ژبه ېې په علمي څیړنو او لیکنو کې شتمنه وي د نړۍ سیالانو کې یو ځای ولري او ژبه او حیثیت مو نننۍ د سیالو ډکې نړۍ کې هغه وخت ساتل کیږي څې زما او ستا بچۍ، خور او ورور په زده کړې سمبال وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more